په تیر یو کال کښې په خبریالانو باندې ۱۶۰۰ حملې
(last modified Tue, 15 Oct 2024 08:48:38 GMT )
Oct 15, 2024 13:18 Asia/Kabul
  • په تیر یو کال کښې په خبریالانو باندې ۱۶۰۰ حملې

غزه د خبریالانو لپاره یو نه ستنیدونکی ټاټوبی دی، د هغوي لپاره چې د صهیونیسټانو د نسل وژنې راویان او رپورټران دي.

«د غزې تړانګه د زرګونو ماشومانو ادیره ده»

دا هغه جمله ده چې ملګرو ملتو په غزه کښې د ماشومانو د حالت په هکله ویلې ده. د فلسطین د روغتیا وزارت له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په غزې تړانګه کښې د ۱۷ زرو نه د زیاتو ماشومانو مور یا پلار او یا دواړه مړه شوي دي. همداشان په تیر یو کال کښې څه باندې ۱۶ زره او ۷۱۰ ماشومان وژل شوي دي چې ۷۱۰ په کښې نوزیږي وو. ۱ زر ۷ سوه او ۹۳ له یو نه تر درې کالو پورې ماشومان دي. ۲۵ فیصده شهیدان هم له ۶ نه تر ۱۲ کلنۍ پورې عمرونه لري. په غزې تړانګې کښې زیاتره شهید شوي ماشومان له ۶ نه تر ۱۲ کلنۍ پورې عمرونه لري او ورپسې له ۱۳ نه تر ۱۷ کلنۍ پورې ځلمیان په تیر یو کال کښې ترټولو زیات شهیدان دي.

په تیر کال کښې په غزې کښې څه باندې ۹۰۲ کورنۍ په بشپړه توګه شهیدې شوې دي او لږترلږه د ۱ زر ۳ سوه او ۶۳ کورنیو یوازې یو غړی ژوندی پاتې دی.

صهیونیسټي رژیم په غزې تړانګه کښې د حماس د ټنلونو د شتون په پلمه په ډیرو روغتونوو او درملیزو مرکزونو بمبارۍ وکړې. په روغتونونو باندې ۹۰ ځلې حملې وشوې او د غزې له ۳۶ روغتونونو څخه یې ۲۳ روغتونونه په نښه کړي دي.

خو په تیر یو کال کښې رسنیو ته هم ډیر تاوان ورسیده او په خبریالانو باندې له ۱ زر او ۶۰۰ نه ډیر ې حملې وشوې چې له امله یې کابو ۱۸۰ خبریالان مړه شوي دي. ۳۲ خبریالان د رپورټ د برابرولو په وخت چې مرمۍ ضد جاکټونه یې اغوستي وو، شهید شوي دي. په دغه یو کال کښې تقریباً ۱۲۳ خبریالان هم نیول شوي دي.

پر دې سربیره، د ملګرو ملتو د کار او مرستې د آژانس (آنروا) ۳۰۰ مرستندویان هم د صهیونیسټي رژيم په لاس ووژل شول حال دا چې د نړیوالو حقوقو د کنونشن د قانون له مخې، په شخړې کښې ښکیلو سیمو ته لیږل شوي خبریالان چې په خپل مسلکي ماموریت لګیا وو، باید حمایت او ملاتړ ولري. د دغه قانون له مخې، خبریالان او د رسنیو کسان حق لري چې د جنګ او د مسلکي ماموریتونو په وختو کښې ورسره د یو ملکي وګړي په شان چلند وشي او صهیونیسټي رژيم د دغه قانون خلاف ورزي کړې ده.

دا څه چې مو واوریدل، په غزې کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو د بوږنونکې اندازې تشې احصائیې دي. د دغو بوږنونکو بریدونو یو کال وشه او په دې موده کښې فلسطیني خبریالان چې د دغه غیرانساني جنګ د قربانیانو یوه برخه ده، د فلسطین د خلکو غږ شول او د نیواکګرو جنایتونه یې مستند کړل.

له خبریالانو د ساتنې کمیټې د غزې د جنګ د کلیزې په مناسبت خپل وروستي رپورټ کښې راوړي چې تیر کال، له ۱۹۹۲ کال راهیسې د خبریالانو لپاره ترټولو وژونکی پړاو و چې په مطبوعاتو باندې څارنې، د اسنادو ثبتول پيل کړل. له خبریالانو د ملاتړ د ارګان په رپورټ کښې مطرح شوي خیني ټکي دا دي:

په تیر یو کال کښې په غزې تړانګې د نیواکګرو په وحشیانو بریدونو کښې  ۱۷۵ خبریالان شهیدان شوي دي. لږترلږه ۳۲ خبریالان د رپورټ او خبر د چمتو کولو په وخت چې د خبریالۍ جاکټونه یې هم اغوستي وو، شهیدان شوي دي. په غزې کښې دیره ګڼ خبریالان یا زخمي شوي او یا یې د بدن ځیني اندامونه پرې شوي دي. د نیواکګرو د حملو له امله د ۵۱۴ خبریالانو د کورنۍ یو یا څو غړي وژل شوي دي. ۱۲۴ خبریالان صهیونیسټي رژيم نیولي دي او د ځینو د برخلیک په هکله هیڅ خیر خبر نشته او د شهادت په اړه یې اندیښنې ډیرې شوې دي.

په غزې تړانګه کښې دیره کابو ټول خبریالان په تیر کال کښې په کراتو د خپلو استوګنځیو پریښودو ته اړ شوي دي. کوم خبریالان چې د سختو او ستومانه کونکو حالاتو باوجود خپل کار ته دوام ورکوي، اکثر یې د صهیونیسټي رژيم له تبلیغاتي پروپاګنډو سره مخامخ شوي او په خبرتیا او اطلاع رسونه کښې یې په صداقت پوښتنې راپورته کړې شوې دي.  په زیاتره مواردو کښې هغه خبریالان چې د صهیونیسټانو جنایتونه رپورټوي، د اکتوبر په ۷ نیټه په طوفان الاقصی عملیاتو کښې په لاس لرلو تورن شوي دي او نیواکګر، په دې ادعا سره په دغو کسانو باندې حمله توجیه کوي.

که څه هم د نړیوالو انساني حقوقو له مخې په قصدي توګه د خبریالانو او ملکي وګړو په نښه کول، جنګي جنایت دی خو د صهیونیسټي رژیم پوځ د جنګ په لومړیو اونیو کښې نړیوالو خبري آژانسوو ته یوه بیانیه واستوله او ویې ویل چې په غزې تړانګه کښې د فعالو خبریالانو د امنیت ضمانت نه شي وروکولی.

په دغه رپورټ کښې د بې سرحده رپورټورټرانو د مینځني ختیځ د برخې د مشر «جاناتان ‌ډاګر» په حواله راغلي دي: د اسرائیلو وسله وال ځواکونه په خپلو خپلسرو بریدونو سره بې له هیڅ محدودیته، خبریالان، یو په بل پسې وژني په داسې حال کښې چې د هغوي د نه منلو وړ څرګندونې د نړیوالو انساني قوانینو د څرګندې خلاف ورزۍ او سپکاوي نښه ده.

الجزیره چینل د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۹ نیټه «د اسرائيلو او غزې جنګ د خبریالانو لپاره څومره خونړی دی؟» په عنوان سره په یو رپورټ کښې تر هغه وخته په غزه کښې د وژل شویو خبریالانو شمیر وجاجوه. دغې رسنۍ تر یادې نیټې د روسیې او یوکرین په جنګ کښې د وژل شویو خبریالانو شمیر ۱۷ تنه اعلان کړ. د شلمې پيړۍ په ترټولو اوږد جنګ یعنې د ویتنام په جنګ کښې هم د وژل شویو خبریالانو ټول شمیر ۶۳ تنه و.

د ۲۰۲۴ کال د فرورۍ په اوومه نیټه یعنې د طوفان الاقصی له پیلیدو درې میاشتې وروسته یورو نیوز «د غزې په جګړه کښې د وژل شویو خبریالانو شمیر په دویم نړیوال جنګ کښې له وژل شویو خبریالانو له ټول شمیره زیات شو» تر عنوان لاندې یو رپورټ کښې په دغې موده کښې د لږترلږه ۱۰۷ خبریالانو د وژل کیدو خبر ورکړ. په دغه رپورټ کښې د خبریالانو د حفاظت د کمیټې CPJ)   په حواله راغلي چې په شپږ کاله اوږد دویم نړیوال جنګ کښې چې د میلیونونو کسانو په وژلې سره د نړۍ ترټولو خونړی جنګ و، یوازې ۶۹ خبریالان مړه شوي وو.

د رسنیو ملاتړو ډلو د خپلو معیارونو په بنیاد بیلابیلې احصائیې  وړاندې کړې خو د غزې رسندوي دفتر د شهیدو شویو خبریالانو او رسندوي کارکونکو شمیر ۱۷۴ تنه بیانوي. دغه حالت د خبریالۍ کار په غزې تړانګه کښې په یو ډیر مرګوني کار بدل کړی دی. د جرنلسټانو نړیوال فیډریشن وویل چې په غزه کښې د رسنیو د کارکونکو د مړینې اندازه له ۱۰ فیصدو زیاته ده.

په مینځني ختیځ کښې د بې پولې رپورټرانو مشر جاناتان ډاګر وویل: که خبریال نه وي نو داسې څوک نشته چې په غزې تړانګه کښې میداني حالات په خپلواکه توګه تایید کړي او د نړیوالو په خبرتیا یې ورسوي؛ بیا به د اسرائیلو پوځ د معلوماتو د خپریدو سرچینه وي. هغه زیاته کړه چې له غزې تړانګې نه ځیني خبریالان وتلي دي خو زیاتره هم هلته ګیر دي او کوم چې وتلي دي، دوباره هلته ستنیدل نه غواړي.

د صهیونیسټي رژيم پوځ په ګڼو ځایونو کښې خبریالان شهیدان کړي او بیا یې ادعا کړې چې هغوي د مقاومت په مبارزانو کښې شامل وو، خو د کارپهانو او خپلواکه تحقیقاتو له مخې، دغه ادعاوې لا نه دي ثابتې شوې.

البته یوازې خبریالان، د صهیونیسټي رژیم د بریدونو هدف نه ګرځي بلکې دغه رژيم د رسنیو دفترونه هم په نښه کوي لکه څنګه چې یې په غزې باندې د بریدونو په اولو ورځو کښې د غزې هغه لوړې ودانۍ په نښه کړې چې زیاتره په کښې د رسنیو دفترونه وو.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد دراني

 

ټیګونه