Dec 22, 2016 01:13 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۷۸

نن د زیارت ورځ یا پنجشنبه د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې دویمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له ۲۲ او همداشان د ۲۰۱۶ میلادي کال د دسمبر د میاشتې هم ۲۲ نیټه ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۳۴ کاله پخوا د څلورم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) د قتل لپاره د بنی نضیر یهودیانو له دسیسې وروسته مسلمانانو له هغوئ سره جنګ پیل کړ.

بنی نضیر د مدینې په خوا کښې د یهودیانو په هغو دریو استوګنه ډلو کښې شامل وو چې د اسلام له ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) سره یې د یوه تړون پراساس ژمنه کړی وه چې د هغه حضرت او د نورو مسلمانانو پر ضد له هرډول اقدام ترسره کولو به ډډه کوي.

وروسته له دې چې بنی نضیر د خپل تړون خلاف ورزی وکړه، د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) له هغوي وغوښتل د مدینې له خوا او شا سیمو ووځی .

خو بنی نضیر چې د مدینې د منافقینو لخوا یې د ملاتړ ژمنه ترلاسه کړې وه دپیغمبر اکرم حضرت محمد (ص) حکم یې و نه مانه.

له همدې امله حضرت رسول اکرم (ص) له مسلمانانو سره یوځائ د بنی نضیر قلعې څو ورځې کلابندې کړې تردې چې هغوي مجبوره شول له خپلو ځایونو لاړ شی.

دغه جنګ د (بنی نضیر جنګ) په عنوان سره یادیږی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۲۳کاله پخوا د شپاړس سوه درې نوېم میلادی کال د دسمبر په دوه ویشتمه نیټه، د ایټالیا په جنوب کښې په سیسیل ټاپو کښې ستره زلزله رامینځته شوه او د دغې زلزلې له امله د دغه ټاپو درې ستر ښارونه په بشپړه توګه ویجاړ شول او د سیسیل د پلازمینې، پالرمو په شمول یې نورو ښارونو ته هم سخت زیانونه واړول.

دغه زلزله د ایټالیا په تاریخ کښې تر ټولو له مرګ ژوبلې ډکه زلزله ګڼل کېږی چې له امله یې د دغه ټاپو له اتیا زرو ډېر کسان ووژل شول.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۰۲ کاله اګاهو د ۷۳۶ هجري قمري کال د ربیع الاول په دوویشتمه نیټه ایرانی عالم، عارف او مجاهد شیخ خلیفه مازندراني شهید شو. هغه د ایران د شمال په آمل ښار کښې زیږیدلی و او د دین او عرفان د علمونو زده کړې ته یې مخه کړه.

شیخ خلیفه په هغه وخت کښې ژوند کوه چې مغولو ایران نیولی و او ډیر جنایتونه یې کړي وو او هغه له ظالمانو سره د مقابلې لپاره د خلکو راغونډول غوښتل. شیخ خلیفه څه موده د خپلې زمانې له مشهور علماو او شیخانو له علم زده کولو وروسته بلآخره د ایران په شمال ختیځ کښې سبزوار سیمې ته لاړ او د اسلام تبلیغ او د واکمنانو رسوا کول یې پیل کړل او ډیر ستم ځپلي او بې وزلي خلک یې مریدان شول.

درباري عالمانو چې دی یې د ځان لپاره یو خطر لیده، د هغه د قتل فتوا صادره کړه او بلآخره یې په دار وځړوه. خو د هغه پلویانو چې زیاتره شیعه وو، د شیخ حسن جوري په مشرۍ د شیخ خلیفه لارې ته دوام ورکړ او د ایران په شمال ختیځ کښې یې د نهضت سربداران برابر کړ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            شپیته کاله اګاهو د نولس سوه شپږ پنځوسم میلادی کال د دسمبر په دوه ویشتمه نیټه، انګلستان او فرانسې د مصر د پورټ سعید بندر پنځوس ورځنی نیواک پائ ته ورساوه او خپل ځواکونه یې له مصر څخه و ایستل.

د ویلو ده چې د سینا پر ټاپووزمه د قدس د نیواکګر رژیم له برید وروسته، پر مصر د فرانسې او انګلستان ګډ هوایی بریدونه هم پیل شول چې له امله یې د سویس اوبلارې ډېر تاسیسات ویجاړ شول.

د دغو بریدونو اصلی لامل، چې وروسته د سویس اوبلارې پر جګړې مشهور شول، د مصر د وخت ولسمشر جمال عبدالناصر لخوا د دغې اوبلارې ملی کول وو.

په دغه پیښه کښې ملګرو ملتونو له مصرڅخه ملاتړ وکړ او په دې توګه له مصر څخه درې تیری ګر هېوادونه ووتل.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۲۷کاله مخکښې د نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال د دسمبر په دوه ویشتمه نیټه، د رومانیا د وخت ولسمشر او د کمونیسټ ګوند د مشر نیکولائ چائوشسکو حکومت نسکور شو او درې ورځې وروسته، هغه له خپلې مېرمنې سره یوځای چې هغه هم د دولت یوه لوړ پوړې چارواکه وه، اعدام شو.

چائوشسکو د اروپا د نورو کمونیسټی هیوادونو د واکمنانو په شان، په رومانیا کښې د کمونیسټ ګوند دیکتاتوری رامینځته کړې وه.

د چائوشسکو اقتصادی پروګرامونه، د نولس سوه اتیایمې میلادی لسیزې له لومړیو څخه په رومانیاکښې د سختو اقتصادی ستونزو لامل شول او ورو ورو د خلکو د لاریونونو او اعتراضونو لامل شول.

په رومانیا کښې د اقتصادی او سیاسی اصلاحاتو لپاره د خلکو او نړیوالې ټولنې د تمو پر وړاندې د چائوشسکو مقاومت د نولس سوه اتیایمې لسیزې په وروستیو کښې هغه ګوښی کړ.

بالاخره په دغه هېواد کښې د ناامنیو له سختیدو او له ناخوښوڅخه د پوځ د ملاتړ له اعلان وروسته، چائوشسکو او میرمن یې چې د تیښتې نیت یې درلود، ونیول شول او په ډزو سره وویشتل شول.               

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*