Oct 03, 2016 13:35 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۹۲

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې شپږمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له پینځه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له اووه ویشتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

د ځینو روایتونو له مخې، د ذي الحجې د میاشتې  پینځه ویشتمه نيټه، د حضرت  امام  علي (ع)، حضرت فاطمه زهرا (س)، حضرت امام حسن (ع) او حضرت امام حسین (ع) په شان کښې د دهر سورې د نازلیدو له کلیزې سره برابره ده.

وروسته  له  هغې  چې  حضرت امام علي (ع) او حضرت فاطمه زهرا (س) د خپل حاجت د پوره کيدو لپاره درې ورځې روژه نذر کړې وه  او د هغو د ادا کولو  وخت  را ورسید، په  دریو  پرله  پسې  ورځو  کښې د  هغو  د کور  دروازې ته  مسکین، یتیم  او اسیر راغلل او ډوډۍ یې وغوښتله.

هغو قدرمنو  هم  خپله  ډوډۍ دوئ ته ورکړه او پخپله یې په اوبو روژه ماته کړه. دغه کریمې کورنۍ د دې  عمل  په  مقابل  کښې  له  خلکو  څخه  هیڅ  انعام ونه  غوښت  بلکې خپل  اجر  یې  له  خدایه  وغوښت.

په  دې  وخت  کښې  پر  پیغمبر اکرم (ص)  وحي  نازله  شوه  او د حضرت امام علي (ع) او حضرت زهرا (س) په شان  کښې  دهر  یا  انسان سوره  نازله  شوه.

««««««««««««

شپږ اویا کاله پخوا، د نولس سوه څلویښتم میلادي کال د ستمبر د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، په دویم نړیوال جنګ کښې د متحدو حکومتونو تر مینځ  د (پولادین) تړون لاس لیک شو.  دغه تړون چې له امله یې درې پلازمینې روم، برلن او ټوکیو د یوه بل تر څنګ او په یوه چورلیز کښې ګرځیدلې، د جاپان امپراتورئ، نازي جرمني او ایټالیا حکومتونو تر مینځ لاس لیک شو. له دې اړخه، دغه درې حکومتونه په دویم نړیوال جنګ کښې په چورلیزي حکومتونو مشهور شول. پر امریکې د جاپان حمله او دویم نړیوال جنګ ته د امریکا ننوتل د دغه تړون پایلې وې.

««««««««««««

اووه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه نهه څلویښتم میلادي کال د ستمبر په اووه ویشتمه نیټه، د پکن زیات جمعیت لرونکئ ښار په رسمي توګه د چین پلازمینه وټاکل شوه. د پکن تاریخي ښار چې ځايي خلک ورته بیجینګ وایي، د چین په ختیځ کښې پروت دی او ستر سیاسي، اقتصادي او کلتوري مرکز ګڼل کیږي. پکن له دې وروسته د چین پلازمینه وټاکل شوه  چې مائو قدرت ته ورسید او د چین د هغه وخت مشر چیان کای چک د تايوان  فرمز جزیرې ته وتښتید.

««««««««««««

نهه دیرش کاله  پخوا،  د دیارلس سوه اته نوېم  هجري قمري کال د ذی الحجې په پینځه ویشتمه نيټه، مشهور فقیه او مجاهد عالم  آیت ا... محمد غروي کاشاني  وفات  شو. آیت ا... شیخ محمد غروي د علامه آیت ا... حاج  شیخ محمد حسین مجتهد نطنزي کاشاني زوئ په دیارلس سوه دیارلسم قمري کال کښې  په  کاشان  کښې  وزیږید. هغوئ  مقدمات  او  ادبیات د خپل پلار او آیت ا...  آخوند  ملا حبیب  ا...  کاشاني په شمول  د هغه وخت له مراجعو څخه زده کړل. وروسته  یې  نجف اشرف ته هجرت وکړ او د آیات عظام  میرزا حسین نائیني، سید ابوالحسن اصفهاني  او  آقا ضیاءالدین عراقي له محضره  یې پوره  استفاده  وکړه.

آیت ا... غروي  د استادانو تقریرونه ولیکل او له هغو قدرمنو څخه یې د اجتهاد درجه ترلاسه کړه.

دغه مشهور فقیه  ورپسې  وطن  ته  راستون شو او په تهران کښې میشت شو.

هغه  جامع  الشرایط مجتهد، په معقولو او منقولو پوه  او  عالم  او د اصولو او فروغو لرونکی، یو کامل ادیب او د خپل وخت له بې سارو شخصیتونو څخه ګڼل کیده.

د آیت ا...  غروي  د کور  دروازه  د  ټولو  پر مخ  پرانیستې وه او شیرینه او منطقي فضا یې درلوده. هغوئ په مواعظو او مدایحو کښې یولړ  شعرونه  لري او له  منکراتو سره یې په فداکارۍ مقابله کوله.

آیت ا...  غروي  بالاخره په درې اتیا کلنۍ کښې  وفات شو.

««««««««««««

او له  ننه  شل کاله پخوا، د نولس سوه شپږ نوېم میلادي کال د ستمبر د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، طالبانو  ډلې  د افغانستان  پلازمینه  کابل  ښار ونیوه.  دا  ډله  په  نولس سوه څلور نوېم میلادي کال کښې جوړه شوه او د امریکې په ملاتړ  د پاکستان په پوځي او سیاسي مرسته او د عربستان په مالي ملاتړ سره یې  ورو ورو  د افغانستان  د سویل  او  لویدیځ  سیمې  ونیولې او  بیا یې  د  هیواد په ختیځ  کښې د پلازمینې کابل  په  لور  پرمختګ وکړ.

د طالبانو  لخوا  د دغه ښار له نیول کیدا  یوه  ورځ  مخکښې د احمد شاه مسعود په قومندانۍ د افغانستان حکومتي ځواکونو له کابله شاتګ وکړ. طالبانو د کابل له نیولو وروسته له اسلامه په یو انحرافي او متحجرانه اخیستون سره  د خلکو په تیره بیا د ښځو په خلاف  ډیر سخت او  د مینځنیو پیړیو اصول  وضع کړل  او په  تشدد سره یې هغه اجرا کړل.

د افغانستان  د خلکو په خلاف  د طالبانو  د ډلې نه  توجیهیدونکي او  قهرجن اقدامات سبب شول چې خلک له دغې ډلې کرکه وکړي. په نتیجه کښې پر افغانستان باندې  د  دوه زره لومړي  میلادي کال  په  اکتوبر میاشت کښې د امریکې او  د طالبانو د  مخالفې  جبهې په حملې سره  د طالبانو حکومت ډیر زر ړنګ شو او د دغې ډلې تر نیواک لاندې ټولې سیمې  په  څو  ورځو کښې د هغوئ  له  ولکې خلاصې شوې.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه