تاریخ پاڼه شماره ۳۰۰
نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې ۲۴ نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د ربیع الثاني یا دویمې خور له څوارلسمې او د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ له دیارلسمې نیتې سره سمون خوري.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۳۷۲ کاله پخوا د شپږ شپیتم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په څوارلسمه نیټه، مختار بن ابی عبیده ثقفی د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) د ګران لمسي حضرت امام حسین علیه السلام د وینې د بدل اخیستلو ته پاڅید .حضرت امام حسین (ع) په یو شپیتم هجری قمری کال کښې له خپلو یو شمیر سرښیندونکو ملګرو سره یوځای په یوه نا برابر جنګ کښې د یزید بن معاویه د لاسپوڅو لخوا شهید کړی شو . مختار خپل پاڅون له کوفې ښاره پیل کړ . له هغه وړاندې هم د توابینو په نوم ډلې د امیه حکومت پرضد او دامام حسین علیه السلام د وینې د بدل اخیستلو لپاره یو بل پاڅون پیل کړی ؤ . مختار د خپل پاڅون په بهیر کښې حکومتی لښکر ته ماته ورکړه او ورپسې یې د امام حسین علیه السلام له قاتلانو بدل اخیستلو ته مخه کړه .
مختار ثقفی کابو یو کال د عراق پر کوفې حکومت وکړ او په دې موده کښې یې خپل حکومت ته پراختیا ورکړه .
خو بالاخره یې د مصعب ابن زبیر له لښکره ماتې وخوړله او شهید شو .
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۵۶۶ کاله پخوا د څوارلس سوه پنځوسم میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په دیارلسمه نیټه، پرتګالی کاشف او سمندر کچ کوونکی بارتولومیو ډیاز وزیږید . هغه په څوارلس سوه اته اتیایم میلادی کال کښې د اطلس سمندر د جنوب په لور په خپل سفر کښې د افریقا لویې وچې وروستۍ سیمه یا د نیکو هیلو څوکه کشف کړه. د هغه بل وطنوال واسکو دی ګاما لس کاله وروسته په همدې لار د هند سمندری لاره کشف کړه. د دغې لارې کشفول لویدیځ ته له دې امله مهم ؤ چې عثمانی امپراطوری په څوارلس سوه درې پنځوسم میلادی کال کښې د قسطنطینیې له نیولووروسته آسیا ته د اروپا لاره تړلې وه . ډیاز په پینځلس سوم میلادی کال کښې مړ شو .
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۴۱۵ کاله پخوا، د یو زرو درویشتم هجری قمری کال د ربیع الثانی دمیاشتې په څوارلسمه نیټه، د صفویه باچا د پړاؤ یو سردار او د لومړی شاه عباس د وخت یو پوه چارواکی ا... وردیخان وفات شو .
هغه د ګرجستان ښاریز ؤ او په ځوانۍ کښې دغلام په توګه خرڅ شو او بالاخره د شاه طهماسب صفوی خدمت ته ورغئ .
ا... وردیخان په یو زرو څلورم هجری قمری کال کښې د هغه لیاقت او پوهې له کبله چې په صفوی دربار کښې یې وښودله، د شاه عباس په حکم د فارس حکومت د مشر په توګه غوره کړئ شو .
هغه په لنډه موده کښې د قزلباش پوځ د مشر په توګه وټاکل شو او صفویه حکومت ته یې ډیر خدمتونه وکړل . الله وردیخان ډیر ارزښتناک ټولنیز او سوکلتیایی اقدامات ترسره کړی دی چې په اصفهان کښې د زاینده رود سیند د پاسه د ا... وردیخان یا (سی و سه پل) جوړولو ته اشار ه کولی شو چې اوس هم له پیړیو پیړیو وروسته د نړۍ یو تر ټولو ښکلی لرغونی اثر ګڼل کیږی .
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۷۶ کاله پخوا، د نولس سوه یو څلویښتم میلادی کال د جنورۍ په دیارلسمه نیټه، د دوهمې نړۍ والې جګړې په وخت کښې د اروپایی متفقینو تاریخی کانفرانس په لندن کښې جوړ شو . دغه کنفرانس د چرچیل په وړاندیز جوړ شو او موخه یې له جرمنی او ایټالیا سره په جنګ کښې د اروپایې هیوادونو د مشرانو د سیاستونو غږملول ؤ . په دې کانفرانس کښې انګلستان ،.فرانسې ، هالنډ ، بلژیک یونان ، ناروې ، لوګزامبورګ او ډنمارک هیوادونو ګډون درلود.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۴۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه درې پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومي د میاشتې په څلورویشتمه نیټه، ستر حکیم او فقیه آیت ا... سید ابوالحسن رفیعی قزوینی وفات شو. آیت ا... ابوالحسن رفیعی قزوینی په دولس سوه اویایم هجری لمریز کال کښې په قزوین کښې وزیږید او حوزوی درسونه یې په قزوین او تهران کښې تیر کړل. هغه په تهران کښې د نامتو عالمانو له محضره استفاده وکړه او په معقولو او منقولو علومو کښې یې لوړې درجې ترلاسه کړې. قم ته د آیت ا... شیخ عبدالکریم حایری یزدی له داخلیدا وروسته، هغه هم دغه ښار ته ولاړ او تدریس او تالیف ته یې مخه کړه. آیت ا... رفیعی له هغو نادرو کسانو څخه دی چې عقلی او نقلی علوم یې ډیر ښه زده کړل او د کمال لوړې درجې یې ترلاسه کړې. له سید ابوالحسن رفیعی قزوینی څخه ګڼ شمیر آثار په یادګار پاتی دی چې مسأله رجعت، کتاب حج او خمس استدلالی له هغو څخه دی. هغه بالاخره د دیارلس سوه درې پنځوسم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په څلورویشتمه نیټه په درې اتیا کلنۍ کښې وفات شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= او له ننه ۲۲ کاله مخکښې د دیارلس سوه درې اویایم هجری لمریز کال د مرغومی د میاشتې په څلورویشتمه نیټه، یواوسمهاله ایرانی شاعر او څیړاند عبدالوهاب وصال شیرازی وفات شو.
په نورانی مشهور د قاجار پړاؤ د مشهور شاعر د وصال شیرازی لمسی عبدالوهاب وصال شیرازی په دیارلس سوه دوهم لمریز کال کښې وزیږید. هغه په شیراز کښې د مقدماتی زده کړو د پړاؤ له تیرولو وروسته تهران ته راغی او د فارسی ژبی او ادبیاتو ډکټرا یې ترلاسه کړه. هغه له هغه وروسته د شیراز پوهنتون د فارسی ژبی او ادبیاتو په څانګه کښې تدریس ته مخه کړه او له همدې علمی مرکزه د استادی په درجې سره متقاعد شو. د وصال له ټولو ادبی فعالیتونو د کلاسیک متنونو سمون او لمن لیکنه ده چې تصحیح مصیبت نامه عطار، هزار مزار او نواید السلوک ته اشاره کولای شو. وصال شیرازی تر دیرشو کالو زیات د فارسی ادب د انجمن غړی ؤ او د فارس د علمی مرکز په غونډو کښې یې دوامداره ګډون درلود. هغه بالاخره په یو اویا کلنۍ کښې وفات شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*