تاریخ پاڼه شماره ۳۲۱
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادی الاول د میاشتې له پینځمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له دریمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه درې دیرش کاله پخوا، د پینځم هجري قمري کال د جمادي الاول په پینځمه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر یوه لمسۍ او د حضرت امام علی او حضرت فاطمة الزهرا سلام ا...علیها ګرانه لور حضرت زینب کبری (س) نړۍ ته سترګې رڼې کړې. دغه لویه بی بی د خپل ډیر علم او پوهې په وجه په خلکو کښې ډیره مشهوره شوه . حضرت زینب سلام ا... علیها د کربلا په پیښه کښې د خپل ورور بزرګوار حضرت امام حسین علیه السلام د سپیڅلو موخو لپاره او له هغه سره یوځائ د هغه وخت د واکمنو له ظلم او د خلکو له جهل سره مقابله وکړه. هغه بزرګواره د حضرت امام حسین علیه السلام له پاڅون وروسته له نورو اسیرانو سره شام ته بیولل شوه. حضرت بی بی زینب (س) په صبر او پرهیزګارۍ کښې د خپل وخت سرخیله وه. هغه بزرګواره همداراز له فصاحت، بلاغت او ښه کلام له نعمته هم برخمنه وه او د کوفې د واکمن ابن زیاد په دربار او دغه راز په شام کښې د یزید په دربار کښې يې پخپلو ویناؤ کښې د بنی امیه د ظلمونو او جنایتونو په ایشوا کولو او دغه راز د رسول ا.... بزرګوار د کورنۍ د مظلومیّت او رسالت په اثبات کښې غوره رول ولوباوه.
د یادولو ده چې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د حضرت بی بی زینب (س) د نیکمرغه زوکړې کلیزه د نرس د ورځې په توګه لمانځل کیږي.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه دیرش کاله پخوا، د اتم هجري قمري کال د جمادي الاول په پینځمه نیټه، د روم د لښکر او د هغو د متحدانو او مسلمانانو ترمینځ د (موته) په نوم جنګ وشو. دغه جنګ په دې پسې شوئ چې اسلام ته د بلنې لپاره شام ته د پیغمبر اکرم (ص) لیږل شوئ استازی د دغه سیمې د سرحدي ولسوال په لاس شهید شو. همداراز ځینو مورخینو د قرآن کریم د څوارلسو قاریانو شهیدول چې د شام پوله ایزو سیمو ته روان وو، دغې سیمې ته د زرکسیز لښکر د جوړولو لپاره د پیغمبر (ص) د فیصلې یو بل علت بللی دی چې د روم تر کنټرول لاندې وې. پیغمبر اکرم (ص) خپل تره زوئ حضرت جعفر بن ابو طالب د اسلام د لښکر په مشرۍ وټاکه او زید بن حارثه او عبدا... بن رواحه يې د هغه جانشینان کړل. مسلمانان چې د لومړي ځل لپاره له دښمنانو سره د جنګ په موخه په دغه شان اوږد سفر روان وو، د سیمې د قبایلو او رومیانو له یوه لښکر سره مخامخ شول چې تر یو لک پورې کسان اټکل شوي وو. دغه نا برابر جنګ د اوسني اردن په لویدیځ کښې په موته سیمې کښې وشو او مسلمانو مجاهدینو له خپلې خوا ډیره میړانه نندارې ته وړاندې کړه، په دې توګه چې د هغو درې واړه قوماندانان او د اسلام د لښکر زیات شمیر مجاهدین شهیدان شول. بالاخره د مسلمانانو قومانده خالد بن ولید ته چې تازه مسلمان شوئ ؤ، وسپارل شوه او هغه هم د شاتګ حکم صادر کړ. که څه هم د موته په جنګ کښې مسلمانان بریالي نه شول، خو د رومیانو له جنګي تاکتیکونو او وضعیَت سره ښه بلد شول څو له هغوئ سره په جنګ کښې د ورپسې بریالیتوبونو سریزه شي.
««««««««««««
دوه اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه دیارلسم هجري لمریز کال د سلواغې په پینځلسمه نیټه، د تهران پوهنتون بنسټ کیښودل شو. د تهران پوهنتون د جوړولو طرحه په دیارلس سوه دیارلسم لمریز کال کښې د قانوني لایحې په توګه ملي شورا ته وړاندې شوه او له تصویبیدا وروسته یې اجرا پیل شوه. تهران پوهنتون د طب د لوړ ښوونځي او د حقوقو او علومو د ښوونځي په شان د هغې زمانې له لوړو ښوونځیو جوړیده. په دغه پوهنتون کښې د جوړیدو په وخت د طبي، انساني، تربیتي، سیاسي، اقتصادي او فني علومو په نومونو شپږ پوهنځي شامل وو او د جوړیدو نه تر دیارلس سوه اوولسم کاله پورې یې مشري د ډاکټر علی اصغر حکمت په ملګرتیا ډاکټر عیسی صدیق په غاړه درلودله.
له اداري او فني نظره د تهران پوهنتون خپلواکي په دیارلس سوه یویشتم لمریز کال کښې د ډاکټر علي اکبر سیاسي د وزارت په وختو کښې عملي شوه او د پوهنتون د خپلواکۍ د قانون د اصولو له مخې په وړومبي ځل د پوهنځیو مشران له استاذانو څخه او د هغوئ د نظر او رایې په موافقت سره غوره شول. همداشان د پوهنتون مشر هم د پوهنځیو له مشرانو څخه د پوهنتون د شورا په رایې سره غوره شو. دا پوهنتون نن سبا د ایران د پوهنتونونو د پلار په توګه ګڼل کیږي.
««««««««««««
اته شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه ویشتم هجري لمریز کال د سلواغې په پینځلسمه نیټه، د پهلوي لړۍ دویم او وروستۍ باچا محمد رضا شاه په یوې حمله کښې بچ شو. هغه په داسې حال کښې چې په تهران پوهنتون کښې یې په یولړ مراسمو کښې د ګډون نیت درلود، د ناصر فخر آرایی په نوم د یو کس لخوا پرې پینځه ډزې وشوې. په دې پیښه کښې شاه سرسري زخمي شو خو بریدګر د شاه د ساتونکو د ډزو له امله په ځائ مړ شو. حکومت د ایران توده ګوند چې په پخواني شوروي پورې پیئلئ ؤ، د دې حملې لامل وباله او هغه یې دړې وړې کړ. پهلوي رژیم په عین حال کښې د دغه پیښې په پلمه آیت ا... کاشاني هم چې د شاه تر ټولو ستر مخالف دیني مشر ؤ، ونیوه او جلاوطن یې کړ. په تهران پوهنتون کښې د محمد رضا شاه ټرور یوه شکمنه پیښه وه چې پایلو یې د هغه او د هغه د بهرنیو ملاتړو ګټې په ځان پسې لرلې.
««««««««««««
او له ننه اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې په پینځلسمه نیټه، ایران ته د امام خمینی (رح) له راتګ وروسته چې د باچا له رژیم سره د خلکو مبارزې خپل هدف ته په لاچټکتیا سره نزدې کیدې، د دغه رژیم وزیراعظم شاپور بختیار په یوه مصاحبه کښې هڅه وکړه، خلک آرام او کرار کړي. هغه چې د ډیموکراسۍ او آزادۍ غوښتنې په تظاهر سره یې هڅه کوله، خلک د انقلاب له دوامه وغړوي، په دې مصاحبه کښې اعلان وکړ چې امام خمینی (رح) ته د لنډ مهاله حکومت د جوړولو اجازه نه ورکوي. دا په داسې حال کښې وو چې په مختلفو ښارونو کښې د خلکو د مظاهرو او کار بندیزونو په سختیدو، له پوځي مرکزونو او قومندانیو د پوځیانو په تیښتې او همداشان د حکومتي چارواکو او د پارلمان د استازو په پرله پسې استعفاګانو سره د هیواد کنټرول، په عملي توګه د حکومت له لاسه وتلئ ؤ.
ذیشان حیدر بنګش