عربستان او د حج په اړم سره ئې دایران په ضدغلیمانه اقدامات4
(last modified Sat, 20 Aug 2016 11:17:40 GMT )
Aug 20, 2016 15:47 Asia/Kabul
  • عربستان  او د حج په اړم سره ئې دایران په ضدغلیمانه اقدامات4

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دعربستان دغلیمانه اقداماتو او دحج له اړمه دناوړه استفادې په دوام کې د عربستان دسټراټيژيک سیاست او په سیمې کې دایران د رول د کمزوری کولو د هڅې په هکله درسره غږیږو نو هیله د ه ترپایه راسره مله ووسئ .

 سریزه ؛؛؛؛؛؛؛؛    دایران  او عربستان  ا ړیکې ،   تهران ته  د ۱۹۹۹ کال  دمئ میاشت په لومړنیو کې  دعربستان  د وخت دفاع وزیر   امیر سلطان بن  العزیز   په سفر سره  نوي مرحلې ته داخلې شوې .  هغه په دغه سفر کې   داسلامی ایران له لوړپوړو چارواکو سره  دامنیتي او دفاعي   ملګرتیاؤ په چوکاټ کې  خبرې اترې وکړې ،   او په تیره بیا  دایران د اسلامی  انقلاب  له معظم  لارښود سره دهغه  کتنې  دسیمې  په  خبری رسنیو اومطبوعاتو :کې پراخ انعکاس درلود.  داسلامی  انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي  د عربستان له دفاع وزیر سره  په  دغې کتنې کې  داسلامی هیوادونو ترمینځ  له ملګرتیاؤ د  منع کولو لپاره  داسلام ددښمنانو تبلیغاتي دسیسو ته د سعودي عربستان  د دغه لوړپوړي چارواکي توجه  جلب کړه او  داسلامی  حکومتونو ترمینځ ئې  د دوستۍ او یوزړتوب په ر امینځةکولو کې  دایران اوعربستان د دوامدارې  ملګرتیا په اهمیّت په  ټينګار سره  وفرمائيل ؛ اسلامی ایران تل  له مسلمانو حکومتونو سره د اتحاد او ملګرتیا غوښتنه کوي  او  دایران اوعربستان په شان  هیوادونه  له یوه بل سره دملګرتیاؤ له لارې  د دواړو هیوادونو او  داسلامی نړۍ  دملتونو په وړاندې   خپل لوي اوستر مسئولیّتونه  په لاښه ډول ترسره کولی شي .:::::::::::

******************

  دوستانو سعودي عربستان نن سبا  ایران  په سیمې کې  خپل یو جدي سیال  او دښمن ګڼي  او دا احساس لري چې دم ګړۍ   په ایران  په سیمې کې  دسیالۍ  جنګ بائيلي .  عربستان پخپله جوړ  کړ ائ شوي  دغه توهم  سره له دغه وضعیته دخلاصیدو لپاره هر یو ه کار ته مخه کوي . په امریکا کې سیاسي  ټولنو او لودیځي رسنیو هم  په دې مینځومیان کې  له صهونیسټي لابۍ سره یو ځاي   هڅه کړې ، ایران  دسیمې او د  عربو ګاونډیانو  په ضد دیوه  ګواښ په توګه وبریښوي . 

ددغې فضاجوړونې تراغیزلاندې  او  هاله چې    دایران  دایټمي پرورګرام په باب دلویدیځ  جوړ شوي جنجالونه  څرګند شول ، عربستان  داسرائيلو او لود یځ له  خوا د ادعا وړ تش په نامه اندیښنو کې ډوب شو  او له دې فرصته ئې  ایران  ته د ګوزار د ورکولو  لپاره  سیاسی استفاده وکړه  او مدعي شو چې   ایران  سیمه له  خطرې سره مخامخ کړې ده .  ،خو  دایران ا و عربستان په اړیکو کې له دغه تاؤتریخوالي او  فضا جوړونو چا  ګټه پورته کړې  ده ؟

          امریکا له کلونو  کلونو راهسې  د  :سترمینځني ختیځ  :  دپلان  په مطرح کولو سره ،په سیمې کې  دهدفمنو او کنټرول شویو  بد لونونوپه رامینځةکولو پسې  ده .  دغه پلان د ۲۰۰۳کال په  په وروستیو کې  دامریکا له خوا  دهغه څه د دودولو په خاطر  چې  په سیمې کې دسیاسی او اقتصادي اصلاحاتو چټکتیا بلل کیږي ،  مطرح شو .   دپلان اساس  په دې  فرض ولاړ   ؤ چې  په مینځني ختیځ کې ولسواکۍ او آزادۍ  نشتوالي ته دلودیځ بې پامي ، دنړۍ دنوروهیوادونو په تیره بیا لودیځي هیوادونو  لپآهر دامنیتي  ګواښونو دزیاتیدو لامل شوې ده . 

 د  ۲۰۱۱کال دستمبر دیولسمې له پيښو ورو سته  بدلونونه ،په تیره بیا  په  افغانستان او عراق  دامریکا  حمله او دطالبانو او دعراق دبعثي رژیم  نسکوریدا او  همدرااز   دعربو ملتونو  دویښتیا د څپې رامینځةکیدا دهغو پيښو لړۍ  وه چې  لامل شو ه ، مینځني خنیّځ سیمه  په  لازیاتې چټکۍ سره د امریکا دلاسوهنو  نوی پړاؤ تجروبه کړي .په دغه نوي پړاؤ کې عربستان  تریوه حده توانیدلی  دمینځني ختیځ بدلونونو څخه روغ رمټ ووځي ، په عین حال کې  دسیمې ددیکتاتورانو نسکوریدا  عربستان  ترډيره حده انديښمن کړ.   د اسلامی ایران دیوه  اصلي دښمن دنسکوریدا په توګه د صدام رژیم دنسکوریدا په شان بدلونونو عربستان  په سیمه ایزو سیالیو  کې له جدي مشکل سره لاس او ګریوان کړ.

 په ۲۰۰۶، ۲۰۰۸  ،۲۰۱۲ او ۲۰۱۴کلونو  کې  په ترتیب سره درې دیرش ، دوه ویشت ،اته ، او یو پنځوس ورځني جنګونه ،  هغه نوره پيښې وې چې  دعربستان د سیمه ایز  رول دځوړتیا  لامل شول .  په داسې حال کې چې  ددغه بهیر په مقابل  ټکي کې   ئې  په سیمه ایزو معادلاتو کې  دیوه خپلواکه لوبغاړي په توګه دایرا ن  داسلامی جمهوریت  رول لاروښانه کړ .

  د سعودي عربستان  رژيم   داندیښمنیدو  لپاره  البته نور هم  ډير دلیلونه لري . په هغو دلیلونو کې  په سیمې کې  داسلامی  ویښتیا دلمن  له پراخیدو ویره  ده چې لودیځ ئې دعربانو پسرلی نوموي . دغو بدلونونو ،  په سیمې له  روانو شرائطو سره سره ،   دعربستان دپاچائي رژیم بنسټونه  لړزولي دي .  په همدې دلیل ،  دعربستان  چارواکو  په بیړې کې  دتیروتنو په لاره کې سټراټيژیک  ګام پورته  کړ او حتی  داقتصادي جنګ په ډګر کې ئې  هم  د  تیلو په  نیلام کولو  سره ئې   په نړیوالو بازارونو کې  دهغو  د بیّو د لاډيرې کمیدا لاملونه رابرسیره کړل ،تردې چې  دغه هیواد اوس دبجټ له ډیرې زیاتې خسارې سره  لاس اوګریوان  دی  او دغې موضوع هم  په  عربستان کې  دسیاسی خپګانونو له زیاتیدو  سره ډیره مرسته کړې ده   او دریاض لپاره ددِې موضوع  نتیجې د اټکل وړ نه دي . 

 عربستان  دسیمه یزو  شخړو په  ډګر کې ،  په تیره بیا  په یمن ، سورئې او  هم دبحرین په بحران کې  ځان ډير زیات ښکیل کړی دی  او دهغه اوور لمبې چې  ئې زیات کړی ،  دهغو لمن ئې هم راګیره کړې ده .  

        ځيني  څارونکي باؤري دي  دعربستان  پاچا ملک سلمان له ډې ډير زیات  کمزوری او  وروست   او بې وسه دی  چې   دسعودي په کورنۍ کې قدرت ته درسیدلو تازه افراط پالو  عناصرو دلیوانیو  اقداماتو مدیریّت وکړائ شي .  دشیخ نمر باقر النمر  دپانسي کولو له امله نتجې  په داسې شرائطو کې  چې دسعودي کورنۍ دحاکمیّت په پړاؤ کې افراط پال تفکرات  اوج ته رسیدلي  او دمنا غمیزناکو پيښو چې  په عربستان کې دحج دمسئولانو دنالایقتوب له امله  وې،او دڅه ډ پاسه پنځه زره حاجیانو دقرباني کیدا لامل شوي،وښودله  عربستان  په یوې خطرناکې لارې روان شوی دی .    . په حقیقت کې ددغو غمیزو  اصلي  ګرم کس دهغه زوی یعني د دفاع وزیر  شهزاده محمد بن سلمان دی . ملګ سلمان  هم دپانسیو دحکم په صادرولو سره په حقیقت کې  دیوه کمزوری او  کم عقله سیاستوال  په توګه  پخپل لړزانده موقعیت  ګوزار کړی دی . 

 فائينیشل ټائمز ورځپاڼې  په دې باب په یوې مکالې کې لیکلي دي ، دسعودیانو لپاره   اندیښمنونکي اوتورتمې  شپې ورځې  په وړ اندې دي . 

 عربستان اوس   په هغه لیسټ کې  چې د سیاسی  حقوقو  او مدني آزادیو  په زمینې کې :فریډم هاؤس :نومې غیر حکومتي  موسسې وړاند ې کړی ، په وروستۍ لیکه کې دی . دبشری حقوقو ډ يری ملاتړو اورګانونو  پ ۲۰۱۵کال کې  راپورکړي چې ،   عربستان هماغه راز   یوازې دخپلو سوله ایزو  فعالیتونو په  خاطر  دسیاسی مخالفانواو د بشری حقوقو دفعالانو محاکمو او بندي کولو ته دوام و رکوي  او په دغه هیواد کې   دمیرمنو  او مذهبی لږکیو په ضد  توپيري نظام  هماغه شان  دوام لري .

 د کینیډا  چآپ   ټورنټو  خپرونې  په یوه راپو رکې لیکلي دي ،  دسعودي عربستا نرژیم دشیخ نمر باقر النمر  په پانسي کولو سره ، یوازې  خپل کمزوري  ټکي ښکاره کړي دي . او دغه اقدام  دسعودي عربستان دقدرت  نه بلکې  دکمزورتیا نښه ده .

           هغه راپور چې  څه موده مخکې  خپور شوی ، ښودلې ، کورویش شرکت ( ایم ایس ایل ګروپ) په بیلابیلو سیمو  کې  دسعودیانو  په ګټه  دتبلیغاتي  اقداماتو  داجرا لپاره دسعودي عربستان  څخه د ډيرو پیسو  اخستونکی شرکت دی . دغه شرکت  هره میاشت   له عربستانه دوه لکه څلویښت زره ډالره ترلاسه کوي  څو دسعودي عربستان دمقام او حیثیت دښه کولو ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې  د هغو دڅيړې دپیاوړي کولو ، په مینځني  ختیځ کې دسولې دپرمخ بیولو په خاطر  اقدامات   برابر کړي .

  سعودي عربستان  هرکال  په میلیونونو ډالر  په امریکا  کې  دعمومی اړیکو  په زمینو  کې فعالو  شر کتونو  ته ورکوي، څو  دغه شرکتونه دعربستان مثبته  څيره  انځور کړي ..

 دغه کرغیړن او منزوي  چلند  ښئ   دعربستان چارواکي دخپلو تیروتنو باندې دبرغولي  دکیښودلو لپاره غلطې پلانونې کوي .. دوي له ایران سره  دخپلو اړیکو دغوڅولو لپاره  پر نورو هم دباؤنه اچوي څو دهغوي په پله پل کیږدي . ریاض   دغه ټول اقدامات   دخپل موقعیَت  دبرلاسه کولو  او د غه راز  د ایران دمنزوي کولو  په خاطر ترسره کوي . 

        دغه وضعیَت  ممکنه ده تر یوې مودې پورې  دهغو دپلانونکو لپاره تبلیغاتي بڼه ولرل شي ، په داسې حال کې  چې  عربستان   له یوه بله داسلامی نړۍ  دهیوادونو دلیرې ساتلو او ټوټه ټوټه کولو په حال کې دي .   دریاض سیاستونه  له ګډو وډو ډک  او   دنړیوالې ټولنې    له دودونو او قاعدو لیرې دي  او  دوي په چورلټ ډول ددسیې سیاسی لوبې بایلونکي دي .

   دایران  د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  څه موده مخکې  دملګروملتو سرمنشي بان کي مون ته دیوه لیک په لیږلو سره  د  ایران په ضد دعربستان   دتاؤتریخخوالو رامینځةکونکو  کړنو باندې په نیوکو سره  لیکلي دي ،  داسې ښکاري ،  په عربستان کې ځيني  هوډ لري  سیمه دشخړې په لور وکاږي . جواد ظریف ویلي ،   ایران  دتاؤتریخوالي زیاتولو ته هیڅ  ګروهنه نه لري  او هیله مند دی  سعودي عربستان  هم   دمنطق لاره خپله کړي ،.   هغه روښانه کړې  سعودیان   له  له افراطي اوترهه ګرو جنایتکارو  ملاتړ ته دوام ورکولی او  فرقه پال نفرت دودولی شي یا  دښه ګاونډيتوب  لاره غوره کولی شي  او   دسیمې  په امنیّت کې  رغند ه رول لوبولی شي

( سیماب)

****************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه