سوره ص ۴۹-۵۸
p-831-Sad-ayaat-49-58 د صاد سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (831) -
تفسیر ساده و روان آیات 49 تا 58 سوره صاد
ابتدا تلاوت آیات 49 تا 51 از سوره صاد
«هَـذَا ذِکْرٌ وَإِنَّ لِلْمُتَّقِینَ لَحُسْنَ مَآبٍ»، «جَنَّاتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْأَبْوَابُ»، «مُتَّکِئِینَ فِیهَا یَدْعُونَ فِیهَا بِفَاکِهَةٍ کَثِیرَةٍ وَشَرَابٍ»
دا یوه یادونه ده او بې شکه د پرهېزګارانو لپاره د ستنېدو ښه ځای دی.
داسې تل پاتې باغونه (جنتونه) چې ورونه یې د هغوي په مخ پرانستل شوې دي.
هلته به یې (په تختونو) ډډه وهلې وي (او)پریمانه مېوې او څښاکونه به غواړي.
په تېرو څو برخو کې، د ځینو الهي پیغمبرانو قصې بیان شوې. دا ایتونه په سر کې د تېرو ایتونو د نتیجه اخستلو په توګه فرمایي: د تېرو خلکو د برخلیک او قصو د بیانولو هدف تاسو ته تذکر او یادونه ده، ځکه چې د قرآن د نازلېدلو یو هدف تذکر او یادونه ده.
ایتونه په دوام کې فرمایي: د خدای مهربانۍ یوازې په پېغمبرانو نه وي بلکې ټول هغه کسان چې الهي تقوا خپله کړي، ښه انجام به ولري.خدای تعالی به هغه سختۍ چې په دنیا کې یې زغملې وي په اخرت کې جبران کړي او نېکو کارونو ته به یې بدله او اجر ورکړي. که دوي په دنیا کې د حلال او حرام د خیال ساتلو په وجه له ځینو خوندنو او لذتونو لاس اخستې دی، خدای تعالی به په قیامت کې هغوي ته ډېر زیات نعمتونه ورکړي.
البته د دنیا خوندونه او هوساینې زر تېرېدونکې دي او په ناروغۍ یا مرګ سره له مینځه ځي. خو د جنت خوندونه همیشني دي او هیڅ پای نه لري. هغوي چې په دنیا کې یې همیشه کوشش او هڅه کوله ، خدای تعالی به ورته په قیامت کې ښه ځای او موقعیت ورکاندي چې د بندګانو په هکله د خدای عدل او انصاف پوره شي.
درسونه:
۱: د تېر تاریخ نقل، د مشغولتیا لپاره نه دی بلکې باید د انسان د بېدارۍ او هوښیارۍ سبب شي.
۲: د انسان عمر او ژوند دومره مهم نه دی بلکې مهمه دا ده چې انسان خپل عمر څنګه تېر کړي، تقوا د ښه انجام وسیله ده. نو ځکه پرهېزګاران او نیکان هغه یوازیني کسان دي چې خدای تعالی وعده کړې چې نېک انجام به ولري.
۳: جنتیانو ته د خدای د رحمت دروازې پرانستې دي او هر څه چې غواړي ورته به ورکول کیږي.
تلاوت آیات 52 تا 54 از سوره صاد
«وَعِندَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ أَتْرَابٌ»، «هَـذَا مَا تُوعَدُونَ لِیَوْمِ الْحِسَابِ»، «إِنَّ هَـذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُ مِن نَّفَادٍ»
او په څنګ کې به یې داسې جوړې (مېرمنې) وي چې یوازې خپلو میړونو ته به ګوري او همزولې به وي.
دا دي هغه څه چې تاسو ته یې د حساب د ورځې لپاره وعده درکول کېږي.
په حقیقت کې دا زمونږ روزي ده چې پای نه لري.
د تېرو ایتونو په دوام کې چې د جنت نعمتونه یې بیانول، دا ایتونه حتی په جنت کې هم مېرمنې ته د انسان ضرورت ته اشاره کوي او فرمایي: خدای تعالی د جنتیانو لپاره پاکې او ښایسته مېرمنې ګرځولې دي چې یوازې خپل مېړه ته پام کوي او په بل چا پورې زړه نه تړي او په خپله د هغوي همزولې دي.
ایتونه په دوام کې فرمایي: د حساب په ورځ چې د ټولو انسانانو لپاره موجوده ده او باید د هغوی کارونو چې په دنیا کې یې کړې دي، حساب ورکړي، یوازې پرهېز کاران له جنتي نعمتونو برخمنېږي. دهغوي په هکله د خدای وعدې تحقق مومي او د خدای وعده خو پوره کېدونکې ده. بل ټکی دا چې په جنت کې د خدای نعمتونه او روزۍ نه ختمېدونکي دي.
درسونه :
۱: د ښې مېرمنې ځانګړتیا دا ده چې له خپل مېړه پرته بل چا ته طمعه ونه لري او زړه او سترګې یې یوازې هغه ته متوجې وي.
۲: جنتي نعمتونه هم حساب کتاب لري او هم همېشني دي.
۳: معاد او قیامت، جسماني دی، په قیامت کې به انسان د همدې دنیا په شان بدن ولري او خوږې مېوې به خوري او مزېدار څښاکونه به لري. همداراز د ښایسته مېرمنو په لرلو سره به یې جنسي اړتیاوې پوره کیږي.
تلاوت آیات 55 تا 58 سوره صاد
«هَـذَا وَإِنَّ لِلطَّاغِینَ لَشَرَّ مَآبٍ»، «جَهَنَّمَ یَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ الْمِهَادُ»، «هَـذَا فَلْیَذُوقُوهُ حَمِیمٌ وَغَسَّاقٌ»، «وَآخَرُ مِن شَکْلِهِ أَزْوَاجٌ»
دا (د جنتیانو بدله ده) او د سرکښانو لپاره د ستنېدو ډېر بد ځای دی.
دوزخ چې هلته به ورځي نو څومره بده ټکاوڼه ده.
دا یشېدلې او د زوو اوبه دي چې باید وې څښي.
او (بې له دې دهغوي لپاره) نور دغه شان ډول ډول عذابونه دي.
د قرآن طریقه دا ده چې د نېکانو او بدانو انجام په یو ځای بیانوي چې مخاطب د دواړو په پرتله کولو سره په وازو سترګو د خپل ژوند لاره او روده انتخاب کړي. دلته هم د هغو نعمتونو له بیانولو وروسته چې جنتیان به یې لري فرمایي: خو هغه کسان چې له خپل حده تېر شوې او سرغړاوی او طغیان یې کړی، په قیامت کې یې سخته سزا په انتظار ده. د جنت د خوږو څښاکونو په ځای به هغوی ته یشېدلې او د زوو اوبه ورکول کېږي.
ځای به یې دوزخ وي، داسې ځای چې ټول بد چاري پکې راغونډېږي او له بدونو به یې د خوسا بوی ډډوزې پورته کېږي. البته د دوزخیانو عذاب یوازې په یشېدلو اوبو او اور پورې محدود نه دی بلکې نور هم ډېر ډولونه لري چې له امله به یې دوزخیان همېشه په کړاو او عذاب کې وي او هیڅکله به له عذاب سره نه روږدې کېږي.
درسونه:
۱: د عاقبت او انجام فکر کول سبب کېږي چې انسان د ژوند د لارې په انتخاب کې دقیق او هوښیار وي او د نړۍ د پالونکي د اوامرو په وړاندې سرکښي او طغیان ونه کړي.
۲: د خدای سزاګانې هم د هغه د اجر او ثواب په شان ډول ډول دي او هیڅکله به ورسره دوزخیان نه روږدې کېږي او عادي به ورته نه ګرځي.
۳: باید خیال وساتو چې د قیامت سختې او تل پاتې سزاګانې د دنیا په لنډو او زر تېرېدونکو خوندونو وا نه خلو.
پای
-----------------
کلید واژه: بسوی نور، صاد، قیامت، بهشت، دوزخ، پاداش، نعمت