تاریخ پاڼه شماره ۱۹۳
نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې اوومه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له شپږویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر له اته ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
اته سوه اته اویا کاله پخوا (د ډیرو روایتونو له مخې)، د پینځه سوه نهه پنځوسم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په شپږویشتمه نیټه، مسلمان فقیه او ادیب ابوالفضائل آمِدي د عراق په واسط ښار کښې وزیږید. هغه په بغداد کښې د فقهې، د فقهې د اصولو، ادبیاتو او ریاضیاتو په شان علومو له زده کولو وروسته په دغو علومو کښې مهارت ترلاسه کړ. دغه مسلمان ادیب او فقیه ډیر له محتوا ډک شعرونه هم ویلي دي. آمدي په شپږ سوه اتم هجري قمري کال کښې په ربیع الاول کښې په نهه څلویښت کلنۍ کښې پخپل زیږنځائ کښې وفات شو.
««««««««««««
شپږ څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه اویایم میلادي کال د ستمبر په اته ویشتمه نیټه، د مصر د هغه وخت ولسمشر جمال عبدالناسر مړ شو. هغه په نولس سوه شپاړسم میلادي کال کښې وزیږید. عبدالناصر په نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال کښې له صهیونیسټ رژيم سره د عربانو په لومړني جنګ کښې ګډون درلود او په نولس سوه دوه پنځوسم میلادي کال کښې له جنرال نجیب سره یو ځائ یې د ملک فاروق په ضد کودتا وکړه او د مصر سلطنتي نظام يې وپرځاوه. عبدالناصر دوه کاله وروسته د جنرال نجیب په څنګته کولو سره ولسمشر شو او په مصر کښې یې د اصلاحاتو او د قدس له نیواکګر رژيم او استعمار سره د مبارزې لپاره خپل اقدامات پیل کړل. جمال عبدالناصر په نولس سوه شپږ پنځوسم میلادي کال کښې د سویز اوبلاره ملي اعلان کړه. په دغه اقدام پسې د فرانسې، انګلستان او صهیونیسټ رژيم ځواکونو پر مصر حمله وکړه. د دغې ګډې حملې په مقابل کښې د عبدالناصر په مشرۍ د مصر مقاومت په عربي نړۍ کښې د جمال عبدالناصر رهبري او د هغه د شخصیت د ښه کیدا او مشهورتیا لامل شو. عبدالناصر په نولس سوه اته پنځوسم میلادي کال کښې له سوريې سره له اتحاد او ورپسې له یمن سره په یوځائ کیدا پسې د متحده عربي جمهوریت جوړ کړ چې یوازې درې کاله يې دوام وکړ. په نولس سوه اووه شپیتم میلادي کال کښې له صهونیسټ رژيم سره د مصر ماته د عبدالناصر لپاره ستره ناکامي وه .
««««««««««««
پینځه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په اوومه نیټه، د ایران فعال مبارز روحاني حجت الاسلام سید عبد الکریم هاشمي نژاد د مشهد په مقدس ښار کښې د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ په لاس په شهادت ورسید . حجت الاسلام هاشمي نژاد په دیارلس سوه دولسم هجري لمریز کال کښې وزیږید او د دیني علومو په زده کولو کښې يې د آيت ا... بروجردي او حضرت امام خمیني (رح) په څير له عالمانو ګټه پورته کړه . حجت الاسلام هاشمي نژاد د دیني علومو د زده کړې تر څنګ د باچا رژیم په وړاندې د ایران د خلکو د انقلابي حرکتونو په ترڅ کښې د مبارزانو په لومړي صف کښې ځائ درلود چې په دې لاره کښې په ځلونو زندان ته لاړ او سختې شکنجې يې وزغملې .
حجت الاسلام هاشمي نژاد د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته، د درس او وینا د جلسو په جوړولو سره د اسلام د لوړو تعلیماتو په لور د خلکو په لارښونه کښې اغیزمن رول درلود. له دې سر بیره شهید هاشمي نژاد پیاوړئ لیکوال او هوښیار سیاستوال ؤ .
له حجت الاسلام هاشمي نژاد څخه ارزښتمن آثار په یادګار پاتې دي چې پکښې د (مسایل عصر ما)، (حضرت زهراء (س))، (مکتب مقاومت) او (رهبران راستین) په څير کتابونو ته اشاره کولائ شو.
««««««««««««
پینځه دیرش کاله وړاندې، د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال د تلې په اوومه نیټه، د ایران پینځه پوځي قومندانان په یوې هوايي پیښه کښې په شهادت ورسیدل .د لوئ درستیز ځائ ناستی برید جنرال فلاحي، د سپاه ځواکونو قایم مقام یوسف کلاهدوز ، دفاع وزیر سید موسی نامجو ، د لوئ درستیز سلاکار فکوري او د خرمشهر د سپاه پاسداران ځواکونو قومندان جهان آرا هغه پینځه لوړ پوړي پوځي قومندانان وو چې د ثامن الائمه د عملیاتو له ترسره کولو او د آبادان ښار د کلا بندۍ له ماتولو وروسته تهران ته په لاره کښې له هوايي پیښې سره مخا مخ شول. د هغوئ الوتکه په کهریزک سیمه کښې را وغورځيدله.
««««««««««««
یویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور اویایم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په اوومه نیټه، په ایران کښې د اصفهان د علمیه حوزې مشر آيت ا... محمد حسن صافي اصفهاني وفات شو .
محمد حسن صافي اصفهاني په دولس سوه اته نوېم هجري لمریز کال کښې په اصفهان کښې وزیږید او د نویو تحصیلاتو له ترسره کولو وروسته يې د دیني علومو زده کړې ته مخه کړه او په اصفهان او قم کښې له یوې مودې پاتې کیدا وروسته نجف اشرف ته لاړ او د محمد علي کاظمیني، سید عبد الهادي شیرازي، سید محسن حکیم او ابو القاسم خويي په څير له وتلیو استادانو يې زده کړې وکړې .
نوموړی په پنځوس کلنۍ کښې اصفهان ته راوګرځيد او بیا يې د اصفهان د علمیه حوزې مشري په غاړه درلوده . دغه ستر فقیه ګڼ شمیر تالیفات لري چې د کپیټالیزم ، سوشیالزم او اسلامي اقتصادونو تر مینځ تطبیق او د فقې او د هغې د اصولو د درسونو تقریرات پکښې شامل دي.
««««««««««««
او له ننه شپاړس کاله پخوا، د دوه زرم میلادي کال د ستمبر په اته ویشتمه نیټه، د فلسطین د ولس انتفاضه یو ځل بیا ګرمه شوه. مسجد الاقصی ته د لیکوډ د سرزوري ګوند د مشر او په صبرا او شتیلا کیمپونو کښې د فلسطینیانو د عامې وژلې عامل آریل شارون په ورتلو او د دغه سپيڅلي جومات په بې حرمتۍ پسې پاریدلو فلسطینیانو د دغه اقدام په اعتراض کښې مظاهرې وکړې او خپل پاڅون يې پیل کړ. په همدې دلیل دغه پاڅون د الاقصی جومات په انتفاضې مشهور شو. د فلسطینیانو عمومي پاڅون په داسې شرائطو کښې پیل شو چې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو او صهیونیسټ رژيم تر مینځ د سازباز له بهیر سره اړونده خبرې اترې له ماتې سره مخامخ شوې وې او فلسطینیان پوه شوي وو چې له صهونیسټانو سره د خبرواترو اوسازباز له لارې خپل حقوق نشي ترلاسه کولې. صهیونیسټ رژيم د الاقصی جومات د انتفاضې د ځپلو لپاره په ټانکونو، چورلکو او جنګي الوتکو سره په بې ګناه فلسطینیانو باندې د حملو او د هغوئ په وحشیانه وژلو پشمول د ځپنې او ترور له خورا ځيږو رودو استفاده کړې ده. په عین حال کښې، د فلسطین مسلمان ملت هماغه راز په کلکې دریدا او مقاومت سره د خپل ټاټوبي په آزادۍ او د خپلو حقوقو په ترلاسه کولو پسې دی او خپلې سپيڅلي انتفاضې ته هماغه راز دوام ورکوي .
مترجم: ذیشان حیدر بنګش