Apr 03, 2019 17:46 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۳

نن د نهې ورځ یا سه شنبه، د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب یا بزرګې له شپږویشتمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل له دویمې نیټې سره برابره ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۴۳ کاله اګاهو له هجرته درې کاله وړاندې د رجب د میاشتې په شپږ ویشتمه نیټه، د اسلام د پیغمبر (ص) تره او د حضرت علی (ع) پلار حضرت ابو طالب (ع) په داسې حال کښې چې له نورو ټولو مسلمانانو سره یو ځائ په شعب ابو طالب سیمه کښې د مشرکینو په محاصره کښې ؤ، وفات شو.

حضرت محمد (ص) د خپل نیکه حضرت عبدالمطلب (ع) له وفاته وروسته له اته کلنۍ څخه د حضرت ابو طالب (ع) تر سر پرستۍ لاندې ؤ.

حضرت ابوطالب (ع) د پیغمبر اکرم (ص) له بعثت وروسته اسلام قبول کړ او د قریشو د مشرکانو په وړاندې د حضرت محمد (ص) تر ټولو ستر پلوئ او مدافع ؤ. حضرت ابو طالب (ع) تر دې وړاندې چې له نړۍ سترګې پټې کړی، خپلو خپلوانو او دوستانو ته له اسلامه د پیروۍ او د پیغمبر اکرم (ص) د دفاع وصیت وکړ. د حضرت ابو طالب (ع) د وفات په کال د پیغمبر اکرم (ص) وفادارې میرمن حضرت خدیجه (س) هم وفات شوه او د اسلام ګران پیغمبر (ص) د دغو دوو پیښو او د غم او خفګان د زیاتوالی له امله دغه کال (عام الحزن) یعنی د غم کال ونوماوه.

رسول اکرم (ص) د حضرت ابوطالب (ع) له وفاته وروسته وفرمایل : قریش تل له مانه په ویره کښې ؤ خو نه یې شو کولائ په ما غلبه ومومی تر دې چې ابو طالب وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۷ کاله مخکښې د اتلس سوه دوه اویایم میلادی کال د اپریل په دویمه نیټه، امریکایی نوښتګر او د ټیلیګراف ایجادونکئ سامیول مورس مړ شو. سامیول فینلی بریس مورس د اوولس سوه یو نوېم میلادی کال د اپریل په اووه ویشتمه نیټه د امریکې په ماساچوست ایالت کښې وزیږید. هغه په ځوانئ کښې نقاشی پیل کړه او تر کلونو یې دغه هنر ته مخه کړه. له دې اړه یې په اتلس سوه شپږویشتم میلادی کال کښې د لاسی هنرونو نړیواله آکاډمۍ جوړه کړه او په اتلس سوه دوه دیرشم میلادی کال کښې په نیویارک پوهنتون کښې د نقاشۍ استادۍ ته غوره شو. مورس په دغو کلونو کښې له بریښنا او فیزیک سره بلد شو او بریښنایی آزموینو ته یې مخه کړه. هغه دغې نتیجې ته ورسید چې کوم وخت چې بریښنا په مزو کښې تیر شی، کولائ شی د هغه په وسیله خبرونه له یو ځایه بل ځائ ته ولیږی. مورس همداشان لکه څنګه چې له فنی چارو سره زیاد بلد نه ؤ، له خپل وطنوال فیزیک پوه جوزف هینری مرسته وغوښتله او د هغه په لارښونو او تجربو سره د هغه الفبا په ایجادولو بریالئ شو چې له خط او ټکی جوړیدله. دغه الفبا چې د ټکی او کرښې پشمول ځینی علامتونه پکښې شامل وو او د بریښنا د بهیر په وسیله ثبتیدله، د پیغام د لیږلو اصلی بنسټ یې جوړوه چې د مورس په نوم یې شهرت وموند. په لومړیو ګامونو کښې مورس یواځی تر څو میتری واټنه کمزوری نښې او علامې لیږلې او په دوامدارو هڅو سره یې دغه واټن تر یو زرو پینځو سوو میترو پورې زیات کړ. سره له دې څه موده وروسته د اتلس سوه څلور څلویښتم میلادی کال د مئ په څلور ویشتمه د لسګونو کلومیترو په واټن یې د واشنګټن ـ بالتیمور د ټیلیګراف کرښه فعاله کړه او شهرت یې ډیر زیات شو. سامویل فینلی مورس په پائ کښې د یو زرو اته سوه دوه اویایم میلادی کال د اپریل په دویمه په یو اتیا کلنۍ کښې مړ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۲۶ کاله پخوا د دیارلس سوه څوارلسم هجری قمری کال د رجب په شپږ ویشتمه نیټه، پیاوړی ایرانی عالم آیت ا... ملا محمد باقر فشارکی وفات شو. دغه ربانی عالم د خپل عمر ډیر کلونه د دینی علومو د کتابونو په تالیفولو کښې تیر کړل. آیت ا... فشارکی په بیلابیلو علومو کښې کابو دیرش ټوکه کتابونه لیکلی دی چې پکښې (ذخیرة العباد) او (آداب الشریف) کتابونو ته اشاره کولائ شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۰۲ کاله پخوا د نولس سوه اوولسم میلادی کال د اپریل په دویمه نیټه، امریکا په داسې شرایطو کښې د فرانسې او انګلیستان په ګټه په جګړه کښې ورګډه شوه، چې دلومړنی نړیوال جنګ د پیلیدو کابو درې کاله تیر شوي وو. په جنګ کښې د ورګډیدو لپاره د امریکا پلمه، د امریکا پر سوداګریزو بیړیو د جرمنی د اوبتلونو له خوا برید او د یوشمیر دغه بیړیو ډوبیدل وو. جنګ ته د امریکا د ورګډیدو لپاره په تیارۍ پسې، په دې اړه د ټولو متحدو دولتونو له خواتړون لاسلیک شو. د امریکا د مشرانو په جرګه او پارلمان کښې د دې تړون له تصویب وروسته، د امریکا ولسمشر، وودرو ویلسون هم هغه لاسلیک کړ او د نولس سوه اوولسم میلادی کال د اپریل په شپږمه یې حکم وکړ څو د دغه هیواد پوځ په رسمی توګه له جرمنی سره په جنګ کښې ورګډ شی. په لومړنی نړیوال جنګ کښې د امریکایانو ورګډیدا، د متحدینو په بریالیتوب کښې اغیزمن رول درلود.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او د وری ۱۳مه په ایرانی تقویم یا کال هنداره کې د طبیعت د ورځې په نوم نومول شوې ده .

د وری ۱۳مه ورځ د سیزده بدر په نوم د ایرانیانو د نوروزی جشنونو ورځ ده . د ایران په رسمی کال هنداره کې دا ورځ د طبیعت ورځ نومول شوې او په رسمی ډول رخصتي وي.

یو شمیر په دې باور دی چې باید په دې ورځ له کور د چټلیو د لرې کیدا لپاره له کور بهر ووزی او نحوسیت ، سپیره توب او بد مرغی په آزاد طبیعت کې پریږدي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه