Sep 07, 2020 07:34 Asia/Kabul

p-823-Sad-ayaat-5-11 د صاد سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (823)  

 آیات ۵-۱۱

م.

ابتدا به تلاوت آیات 5 تا 7 از سوره صاد گوش می سپاریم:

«أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَـهًا وَاحِدًا إِنَّ هَـذَا لَشَیْءٌ عُجَابٌ»، «وَانطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَى آلِهَتِکُمْ  إِنَّ هَـذَا لَشَیْءٌ یُرَادُ»، «مَا سَمِعْنَا بِهَـذَا فِی الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَـذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ»

( مشرکو مشرانو وویل:) آیا هغه د (ګڼو) خدایانو په ځای یو خدای ګرځولی ( خوښ کړی) دی؟ دا په رښتیا سره چې عجیبه خبره ده.

مشران یې  روان شول او وې ویل: لاړ شئ او د خپلو خدایانو په عبادت ټینګ پاتې شئ،  دا هغه څه دي چې (له تاسو) غوښتل شوې دي.

 مونږ په آخري دین کې داسې کومه خبره نه ده اوریدلې. دا یوازې یو جعلي دین دی.

 

په تیره برخه کې مو وویل چې په مکې کې  د شرک مشران د اسلام د پیغمبر د خبرو منلو ته تیار نه وو او د دې لپاره چې پیغمبر ته د خلکو د ګروهنې او د هغه دین ته د اړویدو مخنیوی وکړي هغه حضرت یې دروغجن او جادوګر وباله.

دا ایتونه فرمایي:  هغوی خلکو ته ویل چې : تاسو دومره خدایان لرئ، او د هر کار لپاره په هغوی کې یوه ته پاملرنه کوئ خو دا پیغمبر غواړي  ستاسو په دغو ټولو پیغمبرانو سترګې پټې کړي او  د هغو په ځای یوازې یو خدای راولي چې  نه لیدل کیدی شي او نه یې تاسو په خپلو سترګو لیدلې یا لمس کولې شئ.

که  خپل مقصد ته رسیدل غواړئ باید د بوت پالنې په دین کلک پاتې شئ  او  له دغو بوتانو لاس وانه خلئ، او د دغه سړي (پیغمبر) عجیبو خبرو ته غوږ نه شئ.  ځکه چې د هغه خبرې هیڅ مخینه نه لري او چا نه دي اوریدلې. هغه څه چې زمونږ پلرونو مونږ ته د دین او عبادت په هکله ښودلې همدا دي او  مونږ د هغوي په دین کې داسې کومه خبره نه ده لیدلې.

 درسونه :

۱: د پیغمبرانو تر ټولو مهمه دنده، د دروغجنو خدایانو نفي کول او د یوازیني خدای اثباتول دي؛ هغه چې چاره چې د مشرکانو او منکرانو په نزد ډیره عجیبه او غریبه ښکاري.

۲:  اکثره خلک غواړي د خپلو پلرونو او تیرو خلکو په لاره ژوند وکړي د هغوی لپاره له خپلو تیرو عقیدو لاس اخستل او د نوې لارې او دین منل ډیر سخت او د نه منلو وړ دي.

۳: د کفر مشران د حق په هکله شبهې راپیدا کوي او فتنې جوړوي. هغوي په منفي او ګمراه کوونکو پروپاګنډو سره خلک په هغو اجتماعاتو او محفلونو کې چې د حق خبره پکې کیږي منعې کوي.  هغوي په انحراف او ګمراهۍ د پاتې کیدو تبلیغ او ترویج کوي.

   تلاوت آیه 8  از سوره صاد  

«أَأُنزِلَ عَلَیْهِ الذِّکْرُ مِن بَیْنِنَا  بَلْ هُمْ فِی شَکٍّ مِّن ذِکْرِی  بَل لَّمَّا یَذُوقُوا عَذَابِ»   

آیا په مونږ ټولو کې، ( یوازې) په هغه قرآن نازل شوی دی؟ بلکې هغوي زما د قران په هکله په شک کې دي. بلکې هغوی لا زما عذاب نه دی څکلی.

 د اسلام د پیغمبر په حقانیت کې د شک او دوه زړه توب د پيدا کولو لپاره د مکې د مشرکانو یوه پلمه دا وه چې ویل یې:  په مکې کې د قریشو دومره مشران دي نو څنګه ممکنه ده چې  په یو یتیم کس چې نه مال لري او نه مقام د خدای وحي نازله شي، که خدای  په چا خپل فرښته نازلولې باید د قریشو په مشرانو کې یې یو کس غوره کړی وای چې ښه پیژندل شوی مشر، او د ډیر مال او مقام څښتن وی.

څرګنده ده چې دا خبره د دنیا پالو منطق دی چې هر څه  په مادي ملاکونو او معیارونو سره سنجوي او ګمانک وي چې هر څوک چې ډیر مال او طاقت ولري د ټولنې د هدایت او واکمنۍ وړ دی.

په داسې حال کې چې څرګنده ده الهي هدایت یوه معنوي چاره ده او ورپاره ضروري ده چې د انسان روح پاک او فطرت سالم وي نو ځکه  خدای تعالی په خپله ښه پوهیږي چې  څوک دغه شرطونه لري او  دهغه د رسالت او پیغمبرۍ دنده په غاړه اخستلی شي.

ایت په پای کې فرمایي: هغه کسان چې د ضد ، حسد او یا د ښمنۍ په وجه د حق منلو ته تیار نه دي د خدای سزا به وڅکي او د حق د انکار نتیجه به وویني.

  درسونه:

 ۱: د حق د انکار او نه منلو یو سبب، حسد او د ځان لوی ګڼل دي. کله کله انسان  ځان لوی ګڼي او ګمان کوي چې هغه څه چې نور یې لري د هغه حق دی او دې تر نورو زیات د  دغه شي د لرلو  حقدار دی.

۲: شک او دوه زړه توب یوه طبیعي چاره ده. البته  د شک په وخت کې، انسان باید تحقیق او جاجونه وکړي چې حقیقت ورته روښانه شي او شک او تردید یې ختم شي. په هر حال  یوازې په یو شي کې په شک کولو سره د هغه انکار او نفي کول یې نه دي پکار.  

  تلاوت آیات 9 تا 11 از سوره صاد  

«أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَحْمَةِ رَبِّکَ الْعَزِیزِ الْوَهَّابِ»، «أَمْ لَهُم مُّلْکُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا فَلْیَرْتَقُوا فِی الْأَسْبَابِ»، «جُندٌ مَّا هُنَالِکَ مَهْزُومٌ مِّنَ الْأَحْزَابِ»                                                   

 آیا له هغوي سره  ستا د  عزیز او ښندونکي رب د رحمت خزانې دي؟

 یا د اسمانونو او ځمکې هغه څه چې په مینځ کې یې دي،  واکمني  له دوي سره ده؟ ( که داسې وي) نو په هرې ( ممکنې) وسیلې سره دې (اسمانونو ته) وخیږي او ( په هغه چا چې مونږ یې غواړو د وحي د نازلیدلو مخه دې ونیسي)

 دا په ګوندونو کې ډیر وړوکی او ماته خوړلی لښکر دی.

 دا ایتونه د تیرو ایتونو په دوام کې  د اسلام  په پیغمبر د وحي منکرانو ته د خطاب په دوام کې فرمایي: آیا خدای  هغوي ته دنده ورکړې چې پیغمبران وټاکي   چې ګني هر چاته یې چې زړه وغواړي پیغمبري او نبوت ورکړي او  له هر چا یې چې زړه وغواړي نبوت واخلي.

 ځینې کسانو څومره خود خواه او ځان منمې او کبرجن دي چې ګمان کوي  په هر څه پوهیږي او د هر څه د تشخیص طاقت لري تر دې د خدای لپاره هم دنده او فریضه ټاکي او تر  دې زیات  د خدای په اوامرو او احکامو کې ګوتې وهي چې کوم یو یې صحیح دی او کوم یو غلط!

  ایتونه په دوام کې پیغمبر اکرم (ص) او مسلمانانو ته فرمایي:  د دغه مشرکانو په غلطو او بې ځایه خبره سست او کمزورې نه شئ ځکه چې دوي په مختلفو ډلو او ګوندونو کې یوه وړه او کمزورې شان ډله ده چې د  حق په وړاندې ودریده  خو د پیغمبر حق غواړې  غږ یې هیڅکله غلی نه  کړی شو.

  درسونه:

۱:  د پیغمبرانو له لارې د خلکو هدایت د خدای د پراخ رحمت  یوه جلوه ده.

۲:   د انسانانو لپاره د قانون جوړول یا شریعت رالیږل یوازې د خدای په لاس کې دي  هغه خدای چې د هستې د نظام خالق او د نړۍ د چارې تدبیروونکی دی.

۳:  هغه ډلې  او ګوندونه چې د حق په وړاندې ودریږي آخر هم ماته خوري او ناکامیږي که په ظاهر کې هر څومره طاقت او قدرت ولري.

پای