تاریخ پاڼه شماره ۱۹۱
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له څلورویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له شپږویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه اته ویشت کاله پخوا، د نهم هجري قمري کال د ذی الحجې په څلورویشتمه نيټه، د مشهورو تاریخي روایتونو لمخې، د اسلام ګران رسول، حضرت محمد (ص) له خپلې ګرانې لور حضرت فاطمې (س) او قدرمن زوم حضرت امیر المؤمنین علي (ع) او دوو قدرمنو لمسیانو، حضرت امام حسن (ع) او حضرت امام حسین (ع) سره یوځائ له مدینې ښار څخه وواته، څو د نجران د مسیحیانو له مشرانو سره مباهله وکړي.
خدائ پاک د قران کریم د ال عمران سورې په شپیتم او یوشپیتم آیتونو کښې په دې زمینه کښې پیغمبر اکرم (ص) ته فرمايي : (حق ستا له پالونکي سره دی او په دې کښې شک مه کوه، نو که هر څوک وروسته له هغه علمه چې د عیسی په هکله تا ته ورسید، له تا سره مخالفت او شخړه وکړي، هغوئ ته ووایه، راشئ تاسو خپل بچیان او میرمنې او مونږ خپل بچیان او میرمنې او تاسو خپل نفسونه او مونږ خپل نفسونه راولو چې مباهله وکړو او له خدائ پاکه غواړو چې په دروغجنو خلکو لعنت وکړي).
کله چې د نجران د عیسایانو د استازندویه پلاوي مشرانو په تعجب سره د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) یوازي له خپلو څلورو اهل بیت علیه السلام سره یوځائ ولید نو پوه شول چې پیغمبر اکرم (ص) د ځان سره د بوتللیو کسانو د دعا په قبلیدا کلکله عقیده لري .
په دې وخت کښې د نجران پادري نورو کسانو ته وویل : ( زه داسې کسان وینم که چیرې دعا ته لاسونه پورته کړي او له خدایه وغواړي چې ترټولو ستر غرونه له ځایه پورته کړي نو دعا یې سمدستي قبليږي، پر دې اساس سمه نه ده چې له دا ډول فضلیت لرونکو کسانو سره مباهله وکړو ، ځکه ممکنه ده چې مونږ ټول له مینځه لاړ شو). له دې کبله د نجران پادري د اسلام له ګران رسول حضرت محمد (ص) څخه د بخښنې او روغې جوړې غوښتنه وکړه. دغه بهیر د اسلام حقانیت او د خدائ (ج) د ګران رسول د اهل بیت علیه السلام منزلت ډير څرګند او روښانه کړ.
««««««««««««
دوه اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه شپیتم هجري قمري کال د ذی الحجې په څلورویشتمه نيټه، د ایران د یوه مذهبي ښار مشهد د علمیه حوزې مشر، آیت ا... شیخ مرتضی آشتیاني وفات شو.
آیت ا... شیخ مرتضی آشتیاني د لومړنیو او لوړو زده کړو له ترلاسه کولو وروسته، په نجف اشرف کښې میشت شو او د میرزا حبیب ا... رشتي او مرحوم آخوند خراساني له درس خارج څخه ګټه پورته کړه تر څو د اجتهاد لوړې درجې ته ورسید. ورپسې ایران ته راستون شو او په تهران کښې په تدریس او امامت بوخت شو.
هغه په دیارلس سوه څلویښتم هجري قمري کال کښې مشهد مقدس ته ولاړ او هلته يې تدریس او امامت او د خلکو د چارو اصلاح ته مخه کړه .
دغه مشهور او تکړه عالم بالاخره په څلور اتیا کلنۍ کښې وفات شو او د حضرت امام رضا(ع) پښو خوا ته خاورو ته وسپارل شو. هغه د ایران له بانفوذه عالمانو څخه ؤ او د مشروطیت په غورځنګ کښې یې ګډون درلود او د حضرت عبدالعظیم په حرم کښې یې پرلتۍ وهلې.
««««««««««««
پینځه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په پینځمه نیټه، د اسلامي انقلاب د ارواښاد مشر حضرت امام خمیني (رح) په حکم د ایران باتور جنګیالان د صدام د پوځ د سنګرونو په خلاف په یولړ چټکو او غږملو عملیاتو کښې د آبادان ښار د کلابندۍ په ماتولو بریالي شول. د ایران په لرې سویل لویدیځ کښې پروت آبادان ښار د ایران په خلاف د صدام رژیم د تپلي جنګ په پيل کښې کابو یو کال د عراقي پوځي ځواکونو لخوا کلابند ؤ او د ډیرو استحکاماتو په وجه یې محاصره ماتیدل ډیر ګران وو خو ایراني جنګیالانو په دغو عملیاتو کښې چې (ثامن الائمه) نوم یې درلود، په میړانې سره دغه کلابندي ماته کړه او د تپلي جنګ په تاریخ کښې یې د ایران لومړنی ستر بریالیتوب ثبت کړ.
««««««««««««
دوه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه درې شپیتم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په پینځمه نیټه، د مشهد د علمیه حوزې مشر، فقیه او ستر مرجع آیت ا... سید عبدا... شیرازي وفات شو. هغه په دولس سوه اویایم هجري لمریز کال کښې په شیراز کښې وزیږید او د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره په دولس سوه څلور نوېم هجري لمریز کال کښې نجف اشرف ته لاړ او د حضرات آیات آقا ضیاء الدین عراقي، سید ابوالحسن اصفهاني او میرزای نائیني د درس په کلاسونو کښې یې شاګردي وکړه.
دغه رباني عالم په نجف اشرف کښې له دیارلس کلنې استوګنې او د اجتهاد د درجې له ترلاسه کولو وروسته خپل زیږنځائ یعني شیراز ته ستون شو او د شیراز د علمیه حوزې بیا ژوندي کولو ته یې ملا وتړله.
هغوئ خپلو سیاسي مبارزو ته له نجف نه له ستنیدو وروسته دوام ورکړ او د رضا شاه پهلوي له حکومت سره یې خپل رسمي او څرګند مخالفت اعلان کړ. د رضا خان په حکم د حجاب او پردې د ختمولو او د ګوهر شاد جومات له خونړۍ وژلې وروسته، آیت ا... شیرازي په پټه نجف اشرف ته لاړ او څلویښت کاله هلته پاتې شو. د دغه ستر عالم د عمر وروستي لس کاله په مشهد کښې تیر شول او د دوئ شتون د دغه ښار علمیه حوزې ته یوځل بیا ځلا ورکړه. له آیت ا... شیرازي څخه ډیر آثار او ودانۍ پاتې دي چې په مختلفو ښارونو کښې د ښوونځیو، کتابتونونو او جوماتونو او داسې نورو جوړول پکښې شامل دي. همداشان عُمدة الوسائل، الامامة و الشیعه او ذخیرةُ الصالحین د دغه پوه عالم له کتابونو څخه دي.
آیت ا... سید عبدا... شیرازي بلاخره د دیارلس سوه درې شپیتم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په پینځمه نیټه چې د څوارلس سوه پینځم هجري قمري کال د محرم لومړی نیټه وه، په درې نوي کلنۍ کښې وفات شو او د امام رضا (ع) په سپیڅلي حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
پینځه ویشت کاله پخوا، د څوارلس سوه دولسم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په څلورویشتمه نیټه، د ایران په مرکز کښې د کاشان سیمې ستر روحاني آیت ا... رضا مدني کاشاني وفات شو .
هغه یو ستر مسلمان عالم ؤ او د زده کړې پړاؤ یې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت امام خمیني (رح) له وخت سره سمون خواړه.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د دغه فضلیت لرونکي عالم له وفات وروسته وفرمایل : (دغه ستر روحاني له خپل برکت څخه په ډک ژوند کښې د ایران علمي او دیني ټولنې ته ډیر کتابونه وړاندې کړي دي او د خپل درس په حوزه کښې یې یو شمیر شاګردان هم روزلي دي ).
له آیت ا... مدني کاشاني څخه په فارسۍ او عربۍ ژبو کښې ډیر کتابونه او تالیفات په یادګار پاتې دي چې په څلورو ټوکو کښې (براهین حج) ته اشاره کولائ شو.
««««««««««««
او له ننه څلور کاله پخوا، د دوه زره دولسم میلادي کال د ستمبر په شپږویشتمه نیټه، د سوریې یو عیسايي جرنلسټ او د ایران د اسلامي جمهوریت د پریس ټي وي چینل خبریال مایا ناصر په داسې حال کښې چې د پریس ټي وي لپاره د رپورټ په برابرولو لګیا ؤ، د ترهګرو لخوا له حملې سره مخ شو او په دمشق کښې ووژل شو.
مایا ناصر د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال د جولایي په دیرشمه نیټه ، په سوریې کښې وزیږید. هغه د امریکې د نیویارک په کوپلان پوهنتون کښې سیاسي علومو کښې زده کړه وکړه او په عربۍ او انګلیسي ژبو مسلط ؤ. مایا ناصر او په سوریې کښې د ایران د العالم ټیلیویژني چینل د دفتر مدیر حسین مرتضی په دمشق کښې د دوو چاودنو او په دغه ښار کښې د نښتو په خبري پوشش یا کوریج اخته وو چې د سوریې د حکومت د مخالفو بلوه ګرو د شوټرانو لخوا د مستقیمو ډزو هدف وګرځیدل. په دې پیښه کښې د حسین مرتضی کیڼه پښه زخمي شوه خو مایا ناصر په تندي باندې د دوو ګولیو په لګیدو سره شهید شو.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش