تاریخ پاڼه شماره ۲۹۳
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له اوومې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له شپږمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو سلو شپږ پنځوس کاله پخوا، د اتلس سوه یو شپیتم میلادی کال د جنورۍ د میاشتې په شپږمه نیټه، رومانیا هیواد جوړ شو.
د دغه هیواد د رامینځته کولو پلان د اتلس سوه نهه پنځوسم میلادی کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه د مولدوا او والاشی دوو کوچنیو ښارونو په اتحاد سره جوړ شو او دوه کاله وروسته نوره صوبې او ښارونه هم له دغې اتحادیې سره یوځائ شول او په دې ډول په دغه ورځ رومانیا هیواد رامینځته شو.
««««««««««««
یو اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه څوارلسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په اوولسمه نیټه، د رضاخان پهلوی په حکم، د ایرانیو میرمنو د هرډول اسلامی حجاب درلودل منع شول.
د رضا خان دغه حکم، د ناریناوو د جامو د بدلون د طرحې له اجراکیدو وروسته صادر شو او د دغه اقدام مقصد، له لویدیځه ړوند تقلید او د اسلامی ارزښتونو له مینځه وړل وو.
رضاخان ترکیې ته له سفر وروسته،د دغه هیواد د لویدیځ پلوه ولسمشر اتاتورک څخه په تقلید سره چې د ترکیې میرمنې یې له اسلامی پردې منع کړې وې دغه طرحه په ا یران کښې اجراکړه. له دې وروسته د رضاخان مامورینو د هیواد په کچه له باحجابه میرمنو سره په سپکاوی چلند کاوه او د اسلامی حجاب خیال ساتل جرم ګڼل کیده.
دغه ښکیلاکی طرحه د اسلامی عالمانو او پوهانو او د ایران د مسلمانو خلکو او نورو آزادی غواړو له سخت غبرګون سره مخا مخه شوه.
««««««««««««
نهه څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ څلویښتم لمریز کال د مرغومی د میاشتې په اوولسمه نیټه، د ایران د غیږ نیونې اتل، جهان پهلوان غلام رضا تختی د باچا رژیم د عواملو په دسیسه کښې شهید کړائ شو.
هغه په تهران کښې د مینځنۍ کچې په یوې کورنۍ کښې وزیږید.
تختی پاک او صادق او پاک زړئ کس ؤ.
هغه له خلکو سره د مینې ډک او مهربان زړه درلود او په خپل ژوند کښې یې تر اتل ولۍ ډیر پر انسانیت سرښندنې فکرکاوه.
تختی د غیږ نیونې په نړیوالو سیالیو کښې له سرلوړۍ سره سره، هیڅکله هم د خلکو پر وړاندې خپله خاکساری له لاسه ورنکړه.
هغه د خپلې اتلولۍ په وخت کښې ،نهه د سرو او سپینو زرو نړیوال او المپیکی لوبو کښې مډالونه ترلاسه کړی او له هغو ایرانی لوبغاړو څخه دی چې د ایران لپاره یې په مهمو نړیوالو سیالیو کښې ډیر زیات د سرو او سپینوزرو مډالونه ترلاسه کړی دی.
په خلکو کښې د تختی ډیره خواخوږی او د باچا له پېلی رژیم سره د هغه مخالفت بالاخره د دې لامل شو چې د پهلوی رژیم ګوډاګی هغه ووژنی.
««««««««««««
دیارلس کاله پخوا، د څوارلس سوه پینځه ویشتم هجری قمری کال د ربیع الثانی په اوومه نیټه، د ایران په لویدیځ کښې د آذربایجان یو ستر عالم آیت ا... سید ابوالحسن مولانا وفات شو. سید ابوالحسن د لومړیو زده کړو له ترسره کولو وروسته دینی علومو ته مخه کړه او مقدماتی کچې یې د دغه علم له پخو استادانو زده کړې. وروسته د زده کړې د بشپړولو لپاره په نولس کلنۍ کښې قم ښار ته ولاړ. هغه له څوارلس کالو کم نظیره کوششونو او هڅو په ترڅ کښې د حوزې علمی کچې تیرې کړې. آیت ا... مولانا، له مطالعې، تفکر، تعلیم او تعالم نه ډک د خپل اتیا کلن عمر محصول د دین او الهی معارفو په برخه کښې د ارزښتناکو کتابونو په چوکاټ کښې ټولنې ته وړاندې کړئ دی چې د دغو کتابونو بیلا بیل موضوعات د دغه نه ستړی کیدونکی محقق او څیړاند د نظر تیزوالئ، ژوروالئ او هر اړخیزوالئ او وخت پیژندنه ښئی.
««««««««««««
او له ننه یوولس کاله پخوا، د څوارلس سوه اووه ویشتم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په اوومه نیټه، نامتو مورخ او فقیه نعمت ا... صالحی نجف آبادی وفات شو. هغه د امام خمینی (رح) او علامه طباطبایی له شاګردانو څخه ؤ. صالحی نجف آبادی د قم د علمیه حوزې له لیکوالانو او استادانو او د امام خمینی (رح) د غورځنګ له پلویانو څخه ؤ. هغه د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د قم په علمیه حوزې کښې پاتی شو او خپلو علمی فعالیتونو ته یې دوام ورکړ. (شهید جاوید) او (ولایت فقیه حکومت صالحان) د هغه له ترټولو مشهورو تالیفاتو ګڼل کیږی.
ذیشان حیدر بنګش