لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې
(last modified Mon, 03 Apr 2023 06:54:12 GMT )
Apr 03, 2023 11:24 Asia/Kabul
  • لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې

ګرانو او قدرمنو دوستانو السلام علیکم! لویدیځه آسیا په تیره اونۍ کښې د لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یو او د دغې سیمې د تیرې هفتې د مهمو پیښو او بدلونونو جاج اخلو، هیله ده چې د خوښې او استفادې وړ مو وګرځي

په نیواکي ټاټوبي کښې د کړکیچ دوام،

د فلسطینیانو له خوا د ځمکې د ورځې د دستورو ترسره کیدل،

د اماراتو د نوي ولیعهد معرفي کیدل

او

د شنګهايي په ملګرتیا سازمان کښې د شاملیدو لپاره د عربستان وړومبنې ګام د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ مهمې پيښې وې.

دوستانو د لیکنې په دوام کښې درته د دې موضوعاتو په اړه شننې او څیړنې وړاندې کوو، نو راسره ووسئ.

*/*/*/*/

په نیواکي ټاټوبي کښې مظاهرې تیره اونۍ اوج ته ورسیدې. ځینو رسنیو تیره اونۍ د بنیامین نتانیاهو د کابینې خلاف د اووه لکه کسیزو مظاهرو خبر ورکړ. په تل ابیب کښې د لکونو کسانو مظاهرې، په نیویارک کښې د اسرائیلو د سرکنسول اساف زامیر په شان د ځینو ډیپلماټانو استعفا او د تل ابیب د بن ګوریون هوايي ډګر د ټولو الوتنو لغو کیدل د کړکیچ د ژوروالي نښې دي. حتی د نتانیاهو وکیل هم وویل: که چیرې نتانیاهو په قضايي اصلاح باندې ټینګار وکړي نو د فساد ۴۰۰۰ په نامه دوسیې باندې د غور د بهیر په دوام کښې به د هغه د وکالت له منلو ډډه وکړي.

عرب رسنیو د نیواکي ټاټوبي بدلونونه د عبري پسرلي په توګه یاد کړل. هاآرتص صهیونیسټي ورځپاڼې په نیواکي ټاټوبي کښې د روانو مظاهرو په وړاندې د عربي په تیره بیا مصري رسنیو په کړنلارې باندې په نیوکې سره  وویل چې د صهیونیسټي رژيم د روان کړکیچ په خبري کوریج کښې د «عبري پسرلي» د عنوان کارول یو ډول شاک دی.

د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم د تیرې سه شنبې په شپه د ائتلاف له مشرانو سره له ډیرو صلاح مشورو او دباونو وروسته د دغه رژيم د قضايي سیسټم په هکله د خپلې جنجالي طرحې د بندولو خبر ورکړ او ویې ویل: فیصله مې وکړه چې په قضايي سیسټم کښې د بدلونونو طرحه بنده کړم او خبرواترو ته فرصت ورکړم.

نتانیاهو چې په نیواکي ټاټوبي دننه له پراخ کړکیچ سره مخامخ شو، یوځل بیا یې جنګ ته مخه کړه او د تیرې پنجشنبې او جمعې په دوو پرله پسې ورځو یې په دمشق باندې حملې وکړې، چې له امله یې څو تنه شهیدان او زخمي شول. د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټي رژیم د بریدونو په ځواب کښې ټینګار وکړ چې په سوریې باندې د نیواکګرو بیابیا بریدونه، د کړکیچ د اوږدولو په موخه د تل ابیب او ترهګرو ډلو ترمینځ د نزدې غږملتیا ښودنه کوي.

*/*/*/*/*/

د ۱۹۴۸ کال د نیواکي سیمو فلسطینیانو تیره اونۍ د ټولو فلسطیني ډلو او ګوندونو په شتون سره د ځمکې د ورځې مراسم ترسره کړل. لسګونه زره فلسطینیانو د نیواکګر رژیم د کورنیو چارو د تندلاري وزیر ایتمار بن ګویر د پریکړې په چیلنج کولو سره چې په نیواکي فلسطین کې یې د فلسطین د بیرغ په پورته کولو او لګولو بندیز لګولی دی، د خپل وطن د بیرغونو په پورته کولو سره د ځمکې د ورځې دستورې ترسره کړې او دغه ورځ یې ولمانځله. په دغو دستورو کښې ګډونوالو د فلسطین د بیرغ په پورته کولو سره د فلسطیني ټاټوبي په یووالي او وحدت ټینګار وکړ.

له فلسطیني ټاټوبي د دفاع د کمیټې مشر اسماعیل الخطیب په دغو دستورو کښې وویل: نن سبا فلسطینیان په دې سیمه کښې د نیواکګر رژیم له پریکړو سره د مخالفت په لړ کښې د نظر اتفاق او یووالی لري. نیواکګرو ته زمونږ خبره دا ده چې تسلیم به نه شوو او داسې نه ده چې ستاسو د هرې فیصلې په وړاندې غلې کښینوو. په دې سیمه کښې د فلسطینیانو غبرګون به د اسرائيلو د پارلیمان او توکمپال حکومت د مصوبو او فیصلو خلاف ډیر غبرګونونه ولري.

په لاتیني امریکې کښې اوسیدونکو فلسطینیانو او د فلسطین د آرمان ملاتړو هم د ځمکې د ورځې د ۴۷ کلیزې په مناسبت د لاتینې امریکې په څو هیوادونو کښې شاندار مراسم ترسره کړل. په لاتینې امریکا کښې ولسي غورځنګونو او ارګانونو د یولړ خبرپاڼو په خپرولو سره د فلسطین د ولس له حقه حقوقو او د فلسطین له آرمانه د خپل ملاتړ په اعلانولو سره، د فلسطین د ولس خلاف د صهیونیسټي دښمن تیري او جنایتونه وغندل او د اسرائیلو د بایکاټ د سختولو او د فلسطینیانو خلاف یې د تیريو او جنایتونو د رسوا کولو غوښتنه وکړه.

مظاهره چیانو د فلسطیني بیرغونو په پورته کولو او د فلسطیني ولس خلاف د صهیونیسټي دښمن د پرله پسې تیریو او جنایتونو په غندلو سره یې، خپل ټاټوبي ته د فلسطیني کډوالو د ستنیدو له حق څخه ملاتړ اعلان کړ.

«یوم الارض» یعنې د ځمکې ورځ هغه ورځ ده چې فلسطینیان یې هر کال د مارچ د میاشتې په دیرشمه نیټه لمانځي. د دې ورځې د لمانځلو وجه د ۱۹۷۶ کال د مارچ د میاشتې د دیرشمې نیټې پیښې دي چې د صهیونیسټي رژیم چارواکو د فلسطینیانو د استوګنو له سیمو څخه زرګونه مربع میټره ځمکې مصادره کړې چې دا کار د عمومي کاربندیز او له الجلیل نه واخلي تر نقب پورې د لاریون لامل شو او په کښې ځینې نښتې هم رامینځته شوې چې په کښې شپږ تنه شهیدان شول او سلګونه نور زخمي شول او څه باندې ۳۰۰ تنه ونیوې شول.

*/*/*/*/*/

بلآخره تقریباً په یو کلن ځنډ سره د متحده عرب اماراتو مشر «محمد بن زاید» خپل ولیعهد وټاکه. محمد بن زاید تیره اونۍ د یو حکم په صادرولو سره خپل مشر زوی «شیخ خالد بن محمد بن زائد آل نهیان»  چې د ابوظبۍ واکمن هم دی، د خپل ولیعهد په توګه وټاکه. خالد بن محمد چې د ۱۹۸۲ کال د جنورۍ په اتمه نیټه زیږیدلی دی، د اماراتو د رئیس مشرې زوی دی. د مور نوم یې سلامه بنت حمدان بن محمد بن خلفه بن زاید آل نهیان  دی. هغه د خپل پلار په شمول د نورو ډیرو اماراتي چارواکو په شان د انګلستان د سندهرست باچاهي سلطنتي اکاډمۍ کښې زده کړې کړې دي او بیا د حکومتي امنیت په نظام کښې په کار لګیا شو او له ۲۰۱۶ کال څخه یې د دغه سیسټم مشري ترلاسه کړه چې د وزارت حکم لري.

د اماراتو په مشرۍ د محمد بن زاید له ګمارل کیدو راهیسې د ولیعهد په توګه د خالد بن محمد د ټاکل کیدو د امکان په هکله ډیرې ګونګوسې کیدلې، په تیره بیا دا چې په لوړو حکومتي پوسټونو د محمد بن زاید د وروڼو له شتون سره سره، د خالد بن محمد رول او فعالیت ډیر د پام وړ دی. هغه د ۲۰۲۲ کال له مۍ میاشتې نه په ګڼو رسمي ملاقاتونو کښې شتون درلود چې یو په کښې د اماراتو او جاپان ترمینځ د سټراټیجکې موافقې د لاسلیکیدو کتنه وه او هم د جاپان د پخواني وزیراعظم په جنازه کښې د اماراتي پلاوي په مشرۍ د قطر د امیر په شمول د ملګرتیا شورا د هیوادونو د نورو مشرانو ترڅنګ ولیدې شو. د اماراتو نوی ولیعهد همداشان په ترکیې او سوریې کښې د وروستۍ زلزلې زیانمن شویو ته د مرستې رسونې لپاره د دغه هیواد د عملیاتو ځانګړی مسئول و.

محمد بن زاید په داسې حال کښې خپل زوی د ولیعهد په توګه وټاکه چې د طحنون بن زاید او عبدا... بن زاید په نومونو یې دوو وروڼو هم د ولیعهدۍ کرسۍ ته سترګې نیولې وې او د دغه پوسټ لپاره یې ډیر چانس هم درلود. طحنون بن باید د اماراتو د ملي امنیت د صلاحکار په توګه فعالیت کوي او په نړیواله سویه ډیره تجربه لري. عبدا... بن زاید هم د اماراتو خارجه وزیر دی او په نړیواله سطحه یو پيژندل شوی شخصیت دی. 

 */*/*/

تیره اونۍ په لویدیځې آسیا کښې یوه بله مهمه پيښه د شنګهايي په ملګرتیا سازمان کښې د سعودي عربستان د شاملیدو په تصویبولو کښې د دغه هیواد د وزیرانو شورا اقدام و. د عربستان د وزیرانو کابینې تیره چهارشنبه د شنګهايي په ملګرتیا سازمان کښې د شاملیدو لایحه تصویب کړه. د سعودي عربستان رسمي خبري آژانس وویل چې دغه هیواد «د بحث او خبرواترو د شریک» په توګه د شنګهايي په ملګرتیا سازمان کښې د شاملیدو په هکله یوه لایحه تصویب کړې ده.

د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د چین، هند او روسیې په شمول زیاتره د اورآسیا سیمې له هیوادونو جوړه یوه سیاسي او امنیتي اتحادیه ده. دغه سازمان په ۲۰۰۱ کال کښې د روسیې او چین او په مرکزي آسیا کښې له پخواني شوروي نه د جلا شویو هیوادونو له خوا جوړ شو. بیا یې د لویدیځو هیوادونو له اغیزې سره په مقابله کښې په سیمه کښې د لا اغیزناک رول لوبولو په موخه د هندوستان او پاکستان په غړیتوب سره پراختیا وموندله. او د ایران اسلامي جمهوریت هم تیر کال د دغه سازمان غړی شو.

د شنګهايي په ملګرتیا سازمان کښې «د بحث او خبرواترو شریک» حالت، په مینځ مهال کښې د دغه ارګان د دائمي غړیتوب لپاره د عربستان وړومبنې ګام دی. دغه لایحه د چین په شمال ختیځ کښې له مخکښې نه د یو پلان شوي مشارکتي شرکت د جوړولو او د یوې خصوصي پټروکیمیکل ډلې د ونډو د اخستو د فاینل کولو له لارې په چین کښې د څو میلیارډ ډالري پانګونې په لړ کښې د سعودي عربستان د آرامکو تیلي شرکت د سه شنبې ورځې له بیانیې وروسته تصویب شوه.

مهمه موضوع دا ده چې عربستان دا فیصله په داسې حالاتو کښې کړې ده چې امریکا بیجنګ ته د ریاض له نزدې کیدو اندیښمنه ده. واشنګټن له دې مخکښې هم د تهران او ریاض ترمینځ د بیجنګ له مینځګړیتوبه اندیښمن و او هڅه یې وکړه چې دغه اندیښنه پټه کړي. په دې وجه ریاض د امریکې د امنیتي اندیښنو سره سره، له چین سره د مضبوطې او اوږدمهاله اړیکې د ټینګولو په لټه کښې دی.

   */*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه