تاریخ پاڼه شماره ۱۸۸
نن د جمعې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلی د میاشتې دویمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له یویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له درویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
دوه سوه شپږویشت کاله مخکښې، د یو زرو دوه سوه یوولسم هجري قمري کال د ذی الحجې په یویشتمه نیټه، په ایران کښې د قاجاریه لړۍ بنسټګر او وړومبنی باچا آقا محمد خان قاجار قتل شو. د محمد حسن خان قاجار قوانلو مشر زوی آقا محمد خان قاجار د یوولس سوه پینځه پنځوسم کال په محرم میاشت کښې په ګرګان کښې وزیږید. په یوولس سوه شپیتم کال کښې چې د نادر شاه افشار وراره عادل شاه د محمد حسن خان د ځپنې لپآره مازندران ته لیږل شوی و، حکم ورکړ چې آقا محمد خان په ماشوموالي کښې مقطوع النسل کړي. د کریم خان زند د حکومت له جوړیدو او د قاجار کورنۍله دربدر کیدو وروسته زندیه دربار ته واستول شو او د خانِ زند د پام وړ وګرځید. آقا محمد خان شپاړس کاله په شیراز کښې له خپلو خپلوانو سره ډیر په سوکالتیا کښې تیر کړل خو د کریم خان له ناروغۍ نه له خبریدو سره سم د مازندران په لور وخوځیده او د خپل ورور په مرستې سره یې مدعیان پړ کړل. بلآخره د ۱۲۰۰ قمري کال د جمادي الثاني په یولسمه نیټه ورته په تهران کښې تاج په سر کړی شو او له هغه وروسته د هیواد د مختلفو سیمو په نیولو لګیا شو. په دغه موده کښې د هغه په حکم په لس هاو زره بیګناه خلک ووژل شول او ډیر جنایتونه یې ترسره کړل.
آقا محمد خان بلاخره په جارجیا کښې د خپلو دوو خدمتکارانو په لاس ووژل شو. د آقا محمد خان قاجار له وژل کیدو وروسته په دې وجه چې خپل زوی یې نه درلود نو په فتح علي شاه مشهور د هغه وراره بابا خان د دولس سوه دولسم قمري کال په وړوکي اختر کښې باچا شو.
««««««««««««
یو سلو اته کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه ویشتم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په یویشتمه نیټه، د نجف د علمیه حوزې ستر استاد اخوند ملامحمد کاظم خراساني وفات شو. هغه په دولس سوه پینځه پنځوسم هجري قمري کال کښې په مشهد کښې زیږیدلئ ؤ او په دولس کلنۍ کښې د دغه ښار علمیه حوزې ته لاړ. څو میاشتې یې د ملاهادي سبزواري او په تهران کښې یې د میرزا ابوالحسن جلوه د درس په ټولګیو کښې ګډون وکړ او بلاخره په نجف اشرف کښې د میرزای شیرازي او شیخ مرتضی انصاري درسونو ته ورسید.
هغه د استاد له وفات وروسته د حوزې له هغو مشهورو مجتهدانو او کامیابو استادانو څخه ؤ چې ډیر شاګردان یې وروزل. سید ابوالحسن اصفهاني، سید ابوالقاسم کاشاني، سید محمد تقي خوانساري، سید حسن مدرس، سید صدرالدین صدر، آقا ضیاء عراقي، شیخ عبدالکریم حائري، میرزای نائيني، سید محمد حسین بروجردي، سید محمد شاهرودي او نور په لسګونو عالمان او فاضلان د دوئ شاګردان وو.
همداشان له دغه عالم څخه ډیر کتابونه هم پاتې دي چې له هغو نه یو د کفایة الاصول مهم کتاب دی. د سیاسي مبارزو له نظره هم اخوند خراساني په ایران کښې د مشروطیت یو مدافع ؤ چې په دې لړ کښې یې ډیرې هلې ځلې وکړې. ټاکل شوې وه چې د نجف، کربلا او کاظمین ډیر عالمان ځان ایران ته سفر کولو ته چمتو کړي. همداشان اخوند خراساني هم ایران ته راتګ ته چمتو و چې د دیارلس سوه نهه ویشتم قمري کال د ذی الحجې په یویشتمه نیټه په شکمنه توګه د خیټې په درد اخته شو او د سهار له لمانځه وروسته په څلور اویا کلنۍ کښې وفات شو.
««««««««««««
اته دیرش کاله وړاندې، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د تلې په دویمه نيټه، د عراق د بعث رژيم امنیتي ځواکونو د باچا رژيم سره د ملګرتیا په لړ کښې، په نجف کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ارواښاد رهبر، حضرت امام خمیني (رح) کور کلابند کړ.
د عراق پخواني رژيم د هغو ښو اړیکو له امله چې د پاچا له رژيم سره یې لرلې، له امام خمیني رح څخه يې وغوښتل چې له خبریالانو سره له مرکو، د اعلامیو له صادرېدو او د پاچا رژيم پرضد او د ایران د وضعیت په اړه د نیکو او خطبو له کولو دې ډډه وکړي، خو امام خمیني رح د هغوی په ځواب کې وویل: (زه هرچېرې چې وم پر خپله شرعي دنده عمل کوم). د عراق د وخت دولت لږ وروسته امام خمیني رح اړ کړ چې له عراقه ووځي او په دې توګه پاریس ته د حضرت امام خمیني د تاریخي هجرت پیلیزه او د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د اوج زمینه برابره شوه.
««««««««««««
اته دیرش کاله وړاندې، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په دویمه نيټه، د رستاخیز شاهنشاهي ګوند ړنګ شو.
د ایران د خلکو د اسلامي انقلاب په بهیر کې د جعفر شریف امامي د عوامه غولونکي دولت په رامنځ ته کېدو سره، هغه نیت درلود چې په یو لړ اقداماتو سره پراخ ولسي اعتراضونه غلي کړي.
هغه د خپل لومړي وزارت په لومړی ورځ اعلان وکړ چې په هیڅ ګوند کې غړیتوب نه لري او په دې توګه یې ځان له یوازیني دولتي ګونده ګوښه کړ.
دا په داسې حال کې و چې د پارلمان ډېری استازو او سناتورانو او دولتي چارواکي په زور د رستاخیز ګوند غړي وو.
بالاخره د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د تلې په دویمه نيټه، د رستاخیز دولتي ګوند له درې څلویښت میاشتو فعالیت وروسته یې رسما ړنګ اعلان کړ او اعلان وشو چې د رستاخیز په نوم بل ګوند د سیاسي مبارزو په ډګر کې شتون ونه لري.
خو د ملي شورا د وروستي پړاو چمتوالی او افتتاح او پر شاهنشاهي تاریخ د سپوږمیز تاریخ بدلېدل ددغه ګوند ناوړه لاسته راوړنې وې.
««««««««««««
اته دیرش کاله وړاندې، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د تلې په دویمه نيټه، د پهلوي پر ظالم رژيم په اعتراض کښې د آبادان د تیلو د چاڼ کارکوونکو نا محدود اعتراض پيل کړ.
د ایران د تولیدي واحدونو د ځینو کار کوونکو اعتصاب، د شریف امامي کابینې له رامنځ ته کیدو سره هممهاله پيل شو او ورو ورو نور واحدونه هم ور اضافه شول.
په دې مینځ ومان کښې، د تیلو د شرکت د کار کوونکو په اعتصاب سره، خلک د سونګو له پلوه له ستونزو سره مخ شول.
همدارنګه په آزاد بازار کې د تیلو او پټرولو بیې هم تر پنځوس چنده پورې زیاتې شوې او د هېواد د اقتصادي ځوړتیا لامل شول.
دغه کار بندیز، د نا امنیو په کابو کولو کې د شریف امامي دولت د ناکاميدو مهم عامل ؤ چې د اسلامي انقلاب تر بریالیتوب پورې یې دوام وکړ.
««««««««««««
او له ننه نولس کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اویایم هجري لمریز کال د تلې په دویمه نيټه، ایرانی انځورګر او مینیاټوریست، استاد علي کریمي وفات شو. هغه په دولس سوه دوه نوېم هجري لمریز کال کښې په تهران ښار کښې وزیږید.
استاد کریمي د انځور ګرۍ له زده کړې څه موده وروسته، د پخوانیو صنایعو په هنرتون کښې له استاد هادي تجویدي څخه د مینیاتورۍ په څانګه کښې د هنر زده کړه پيل کړه او هملته یې تدریس ته مخه کړه.
استاد علي کریمي د خپل تدریس په وخت کښې، ډیر شاګردان وروزل چې نن د انځور ګرۍ او مینیاتورۍ پياوړي استادان ګنل کيږي.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش