تاریخ پاڼه شماره ۱۸۵
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له اتلسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له شلمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه اووه ویشت کاله پخوا، د لسم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په اتلسمه نیټه، د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمدمصطفی (ص) له خپل وروستي حج نه د ستنیدا په وخت د خدای تعالی (ج) په حکم حضرت امام علي (ع) خلکو ته د خپل ځائ ناستي په توګه معرفي کړ. پيغمبر اکرم (ص) له مکې مکرمې نه د مدینې په لاره کښې د (غدیر خم) په نوم يو ځائ کښې د خدای پاک (ج) دا حکم پر ځائ کړ. پيغمبر اکرم (ص) پس له دې چې په یو لوړ ځائ کښیناست، یوه خطبه یې وویله او د حضرت علي (ع) لاس یې اوچت کړ او خلکو ته یې وفرمایل: (مَن کُنتُ مولاه فَهذا علیّ مولا. اللّهم وال من والاه و عاد من عاداه). یعني د چا چې زه مولا یم، علي د هغه مولا دی. ای خدایه! هرڅوک چې له ده سره مینه لري، ته ورسره مینه ولرې او هر څوک چې ورسره دښمني وکړي ، ته ورسره دښمني وکړې. د اسلام ګران پيغمبر (ص) همداراز د قرآن کریم او د خپلو اهلبیتو علیهم السلام په هکله خلکو ته سپارښتنه وکړه او ویې فرمایل: (دا دواړه هیڅکله له یو بله نه بیلیږي تر دې چې د قیامت په ورځ د حوضِ کوثر په غاړه ماته راورسي).
خلکو ته د خدائ تعالی (ج) د دغه حکم له اورولو وروسته په پیغمبر اکرم حضرت محمدمصطفی(ص) باندې د مایدې د مبارکې سورې دریم آیت نازل شو او هغوئ ته یې زیری ورکړ چې (الیوم یئس الذین کفروا من دینک فلا تخشوهم واخشون، الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتی و رضیت لکم الاسلام دینا) یعني نن کافران ستا له دینه نهیلې شول نو بس له هغو مه ویریږه او له ما وویریږه، نن مې ستا دین بشپړ او کامل کړ او خپل نعمت مې پر تا تمام کړ او ستا لپاره مې د اسلام دین غوره کړ.
په همدې وجه دا ورځ اختر نوموله کیږي. ګرانو عزیزانو مونږ هم د غدیر د اختر په مناسبت تاسو ټولو مینه والو او اوریدونکو ته مبارکي وایو.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه دوه کاله پخوا، د پینځه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په اتلسمه نیټه، حضرت امام علی (ع) د خلکو د ډیر زیات اصرار په وجه د ولس امامت پر غاړه واخیست. د دریم خلیفه عثمان له وژلې وروسته خلکو د حضرت علی (ع) کور ته مخه کړه او له هغه حضرت سره د بیعت غوښتونکي شول. حضرت علی (ع) چې په لومړیو کښې يې خلافت نه قبلوه، هغه خلافت چې خدائ او د خدائ پیغمبر (ص) له رحلته مخکښې ورته سپرلی ؤ، د خلکو له پریمان اصرار او د خلکو لخوا د امام د شرطونو له منلو وروسته د خلافت واګې په لاس کښې واخیستې او د خپل خلافت د څلورو کالو او نهه میاشتو په اوږدو کښې یې په دوو برخو کښې، اصلاحي اقداماتو او سیاسي او پوځي اقداماتو کښې یعني د مارقین، قاسطین او ناکثین له دریو ډلو سره په جنګ کښې فعالیت ته مخه کړه. حضرت امام علی (ع) ته یې اجازه ورنکړه چې د خدائ د ډیر ښه مخلوق د حکومت په رڼا کښې د عدالت او د ژوندون خوږ خوند په خلکو وڅکل شي. د اسلام دښمنان زیاتي غوښتونکي او کوږ فکره کسان د امام (ع) په لاره کښې خنډ شوي او درې جنګونه یې پرې وتپل او په پائ کښې د نهراوان په بهیر پورې د یو پییلي لنډ فکره کس په لاس شهید کړئ شو او نړۍ یې ویرجنه کړه خو حضرت امام علی (ع) د خپل حکومت په همهغه لنډه موده کښې د نړیوالو لپاره د قیامت تر ورځې پورې د اسلامي حکومت یوه بیلګه او د معارفو یوه ټولګه یې پر ځآئ پریښودله.
««««««««««««
څلور سوه اووه نوي کاله پخوا، د نهه سوه څلویښتم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په اتلسمه ( د یوه بل روایت له مخې، د ذی الحجې په دولسمه)، په محقق ثاني او محقق کرکي مشهور، اصولي مجتهد او فقيه علی بن حسین بن عبدالعالی وفات شو. علی بن حسین بن عبدالعالي کرکي د صفوي لړۍ یو مشهور شیعه عالم او فقیه ؤ چې له خپل وطنه یې جبل عامل ته هجرت وکړ او لومړی عراق او وروسته د اسماعیل صفوي باچا په بلنه ایران ته راغئ او په ایران کښې یې د تشیع په دودولو او تبلیغ کښې مهم رول پر غاړه واخیست. په ایران کښې د لومړي ځل لپاره د شیخ الاسلامي څوکۍ هغه ته ورکړل شوه. محقق ثاني په استدلالي فقه کښې ډیر تکړه ؤ او د هغه فقهي آثار د راتلونکو فقیهانو له خاص هرکلي سره مخامخ شول. (جامع المقاصد فی شرح القواعد) د هغه کتاب دی او له همدې امله، هغه ته د (جامع المقاصد) خاوند ویل کیږي. محقق ثاني د ولایت فقیه په اړه د پام وړ نظرونه لري. محقق کرکي نامتو شاګردان هم وروزل او د شیخ علی منشار، حسین بن عبدالصمد عاملي او سید نعمت ا... جزائري په شان د نهمې او لسمې هجري پیړۍ زیاتره څیړاندي او پوهان د هغه شاګردان وو.
««««««««««««
دوه سوه درویشت کاله پخوا، د دولس سوه څوارلسم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په اتلسمه نیټه، نامتو فقیه، متفکر او عالم شیخ مرتضی انصاري د ایران په جنوب لویدیځ ښار دزفول کښې وزیږید. هغه له ماشومتوبه د خپلې وړتیا له امله ډیر ژر د کمال او پرمختګ درجې کچ کړې او په دولس سوه نهه څلویښتم هجري قمري کال کښې یو پوه مجتهد او نامتو څیړاند ؤ. شیخ مرتضی انصاري په فقې او د فقې په اصولو کښې نوي نظریات مطرح کړل چې پکښې کولائ شو، د فقهي اصولو په پیژندنه کښې استدلال ته د هغه پام ته اشاره وکړو. د دغه ستر فقیه له ځانګړتیاو، د هغه ساده لیکنه ده، په دا ډول چې پیڅلي علمي بحثونه یې ډیر روان او ساده لیکلي دي. د (رسائل) او (مکاسب) دوه کتابونه د شیخ مرتضی انصاري له هغو مشهورو آثارو څخه دي چې د فقې او د فقې د اصولو په زمینه کښې د علمیه حوزو له بنیادي درسونو ګڼل کیږي. همداراز د (اصول فقه) او (مناسک حج) کتابونه د دغه ستر مسلمان پوه له نورو آثارو شمیرل کیږي. شیخ مرتضی انصاري د دولس سوه یو اتیایم هجري قمري کال کښې په اووه شپیته کلنۍ کښې وفات شو.
««««««««««««
اووه دیرش کاله پخوا، د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال د ستمبر د میاشتې په شلمه نیټه، د مرکزي افریقا ویرونکی دیکتاتور ژان بیډل بوکاسا په یوې کودتا کښې نسکور شو . هغه په نولس سوه دوه ویشتم میلادي کال کښې وزیږید او د فرانسې په ښوونځیو کښې يې زده کړې وکړې . بوکاسا د فرانسې د دوو پخوانيو مشرانو نیپولیَن بوناپارټ او مارشل ډوګل لیواله ؤ .
بوکاسا په نولس سوه شپږ شپیتم میلادي کال کښې په داسې وخت چې د مرکزي افریقا د وسله والو ځواکونو قوماندنۍ یې پرغاړه درلوده، د خپل تره زوئ ډیویډ داکو پر ضد کودتا وکړه او قدرت ته ورسید .
بوکاسا دیارلس کاله په مطلق ظلم سره حکومت وکړ ، په دې ډول چې د هیواد له شپاړسو وزارتونو څخه د څوارلسو وزارتونو کنټرول د هغه په لاس کښې ؤ.
هغه د خپل هیواد نوم له مرکزي افریقا جمهوریت څخه د افریقا مرکزي امپراتورۍ بدل کړ او ځان يې لومړی بوکاسای امپراتور ونوموه او د تاج په سر کولو ډیر لګښته مراسم یې ترسره کړل .
بوکاسا بالاخره دنولس سوه نهه اویایم میلادي کال په ستمبر میاشت کښې پّ داسې وخت چې په لیبیا کښې ؤ، د خپل تره زوي ډیویډ داکو په مشرۍ په یوې پوځي کودتا کښې له قدرت څخه لیري کړئ شو .
بوکاسا د نولس سوه شپږ اتیایم میلادي کال په ستمبر میاشت کښې په داسې وخت چې هیواد ته ستنیده، په هوايي ډګر کښې ونیول شو او زندان ته واستول شو خو اته کاله وروسته، د نولس سوه څلور نوېم میلادي کال په ستمبر میاشت کښې د یوې عمومي بخښنې په بهیر کښې له زندان څخه خوشي کړائ شو.
بوکاسا باوري ؤ چې دا د یوه امپراتور لپاره مناسبه نه ده چې د څارویو غوښې وخوري او په همدې دلیل ویل کیږي چې د هغه خواړه د انسانانو غوښې وې . هغه هیڅ کله دغه تور رد نکړ .
د مرکزي افریقا دغه دیکتاتور بالاخره د نولس سوه شپږ نوېم میلادي کال د نومبر په پینځمه نیټه په پینځه اویا کلنۍ کښې مړ شو.
««««««««««««
او له ننه نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په دیرشمه نیټه، د امریکا یوې پوځي چورلکې په فارس خلیج کښې د (ایران اجر) په نوم پر یوې خدماتي کشتۍ حمله وکړه. د جنګ په جبهو کښې د بعث رژیم په ماتیو پسې امریکا د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجري لمریز کال په اوړي کښې په رسمي توګه د صدام رژيم په ملاتړ کښې د مسافري الوتکو، کشتیو او تیلي پلیټ فارمونو پر ضد حملې پیل کړې. د هغوئ موخه د خپلو تپل شویو سیاستونو سره سم د جګړې د ختمولو لپاره د اسلامي جمهوري نظام مجبورول وو. د دیارلس سوه څلور شپیتم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په دیرشمه نیټه، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له سمندري ځواک سره اړونده تدارکاتي او لوجسټیکي کشتۍ او د (ایران اجر) په نوم کشتۍ چې د سمندر په نړیوالو اوبو کښې له بندرعباسه د بوشهر بندر په لور روانه وه، د ماینونو د ښخولو په تور د دوو امریکايي چورلکو له خوا له کومې خبردارۍ پرته پرې حمله وشوه چې په هغې کښې څلور تنه شهیدان او څلور نور ټپیان شول. همداراز يې د دغې کشتۍ لس ماڼوګان په سیمې کښې د امریکا په قوماندانۍ سترې بیړۍ ته منتقل کړل. له دغې پيښې وروسته په ملګرو ملتو کښې د امریکا استازي وویل: لکه څنګه چې دغه کشتۍ د ماینونو په کیښودلو بوخته وه ،د دودو قوانینو په اساس ورسره داسې چلند پکار ؤ. څو ورځې وروسته د امریکا مشرانو جرګې د امریکا د سمندري ځواک د دغه پوځي اقدام په ملاتړ سره یو قانون تصویب کړ چې له امله يې د امریکا سمندري ځواک دا حق لري ، هره هغه ایرانۍ کشتۍ چې هڅه کوي د امریکايي کشتیو د تیریدا خنډ شي، په اوبو کښې ډوبه کړي .