یحیی السنوار: د فلسطین د پایدارۍ او د نیواکګرۍ په وړاندې د مقاومت سمبول
(last modified Mon, 21 Oct 2024 06:16:02 GMT )
Oct 21, 2024 10:46 Asia/Kabul
  • یحیی السنوار: د فلسطین د پایدارۍ او د نیواکګرۍ په وړاندې د مقاومت سمبول

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو په دې لیکنه کښې د مقاومت د جبهې د یو ډیر مشهور مشر او د حماس غورځنګ د یو بنسټګر یحیی السنوار د ژوند او باتوریو جاج اخلو. هیله ده چې تر پاې یې ولولئ.

یحیی السنوار په ۱۹۶۲ کال کښې د غزې تړانګې د خان یونس په کیمپ کښې دنیا ته راغی. د هغه ژوند له همهغه اول څخه د کډوالو په کیمپونو کښې د اوسیدو له امله د کډولۍ له سختو حالاتو سره مل و، له هغو حالاتو سره چې هغه یې له نیواکګرۍ سره مبارزې ته وهڅوه. نو السنوار هم د نورو ډیرو فلسطیني ماشومانو په شان، له ځوانۍ څخه د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د مقاومت په جبهې کښې شامل شو او د حماس د پوځي څانګې یعنې د عزالدین قسام د کنډکونو په یو بنسټګر بدل شو. هغه کنډکونه چې د حماس د پوځي مټ په توګه د اسرائیلو رژیم د نیواکګریو خلاف د پوځي عملیاتو په پلاننګ او اجرا کښې یې یو مهم رول لوبولی دی.

السنوار د مقاومت په برخه کښې د خپلو پرله پسې او اغیزناکو فعالیتونو په وجه څو ځلې د صهیونیسټي رژيم د ځواکونو له خوا ونیوې شو او په ۱۹۷۹ کال کښې په عمر قید محکوم شو. خو دا د هغه د مبارزې پاې نه وه. السنوار حتی په جیل کښې هم د فلسطیني بندیانو په یو فکري مشر بدل شو او په خپلو ملګرو کښې یې یوه مضبوطه او مقاومه روحیه رامینځته کړه. هغه په زندان کښې عبري ژبه زده کړه او د صهیونیسټي رزیم په جیلونو کښې یې په نسبتاً اوږدې مودې کښې څو کتابونه ولیکل او خپاره یې کړل چې له هغو څخه د «اغزي او لونګ» ناول نوم اخیستې شو. دغه ناول د امازون په زیات خرڅیدونکي لیسټ کښې له راتلو وروسته، د صهیونیسټي رژیم په دباؤنو سره له ټولو سایټونو حذف کړی شو.

سنوار د «اغزي او لونګ» ناول پر لیکلو سربیره، په عبري او انګریزۍ ژبو ۵ نور کتابونه هم وژباړل او د ادبیاتو په برخه کښې د نړۍ په یو ډیر مهم سیاسي زنداني بدل شو. د السنوار ډیرو اطرافیانو هغه یو کلتوري شخصیت ګڼه چې په حماسي او جنګي چوکاټ کښې ظاهر شوی و.

خو د دې ترڅنګ السنوار خپل او د ټولو فلسطینیانو اصلي هدف چې د صهیونیسټي نیواکګرو له منګولو د فلسطیني ټاټوبي آزادول وو، هیر نه کړ او د پياوړو ارتباطاتو په ټینګولو سره یې د مقاومت د غورځنګ د مختلفو غړو ترمینځ پیوستون پياوړی کړ او له زندان څخه یې د مقاومت د آیډیاو د پراختیا لپاره د یوې زمینې په توګه کار واخیسته.

۲۰۱۱ کال د السنوار په ژوند کښې د بدلانه یو پيچومی و. هغه له ۲۲ کاله زندان خوړو وروسوته،  د «ګلعاد شلیط تبادلې» په نامه د حماس او اسرائیلو ترمینځ د اسیرانو د تبادلې په دوران کښې آزاد شو. د هغه آزادي نه یوازې په غزې کښې د مقاومت د روحیې د پياوړتیا لامل شوه بلکې السنوار د فلسطیني مقاومت په یو ډیر مهم شخصیت بدل شو.

یحیی السِنوار له آزادۍ وروسته له خوشې کیدو وروسته ډیر زر د حماس غورځنګ او په غزه کښې د سیاسي او پوځي پریکړو د چورلیز په یو اصلي شخصیت بدل شو. هغه د خپلې میړانې او مقاومې روحیې په وجه د غزې په خلکو کښې د ملي اتل په توګه پیژندل کیده، یو داسې شخصیت چې په سټراټیجکې لارښوونې او مشرۍ کښې يې په هوښیارۍ او مهارت سره وکړې شول د حماس د دفاعي توان په پياوړتیا کښې مهم رول ولوبوي او د هغه مشرۍ د فلسطینیانو د پوځي او دفاعي توانمنیو په پیاوړتیا کښې یو مهم رول درلود.

هغه د مقاومت د ځواکونو په لارښوونه کولو سره وتوانیده چې اسرائیل له جدي او بنیادي ننګونو سره مخ کړي او د اسرائیلو د درنو حملو په وړاندې د غزې ساتنه وکړي.

د النسوار یوه ستره ځانګړنه د عملیاتو په غږملولو او سټراټیجکو فیصلو کښې د هغه لوړه توانمني وه. له زندانه له آزادۍ وروسته السنوار په خپلې هوښیارۍ سره وتوانید چې د حماس دفاعي توان پوره پياوړی کړي. د مقاومت دغه مشر د تیرو جنګي تجربو په کارولو او له محدودو کورنیو سرچینو په استفادې سره وتوانید په فلسطین کښې د مفاومت مختلفې څانګې داسې لارښوونه او هدایت کړي چې د قدس نیواکګر رژيم له نویو پوځي ننګونو سره مخامخ کړي.

د یو مشر په توګه د السنوار یوه ستره بریا، د حماس د ځايي لاسي توغندیو د تولید د توان زیاتول وو. هغه په کره پلاننګ سره د غزې د کلابندۍ په حالاتو کښې د پوځي تولیداتو په زیاتولو کښې کامیاب شو او د اسرائیلو بریدونو ته یې سخت ځواب ورکړ. دغو لاسته راوړنو حماس په سیمه کښې د یو اغیزناک او ټاکونکي ځواک په توګه معرفي کړ.

یحیی السنوار د مقاومت په جبهې کښې د خپل شتون په دوران کښې تل هڅه وکړه چې د مقاومت د ځواکونو ترمینځ پویستون او یووالی وساتي. هغه د حماس او مختلفو فلسطیني ډلو د غړو ترمینځ د یووالي په ساتنې سره وتوانیده چې خپل مینځي اختلافات ډیر کم کړي او د صهیونیسټي رژيم په وړاندیې یې یو متحده محاذ جوړ کړ.

السنوار په نړیوال ډګر کښې هم د فلسطین له مقاومته د نړیوالو ملاتړونو په جلبولو کښې ډیر موثر رول ولوبوه. هغه د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو په ټینګولو او له مقاومته د سیاسي او مالي ملاتړونو د جلبولو لپاره په هلوځلو سره، په نړیواله سویه د فلسطینیانو مقام لوړ او پیاوړی کړ. السنوار به تل له نورو هیوادونو او په سیمه کښې له مقاومتي غورځنګونو سره د ملګرتیا په ضرورت ټینګار کوه. هغه د سیمې په هیوادونو کښې د مقاومت له ځواکونو سره د ائتلافونو په جوړولو سره د اسرائیلو خلاف د یوې پراخې او غږمله جبهې او د هغې د یرغلیزو سیاستونو په رامینځته کولو کښې کامیاب شو. سنوار په کراتو ټینګار کړی و چې د فلسطین مقاومت یو روا او قانوني مقاومت دی چې هدف یې، د فلسطین د خاورې او د ولس د حقوقو دفاع ده.

خو پر پوځي ډګر سربیره، یحیی السنوار د یو ولسي مشر په توګه هم ډیر محبوبیت درلود. هغه به تل د غزې د خلکو ستونزو او اړتیاؤ ته ځانګړې پاملرنه کوله او هڅه به یې کوله چې د کلابندۍ په سختو حالاتو کښې، د فلسطینیانو ژوند ښه کړي. السنوار د سرچینو په دقیق مدیریت او اصولو پلانونو سره توانیدلی و چې په سخت اقتصادي پړاؤ کښې د غزې د خلکو بنیادې ضرورتونه د امکان ترحده تامین کړي او هغوي د اسرائیلو د رژیم د څو کلنې محاصرې له امله رامینځته شویو اقتصادي دباؤنو وژغوري.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې په خپل یو رپورټ کښې اعتراف کړی چې سنوار په غزې تړانګې کښې په یو افسانوي شخصیت بدل شوی او ډیر فلسطینیانو ورباندې ویاړي او هغه د فلسطین په خلکو کښې ډیر محبوب دی.

په پوځي ډګر کښې د یحیی السنوار یو ستر کار، د نګي تاکتیکونو پراخول او د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرو خلاف مبارزو کښې د نویو ټیکنالوجیو استعمال و. هغه د ډرون بریدونو په پراخولو او د ماډرن ټیکنالوجیو په کارولو سره وتوانیده چې د اسرائیلو د رژيم پوځ له نویو پوځي دباونو سره مخامخ کړي. دا ټیکنالوجۍ چې په غزې باندې د صهیونیسټي رزیم د وروستیو تیریو په دوران کښې استعمال شوې، د السنوار تر مشرۍ لاندې د حماس د پوځي پرمختګ نښه ده او د صهیوني دښمن په جبهه کښې د لړزا او کمزورۍ سبب شوې.

السنوار د تیرو تجربو په کارولو او د محدودو داخلي سرچینو په کارولو سره وکړې شول چې د فلسطینیانو مقاومت د پوځي چمتووالي یوې نوې سطحې ته ورسوي او د اسرائیلو پوځ له نویو او بل شان ننګونو سره مخامخ کړي. دا په دې معنا وه چې اسرائیلو نور نه شو کولې چې په تیرو طریقو سره، خپل تیري او بریدونه جاري وساتې او باید د فلسطینیانو د مقاومت په وړاندې د نویو سټراټیجیو په قکر کښې شوی وای.

د یحیی السنوار سرشیندنو او استقامت هغه د فلسطیني ولس په زړه کښې د مقاومت او پایدارۍ په سمبول بدل کړ. هغه په پياوړې روحیې او کلکې ارادې سره تل د فلسطینیانو له حقوقو په دفاع ټینګار درلود او هیڅکله یې د مقاومت له ارمانونو شاتګ ونه کړ. یحیی السنوار په کراتو ویلي وو چې د فلسطینیانو مبارزه به د نیواکي ټاټوبي تر بشپړې آزادۍ او د فلسطیني کډوالو تر ستنیدو پورې جاري وي.

د مقاومت دغه ستر مشر په خپلې میړانې او ځیرکتیا سره وتوانیده چې د فلسطین دښمنان چیلنج کړي او زیاتره وختونه یې هغوي په خپلو اهدافو کښې ناکامه کړل.

او اخر یحیی السنوار، په داسې حال کښې چې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې یې د اسرائیلو له تیري ګر رژیم سره مبارزه کړې وه او د میړانې او جانبازۍ ویډیو یې په نړۍ کښې خپره شوه، د صهیونیسټي رژیم له پوځيانو سره د نیغ په نیغه جګړې په میدان کښې شهید شو.

یحیی السنوار یوځل بیا وښودله چې د فلسطین مقاومت ژوند او مخ په ترقۍ دی او شک نشته چې راتلونکی به یې، د السنوار په شان کسانو د مشرۍ په دوام سره لاروښانه او له ویاړه ډک وي. هغ په اوسپنیز هوډ او کلکې هیلې سره د مبارزې لارې ته دوام ورکړ ترڅو راتلونکو نسلونو ته وښايي چې د آزادۍ او عدالت لپاره مبارزه به هیڅکله بنده نه شي.

بیشکه چې یحیی ابراهیم حسن السنوار د پایدارۍ او مقاومت د مثال په توګه تل د فلسطیني ولس په زړه کښې ژوندی پاتې کیږي او مبارزه به یې، د فلسطیني مبارزانو د هغه نسل لپاره الهام بخښونکې وي چې د خپلې آزادۍ او عزت لپاره هلې ځلې کوي.

*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه