Jan 02, 2017 09:38 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۸۶

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې لسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې له دیرشمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د دسمبر هم له دیرشمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو پینځه کاله پخوا، د دولس سوه نوېم لمریز کال د مرغومی په لسمه نیټه، نامتو ایرانی عالم او مبارز علی آقا ثقة الاسلام تبریزی د روسی یرغلګرو ځواکونو له خوا شهید کړائ شو. هغه د ایران په شمال لویدیځ کښې د تبریز ښار یو میړنی ازادی غواړی ؤ او په ایران کښې یې د مشروطه انقلاب په بریالیتوب کښې ډیر مهم رول درلود او تل یې په ایران کښې د تزاری روسیې د یرغلګرۍ او نفوذ پر ضد په پوره میړانې سره مبارزه وکړه او په دې لاره کښې یې د خلکو مشری هم کوله. بالاخره روسانو،چې د علی آقا ثقة الاسلام تبریزی شتون یې په ایران کښې د خپل نفوذ او لاسوهنې پر وړاندې خپلو ګټو ته زیان باله، هغه یې ونیوه او له څو نورو مبارزینو سره یې اعدام کړ. د روسانو دغه له جنایته ډک اقدام، د هغوئ پر وړاندې د ایران د خلکو غوسه را وپاروله او په دې هېواد کښې د ښکیلاکګرو د جنایتونو یوه بله توره پاڼه هم زیاته شوه.

««««««««««««

نهه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اوه څلویښتم میلادی کال د دسمبر په دیرشمه نیټه، د صهیونیسټ رژیم د دوو ادارو ترهګرو وسله والو په فلسطین کښې دبلد الشیخ پر کلی په ګډه برید وکړ. په دغه وحشیانه بریدکښې د فلسطینیانو کورونه وسوزول شول او شپیته مظلوم فلسطینیان په خپلو کورونو کښې ووژل شول.

په همدې ور ځ د ایرګون په نامه د صهیونیسټ رژیم یوې بلې ترهګرې ډلې هم د فلسطینیانو په مینځ کښې لاسی بمونه وغورځول چې له امله یې اولس بی ګناه فلسطینیان شهیدان او په لسګونو نور ټپیان شول .

د نولس سوه اوه څلویښتم میلادی کال په وروستیو او د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال په لومړیوکښې د صهیونیسټی ترهګرو د بریدونو له سختولو څخه موخه له فلسطین څخه دفلسطینیانو ویستل او د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال په مئ میاشت کښې د خپل شتون د اعلانولو لپاره د لارې هوارول وو.

««««««««««««

نهه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اووه څلویښتم میلادی کال د دسمبر په دیرشمه نیټه، د رومانیایی باچا په استعفاسره، د دغه هیواد د سلطنت ټغر ټول شو او جمهوری حکومت رامینځته شو.

 

رومانیا تر اتلس سوه دوه شپیتم میلادی کاله پورې په عثمانی قلمرو کښې د کورواکه امیر میشته سیمه وه او ورو ورو یې تر اتلس سوه اوه اویایم میلادی کاله پورې خپله بشپړه خپلواکی بیرته ترلاسه کړه.

له نولس سوه دیارلسم تر نولس سوه شلم میلادی کاله پورې د رومانیا پراخوالی د پخوا دوو چندو ته ورسید.

په دې توګه چې د بالکان له دویمې جګړې وروسته، له فرانسې او بریتانیا د اتحاد په مقابل کښې، د هنګری هیواد ځینې برخې له رومانیا سره وتړل شوې.

په دې توګه، د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کښې، دغه هیواد د ډیرو زیانونو په زغملو سره، د هغو ټاټوبیو ډېره برخه چې د غنیمت په توګه یې ترلاسه کړې وې، له لاسه ورکړه.

په نولس سوه اوه څلویښتم میلادی کال کښې، د رومانیا وروستی باچا، میخاییل څنګته شو او په دې هېواد کښې جمهوری نظام رامینځته شو.

رومانیا د ختیځې اروپا یو له تر ټولو بی وزله هیوادونو څخه ؤ او د کمونیسټی تمرکز پاله سیاستونه هم د دې هېواد د اقتصادی ستونزو پر حل کولو ونه توانیدل.

د شوروی اتحاد د ټوټه کیدا په پیلیدو او په ختیځې اروپا کښې د کمونیسټی نظامونو په ختمیدو سره په رومانیا کښې هم، د دغه هیواد د کمونسیټ ګوند د مشر، نیکلای چائوشسکو په اعدام سره، په نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال کښې کمونیسټی نظام نسکور شو.

««««««««««««

او له ننه لس کاله پخوا، د دوه زره شپږم میلادی کال د دسمبر د میاشتې په دیرشمه نیټه، په عدالت کښې د عراق د خونړی دیکتاتور صدام حسین د اعدام د حکم د صادریدا پسې هغه د خپلو ګڼ شمیر جنایتونو په سزا ورسید.

صدام په نولس سوه اووه دیرشم میلادی کال کښې د بغداد په شمال په یو سلو څلویښت کیلومیټرۍ کښې له تکریت ښار سره نږدې وزیږید او په شل کلنۍ کښې د عراق له بعث ګوند سره یوځائ شو.

هغه د احمد حسن البکر په قومندانۍ په نولس سوه اته شپیتم میلادی کال کښې د دې ګوند په کودتا پسې د هغه مرستیال شو اوپه نولس سوه نهه اویایم میلادی کال کښې ولسمشر شو.

د عراق دیکتاتور چې د بعث ګوند مشری ، د عراق د پوځ قوماندانی او څو نور مهم پوسټونه او دندې یې په واک کښې درلودې، دخپل پراختیا غواړی حکومت په لومړیو کښې یې د لویدیځو قدرتونو په ملاتړ د ایران په اسلامی جمهوریت برید وکړ او ګڼ شمیر ورانۍ یې رامینځته کړې. له هغو څخه یې د همدغو دولتونو په مرسته په کمییاوی وسلو لاس پورې کړ او هغه یې د دوو ملتونو د ایران د اسلامی جمهوریت او عراق دخلکوپرضد وکارولې.

صدام له ایران سره د جګړې شا او خوا دوه کاله وروسته په کویت حمله وکړه چې دا ځلې د نړیوالو له تند غبرګون سره مخامخ شو.

 

له کویت څخه د عراقی پوځیانو له وتلو وورسته ملګرو ملتونو امنیت شورا پر عراق بندیزونه ولګول چې دغو بندیزونو د دغه هیواد خلکو ته تر ټولو ډیر زیان ورساوه.

له بلې خوا د عراق پخوانی دیکتاتور د بعث ګوند دکودتا له وخته دهغه تر نسکوریدا پورې په دوه زره درېم میلادی کال کښې پر عراق د امریکا او انګلستان د برید تر مهال په لسګونو زره عراقیان ووژل او یا یې هم په وحشتناکو بندونو کښې بندیان کړل.

د دې باوجود صدام د خپلو لسګونو جنایتونو په وجه یواځې په نولس سوه دوه اتیایم میلادی کال کښې د عراق د الدجیل کلی د اوسیدونکو د عام وژلې په جرم کښې په عدالت کښې په اعدام محکوم او په داسې ورځ اعدام کړائ شو.

 

ذیشان حیدر بنګش