Jan 02, 2017 09:39 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۸۷

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له لومړی او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د دسمبر له یو دیرشمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

پینځه سوه دوه کاله پخوا، د پینځلس سوه څوارلسم میلادی کال د دسمبر په یو دیرشمه نیټه، بلجیکی طبیب او مشهور جراح آندره وزالیوس د دې هیواد په پلازمینه بروکسل کښې وزیږید. د هغه اصلی شهرت د بدن د مختلفو غړو د تشریح له لارې د هغوئ د کړنو په پیژندلو کښې، د هغه د هڅو له امله ؤ. له همدې امله وزالیوس د تشریح د علم یعنی اناټومی پلار نومول شوی دی او د هغه (د انسان د بدن کارخانه) نومی کتاب هم په همدې اړه دی. هغه په پینځلس سوه څلور شپیتم میلادی کال کښې مړشو.

««««««««««««

درې سوه پینځه ویشت کاله پخوا، د شپاړس سوه یو نوېم میلادی کال د دسمبر په یو دیرشمه نیټه، ایرلنډی فزیک پوه او کیمیا پوه رابرټ بویل مړشو.

هغه په شپاړس سوه اوه ویشتم میلادی کال کښې وزیږید او د خپل پلار کنت کرک، چې انګلیستانی فزیک پوه ؤ، تر سرپرستۍ او لارښوونې لاندې یې زده کړې ترسره کړې او د فزیک په برخه کښې یې ډیر مهارت تر لاسه کړ.

بویل د ګازونو د خوریدو د قابلیت قانون تشریح کړ، چې د هغه لخوا موندل شوی قوانین، د هغه په نوم یادیږی. بویل همداراز د کیمیا په برخه کښې د څیړنې ازمویښت ځائ جوړ کړ او په احتراق کښې یې د اکسیجن رول کشف کړ.

««««««««««««

یو سلو یو څلویښت کاله پخوا، د اتلس سوه پینځه اویایم میلادی کال د دسمبر په یو دیرشمه نیټه، ډنمارکی ختیځ پیژاندی آرترکریسټین سن د دغه هیواد په پلازمینه کوپنهاګ کښې وزیږید.

هغه د خپلو زده کړو په وخت کښې د ختیځ په ځانګړې توګه د ایرن د سیمې د تاریخ په اړه علاقمن شو او د زده کړو په پائ کښې یې د ایران د ادبیاتو تاریخ ته مخه کړه. کریسټین سن، فارسی ژبه هم په ښه توګه زده کړه.

د هغه یو مهم اثر (ایران د ساسانیانو په وخت کښې) نومیږی.

کریسټین سن په نولس سوه پینځه څلویښتم میلادی کال کښې مړشو.

««««««««««««

یو سلو شپاړس کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه ویشتم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په لومړی نیټه، د شیعیانو یو ستر عالم ملا علی بن فتح ا... نهاوندی په نجف کښې وفات شو. ملا علی بن ملا فتح ا... نهاوندی نجفی د څوارلسمې هجری قمری پیړۍ له لویو عالمانو او د شیخ مرتضی انصاری او میرزا ابوالقاسم کلانتری له شاګردانو ګڼل کیږی. تشریح الاصول الصغیر او مقدمة الواجب د هغه له تالیفاتو دی. هغه د وباء ناروغئ له امله وفات شو او د وادی السلام په قبرستان کښې خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

او له ننه اوولس کاله پخوا، د نولس سوه نهه نوېم میلادی کال د دسمبر په یو دیرشمه نیټه، د روسیې ولسمشر بورس یلتسین استعفی ورکړه او ولادیمیر پوټین د هغه ځائ ناستی شو. یلتسین، چې یوڅه وخت د ماسکو د کمونیسټ ګوند عمومی مشر ؤ، د ګورباچوف په اصلاحاتو کښې د لا ډیر بدلون غوښتونکی او د شوروی وروستی ولسمشر ؤ، او له همدې امله په نولس سوه اوه اتیایم میلادی کال کښې د روسیې له جمهوری مشرۍ څنګته کړائ شو. یلتسین د نولس سوه یو نوېم میلادی کال په جون کښې د روسیې ولسمشر شو. هغه، چې د لویدیځ له ملاتړه برخمن ؤ، په نولس سوه یو نوېم کال کښې د شوروی له ټوټه کیدو وروسته هم همداسې د روسیې د ولسمشر په توګه پاتې شو او هیله من ؤ،چې د لویدیځ له مالی مرستې په ګټې سره به، روسیه له اقتصادی کړکیچه وژغوری. خو لویدیځو هیوادونو په خپلو ژمنو عمل ونه کړ او د یلتسین دغه سیاست بالاخره ماتې وخوړه.

د چچن پر کورواکه جمهوریت د برید او په نولس سوه څلور نوېم میلادی کال کښې د هغه نیول د یلتسین د جمهوریت د وخت پیښه ګڼل کیږی.

 

ژباړن: ذیشان حیدر