سوره ص ۳۴-۳۸
p-828-Sad-ayaat-34-38 د صاد سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (828)
تفسیر ساده و روان آیات 34 تا 38 سوره صاد
ابتدا تلاوت آیات 34 و 35 از سوره صاد گوش میسپاریم:
«وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَیْمَانَ وَأَلْقَیْنَا عَلَى کُرْسِیِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ»، «قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِی وَهَبْ لِی مُلْکًا لَّا یَنبَغِی لِأَحَدٍ مِّن بَعْدِی إِنَّکَ أَنتَ الْوَهَّابُ»
او مونږ سلیمان و ازمایه او پر تخت مو یې (د زوي بې ځانه) تنه وغورځوله، نو خدای ته یې توبه وکړه.
او وې ویل: ای پالونکیه ما وبخښه او ماته ته داسې واکمني او پاچاهي راکړه چې تر ما وروسته له هیچا سره ونه ښایي. په رښتیا چې ته ډېر بخښونکی یې.
د تېرې برخې په دوام کې چې په حضرت سلیمان د خدای د مهربانیو په هکله وه، دا ایتونه د حضرت سلیمان علیه السلام یوې ازموینې او امتحان ته اشاره کوي چې د دغه ازموینې کیسه په قران کې نه ده راغلې نو ځکه په دې اړه روایتونو ته مراجعه کوو او تر ټولو موجه روایت یې درته وړاندې کوو.
د حضرت سلیمان ارمان و چې خدای ډېر بچیان ورکړي چې پکې یو تکړه او باتور زوی د ځان ځای ناستی کړي چې له هغه وروسته یې حکومت ته دوام ورکړي. خو له دې امله چې له خدایه غافله شو او په خدای د توکل او د هغه مشیئت ته د پام په ځای یې په خپله اراده تکیه وکړه، خدای تعالی ورباندې سختي وکړه او له مېرمنو یې هیڅ بچی ونه شو مګر یو نیمګړی بچی چې هغه یې هم د بې ځانه مړي په شان د هغه په وړاندې کیښوده.
د دغه صحنې په لیدلو سره حضرت سلیمان متوجې شو چې له خدایه غافل شوی او په زوي پورې یې زړه تړلی نو ځکه خدای په دغه سخته ازموینه کښې ښکېل کړی دی نو له خپل غفلته یې توبه وکړه او د خدای لور ته ستون شو.
په ځینو روایتونو کې هم راغلې چې حضرت سلیمان په خپله په سخته ناروغۍ اخته شو او د بې روحه مړي په شان په خپل تخت پرېوته.
ایتونه په دوام کې فرمایي چې حضرت سلیمان له خدایه له بخښنې او استغفاره وروسته له هغه ذاته وغوښتل چې په حکومت یې خارق العاده پېښې رامینځته کړي چې د نورو پیغمبرانو د معجزو په شان د خدای له لورې د هغه د نبوت او رسالت دلیل وي. داسې چاره چې ساری یې په هیڅ حکومت کې نه وه او له دې نظره د حضرت سلیمان پاچاهي له نورو ټولو پاچاهیو سره فرق درلود.
درسونه:
۱: ازموینه یو الهي دود دی چې د روح د صیقل کېدو او د خدای در ته د نزدې کېدو سبب کېږي نو ځکه ټول انسانان حتی پیغمبران هم ازمویل کېږي او هیڅوک له دې چارې مستثنی نه دی.
۲: ځېنو پېغمبرانو پر دې سربېره چې د خلکو د هدایت او لارښوونې مسوولیت په غاړه درلود ، په خلکو یې حکومت هم کاوه او دا دوه له یو بل سره هیڅ تضاد نه لري.
۳: په دعا کې په کمو څیزونه قانعېدل نه دي پکار بلکې باید د حضرت سلېمان په شان لوړ همت ولرو او له خدایه لوي لوي څیزونه وغواړو.
تلاوت آیات 36 تا 38 از سوره صاد
«فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّیحَ تَجْرِی بِأَمْرِهِ رُخَاءً حَیْثُ أَصَابَ»، «وَالشَّیَاطِینَ کُلَّ بَنَّاءٍ وَغَوَّاصٍ»، «وَآخَرِینَ مُقَرَّنِینَ فِی الْأَصْفَادِ»
نو مونږ هوا د هغه په ولکه کې ورکړه چې په امر به یې نرمه نرمه چلېدله چرته چې به ده غوښتل.
او سرکښه پېریان (دېوان) مو هغه ته (رام کړل، له هغوي) هر یو ښه معمار او غوټه وهونکی.
او د پېریانو یوه بله ډله مو چې په زنځیرونو او زولنو کې تړلې وه (د هغه تر امر لاندې راوستله)
دا ایتونه د دې ښودنه کوي چې د حضرت سلیمان دعا ومنل شوه اوخدای تعالی هغه ته خاص طاقت او وسایل ورکړل چې له هغه مخکې او وروسته هیچا نه دي لرلې. داسې خارق العاده او معجزه ډوله چارې چې د خدای د قدرت او د هغه د حکومت د استثنایي والي ښودونکې وې.
د سپرلۍ او مرکب په توګه د باد مسخرول، لومړی نعمت و چې خدای تعالی سلیمان ته ورکړ. باد به د سلیمان تخت پورته کاوه او هرچرته به یې چې اراده کوله رساوه. لکه نن سبا چې الوتکې په اسمان کې چلیږي او په ډېر لنډ وخت کې اوږد واټن وه.
د خدای دوهمه لورینه، د مختلفو کارونو د ترسره کولو لپاره حضرت سلیمان ته د پیریانو مسخر کول وو. د دغه ایتونو له مخې جني شیطانان د حضرت سلیمان په ولکه کې وو. ځینو پیریانو به د پلونو او ډیمونو د جوړولو په شان سخت کارونه کوله او ځینې یې بیا په سمندر کې په کار اوغوټه وهلو لګیا وو.
ځینې پیریانو د حضرت سلیمان له امره سر وغړاوه او نافرماني یې وکړه . حضرت سلیمان به هغه په بند کې ساتل او د بندیانو په شان په زنځیرونو او زولنو کې تړلې وو.
په دې ډول خدای تعالی په خپله مهربانۍ او د معجزې په توګه ، د انسانانو او پېریانو طاقت د حضرت سلیمان تر ولکې لاندې راوستی و.
درسونه :
۱: پېریان هم عقل او شعور او تخصص لري. نو انسانان د خپلو ځینو کارونو په ترسره کولو کې د هغوي له وړتیاوو استفاده کولی شي.
۲: د هیواد په چلولو او د مهمو پروژو په اجرا کوول کې د کارنده او متخصصو ځواکونو له تخصصه او توانه کار اخستل ډیر ضروري دي.
۳: کوم کسان او ډلې چې ټولنې ته تاوان رسوي او په ټولنیز نظام کې د خلل او خنډ سبب کېیږي، باید ونیول او بندي کړوی شي هماغه کار چې حضرت سلیمان له پېریانو سره کړی و.
خدای پاماني.