Sep 07, 2020 12:04 Asia/Kabul

p-832-Sad-ayaat-59-66 د صاد سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (832)

  تفسیر ساده و روان آیات 59 تا 66 سوره صاد  

  تلاوت آیات 59 تا 61  از سوره صاد  

«هَـذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَکُمْ  لَا مَرْحَبًا بِهِمْ  إِنَّهُمْ صَالُو النَّارِ»، «قَالُوا بَلْ أَنتُمْ لَا مَرْحَبًا بِکُمْ  أَنتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنَا  فَبِئْسَ الْقَرَارُ»، «قَالُوا رَبَّنَا مَن قَدَّمَ لَنَا هَـذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِی النَّارِ»

 دا (ستاسو د پېروانو) یوه ډله ده چې له تاسو سره به دوزخ ته داخلېږي،( هغوی به په ځواب کې ووایي) دهغوي هیڅ هرکلی نه کېږي ځکه چې هغوی   اور ته اچول کېدونکي دي.

(پېروان به  خپلو مشرانو ته) ووایی:بلکې تاسو ته دې هیڅ هرکلی نه وي ځکه چې تاسو دا عذاب مونږ ته راوړاندې  کړی، او څومره بده ټکاوڼه ده.

او وایي:ای پالونکیه هر چا زمونږ لپاره دا عذاب برابر کړی، په اور کې یې عذاب دوه چنده زیات کړه.

  په تېره برخه کې په قیامت کې د ظالمانو او سرکښانو ځینې سزاګانې بیان شوې. دا ایتونه په دوام کې فرمایي: دوزخیان به د نوې راغلو کسانو هرکلی نه کوي بلکې پېغورونه به هم ورکوي او غندي به یې. د قرآن د ایتونو له مخې، هم به ګمراه مشران خپل پېروان ملامتوي او هم به پېروان، خپل مشران د ځان د دوزخي کېدو  سبب او ملامت ګڼي او په هغوی به لعن طعن او ورته ښېرې کوي.

د دوزخ چاروالي به  د کفر او شرک مشرانو ته وایي: دا هماغه په دنیا کې ستاسو پېروان  دي چې نن په ډله ایزه توګه په تاسو پسې دوزخ ته داخلېږي. دوي چې په دنیا کې ستاسو پېروکاران وو، نن  په دوزخ کې هم له تاسو سره دي او ټول به په شریکه په اور کې سوزئ.

 دا یو عام دود دی چې یوه یو څو کسان یو ځای ته ورشي نو هلته موجود کسان یې هرکلی کوي. خو د کفر او شرک سرغنه چې مخکې به دوزخ ته داخل شوې وي،  هغو کسانو ته چې له دوي وروسته دوزخ ته ورځي ،وایي: دوزخ ته ښه نه راغلاست ! او کوم کسان چې ورداخلېږي هغوي به خپلو مشرانو او سرغنو ته وایي: تاسو هم ښه نه راغلاست ، هم تاسو وئ چې مونږ مو دوزخ ته راکاږلو او د دوزخ په عذاب مو ککړ کړو. بیا به له خدایه غواړي چې د دوي د مشرانو عذاب دوه چنده شي، ځکه چې هغوي د خپلو پېروانو د ګمراهۍ او بدمرغۍ سبب شوې دي.

۱: دوزخیان به یو بل ملامتوي او له یوه بله به کرکه کوي. هره ډله به مقابل لوری ګرم ګڼي او یو بل ته به بدې ردې وایي.

۲: قیامت د هغو کارونو تجسم دی چې مونږ په دې دنیا کې کړې دي. انسان به په قیامت کې د خپلو عملونو نتیجه وویني.

۳:  خپله ګناه په نورو نه شو اچولی. که څه هم د کفر او شرک مشران او امامان یې ګرم او ګناهکار دي او د هغوی عذاب زیات دی خو د دې مطلب دا نه دی چې د هغوی پېروان او پلویان  ګناهکار نه وي او هیڅ مسوولیت نه لري.  کوم لارویان چې په پټه سترګو د کفر او ظلم د مشرانو اطاعت کوي  په خپله هم ګرم دي. او دواړه به دوزخ ته ځي.

  تلاوت آیات 62 تا 64 از سوره صاد  

«وَقَالُوا مَا لَنَا لَا نَرَى رِجَالًا کُنَّا نَعُدُّهُم مِّنَ الْأَشْرَارِ»، «أَتَّخَذْنَاهُمْ سِخْرِیًّا أَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْأَبْصَارُ»، «إِنَّ ذَلِکَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ»  

 او وایي به : ولي هغه کسان چې مونږ ورانکاري ګڼل، (د دوزخ په اور کې) نه وینو؟

آیا مونږ (په ناحقه) په هغوي پورې مسخرې کولې، یا ( هغوي په دوزخ کې دي او زمونږ) سترګې یې نه ویني؟

 د دوزخیانو دا مجادله حتمي او واقع کېدونکې ده.

 دوزخیانو ځانونه په دنیا کې د لوړ ټولنیز پوزیشن او مقام لرونکې ګڼل. هغوي ګمان کاوۂ چې زیاتره ایماندار کسان د ټولنې سپک او پرېوتې او له علم او کماله لرې کسان دي. هغوي ته چې کله هم موقع په لاس ورتله په ښو او مومنانو کسانو به یې ملنډې وهلې او په ژبه او عمل سره به یې په هغوي پورې ټوکې کولې.

دا ایتونه فرمایي: ته وا هغوي تمه لري چې اوس چې په خپله دوزخي شوې دي نو نور مومنان هم په دوزخ کې وویني. خو کله چې د ایمان خاوندان په دوزخ کې ونه ویني وایي به :  ایا مونږ په ناحقه په هغوي پورې ټوکې کولې او هغوي اوس په جنت کې دي، یا دا چې په دوزخ کې دي خو مونږ یې نه وینو؟

 نن سبا هم د سلطې د نظام سرغنه او  استعماري طاقتونه تمه لري چې  د نړي په  هر ګوټ کې چې وي ظلم کوي تر ظلم لاندې وسونه باید غبرګون ونه ښیي او د هغوي کلتور او ارزښتونو ته تسلیم وي.  او که ځینې ا یمانداره او عدالت غواړي کسان  د مظلومانو له حقه د دفاع او له ظلم سره د مقابلې لپاره د سلطه پالو طاقتونو په وړاندې ودریږي، هغوي ته ورانکاري  اور ترهه ګر وایي  چې ګني د نړیوال نظم د خرابولو او ګډوډولو هڅه کوي.

 درسونه:

۱: کېدی شي ځینې کسان چې په دنیا کې ورپورې خنداګانې کېږي په قیامت کې له نجات موندونکو وي. هغوی جنت  ته لاړ شي او مسخره کوونکي یې دوزخ ته .

۲:  په دنیا کې د افراد د ظاهري شکل و صورت او عمل په اساس قضاوت نه دی پکار. کېدې شي په ټولنه کې په ظاهره ډېر ټیټ رتبه او معمولي کسان په قیامت کې د ډېرو لوړو درجو خاوندان شي.

  تلاوت آیات 65 و  66  از سوره صاد  

 

«قُلْ إِنَّمَا أَنَا مُنذِرٌ  وَمَا مِنْ إِلَـهٍ إِلَّا اللَّـهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ»، «رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الْعَزِیزُ الْغَفَّارُ »

 ووایه: زه  خو بس وېروونکی یم او بې له یوازیني قهار خدایه بل معبود نیشته.

د اسمانونو او ځمکې رب او هغه څه چې په مینځ کې یې دی، چې ډېر غالب او بخښونکی دی.

 د هغوی ایتونو په پای کې چې د د دوزخیانو د سزا په هکله یې خبرې کولې، خدای تعالی د اسلام پېغمبر ته فرمایي:  مشرکانو ، کافرانو او مشرانو ته یې ووایه: زه  هم تاسو ته خبرداری درکوم چې له تېرو خلکو عبرت واخلئ او له کفر او شرکه لاس واخلئ.پوه شئ چې بې له یوازیني خدایه  بل معبود نیشته. هغه خدای  چې قدرت یې بې پایه دی او هیڅوک یې د مقابلې توان نه لري.هغه چې د اسمانونو او ځمکې پنځوونکی او د نړۍ د ټولو چارو چلوونکی دی او البته  سره له دې چې  بې ساری  او نه ماتېدونکی قدرت لري په هغوی خطاکارانو چې  هغه ته ستانۂ او توبه ګار شي، ډېر بخښونکی او مهربان دی.

درسونه:

۱: د زیری تر څنګ به یاد خبرداری او ویرول هم وي چې د انسانونو له زړونو د غفلت پردې لرې شي.  دې ته په پام سره چې انسان په خپل ژوند کې  له ځینو خطرو او ګمراهوونکی عواملو سره مخامخ دی،  تذکر او خبرداری هغه رابېدارولی او  له  انحرافاتو او بې لاریو ژغورلی شي.

۲:  ټوله نړۍ تر یو مدیریت او ارادې لاندې چلېږي او د نړۍ د پالونکي قدرت او تدبیر په ټوله نړۍ خپور او جاري دی.

۳:  خدای تعالی هم بې پایه  طاقت لري او هم بې انتها رحمت، د دنیاوي نظامونو په اپوټه چې  معمولا د قدرت او طاقت خاوندان هیڅ رحم او مروت نه لري.

 

 خدای پاماني.

     -----------------   

 

         کلید واژه: بسوی نور، صاد، دوزخ، قیامت، تمسخر