تاریخ پاڼه شماره ۱۸۷
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې لومړی نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له شلمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له دوه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو شپږ سوه نهه اویا کاله پخوا، د درې سوه اووه دیرشم میلادي کال د ستمبر په دوه ویشتمه نیټه، د ساسانیانو د ټبر د دویم شاپور (ذوالاکتاف) د حکومت په وخت کښې د ایران او روم دیارلس کلنې جګړې پيل شوې چې په عمومي تاریخ کښې په لومړي پړاو جګړو مشهور دي.
د دویم پړاؤ جنګونه له درې سوه نهه پنځوسم کاله پيل شول.
په دواړو پړاونو کښې ایرانیان بریالي شول.
په لومړي پړاؤ کښې چې جګړه تر درې سوه پنځوسم میلادي کاله پورې اوږده شوه، رومیانو د مدیترانې په ختیځ کښې هرڅه چې ترلاسه کړي وو، له لاسه ورکړل او په دویم پړاؤ کښې یې امپراتور هم ووژل شو.
««««««««««««
یو سلو څوارلس کاله پخوا، د دولس سوه یو اتیایم لمریز کال د تلې په لومړی نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر او د انقلاب مشر حضرت آیت ا... العظمی سید روح ا... موسوي خمیني په خمین کښې وزیږید. پلار یې چې د هغې سیمې یو عالم و، د هغه په وړکوالي کښې شهید شو او سید روح ا... له هغه وروسته د خپلې مور او عمې یا ترور تر سرپرستۍ لاندې راغی.
هغوي د ابتدایي او لوړو زده کړو له پوره کولو وروسته د آیت ا... شیخ عبدالکریم حائري یزدي په محضر کښې د دروس خارج زده کولو ته مخه کړه او د استاد لخوا ورته ځانګړې پاملرنه وشوه.
هغوي د قم د علمیه حوزې په جوړیدو سره دغه ښار ته لاړ او د حضرات آیات شیخ علي اکبر یزدي او محمد علي شاه آبادي له پرفیض محضره په استفادې سره د هیئت، عرفان، حکمت او فلسفې په علمونو کښې لوړې درجې ته ورسید. آیت ا... خمیني بیا خپل درسي ټولګي جوړ کړل. د هغوي په محضر کښې ډیر شاګردان وروزل شول چې د غورځنګ په دوران کښې هم د هغه حضرت ملګري وو. حضرت امام خمیني له هغو کسانو و چې قم ته د آیت ا... بروجردي په بلنه کښې یې یو مهم رول ولوبوه او د هغوي ملاتړ یې وکړ. د آیت ا... بروجردي له وفات او د پهلوي حکومت د پراخو اسلامي ضدو پلانونو په پیلیدو سره امام د ظلم د نظام په خلاف راپورته شو او د ایران اسلامي غورځنګ یې پيل کړ. د دغې دوران مهمې پیښې په تیره بیا په کیپیچولیشن باندې د هغه حضرت اعتراض ترکیې او عراق ته د هغوي د جلاوطنۍ او پاریس ته یې د هجرت سبب شو.
امام خمیني(رح) له وطنه کابو د ۱۵ کالو لرې والي وروسته د ۱۳۵۷ لمریز کال په سلواغې میاشت کښې ایران ته ستون شو او دلته یې د اسلامي جمهوري نظام بنسټ کښیښود. حضرت امام خمیني پخپله لس کلنه مشرۍ کښې په ډیرو بدو پيښو او د جنګ په دوران کښې انقلاب لارښوونه کړ او د ظلم او استکبار په وړاندې یې د حق غوښتنې او عدالت غوښتنې غږ پورته کړ. بلآخره د جهاد دغه ستر میړه او د علم او عمل ستر بیلګه د ۱۳۶۸ کال د غبرګولي په څوارلسمه نیټه په ۸۸ کلنۍ کښې وفات شو او په نړۍ کښې له بې سارې جنازې وروسته د تهران په بهشت زهرا ادیره کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
یو سلو اته کاله پخوا، د نولس سوه اتم میلادي کال د ستمبر د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، بلغارستان هیواد د عثماني امپراتورئ له نیواکه آزاد شو. بلغارستان د څوارلسمې میلادي پیړۍ له وروستیو د عثماني تر نیواک لاندې راغئ. له هغه وخته د بلغاري مسیحیانو آزارول پیل شول او دغه چارې، پر دې ټاټوبي د عثمانیانو د سلطې په کابو پینځه سوه کلونو کښې د بلغارستان د خلکو ګڼ شمیر خوځښتونو په ځان پسې درلود. په نهایت کښې بلغارستان په اتلس سوه اته اویایم میلادي کال کښې له عثماني څخه خپلواک شو او په امیر میشته بڼه کښې یې کورواکي ترلاسه کړه. بالاخره د نولس سوه اتم میلادي کال د ستمبر په دوه ویشتمه نیټه د بلغارستان د هغه وخت باچا د دغه هیواد د بشپړه خپلواکۍ اعلان وکړ او ځان یې تزار ونوماوه. بلغارستان د بالکان ټاپو وزمې یو هیواد دی چې له ترکیې، یونان او رومانیه سره ګاونډی دی او یو لک لس زره نهه سوه څلور نوي کلومیټره پراختیا لري. د بلغارستان اوسیدونکي مسیحیان او زیاتره یې ارتوډیکس دي. د بلغارستان پلازمینه صوفیا نوم لري او د پیسو واحد یې نوئ لف دی. د دغه هیواد نظام، په پارلمان سره څو ګوندیز جمهوریت دی.
««««««««««««
اووه دیرش کاله پخوا، د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال د ستمبر په دوه ویشتمه نيټه، مسلمان پاکستانی اندیال او عالم، علامه ابوالعلی مودودي وفات شو.
پاکستانی مسلمان عالم، مودودي په ۱۹۰۳ کال کې په آورنګ آباد کې وزږید او په دیني علومو کې یې لوړو زده کړوته دوام ورکړ.
هغه په ۱۹۳۲ میلادي کال کې د خپلو دوستانو په ډله ییزه مرسته او همفکرۍ سره، د پاکستان په حیدر آباد کې د ترجمان قرآن په نامه مجله خپره کړه او یوڅه وخت هم په هغه سیمه کې د دارالسلام اسلامي ادارې تکړه مدرس و.
علامه مودودي د اسلامي نړۍ د یوه اندیال او د هندد نیمې وچې د پياوړي عالم په توګه، ددې سیمې د روحانیونو په منځ کې د استکبار ضد مبارزو بنسټګر او عامل و.
هغه په ۱۹۴۱ کال کې د پاکستان د روحانیونو او خلکو په منځ کې د یوه ځواکمن سیاسي اسلامي تشکیل رامنځ ته کولو په موخه د جماعت اسلامي په نوم یو سیاسي ګوند جوړ کړ.
جماعت اسلامي ګوند، د پاکستان په تاریخ کې د لومړني منظم سیاسي او اسلامي جوړښت په توګه، په پاکستان کې د وهابیت د زیږې څېرې په اشوا کولو او د خلکو په پوهولو او ارشاد کې مهم رول ولوباوه.
مودودي په ۱۹۵۳ کال کې د وهابي او قادیاني فرقو پروړاندې د څو لاریونونو د منظمولو له امله زنداني شو.
علامه مودودي چې سل سیاسي او اسلامي تالیفات لري، لومړنۍ ستره اسلامي مرجع ده چې په پاکستان کې یې د ایران د اسلامي انقلاب څخه خپل ښکاره او غوڅ ملاتړ اعلان کړ.
دغه ستر مسلمان عالم بالاخره د ۱۹۷۹ میلادي کال د سپټمبر په ۲۲مه نېټه،د ۷۶ کالو په عمر سره په لاهور ښار کې وفات شو.
««««««««««««
او له ننه اتلس کاله پخوا، د څوارلس سوه نولسم هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې په شلمه نیټه، الهي عارف او رباني عالم آیت ا... سید عبدالکریم کشمیري په ۷۲ کلنۍ کښې په قم کښې وفات شو. آیت ا... سید عبدالکریم کشمیري په ۱۳۴۵ کال کښې په نجف اشرف کښې زیږیدلی و. په نجف کښې له ابتدایي زده کړو وروسته د آیات عظام خويي، سید عبدالاعلی سبزواري، سید عبدالهادي شیرازي او شیخ کاظم شیرازي د درس خارج په کلاسونو کښې یې ګډون وکړ. د خپلې هوښیارۍ په وجه یې په ډيره لنډه موده کښې یې له آیت ا... خويي څخه د اجتهاد درجه ترلاسه کړه. په تدریس کښې د آیت ا... کشمیري زیار داسې و چې هره ورځ به یې د فقهې، اصولو، فلسفې او عرب ادبیاتو په شمول د درس یولس ټولګي جوړول. له تدریس او ښوونې، تحقیق او لیکلو نه علاوه یې د نفس په تهذیب او معنوي سیر کښې هم لوړو درجو ته لاس پيدا کړ او د ډیرو کرامتونو خاوند شو. د عراق د بعث رژيم له سختګیریو وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځاې په پټه توګه ایران ته روان شو او د ایران او عراق په پوله کښې د هغوي ټولې علمي لیکنې د عراق د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش