په ۳۳ورځني جنګ کې د امریکااو اسرائيلو په ماتې سره نو مینځنی ختیځ (وروستۍ برخه)
(last modified Tue, 11 Jul 2023 08:41:17 GMT )
Jul 11, 2023 13:11 Asia/Kabul
  •   په ۳۳ورځني جنګ کې د امریکااو اسرائيلو په ماتې سره نو مینځنی ختیځ (وروستۍ برخه)

  د تهران د پشتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لبنان په ۳۳ ورځني جنګ کې د امریکا او اسرائيلو په ماتې سره د نوي مینځني ختیځ   نومې لړۍ   له نننی وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

    عبري ژبې رسندویو اعتراف کړی دی، په لبنان کې د  اسرائيلو ترټولو ستره ماته دا ده چې د ۳۳ورځني جنګ څخه په اولسو کلونو تیریدا سره سره  ورځ تر بلې د حزب ا...ولسی مبارز غورځنګ قدرت لازیات شوی دی او هیڅوک  نه  دي توانیدلي ، ددغه قدرت مخه ونیسي .

په لبنان کې د ۳۳ورځني جنګ له ختمیدا وروسته  د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر ا...د خبریال دې پوښتنې ته په ځواب کې چې له جنګه وروسته ستاسو لومړنی لومړیتوب څه  دی ووئيل،د فلسطین قضیه::

تر 2008 کال پورې د فلسطین مقاومتي ډلو ټپلو یوازې څو لنډ واټنه توغندي درلودل،چې په ترټولو ښه حالت کې په سختۍ سره توانیدل  دغزې تړانګې په شاوخوا کې تر  اتو کلومیټرو پورې ښارګوټي په شیشت کې راولي.خو دغه وضعیّت  د 2009کال   د جنګ له ختمیدا وروسته تر پام وړ پورې بدل شو.

د فلسطینیو  او اسرائيلو د سرچینو  د راپورونو په اساس او د فلسطین دم قاومتي لورو د رسمي احصایو په استنادونو سره داسې ډول ډول توغندي په  اختیار کې لري  چې ډیری ئې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ او ۲۰۲۱ کلونو  په جنګونو کې  هم  ئې ورڅخه په ۲۰۲۲کال کې د  ؛میدانونو دوحدت ؛نومې په جنګ کې  استفاده  کړې ده.

په ۳۳ورځني نابرابر جنګ کې د مقاومت تر ټولو مهمه بریا د تیر وخت  په نسبت  لازیات قدرت او پیاوړتیا ده .په لبنان او هم په سیمې کې  د مقاومت  د قدرت دغه لور نیونې په جنګونو او سیمه ایزو بدلونونو کې د مقاومت له شتونه  د صهیونیسټانو  د ویرې او وحشت لامل شوي دي .

Image Caption

 

دغې موضوع  دسورئې په داخلی نښتو کې  چې  هغه هم د امریکا او اسرائيلو له خوا د سورئې د  ولسی نظام او د ملت د نابودۍ لپاره  د لویدیځي ،عربی او عبري جبهې ملاتړي دسیسه وه. د حزب ا... مقاومتي مبارزانو  په دغو  جنګونو کې په شتون سره  د تکفیریانو او جنایتکارو ترهه ګرو له شتونه دسورئې  پراخې برخې  پاکې کړې او په عین حال کې  ئې خپلې دفاعي تجروبې زیاتې کړې.

سیمه ایز ستر جنګ یا؛د څو جبهو جنګ؛هغه سناریو ده چې په تیرو کلونو کې صهیونیسټو کارپيژاندو او ټولنو د هغو په باب خبرې کوي او له هغو زیاتره  د نظر یووالی لري چې دغه جنګ د پيښیدا په بڼه کې  د اسرائيلو موجودیّت  ختمولی شي.

=        صهیونیسټي مسئولانو په کرتو ټينګار کړی دی،د اسرائيلو پوځي او سیاسی موسیسو اساسی او چورلیزي موضوع  له هغې خطرناکې سناریو سره  اړوندیږي  چې د پيښیدا امکان ئې موجود دی. دغه سناریو له دوو جبهو څخه  د اسرائیلو په ضد دپراخې پوځي دغرې  سره اړوندیږي، یعني  دلبنان د حزب ا.... له خوا شمالی جبهه او  په غزې تړانګې کې د فلسطین دمقاومتي ډلو  له خوا جنوبی  جبهه.

د مقاومتي ډلو ترمینځ د میدان وحدت تر هغه حده چې توانیدلی ، صهیونیسټان له ویرې او وحشت سره  مخامخ کړي،چې  د مکور ریشون په نامې سره صهیونیسټي انترنیټي سایټ  په یوه راپور کې لیکلی دي؛ددغو ډلو وحدت د  قیامت د ورځې یوه سناریو ده ::

صهیونیسټي اورګانونه د میدانونو وحدت  د صهیونیسټ رژيم په وړاندې یوه امنیتی خطره ګڼي،هماغه شان چې ددغه رژيم مشرانو په دې باب په هرتزلیا  کې په وروستۍ ناستې کې خبرې کړي دي.صهیونیسټان د فلسطینیانو ترمینځ  د سیاسی او اجتماعي اختلاف د  رامینځةکولو له لارې  ددغې سټراټژۍ په  له مینځه وړلو پسې دي.

له فلسطین سره له ترټولو لیرې هیواد یعني له یمن څخه رانیولې تر سورئې وعراق او لبنان پورې د مقاومت ډلو غږمله غبرګون  ددې ښودنه کوي چې د ؛مقاومت د واحد میدان؛ په باب دصهیونیسټانو  خپسکه  اجرا کیدا په حال کې ده   او د تیرو وختونو په اپوټه صهیونیسټان نه یوازې له فلسطین څخه بلکې په سیمې کې له مختلفو ځایونو څخه   حملې زغمي.

=       د ۲۰۲۱کال په مئ کې د قدس دتورې په نامې سره د جنګ په پیلیدا کې ، د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک بدرالدین الحوثي  اعلان وکړ چې که نیواکګر رژيم د مقاومت  له سرو کرښوڅخه تیر شي، نو دغه  یمني غورځنګ  دصهیونیسټي دښمن په ضد د مقاومت د چورلیز او د فلسطینیو ډلو ترڅنګ په جنګ کې ګډون ته تیار دی .

په فلسطین کې د مقاومتي چورلیز تر ټولو ستره بریا باید د ؛ سیف القدس ؛ عملیات وبلل شي ، چې د صهیونیسټي رژيم  په ضد په نیواکي ټاټوبو کې د مقاومت ډلو په وسیله ترسره شول. دغه عملیات  چې پخپل ډول او تاکتیکونو کې  بې مخینې وو، تر یولسو ورځو پورې  اوږدۀ شول او د  ډيرو پوځي ،اقتصادي ، او سیاسی لګښتونو له تپلو وروسته  صهیونیسټان  اور ته غاړه کیښودلو ته  مجبوره شول. دفلسطین مقاومتی ډلو په دغو نښتو کې  دنیواکي ټاټوبو په لور ۴۰۰۰ زره توغندوي  وویشتل او ۷۵ فیصدي صهیونیسټي یهودیان  پټنځایونو ته په تښتې مجبوره شول .په دغو عملیاتو کې  د فلسطین مقاومتي ډلو او مبارزانو د لومړي ځل لپاره په تل ابیب  له قدس څخه توغندی  وویشت. د تل ابیب پر انساني مرګ ژوبلو سربیره،چې  دولس کسان هلاک او ۳۳۰نور ټپیان شول،صهیونیسټانو ډير زیات اقتصادي تاوانونه او سیاسي مشکلات او ترینګلتیاوې وزغملې.

Image Caption

 

دغه اندیښنې سبب شوې څو د نیواکګر رژيم پوځ په پراخو پوځي مانورو لاس پورې کړي  چې موخه ئې د څو جبهو په یوه جنګ کې  داسرائيلو د ښکیلیدا شبیه سازي ده.البته په تیرو کلونو کې دغه ټوله مانورې  او تدارکات   نه دی توانیدلي  ددغه شان جنګ له پيښیدا څخه د صهونیسټي مشرانو ویره  ختمه کړي.

=        صهیونیسټي رژيم د روزنیزو طرحو یو ه ټولګه تصویب کړه چې  د هغو په کارولو سره د څو جبهو  د جنګ له سناریو سره  مقابله وکړئ شي.  په دغو طرحو کې  ګډون  ددغه رژيم د پوځ  دمختلفو کنډکونو  لپاره ضروری او اجباري  دی او  په کال کې په پړاویز ډول ترسره کیږي، خو له دې ټولو سره سره ، د اسرائيلي پوځ قوماندانۍ په دې اند د ه چې  دغه پوځ  د څو جبهو  له یوه جنګ سره  دمقابلې وَس نه لري او په تیره بیا د مځکي ځواک په برخې کې  له ډیرو زیاتو مشکلاتو سره مخامخ دي.

په دې مینځو میان کې  اسرائيلي ټولنه  له داخلی زیاتیدونکو درزونو سره هم لاس او ګریوان ده . یو اصلی مشکل او چیلنج دا دی چې که نتنیاهو د قضائی اصلاحاتو  دقانون تصویبیدا  دریدا  اعلان کړي ،نو ممکنه ده له ائيتلاف څخه دځينو سرزورو  ګوندونو په وتلو سره   کابینه او او  د کابینې د دړې وړې کیدا په نتیجې کې د هغه د صدارعظمۍ  او حکومت پاي  سره هم مخامخ شي . دغه ګوندونه او وزیران ( چې په هغو کې دداخلی امنیت وزیر بن غفیر هم شامل دی) د قضائي  اصلاحاتو د قانون پر تصویبیدا ټینګار کوي او د شاتګ  د نه کولو غوښتونکي دي .که نتنیاهو د اصلاحاتو د قانون پر تصویبیدا ټینګار وکړي ،نو د اعتراضونو او  کاربندیزونو  له څو برابره زیاتیدا او په اسرائيلو کې به له واقعي بندونو سره مخامخ شي.

Image Caption

 

   په عین حال کې، د اسرائيلو ټولنه د  داخلی امنیت د  احساس د کمیدا، دژوندد لګښتونو د زیاتیدا د بهیر  او د سیکولرانو او الټرا آرتوډيکسانو ترمینځ د سختې ډغرې په څير له مشکلاتو سره  مخامخ دی چې دغو موضوعګانو د پوځي جوړښت نظام هم سره ښکیل کړی ، البته  په واټونو کې په  پرله پسې ۲۷اونۍ  کې  د سلګونو زره  کسانو دوامدارې مظاهرې  اود قضائی اصلاحاتو د مسودې د تصویبیدا په بڼه کې  د پوځ د زیرمه ځواک  له خدمت کولو څخه  دډډه کولو له  ګواښ سره سره  ددې ښودنه کوي چې  دنتنیاهو سرزوري کابینه  ګروهنه نه لري  له قضائي  بدلونونو لاس واخلی . دمګړئ د صهیونیسټانو لپاهر د داخلی چیلنجونو  خطره (یعني د سیکولرانو او ارتوډيکسانوډغره)، د بهرنیو چیلنجونو په نسبت  لازیاته ده . دغې ترینګلتیا ته  د اسرائيلو د ۲۰۲۲ کال د ملی امنیت په سند کې هم اشاره شوې ده او دلته کې راغلي دي،ښاریز د مخکې په نسبت لاکم  ډاډمن دي چې حکومت  له دغو چیلنجونو څخه په بریالیتوب سره بچ پاتیکیدلی شي.

د صهیونیسټ رژیم او د نتانیاهو افراطي کابینه په مختلفو ډګرونو کښې د جنګ له ویرؤنکو  خوبونو سره له  مقابلې    او په چلند کښې له تضاد سره مخامخ ده.ځکه چې له یوه پلوه په لویدیځي غاړې کې په تیره بیا په قدس او الاقصی جومات کې په پراختیائي اقداماتو زیاتولو او دو ام  باندې ټينګار کوي څو له دې لارې  هم پر داخلی درزونو برغولی کیږدي  او هم دا چې  وکولی شي د زوړپالو  ګوندونو په شتون سره د واکمن ائیتلاف د یو ځای کیدا او دوام زمینه برابره کړي،خو له بل پلوه په دغه کړچار ټينګار په څو جبهو کې  او یا د میدانونو  په وحدت کې د جنګ د سناریو دعملی کیدا لپاهر زمینه برابروي  ،ځکه چې  په قدس کې د صهیونیستي رژيم  له پراختیا غواړي خوي  او په الاقصی جومات کې د هغوي له تیریو سره  مقابله،په فلسطین او سیمې کې د مقاومت د  ټولو ګوندونو او ډلو ټپلو  په مشترک هدف او کړچار بدله شوې ده.

= ددغه مطلب  بلکې ددغې لړۍ د وروستي مطلب وخت همدومره ؤ، نو په دې هیلې سره چې د استفادې وړ مو ګرځيدلي وي ،په نیاؤمن او پتمن خداي مو سپارو.سرلوړي او بریالي ووسئ.

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه