Aug 02, 2020 06:30 Asia/Kabul

p-770-Saba-ayaat-22-24 د سباء سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (766)  

سوره سبأ آیات 22 تا 24 

  تلاوت آیات 22 و 23  

 ژباړه:

ووایه: هغه کسان چې  له خدایه پرته مو ( خپل معبودان) تصور کړې دي، وبلئ. هغوی  په اسمانونو او ځمکه کې د یوې ذرې هومره شي مالکان هم نه دي او د هغوي (ستاسو دخیالي معبودانو) لپاره د اسمان او ځمکې (په پيدایښت او چلښت کې) هیڅ ونډه نیشته او په هغوي کې د خدای هیڅ ملاتړی نیشته.

 او د خدای په نزد شفاعت ګټه نه لري مګر د هغه کس لپاره  چې هغه یې اجازت ورکړي. تر هغه وخته چې  له زړونو یې ویره او ترهه لرې شي . له هغوي به پوښتنه وشي: ستاسو پالونکي څه وویل؟ ځواب به ورکړي چې: حق ، او هغه د لوړې مرتبې خاوند او لوی دی.

 

 دا ایتونه چې د مکې مشرکانو او بت پالو ته په خطاب کې دي  د منطقي پوښتنو په مطرح کولو سره د هغوي بې اساس عقیدې تر پوښتنې لاندې راولي او  فرمایي: تاسو د خدای لپاره د شریکانو قایل یئ او  باور لرئ چې  د هستۍ ځینې چارې دهغوي په لاس کې دي که داسې ده نو هغوی وبلئ او ترې وغواړي چې ستاسو کارونه دروکړي او ستونزې مو درهوارې کاندي . هغوی باید یا د اسمان او ځمکې د ځینې برخې مالکان وي  یا د هستۍ او کایناتو په جوړولو او چلولو کې دخدای شریکان  او یا لږ تر لږه د خدای په چارو کې دهغه مرستیالان چې  د نړۍ په چارو کې رول ولرلی شي.  خو دوي په دې کې یو هم نه دي.

دې ته په پام سره چې د مسلمانانو یوه عقیده د خدای د پیغمبرانو او ولیانو له خوا د ځینو کسانو شفاعت دی د دغه پوښتنې په ځواب کې چې د  بوتانو او شفیعانو تر مینځ څه فرق دی  ورپسې ایت فرمایي:  پيغمبران او دخدای خاص ولیان  هم د خدای مخلوق دي  او د نورو مخلوقاتو په شان  له ځانه قدرت او طاقت نه لري خو خدای هغوی ته اجازه ورکړې چې  د ځینو کسانو شفاعت وکړي.

مونږ ټول پوهیږو چې خدای تعالی  پیغمبران د خلکو د هدایت لپاره د  واسطو او وسیلو په توګه رالیږلې او  خپل اوامر یې هغوی ته وحي کړې دي. هغوی د خدای تعلیمات خلکو ته رسوي . په شفاعت کې هم  هغه مومنان چې  د دیني دندو په ترسره کولو کې یې کوتاهي او غفلت کړی وي  دخدای پیغمبرانو ته به ورشي او له هغوی به وغواړي چې د خدای او د هغوي په مینځ کې وسیله او سفارشیان شي چې خدای دهغوی توبه ومني. دا کار سبب کیږي چې  لکه څنګه چې د خدای در ته د توبې لار پرانستې ده  هغوی د خدای د ولیانو په لور ورځي او د هغوي په راضي کولو سره  د خدای درضایت او خوشالولو زمینه برابروي.

درسونه :

 ۱: له خدایه پرته د یو بل مالک او پيدا کوونکي تصور چې د انسان معبود وګرځي یو خیالي او غلط تصور دی.

۲: د انسان جهل  کمزوري او ناتواني  اقتضا کوي چې  په کارونو کې د ځان لپاره یو شریک پیدا کړي او له نورو مرسته وغواړي  خو خدای تعالی چې په هر څه قادر دی هیڅکله شریک   یا مرستندویي ته اړتیا نه لري.

۳: د شفاعت مطلب دا نه دی چې  شفاعت کوونکي تر خدایه زیات مهربان دي ځکه چې  دا خدای دی چې خپلو خاصو اولیاوو ته د شفاعت اجازه ورکوي.

۴:  کافر او مجرم انسانان به آخر یوه ورځ  د پيغمبرانو د لارې  او د خدای د خبرې په حقانیت پوه شي خو هغه  وخت به یې فایده څه وي؟

 

  تلاوت آیه 24   سوره سبأ  

 ژباړه:

ووایه:  څوک تاسو ته له اسمانونو او ځمکې روزي درکوي؟ ووایه : الله! او البته  مونږ یا تاسو کې (یو) په ښکاره هدایت او یا ګمراهۍ کې یوو.

  په تیر ایت کې د خالقیت له موضوع وروسته دا ایت د رازقیت موضوع مطرحوي او فرمایي: : ستاسو د روزۍ اسباب چا برابر کړې دي؟ څوک وریځې او باد او باران رالیږي چې باران نازل شي او وچه ځمکه کر او کروندې ته تیاره شي؟ څوک د خاورې په زړه کې دانه رازرغونوي  چې ستاسو لپاره ډول ډول میوې غلې راوټوکوي.؟ چا لمر ته امر کړی چې ستاسو او د حیواناتو او بوټو د ضرورت تودوخه برابره کړي؟ اسمان او ځمکې د چا په امر د ژوند دغه اسباب  د انسان لپاره برابر کړې دي؟

 تاسو په دغو کارونو  کې له خدای سره د شریکانو قایل یئ حال دا چې دغه ټول نعمتونه او لورینې د واحد خدای له لورې دي چې هیڅه شریک نه لري ، بې شکه دغه دوه عقیدې په خپلو کې په تضاد کې دي،  تاسو فکر وکړئ او وګورئ چې که زمونږ خبره صحیح ده نو وې منئ او که غلطه ده نو  رد یې کړئ.

په حقیقت کې پیغمبر د خپل ځان له لورې قضاوت نه کوي او نه وایي چې مونږ په حقه یو او تاسو په ناحقه ، بلکې د انصاف  او عدالت په طریقه عمل کوي او فرمایي:  په مونږ دواړه کې یو لوری هدایت شوی او بل په  ګمراهۍ او ضلالت کې دی . نو مونږ دواړه باید  د عقل او منطق په وسیله خپله لاره او عقیده وجاجوو او وګورو چې  زمونږ عقیده سمه ده او که غلطه.

درسونه :

 ۱: په ښوونې او روزنې کې  د مطالبو د یو اړخیز تلقین او  ویلو په ځای باید د پوښتنې  له طریقې استفاده وشي چې د مخاطبانو ضمیر بیدار شي  او په خپله په یوې موضوع فکر وکړي.

۲:   انسان  په کوشش او زیار سره  ډول ډول  محصولات او شیان جوړوي   خو د دغو ټولو  اسباب د خدای په لاس کې دي.  اوبه او خاوره یا لمر او تودوښه  هغه عوامل دي چې  په کرهڼې او مالدراۍ کې رول لري  او پر انسان د خدای له لورینو ګڼل کیږي.

۳: د اسمان روزي، لمر ، تودوښه ،  وریځې باد او باران دی  او د ځمکې روزي ټولې میوې   غلې او  د ځمکې برکتونه دي.

۴: له مخالفانو سره په بحث او خبرو اترو کې باید د ادب او انصاف خیال وساتو، نه دا چې ووایو مونږ په حقه یوو او تاسو پن ناحقه .