د ایران په کوربه توب سمندري مانوره نن پیل شوه
(last modified Sat, 19 Oct 2024 09:49:31 GMT )
Oct 19, 2024 14:19 Asia/Kabul
  • د ایران په کوربه توب سمندري مانوره نن پیل شوه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایونز دوه زره څلرویشتم (IMEX 2024)سمندري مانوره د هند اوقیانوسیې د څنډې د هیوادونو د یوشمیر ځواکونو په شتون سره د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک په کوربه توب سره پیل شوه.

د دغه مانورې ویاند دوهم امیر البحر  «مصطفی تاج الدیني» نن له خبریالانو سره په خبري غونډه کښې وویل دغه سمندري مانوره د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځي ځواکونو او د پولیسو په چورلیزتوب او د روسیې ، د عمان ، د سعودي عربستان ، د هندوستان ، د تایلینډ ، د پاکستان ، د قطر او د بنګلادیش په ګډون سره د سولې ، د دوستۍ ، د همدلۍ او د ډله ئیز مشارکت په پیغام او د امنه او د ایمنه هند اوقیانوسیې لپاره د یو ځاې په شعار سره ترسره کیږي.

د هند اوقیانوسیې د څنډې د هیوادونو د سمندري ځواکونو مانوره له دوه زره اتم میلادي کال راهسې د هندوستان د سمندري ځواک په نوښت او له غیر دودیزو او منظمو امنیتي چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د سمندري ملګرتیاو د پراخولو په هدف سره ترسره کیږي.

 

ټیګونه