سوره احزاب ۹-۱۲
p-760-ahzaab-ayaat-9-12 د احزاب سورې ژباړه او تفسیر
p-760-ahzaab-ayaat-9-12
ای هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی په ځان د خدای نعمت یاد کړئ، هغه وخت چې په تاسو پسې یو لړ لښکریان راغلل خو مونږ په هغوی (سخت) باد او داسې لښکرې چې نه مو لیدې نازلې کړې او خدای په هغه څه چې کوئ یې بینا دی.
د ایت او ورپسې شپاړس ایتونه د احزاب د جنګ په هکله دي دا جنګ د هجرت په پینځم کال وشو . په دغه جنګ کې د اسلام ټول مخالف ګوندونه او ډلې له یو بل سره متحد شول چې اسلام او مسلمانان ختم کړی. د مدینې یهودیانو د مکې له مشرانو او له مختلفو قبایلو سره تړونه وکړل او یو لوی لښکر یې جوړ کړ چې د مدینې په نیولو سره د خدای رسول ووژني او مسلمانان قتل عام کړي خو دخدای په اراده د هغوی دغه نقشه ماته شوه او د مسلمانانو په کامیابۍ سره هغوی په ضعف او ناامیدۍ اخته شول.
دویلو ده چې د احزابو په جنګ کې وروسته له هغه چې د خدای رسول په مدینې د دښمنانو د حملې له نقشې خبر شو مسلمانان یې په جومات کې راغونډ کړل او له دښمن سره دمقابلې د څرنګوالي په هکله یې له هغوي سره مشوره وکړه د سلمان فارسي په مشوره وټاکل شوه چې تر مدینې ګیر چاپیره یو خندق او کنده و کنیدل شي چې دښمن په اسانۍ سره ښار ته داخل نه شي نو ځکه دغه جنګ ته جنګ خدقی هم وایي.
دا ایت چې د احزابو دجنګ په هکله لومړی ایت دی له مسلمانانو غواړي چې همیشه د دښمنانو په وړاندې دخدای مرستې یادې ساتي او په کمزورۍ او سستۍ اخته نه شي . پوه دې شي چې په جنګ احزاب کې سره له دې چې دمسلمانانو په وړاندې دکافرانو شمیر څوم چنده و خو خدای له یوې خوا په سخت توپان سره دهغوی ټغر ټول کړ او د هغوی په زړونو کې یې ویره او رعب واچوه او له بل پلوه یې د پرښتو په نازلولو سره د هغوی روحیه پیاوړې کړه چې د دښمنانو له ډیر شمیره ونه ویریږي.
درسونه :
۱: په خدای ایمان او د هڅه او جهاد د ژوند په مختلفو ډګرونو کې د الهي مرستو د لاسته راوړلو شرط دی.
۲: په تیر وخت کې خدای د نعمتونو یادول د اوس او راتلونکي وخت دستونزو په وړاندې د صبر او استقامت عامل دی.
۳: د ایماندارو په مرسته کولو کې دخدای لاس پرانستی دی ، د توپان او بادونو په شان طبیعي ښکارندې هم غیر مادي چارې لکه د پرښتو نزول وغیره هم دخدای په لاس کې دي
۴: په دې ایمان چې خدای زمونږ ټول کارونه ویني او پرې خبر دی هم زمونږ د سلوک د کنټرول عامل دی او هم د خدای په لاره کې زمونږ د لا ډیر کوشش او هڅې سبب کیږي.
او کله چې دښمنان د (ښار) له ښکته او بره په تاسو پسې راغلل، او هغه وخت چې ستاسو سترګې (له ویرې) بریښدلې وې او ساګانې مو مرۍ ته راغلې وې او په خدای مو (بد) ګمانونه پیدا شوې وو.
هلته وه چې مومنان وازمویل شول او سخت متزلزل شول.
د ایتونه د احزابو د جنګ سخت شرایط انځوروي او فرمایي: د دښمن د لښکریانو شمیر دومره زیات و چې مدینه یې له هر لوري محاصره کړې وه او هره شیبه ښار ته د هغوی د ننوتلو او د لوټ مار او وژلو امکان و.
په طبیعي ډول د مدینې په خلکو سخته ویره واکمنه شوې وه د هغوی سترګې له دغه ویرې او ترهې راوتلې وې ته وه سترګې ساه یې مریو ته رسیدلې وه او هره شیبه یې د مرګ شیبې شمارلې.
په حقیقت هغه کسان چې د خدای په وعدو یې ایمان نه درلود احساس یې کاوه چې د پر کفر د اسلام او پر باطل دحق د بریالیتوب په هکله د اسلام د پیغمبر وعدې غلط دي او دهغوي په ماتې سره به د اسلام رڼا د همیشه لپاره غلې شي.
دغه حالات یو لوی الهي امتحان و چې معلومه شي کوم کسان د خدای په وعدې کلک ایمان لري او تر مرګه ودریږي او کوم کسان د د ښمن د زیات شمیر په لیدلو سره په ویره او کمزورۍ اخته کیږي او په خپل ایمان کې متزلزله کیږي.
درسونه:
۱: مسلمانان باید همیشه د دښمنانو په وړاندې خپل چمتووالی وساتي او د دښمنانو د ورتګ په وړاندې خپلې پولې تیارې وساتي او څارنه پرې ولري.
۲: جنګ او جهاد یو سخت الهي ازمیښت دی چې که څارنه ونه شي او خیال ونه ساتل شي ځینې کسان د ایمان په کمزورۍ او په تزلزل او اضطراب اخته کیږي
۳: د سختیو په وخته واقعي مومنان له ظاهري مومنانو پيژندل کیږي ځکه چې د ستونزو په وړاندې ودریدل ایمان لا مزبوتوي.
او هغه وخت چې منافقانو او هغو کسانو چې زړونه یې ناروغ دي ویل: خدای او پيغمبر یې مونږ ته بې له غولوونکې وعدې بل څه نه دي راکړې.
په تیر ایت کې په احزاب جنګ کې د ځینو مومنانو لړزانتیا بیان شوه دا ایت د دغه تزلزل او کمزوري عوامل په ګوته کوي او فرمایي: په دوي کې یو شمیر منافق وو چې په ظاهره یې د اسلام ادعا کوله خو په حقیقت کې یې ایمان نه درلود . بله ډله هغه د کمزورې ایمان کسان وو چې په دنیا او دنیاوي تعلقاتو پورې یې زړونه تړلې او دغه کار هغوی له دښمنانو سره له جهاده غړول هغوی نه یوازې په خپله شاتګ کاوه بلکې نور به یې هم شاتګ ته هڅول او هغوی ته به یې ویل : پیغمبر مونږ ته دروغ وعده راکړې او دا تش دروغ او دوکه وه چې خدای به د دښمنانو په وړاندې زمونږ مرسته کوي.
درسونه :
۱: د نفاق خطر یو داسې خطر دی چې همیشه اسلامي ټولنه ګواښي باید دغه خطر وپیژنو او ورسره مقابلې ته تیار شو.
۲: منافقان اسلامي ټولنه له داخله له ضعف او کمزورۍ سره مخامخوي او د د ښمن په وړاندې دخلکو روحیه کمزورې کوي.
۳: د پیغمبر اصحاب او ملګري یو شان نه وو ځینې په ایمان کې مزبوت او ځینې سست ایمانه یا منافق او دوه مخې وو.
پای.