سوره فاطر ۹-۱۱
p-777-Fatir-ayaat-9-11 د فاطر سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (777) -
«وَاللَّـهُ الَّذِی أَرْسَلَ الرِّیَاحَ فَتُثِیرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَّیِّتٍ فَأَحْیَیْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا کَذَلِکَ النُّشُورُ»
او خدای دی چې بادونه یې راواستول چې وریځې راروانې کړي نو هغه مو د مړې ځمکې په لور بوتلې او د هغو په وسیله مو ځمکه له مړیدو وروسته ژوندۍ کړه، قیامت هم همداسې دی.
په تیره برخه کې مو په قیامت کې د مومنانو او کافرانو ځایګاه ته اشاره وکړه. دا ایت د هغو کسانو په ځواب کې چې د قیامت په راتللو کې شک لری او هغه ناممکن کار ګڼي فرمایي: خدای تعالی په همدې دنیا کې هر کال په ژمي کې ونې وچوي او مړې کوي یې او په پسرلی کې هغه ژوندۍ کوي، ستاسو انسانانو دوباره راپاڅول هم همدا شان دی.
آیا هغه خدای چې د باد او باران په وسیله تږې ځمکه خړوبوي او په دې ویله د ځمکې د ژوندي کولو او د بوټو او ونو د دوباره زرغونولو اسباب برابروي، د دې طاقت نه لری چې له مرګه وروسته تاسو ته دوباره ژوند درکړي او له ځمکې مو راپاڅوي.
درسونه:
۱:
د بادونو الوتل چې وریځې له سمندرونو او دریابونو د وچو ځمکو په لور راولی او همداراز د باران وریدل چې مړې ځمکې ته نوی ژوند ورکوي او نورې طبیعي ښکارندې، هیڅ یوه یې اتفاقي نه ده بلکې ټولې د خدای په اراده کیږي چې نړۍ یې پنځولې ده.
۲: د هستۍ او کایناتو نظام پروګرام، نظم او تدبیر لري او د خدای له لورې او د هغو پرښتو په وسیله چې د خدای چاروالې دي، اداره کیږي.
تلاوت آیه 10 سوره فاطر
«مَن کَانَ یُرِیدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّـهِ الْعِزَّةُ جَمِیعًا إِلَیْهِ یَصْعَدُ الْکَلِمُ الطَّیِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ یَرْفَعُهُ وَالَّذِینَ یَمْکُرُونَ السَّیِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیدٌ وَمَکْرُ أُولَـئِکَ هُوَ یَبُورُ»
څوک چې عزت غواړي نو ټول عزت خدای لره ( دخدای له لورې) دی. [یوازې] پاکې خبرې د هغه لور ته بره خیږي او نیک عمل هغه بره خیږوي؛ او کوم کسان چې د بدو کارونو لپاره مکر او نقشه جوړوي، د هغوي لپاره سخت عذاب دی او د هغوی مکر تباه کیږي.
دنیا پالي خپر عزت د طاقت او مال په ګټلو او یا په واکمنو طاقتونو پورې په وابستګۍ کې ګڼي او کوشش کوي چې د دنیا د مال او طاقت په پیدا کولو سره عزت لاسته راوړي. خو قرآن فرمایي: واقعي عزت له خدای سره په پییلتیا، په هغه په ایمان او د هغه په بندګۍ کې دی. ځکه چې د عزت مطلب دی ماته نه خوړل او بې شکسته پاتې کیدل او د انسان لپاره دغه ځانګړتیا یوازې هغه وخت پاتې کیدی شي چې هغه د خلقت له خالق او مطلق قادر سره اړیکې ولري.
ایت په دوام کې عزت ته د رسیدلو لاره د ښو عقیدو په لرلو او د ښو اوغوره کارونو په ترسره کولو کې ګڼي او فرمایي: هغه څه چې د خدای لور ته خیږي او انسان لوړوي ، ایمان او نیک عمل دی نه بل څه.
البته ځینې کسان ګمان کوي چې په مکر او فریق او چل ول سره عزت لاسته راوړلی شي په داسې حال کې چې که په یوه لنډه شان موده کې خپلو بې ځایه غوښتنو ته وهم رسیږي، په نهایت کې دهغوی نقشې تباه کیږي او هغوی ذلیل او رسوا کیږي.
درسونه:
۱: واقعي عزت د خدای په نزد دی نه خلکو! داسې ډیر کسان دي چې نن د خلکو په نزد عزتمن وي او سبا ذلیل او سپک، خو مومن په ډیرو سختیو او مشکلاتو کې هم عزیز وي او څوک یې عزت نه شي ختمولی.
۲: د ایمان او عمل په مینځ کې متقابله رابطه موجوده ده او پر یو بل اثر لري. هر یو ، بل مزبوت یا کمزوری کوي.
۳: هیڅوک په فریب او دوکې سره پایداره عزت نه شی لاسته راوړلی.
تلاوت آیه 11 از سوره فاطر
«وَاللَّـهُ خَلَقَکُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَکُمْ أَزْوَاجًا وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنثَى وَلَا تَضَعُ إِلَّا بِعِلْمِهِ وَمَا یُعَمَّرُ مِن مُّعَمَّرٍ وَلَا یُنقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلَّا فِی کِتَابٍ إِنَّ ذَلِکَ عَلَى اللَّـهِ یَسِیرٌ»
خدای تاسو اول له خاورې او بیا له نطفې پیدا کړئ. بیا یې تاسو جوړې وګرځولئ. او هیڅ ښځینه نه حامله کیږي او بچی نه راوړي مګر د هغه په علم سره، او هیڅوک اوږد عمر نه کوي او یا یې عمر نه کمیږي مګر دا چې (د الهي علم) په کتاب کې ثبت دی. دا چاره خدای ته اسانه ده.
د قیامت منکران، له علمي نظره د هغه د واقع کیدو په نه ممکنوالي څه دلیل نه لري، بلکې همیشه د پوښتنو په مطرح کولو سره، د هغه په ممکنوالي کې شک کوي.
دا ایت فرمایي: که د خپل ځان د بیا پیدا کولو لپاره د خدای په قدرت کې شک لرئ، نو څنګه ممکنه شوه چې خدای تعالی تاسو په دې دنیا کې له خاورې پیدا کړئ آیا هغه خدای تاسو په قیامت کې دوباره نه شي پیدا کولې؟
هغه چې ستاسو د خلقت ټولې مرحلې او پړاوونه یې له نطفې له غوټه کیدو نیولې تر حامله کیدو او زیږیدو پورې په خپل علم او تدبیر سره پیدا کړې دي او په هغو ټولو خبر دی آیا په قیامت په بیا عاجزه وي او د دې چارو توان به ونه لري؟
له زوکړې ورسوته هم په ځمکه کې ستاسو د ژوند دوران که هغه لنډ وي او که اوږد د هغه له قدرت او طاقته بهر نه دی او ټول د خدای په علم کې ثبت او لیکلې دي. آیا تاسو ګمان کوئ چې د مخلوق بیا پنځول د هغه لپاره سخت کار دی؟
درسونه:
۱: د انسان د خلقت منشاء او سرچینې ته فکر کول سبب کیږي چې انسان د خدای په قدرت پوه شي او په غفلت کبر او غرور اخته نه شي.
۲: ټول انسانان که هغه حضرت آدم وي او که موجود انسانان له خاورې راوتلې او خاورې ته به ستنیږي.
۳: د انسان عمر د خدای په لاس کې دی او دهغه په عمل او امر د ځینو عمر لنډیږي او د ځینو اوږدیږي
۴: د انسان د ژوند ټولې شیبې او ساعتونه ، ثبت او لیکلې شوې او حساب کتاب لري او په قیامت کې د انسان په ګټه یا تاوان یو مدرک او دلیل دی.
پای
کلید واژه: بسوی نور، فاطر، زمین، عزت، معاد، قیامت