تاریخ پاڼه شماره ۱۸۹
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې دریمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له دوه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له څلورویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو درې سوه اووه اویا کاله پخوا، د شپیتم هجري قمري کال د ذی الحجې په دوه ویشتمه نیټه، د رسول پاک حضرت محمد مصطفی (ص) او د امیرالمومنین حضرت علي عليه السلام یو صحابي او پیرو میثم تمّار شهید شو.
میثم تمار اول غلام و او حضرت علي علیه السلام واخیست او آزاد یې کړ. امام علي علیه السلام له هغه سره ډيره مینه لرله او ورته د ډیر احترام قایل و او له بلې خوا میثم هم له هغه حضرت سره ډیره مینه درلودله. میثم ته به یې په دې وجه تمار ویل چې هغه به خرما یا کجورې خرڅولې.
امام علي علیه السلام میثم د هغه له شهادته څو کاله مخکښې د شهادت له څرنګوالي خبر کړی و. هغه له شهادت مخکښې ټولو ته ویلي وو چې د هغه مولا علي(ع) د هغه د شهیدیدو طریقه ورته ویلې ده. ظالمو واکمنانو نیت درلود چې میثم په هغه ډول شهید نه کړي څنګه چې امام علي علیه السلام فرمايلي وو خو بلآخره د امام له وړاندوینې سره سم یې د رسول ا... (ص) د اهل بیتو علیهماالسلام د څرګند ملاتړ او ورسره د دوستۍ په جرم د علي(ع) د کورنۍ د دغه مینه وال ژبه پرې کړه او د کوفې د واکمن عبیدا... ابن زیاد لخوا په ډیره بده توګه شهید کړی شو.
««««««««««««
نهه سوه شپږ پنځوس کاله پخوا، د څلور سوه یو اتیایم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، د هرات په پیر مشهور ستر ایرانی عارف او پوه خواجه عبدا... انصاري وفات شو. هغه د نني افغانستان چې په هغه وخت کښې د ایراني ټاټوبي یوه برخه وه، په هرات ښار کښې زیږیدلی و او د فقهې، حدیث، علم رجال او تفسیر په شان د خپلې زمانې رایج علمونه یې د استاذۍ تر حده زده کړل. هغه په ځلونو نیشابور ښار ته چې په هغه زمانه کښې د علم او ادب مرکز و، سفر وکړ او د هغه ټاټوبي له بزرګانو سره یې ملاقات وکړ او خپله پوهه او معرفت یې زیات کړ.
خواجه عبدا... انصاري پخپل اتیا کلن عمر کښې تل تعلیم او تعلم او د نفس تزکیه وکړه او ډير ارزښتناک آثار یې پر ځاې پریښودل چې له هغو نه (کشف الاسرار و عده الابرار) عرفاني ادبي تفسیر او همداشان (مناجات نامه) ، (الاربعین) او (منازل السائرین) نومې کتابونو ته اشاره کوی شو. خواجه عبدا... انصاري په شعر ویلو کښې هم ځانګړې وړتیا او مهارت درلود او ورڅخه د شعرونو یو دیوان هم پاتې دی.
««««««««««««
یو سلو شپږ نوي کاله پخوا، د دولس سوه یو څلویښتم هجري قمري کال د ذي الحجې په دوه ویشتمه نیټه، د ایران او روسیې د جنګونو دویم پړاو پیل شو. د دې جنګونو د رامینځته کیدو علت د ایران په پولو باندې د روسیې د پوځ تیری و. دا جنګونو د ایران د سپایانو د سرښیندنې باوجود د مرکزي حکومت د کمزوری او له عسکرو څخه یې پر وخت د ملاتړ نه کولو په وجه د روسیې له ځواکونو څخه د ایران په ماتې او د (ترکمانچای) په شرمناک تړون سره ختم شول. د دغه تړون له مخې د رودِ اَرَس په شمال کښې د ایران د آذربایجان ډیره برخه د روسیې په واک کښې راغله او داشان ایران ته نه جبیره کیدونکی تاوان ورسید.
««««««««««««
دوه اتیا کاله مخکښې، د دیارلس سوه دیارلسم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په دریمه نیټه، ستر فقیه آیت ا... میرزا ابوالقاسم کبیر قمي وفات شو. آیت ا... شیخ ابوالقاسم کبیر قمي په دولس سوه دوه شپیتم کال کښې زیږیدلی ؤ او په قم کښې له ابتدايي او لوړو زده کړو وروسته یې په نجف اشرف کښې د آیات عظام میرزا خلیل تهراني نجفي، آخوند ملا محمد کاظم خراساني او سید محمد کاظم یزدي او په تهران کښې یې د میرزا محمد حسن آشتیاني له محضره ډیره ګټه پورته کړه. د آیات عظام امام خمیني، سید محمد رضا ګلپایګاني، آخوند ملا علي همداني او سید مصطفی صفايي خوانساري په شان نور په لس هاو فاضل عالمان د دوي شاګردان وو.
آیت ا... کبیر قمي بلاخره د ۱۳۱۳ لمریز کال د تلې په دریمه نیټه چې د ۱۳۵۳ قمري کال د جمادي الثاني له پنځلسمې سره برابریده، په ۷۳ کلنۍ کښې حق ورسید او په قم کښې دفن شو.
««««««««««««
څلور اویا کاله مخکښې، د دیارلس سوه یویشتم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په دریمه نیټه، په غمام همداني مشهور ایرانی شاعر او ادیب محمد یوسف زاده په همدان کښې وفات شو. غمام همداني په منطق، اسلامي فلسفې او ادبیاتو په تیره بیا فارسي شعر کښې ډیر مهارت او پوهه درلودله. هغه له ادبي فعالیت نه علاوه د مشروطه ډیر ولوله ناک مبارز و. خو کله چې مشروطه انقلاب بې لاریتوب ته ټیل وهل شو او د استبداد مزدوران د دغه غورځنګ په مشرانو کښې راغلل نو غمام همداني له سیاسته څنګته شو او د ټولنیزو تعلیماتو نشرولو او ادبي فعالیت ته یې مخه کړه.
یوازنی اثر چې له غمام همداني څخه پاتې دی، د هغه د شعرونو دیوان دی چې د هغه د شعرونو له دریو نه څه کم یوه برخه شعرونه پکښې راغلي دي.
««««««««««««
او له ننه یو پنځوس کاله وړاندې، د دیارلس سوه شپږ اتیایم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، ستر فیلسوف او مشهور عارف آیت ا... حاج شیخ مجتبی قزویني وفات شو. آیت ا... شیخ مجتبی قزویني په ځوانی کښې نجف اشرف ته لاړ او هلته یې د میرزا محمد تقي شیرازي، سید محمد کاظم یزدي او میرزای نائیني له محضره ګټه پورته کړه. هغه د محقق نائیني په درس کښې له آیت ا... العظمی خويي سره هم بحث و. هغوي بیا وروسته قزوین ته لاړل او د سید موسی زرآبادي محضر ته ورسید او مشهد مقدس ښار ته له تګ وروسته یې له آقا بزرګ حکیم او میرزای اصفهاني ګټه واخیستله.
آیت ا... قزویني د خپل عمر څلویښت کاله په ښوونه او د طلابو په روزنه کښې تیر کړل او د فلسفې، عرفان او د قرآن د حقایقو د خالص تحریر د اصولو په علمي نقد سره یې د د تفکیک یا بیلولو د مکتب ارکان برابر کړل. په ناشنا او د اسرارو په علمونو کښې یو پوخ استاذ و او په روحي قدرت کښې کم ساری او د تشرف په مرحله کښې و. په ټولنیزو دندو کښې له نورو مخکښ و او له اخلاقي نظره خاکساره او تل په فکر او ذکر اخته و او لوږه به یې تیروله. (روشنګر) او په پنځو ټوکو کښې (بیان الفِرَق) کتابونه د دغه رباني عالم آثار دي.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش