Sep 07, 2020 07:34 Asia/Kabul

p-824-Sad-ayaat-12-19 د صاد سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (824)  

در ادامه به تفسیر ساده و روان آیات 12 تا 19 سوره صاد  

ابتدا   تلاوت آیات 12 تا 14 از سوره صاد  

«کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ ذُو الْأَوْتَادِ»، «وَثَمُودُ وَقَوْمُ لُوطٍ وَأَصْحَابُ الْأَیْکَةِ  أُولَـئِکَ الْأَحْزَابُ»، «إِن کُلٌّ إِلَّا کَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ»

 له دې مخکې (هم) د نوح او عاد او فرعون قامونو د قدرت څښتن پیغمبران دروغ وبلل.

او (همداراز) د ثمود او لوط قامونه او د ایکه خلک (د شعیب قام هم) مخالفې ډلې وې.

او په دوي کې هر یوه،  پیغمبران دروغ وبلل، نو (پر هغوی زما) سزا محققه شوه.

  په تیره برخه کې دې ته اشاره وشوه چ ې  د مکې مشرانو د اسلام په پیغمبر راغلې وحي نه منله او  ویل یې چې مونږ تر دې زیات وړ یوو چې وحي راباندې نازله شي. دا ایتونه د اسلام پیغمبر ته په خطاب کې فرمایي:  دا لومړي کسان نه دي چې  ستا د بلنې په وړاندې ودریږي بلکې  له دې مخکې نور پیغمبران هم له دغه ستونزې سره مخامخ وو ځکه چې د قدرت او مال څښتنانو فکر کاوه چې  هغوي تر پیغمبرانو د وحي د نازلیدلو زیات وړ دي نو ځکه یې په  داسې کسانو چې د هغوي په شان طاقت او په خلکو کې یې لوی پوزیشن نه درلود، د وحي  نازلیدل یې نه منل.

  خو هغوی له دې خبرې غافله دي چې  هر څوک چې د خدای پيغمبر وویني او خبره یې واوري د هغه په حقانیت پوهیږي،  که دغه کسان د ضد ، حسد دښمنۍ او  کبر له مخې د حق منلو ته تیار نه وي خدای تعالی ورته په همدې دنیا کې سزا ورکوي. لکه څنګه چې د نوح قام په اوبو کې ډوب شو او د عاد قام له  سخت باد سره مخامخ  او لولپه شو. فرعونیان هم د نیل څپو یوړل ،  او ځینې نورو قامونو هم دې ته ورته  برخلیک درلود.  د ثمود قام  حضرت صالح علیه السلام دروغ وباله ، د لوط قام  په خپلو بدو او سپکو کارونو ټینګار کاوه او د شعیب قام چې په ډیرې ښیرازه او  د ښې  آب و هوا په سیمه کې یې ژوند کاوه  د حضرت شعیب د نصحیتونو په وړاندې ودریدل، خو  په پای کې دغه ټول قامونه د خدای په عذاب ککړ او تباه شول. ب و هوا په سیمه کې یې ژویند کاوه

 

 درسونه:

۱:  د تیرو قامونو د تاریخ  او برخلیک یا انجام مطالعه هغه شی دی چې قران ورته توجه کړې او تایید کړې یې ده چې د نورو انسانانو لپاره د عبرت سبب شي.

۲: ټول انسانان که هغه د فرعون په شان واکمنان او حاکمان وي او که عام او کم توانه کسان، د خدای د قهر په وړاندې ناتوانه او عاجزه دي.

۳: له حق سره دښمني او ضد  ښه انجام نه لري او پایله یې تباهي او ذلت دی.

  تلاوت آیات 15 و 16 از سوره صاد  

 

«وَمَا یَنظُرُ هَـؤُلَاءِ إِلَّا صَیْحَةً وَاحِدَةً مَّا لَهَا مِن فَوَاقٍ»، «وَقَالُوا رَبَّنَا عَجِّل لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ یَوْمِ الْحِسَابِ» 

  او دغه  کافران بې له یوې (اسماني) چغې د بل څه انتظار نه کوي چې  هیڅ (مهلت او) ستنیدل پکې نیشته.

 او هغوي ( د مسخرو له مخې) وویل: ای پالونکیه د حساب د ورځې له (رسیدلو) مخکې،  زر تر زره زمونږ برخه (عذاب) مونږ ته راکړه.

 د تیرو ایتونو په دوام کې دا ایتونه فرمایي:  د مشرکانو او کافرانو ضد او سرکشي تر دې حده ده چې ته وا  د یوې اسماني چغې او سیلۍ منتظر دي چې ناڅاپه په هغوی نازله شي او تباه یې کړي. ځکه چې د تیرو قامونو له انجامه خبر دي او  بیا هم له ضد او دښمنۍ لاس نه اخلي.

د  اسلام د پیغمبر په وړاندې د هغوي عمل، د تیرو پیغمبرانو په وړاندې د پخوانیو  زمانو د کافرانو د عمل په شان دی، نو باید دهغوی په شان سزا ته هم په تمه اوسي، داسې سزا چې کله راشي نو بیا نه ستنیږي او هر څه له مینځه وړي.

  ایتونه په دوام کې فرمایي:  مشرکان،  په دنیا کې د خدای د  سزا او عذاب د نازلیدلو  او په قیامت کې د عدل او انصاف په اساس د یوې محکمې د جوړیدو انکار کوي او ځکه  په ډیره خندا او مسخرو سره وایي: خپل خدای ته ووایئ چې  زر تر زره  له مونږ سره حساب وکړي او مونږ ته خپل عمل  سزا راکړي. د صبر څه ضرورت دی چې مړه شو او بیا ژوندي شو او هغه وخت سزا ووینو  مونږ غواړو چې په همدې دنیا کې سزا راکړی شي.

درسونه:

 ۱: څوک چې د  تیرو خلکو او قامونو  له برخلیک او انجامه خبر وي او بیا هم د خدای او رسول په وړاندې یې ودریږي ته وا د خدای عذاب ته په تمه دي او په خپله د هلاکت په لور وروران دي.

۲: د کافرانو غرورو او ضد سبب کیږي چې  هغوی د ایماندارو کسانو په  عقیدو پورې خندا وکړي او  له دلیل او منطقه د کار اخستلو په ځای په هغوي پورې ټوکې وکاندي.

 ۳: توبه او ستنیدل  د عذاب تر نازلیدلو مخکې پورې ممکن دي، خو د عذاب په راتګ سره نو نوره توبه نه قبلیږي.

  تلاوت آیات 17 تا 19 از سوره صاد  

 

«اصْبِرْ عَلَى مَا یَقُولُونَ وَاذْکُرْ عَبْدَنَا دَاوُودَ ذَا الْأَیْدِ  إِنَّهُ أَوَّابٌ»، «إِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهُ یُسَبِّحْنَ بِالْعَشِیِّ وَالْإِشْرَاقِ»، «وَالطَّیْرَ مَحْشُورَةً  کُلٌّ لَّهُ أَوَّابٌ»

 (ای پیغمبره!) پر هغه څه چې دوي یې وایي صبر وکړه او  زمونږ بنده داوود چې د طاقت خاوند و رایاد کړه. هغه ډیر توبه کوونکی (د توبې او استغفار خاوند) و.

 مونږ غرونه مسخر کړل چې ماښام او سهار یې له هغه سره تسبیح ویله.

او مارغان مو ( هم) راغونډ کړل او ( هغه ته مو په ولکه کې ورکړل چې ورسره یو ځای تسبیح ووایي) او  ټول  دهغه په لور ستنیدونکي (او د خدای ستایونکي) وو.

  د تیرو ایتونو په  دوام چې د مخالفانو له خوا د ایماندارو د مسخرو او بد ویلو په هکله وو دا  ایتونه فرمایي:  حتی حضرت داوود چې  لوی او عظیم  حکومت یې درلود، د خلکو له پیغورونو په امان کې نه و. نو په پیل کې فرمایي:  ای د خدای رسوله! او ای د ایمان خاوندانو! د دښمنانو په مسخرو او ټوکو صبر وکړئ او پوه شې چې آخري کامیابي به ستاسو وي.

  بله دا چې حضرت داوود به همیشه  د خپل خدای  لمنځ کاوه او په عبادت او تسبیح به لګیا و. هغه  د خدای په  اراده ډیره لویه پاچاهي او پراخ حکومت درلود تر دې چې  خدای تعالی بې ځانه غرونه  او د هوا مارغان  هم داسې  هغه ته  رام کړې وو چې  د الهي تسبیح په وخت به له هغه سره همغږه کیدل او  خدای به یې یادوه.

 د قرآن د ایتونو له مخي د  کایناتو ټول مخلوقات د خدای  لمنځ کوي البته دغه تسبیح او لمنځ زمونږ لپاره ناپيژاندی دی او مونږ پرې نه پوهیږو. د دغه سورې له ایتونو معلومیږي چې  د حضرت داوود د تسبیح په وخت به  نور مخلوقات هم له هغه سره غږمله کیدل او  حضرت داوود به د هغوي په تسبیح پوهیده.

درسونه:

۱:   د حق او دحق د ملاتړو په خلاف د دښمنانو  تبلیغات او خنداګانې ډیرې سختې دي او همیشه هم موجودې وي.

۲: مومنان باید د دښمن  د خنداګانو او پيغورونو په وړاندې  له ځانه سستي او کمزوري ونه ښیي بلکې د هغوي د مسخرو او کږو خبرو په وړاندې له ځانه صبر وښیي  او په خپلو اصولو او عقیدو ټینګ  پاتې شي.

۳: د حکومت طاقت د انسان  لپاره وسوسه ناک او  خطرناک دی مګر دا چې همیشه د خدای په یاد کې وي او دهغه په در کې  توبه  استغفار او تواضع کوي او ځان د خدای بنده وګڼي.

۳:   کافران که څه هم ضد وکړي او د خدای په وړاندې د تعظیم سر ټیټ نه کړي خو باید پوه شي چې  ټوله هستي او کاینات منجمله جمادات او حیوانات د خدای تسبیح وایي.

۴: که انسان د خدای واقعي بندي وي ، هستي او کاینات هم ورسره غږمله کیږي.

پای 

 

        -----------------                                                                                                                               کلید واژه: بسوی نور، صاد، پیامبران، کافران، داود، پرندگان، تسبیح