Jan 11, 2017 13:18 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۹۶

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د مرغومی د میاشتې شلمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له لسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له نهمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو دوه سوه اووه دیرش کاله پخوا، د دوه سوه لومړی قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په لسمه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) له اهل بیتو، د حضرت امام موسی بن جعفر(ع) ګرانه لور حضرت فاطمه معصومه (س) وفات شوه.

دغه بزرګواره میرمن په یو سلو درې اویایم هجری قمری کال کښې په مدینه منوره کښې وزیږیده. حضرت فاطمه معصومه (س) یوه ویناواله، توانمنه ښوونکۍ او په زهد او تقوا کښې وتلې میرمن وه.

حضرت فاطمه معصومه (س) خراسان ته د خپل ګران ورور حضرت امام رضا (ع) له ورتلو ، یو کال وروسته ، د هغه د لیدنې لپاره له مدینې څخه خراسان ته روانه شوه،خو په قم ښار کښې تم شوه. په قم کښې له اوولسو ورځو استوګنه کیدا وروسته د ناروغۍ او یاهم د ځینو روایتونو له مخې د دښمنانو په لاس له مسمومیدا وروسته ،وفات شوه او په قم کښې خاورو ته وسپارل شوه.

د حضرت امام موسی کاظم (ع) د لور سپیڅلی زیارت په قم کښې د خلکو، پوهانو او فاضلانو د زیارت ځائ دی او د اسلامی نړۍ ستر دینی او علمی حوزه هم د دغه حرم په څنګ کښې جوړه شوې ده. هغه علمیه حوزه چې د دینی او علمی موخو په پرمخ بیولو سربیره، د اسلامی پاڅون ،مقاومت او پایدارۍ مرکز پیژندل شوی دی.

««««««««««««

یو سلو اته کاله پخوا، د دیارلس سوه دیرشم هجری قمری کال د ربیع الثانی په لسمه نیټه، په مشهد کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) له اهل بیتو د حضرت امام رضا (ع) سپیڅلی حرم د روسی تیریګرو پوځیانو لخوا په توپو وویشتل شو.

دغه اقدام د آمریکایی مورګان شوشتر لخوا د ایران د خزانې د ځانګړې ژاندارمرۍ له جوړولو وروسته وشو. ځکه د روسیې حکومت دغه اقدام په دغه هیواد کښې د خپلو ګټو خلاف باله. له دی اړخه یې د ایران حکومت ته الټی میټم ورکړ چې پکښې یې له ایران څخه غوښتی وو، مورګان شوشتر وباسی او د انګلستان او روسیې د حکومتونو په اجازې سره بهرنې ښاریز په دندو وګماری.

د ملی شورا لخوا د دغه لاسوهونکی الټی میټم له ردیدو وروسته ، په تبریز کښې میشته روسی پوځیان قزوین ته ولاړل او په مشهد کښې میشته پوځیانو هم د ایران د حکومت د ګواښلو لپاره د حضرت امام رضا (ع) سپیڅلی حرم په توپو وویشت او بل جنایت یې وکړ.

په دغه جنایت کښې د دغه سپیڅلی حرم دروازو او منارو ته هم تاوان ورسید او ارزښتناک شیان یې لوټ کړائ شول.

له دې سربیره د مشهد زیات شمیر خلک په دغه وحشیانه تیری کښې ووژل او ژوبل شول.

««««««««««««

درې پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه څلور شپیتم میلادی کال د جنورۍ په نهمه نیټه، د پاناما د کانال په سیمه کښې د امریکا د بیرغ په رپیدو سره ، په پاناما کښې د امریکا پرضد سختې بلواوې پیل شوې ، چې د امریکایی پوځیانو لخوا د دغه هیواد یو شمیر خلک ووژل او ژوبل شول. د ویلو ده چې امریکا د دوهم نړیوال جنګ په وخت د پاناما په یو سلو څلور دیرشو سیمو کښې پوځی اډې جوړې کړې او دغه هیواد په عملی ډول تر پوځی نیواک لاندې وراغئ. په نولس سوه اووه څلویښتم میلادی کال کښې د پاناما د خلکو سختې مبارې او مخالفتونو ، د دغه هیواد حکومت مجبوره کړ چې د امریکی پوځی اډې ټولې کړی. امریکا بالاخره د نولس سوه نهه نوېم میلادی کال په پائ کښې د پاناما مهم کانال چې اطلس سمندر له آرام سمندر سره نښلوی پریښود .

««««««««««««

او له ننه پینځه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په شلمه نیټه، د اسلامی شورا جرګې غړی د حجت الاسلام سید محمد خامنه ای ترور ناکامه شو. د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه او د هیواد د فعالیت له ډګره د انقلاب د اغیزمنو شخصیتونو د له مینځه وړلو لپاره د داخلی دسیسو له پیله مخالفې ډلې په لټه کښې وې څو هر حال کښې دغه شخصیتونه له مینځه یوسی. دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال له هغو کلونو څخه دی چې ستر شخصیتونه پکښې ترور شوی چې ډیر پکښې د شهادت درجې ته رسیدلی دی. د منافقینو له دغو ترورونو یو د د معظم لارښود د آیت ا... خامنه ای ورور د حجت الاسلام و المسلمین سید محمد خامنه ای ترور دی چې په اسلامی شورا جرګې کښې د مشهد د خلکو د نماینده په توګه جرګې ته روان ؤ چې د منافقینو ترهګرو پرې حمله وکړه. په دغې پیښې کښې، هغه په لاس ټپی شو خو دوه تنه ساتونکی یې شهیدان شول.

 

ذیشان حیدر بنګش