تاریخ پاڼه شماره ۱۹۰
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې څلورمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له درویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له پینځه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
اته اویا کاله پخوا، د یو زرو درې سوه نهه پنځوسم هجري قمري کال د ذي الحجې په درویشتمه نیټه، د مفاتیح الجَنان خاوند او ستر محدث آیت ا... حاج شیخ عباس قمي وفات شو. حاج شیخ عباس بن محمد رضا بن ابي القاسم قمي د څوارلسمې هجري قمري پیړۍ له فاضلو عالمانو او یو وتلی او پوه شیعه محدث ؤ. هغه په قم کښې د خپلو ابتدايي زده کړو له پوره کولو وروسته په دیارلس سوه شپاړسم هجري قمري کال کښې نجف اشرف ته لاړ او د حاج میرزا حسین نوري له محضره یې ګټه پورته کړه او د خپل استاذ په تالیفاتو کښې یې مرسته وکړه.
د استاد له وفات وروسته قم ته لاړ او هملته یې د دیني دندو ترسره کول او د ارزښتناکو کتابونو لیکل پيل کړل. هغوئ پخپل عمر کښې په لس هاو کتابونه ولیکل چې هر یو یې پخپل ځائ د ژور غور وړ دی. د دوئ له آثارو څخه یو مفاتیح الجنان کتاب دی چې د معصومینو علیهم السلام په زیارتونو او دعاګانو مشتمل دی. د شیخ عباس قمي له نورو آثارو څخه (الانوار البهیّة في تواریخُ الحُجج الالهیّه) ، (الباقیات الصالحات فی الادعیه و الصلواتِ المستحبّات) ، (سفینته البِحار و مدینة الحِکَم و الاثار)، (غایةُ المرام في مناقبُ المُرتضویه) او (منازل الآخره) کتابونو نومونه اخیستلی شو.
««««««««««««
اووه څلویښت کاله مخکښې، د نولس سوه نهه شپیتم میلادي کال د ستمبر په پینځه ویشتمه نیټه، د اسلامي کانفرنس سازمان جوړ شو. د اسلامي ملګرتیا په سازمان مشهور د اسلامي کانفرنس سازمان له ملګرو ملتو وروسته دویم بین دولتي سازمان دی چې د څلورو لویو وچو څه باندې اووه پنځوس هیوادونه یې غړي دي.
دا موسسه د اسلامي نړۍ ټولیز غږ، د نړۍ د بیلابیلو خلکو ترمینځ د غږملتیا او نړیوالې سولې په دودولو کښې د اسلامي نړۍ له ګټو د ملاتړ او ساتنې تضمینونکې ده. دغه موسسه د هغې تاریخي ناستې د پریکړې له مخې چې د نولس سوه نهه شپیتم میلادي کال د ستمبر په پینځه ویشتمه نیټه د مراکش په پلازمینه رباط کښې جوړه شوه، د بیت المقدس په نیواک کښې د مسجدالاقصی د جنايي اور لګونو په نتیجه کښې تاسیس شوه.
««««««««««««
څلور دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په څلورمه نیټه، مشهور هنرمند او د اوسمهاله سبک خاوند خطاط استاد رضا مافي وفات شو. هغه د مشهد په سپیڅلي ښار کښې وزیږید. مافي د خطاطۍ له هنر سره مینه لرله او له استاد اعتصامي څخه یې د خط تعلیم او زده کړه پیل کړه. مافي د ایران د خوشنویسانو د انجمن له مشهورو استادانو خپلې زده کړې ته دوام ورکړ. استاد مافي لومړنی هنروال خطاط ؤ چې خط او نقاشي یې د تابلو او لوحې په بڼه وړاندې کړه او نستعلیق خط یې د نقاشۍ-خطاطۍ په شکل انځور کړ. دغه تکړه خطاط له اتو سوو زیات تابلوګان خلق کړل او په ایران کښې دننه او بهر یې د خپلو آثارو ډیر نندارتونونه جوړ کړل. د استاد مافي وروستی نندارتون په دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال کښې په تهران کښې د آزادۍ د لارې د شهیدانو د درنښت لپاره ترسره شو.
««««««««««««
پینځه ویشت کاله وړاندې، د دیارلس سوه اویایم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په څلورمه نیټه، د ایران او اسلامي نړۍ اوسمهاله عالم په کاشفي مشهور آیت ا... حاج سید مصطفی موسوي خوانساري وفات شو. هغه په قم ښار کښې زیږیدلئ ؤ. آیت ا... موسوي خوانساري د آیت ا... بروجردي په نزد د علم ترلاسه کول پیل کړل او د هغه لوړ رتبه فقیه له تکړه شاګردانو څخه شو.
له آیت ا... موسوي خوانساري څخه د (توضیح المسایل، مناسک حج او ازدواج در اسلام) په شان آثار په یادګار پاتې دي.
««««««««««««
او له ننه دیارلس کاله مخکښې، د دوه زره دریم میلادي کال د ستمبر د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، فلسطینی لیکوال او متفکر ایډورډ سعید د سرطان یا کینسر ناروغۍ له امله وفات شو. هغه په نولس سوه پینځه دیرشم میلادي کال کښې په بیت المقدس ښار کښې په یوې عیسايي کورنۍ کښې وزیږید. ایډورډ سعید په اوولس کلنۍ کښې د زده کړې د دوام لپاره امریکې ته لاړ او له هارورډ پوهنتونه يې د تطبیقي ادبیاتو په څانګه کښې ډاکټري ترلاسه کړه. خو هغه څه چې پروفیسر سعید یې د نړۍ په کچه مشهور کړی دی، د فلسطین له خلکو او ارمانه د هغه بې ځنډه او باتورانه دفاع وه. هغه پخپلو کتابونو او ګڼ شمیر مقالو سره د خپلو خلکو د مظلومیت غږ د نړیوالو غوږونو ته رسوه.
دغه مشهور فلسطینی شخصیت په نولس سوه اووه اویایم میلادي کال کښې د فلسطین د ملي پارلمان غړئ شو خو په نولس سوه یو نوېم میلادي کال کښې له صهیونیسټي رژیم سره په مذاکرې او جوړجاړي کښې د پي، ایل، او سازمان د مشرتابه په کړچار باندې په اعتراض کښې د فلسطین د ملي پارلمان له غړیتوبه ووته.
د ایډورډ سعید له کتابونو څخه د (کلتور او امپریالیزم) ، (د مالکیت د سلبیدو سیاستونه) او (د اسلام خبري پوشش) نومونه اخیستلئ شو. خو په دې کښې شک نشته چې د ایډورډ سعید (ختیځ پيژندنه) نومې کتاب چې په نولس سوه اته اویایم کال کښې خپور شو، د هغه تر ټولو مهم اثر دی. هغه په دې کتاب کښې وضاحت ورکوي چې ختیځ پيژاندي څنګه د ختیځو سیمو د ولسونو د پانګو د لوټنې د توجیه لپاره د لویدیځو استعمارګرانو په لاس کښې په یو اوزار بدل شوي دي.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش