تکفیری جریانونه د تخریب لپاره یوه ډرامه (۳۵)
https://parstoday.ir/ps/radio/west_asia-i28588-تکفیری_جریانونه_د_تخریب_لپاره_یوه_ډرامه_(۳۵)
تکفیری ډلې او جریانونه، له مختلفو ترهه ګرو ډلو څخه جوړ شوی دی، چی د دغه مطلب په دوام کی له یو شمیر نورو دغو ډلو سره آشنا کیږو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 16, 2016 08:42 Asia/Kabul
  • تکفیری جریانونه د تخریب  لپاره یوه ډرامه  (۳۵)

تکفیری ډلې او جریانونه، له مختلفو ترهه ګرو ډلو څخه جوړ شوی دی، چی د دغه مطلب په دوام کی له یو شمیر نورو دغو ډلو سره آشنا کیږو.

 په تیر مطلب کی مو له داعش او جبهة النصره وروسته، تکفیری او ترهه ګر جریانونه وڅیړل. پدی مطلب کی یو شمیر نور تکفیری او ترهه ګری ډلې معرفی کوؤ.

الجیش الحرّ(آزاد پوځ)، له هغو لمړنیو وسله والو ډلو څخه ؤو، چی په ۲۰۱۱ م کال کی د سوریې په داخل کی، د ریاض الاسعد په مشرۍ د عربستان؛ قطر؛ ترکیې؛ اماراتو او یو شمیر نورو هیوادونو په ملاتړ سره، د سوریې له پوځ څخه جلا شوې، او جوړه شوه. هغه څه چی د سوریې د ثوار جبهې په نامه یادیږی، له هغو وسله والو ډلو څخه جوړه شوې ده، چی د جیش الحر ترهه ګرو ستره برخه تشکلیلوی، چی د هغو له جملې څخه الفاروق، الفاروق الاسلامی، لواء التوحید، لواء الفتح، لواء الاسلام، صقورالشام، او د دیرالزور مجلس ثوار ته اشاره کولای شو. البته د ریاض الاسعد له ټپی کیدو وروسته، د نوموړی په باره کی یو لړ ضد او نقیض خبرونه خپاره شول، او حتی یو شمیر  رپوټونو د هغه د مړینې خبر ورکړئ ؤ. هغه څه چی د آزاد پوځ د لوی درستیز په نامه یادیده، د ۲۰۱۴ م کال په پیل کی، عبدالله البشیر، د آزاد پوځ د قومندان په توګه غوره کړ. د عربستان؛ قطر؛ امارات او له هغوی سره ملګرو اړخونو، د جیش الحر ترهه ګر« ثوار» یعنی انقلابیان وبلل. د دغې ډلې تر نیواک لاندی سیمې، په ادلب؛ د دمشق په شاوخوا؛ حلب؛ حماه، او دیرالزور کی دی. البته دغه سیمې، تل د یو او بل په لاس د لویدو په حال کی دی. د سوریې ډګر ته د داعش په شان د افراط پالو ترهه ګرو ډلو په ورتلو سره، د الحر وسله والو رول کم شو، او له دغو ډلو سره د نښتې په نتیجه کی د هغوی د نفوذ او تر سلطې لاندی سیمې لږې شوې.

د جیش الحر ترهه ګرو، د خپل فعالیت له پیل څخه، د سوریې د غیر پوځیانو او د پوځې ځواکونو په خلاف، ګڼ جنایتونه سرته ورسول، او د طایفیې او توکمی مسایلو په اساس یی، تر خپلې سلطې لاندی خلګو ته په سزا ورکونې، او همداراز سړی تښتونې او غلا لاس پوری کوی. په سوریه کی ترهه ګرې ډلې، د ګړنډیو بدلونونو له کبله، تل د وحدت کولو او بیلیدو په حال کی دی، تر څو شاید وکولای شی خپل موقعیت وساتی. د هغو له جملې څخه یوه ډله چی څه دپاسه یو کال د هغې له عمر څخه تیریږی، په سوریه کی د القاعدې یوه څانګه، جیش الفتح ډله ده. ویل کیږی چی نږدی ۴ زره ترهه ګر د جیش الفتح غړی دی. اوو وسله والو ډلو، د ۲۰۱۵ م کال د مارچ په ۲۴ نیټه، د جیش الفتح په نامه ډله جوړه کړه، چی په یو ګډ عملیاتی اطاق کی، او د یوې پوځی قومندانۍ تر دستور لاندی ده.

 جبهة النصره؛ د جیش الفتح د جوړونکو ډلو یوه ډیره مهمه ډله ده، پر دغه ترهه ګرې ډلې باندی باید د احرار الشام، جندالاقصی، جیش السنه، فیلق الشام، لواء الحق، او اجناد الشام ډلې ور زیاتې کړو. د جیش الفتح ترهه ګر هڅه کوی، ځان د منځ لارې مخالفانو په توګه وښیې، مګر د دغې ډلې حقیقې ماهیت، او د القاعدې د ترهه ګرې ډلې په عقایدو او افکارو باندی د هغې له تکیې لرلو څخه انکار نشو کولای.

په سوریه کی د جبهة النصره مشر، ابو محمد الجولانی، په ۲۰۱۳ م کال کی، د القاعدې له مشر، ایمن الظواهرې سره خپل بیعت په ډاګه اعلان کړئ ؤ. د جیش الفتح ترهه ګره ډله، د عربستان؛ قطر او ترکیې د پراخو بهرنیو ملاتړونو څخه برخوره ده.

جیش المجاهدین و الانصار، د سوریې یوه بله ترهه ګره او تکفیری ډله ده. دغه ترهه ګره ډله، د ۲۰۱۳ م کال د مارچ په میاشت کی جوړه شوه، او د مختلفو هیوادونو له اتباعو څخه په سل ګونه ټروریسټان، د هغې غړی دی. د هغې زیاتره غړی، د قفقاز له شمال څخه دی. د جیش المجاهدین و الانصار ډله، په څرګنده توګه د سوریې په حلب ښار، او د حماه او لاذقیه په یو شمیر سیمو کی فعالیت کوی. د یادې ترهه ګرې ډلې مشرې، د«عمر الشیشانی» په نامه د یو چچنیایی خطرناک ترهه ګر په غاړه ده؛ چی د ګنو ځان وژونکو ترهه ګرو حملو د ترسره کولو مسؤل ګنل کیږی.

«حرکة احرار الشام» یوه بله ترهه ګره تکفیری ډله ده. د حرکة احرار الشام» په نامه ډله، د«جماعة الطلیعة الاسلامیه»،«حرکة الفجر الاسلامیه»،«کتائب الایمان» او«کتائب احرار الشام» په شمول، له څلورو ترهه ګرو ډلو څخه جوړه شوې ده. د نوموړې ترهه ګرې ډلې د فعالیت  محدوده، په ادلب؛ حلب او حماه کی ده. «حرکة احرار الشام» له فکری او تاکتیکی نظره، په زیاترو مواردو کی له جبهة النصره سره ګډ او یو شانته نظر لری.

د«سوریې آزادی بښونکې اسلامی جبهه» په سوریه کی د لس ګونو ترهه ګرو فعالو ډلو له جملې څخه ده. دغه جبهه د ۲۰۱۲ م کال په سپټمبر کی جوړه شوه، او له ۲۰ؤ ترهه ګرو وسله والو ډلو څخه تشکیله شوې ده. د سوریې په آزادی بښونکې اسلامی جبهه کی، جماعت اخوان المسلمین ته نږدی مخالفی ډلې شاملې دی، او په حلب کی مستقره د«التوحید» ترهه ګره ډله، د دغې ټروریسټې ډلې ډیره مهمه او ستره ترهه ګره ډله ګنله کیږی. همداراز د«الفاروق یونیټونو» په شان، یو شمیر آزادې جهادی- تکفیری ډلې، چی په حمص او د ترکیې پولو ته په نږدیو سیمو کی شتون لری، د دغې جبهې غړی ګنلی کیږی.

د سوریې د آزادی بښونکې اسلامی جبهې یو شمیر تروریسټی ډلې، د سوریې د آزاد پوځ سره اړیکې لری، او دغه ترهه ګره ډله له هغوی څخه ملاتړ کوی. په سوریه کی د سورئې د جهادی- تکفیری ډلو د کارپیژاندی«آرون لوند» له نظره، د سوریې آزادی بښونکې اسلامی جبهه، د دغه هیواد یوه مهمه او پیژندله شوې تکفیری ډله ده. د شام عقابونو؛ د التوحید یونیټونو او د الفتح یونیټ ترهه ګرې ډلې، د یادې جبهې له څانګو څخه دی.

 د سوریې اسلامی جبهه هم، په سوریه کی له تکفیری مشهورو ډلو څخه ده. دغه ترهه ګره ډله، د ۲۰۱۲ م کال په ډسمبر کی په سوریه کی جوړه شوه، او که څه هم په سوریه کی ډیره کوچنۍ ټروریسټې ډله شمیرله کیږی، خو د سوریې له آزادی بښونکې اسلامی جبهې څخه لا منظمه او تشکیلاتی ډله ده، او د سوریې په مختلفو سیمو کی په پاشلې توګه شتون لری. د نوموړې جبهې مشرې او لارښوونه، د«احرار الاسلامی شام» ترهه ګره ډله په غاړه لری. د سوریې اسلامی جبهې، د سوریې د ادلب ولایت، د«تفتناز» په پوځې هوایې ډګر باندی په ترسره شویو حملو کی، مهم رول ولوباوه. د سوریې اسلامی جبهې، خپل هدف؛ په سوریه کی د اسلامی امارت جوړول بللئ دئ، او د عربی او لویدیځو مختلفو هیوادونو یو شمیر اتباع د هغې غړی دی. خو د نوموړې ډلې اصلی مشران له سوریې څخه دی، او په بهر پوری پخپل نه پیلتوب باندی ټینګار کوی.

د احرار الاسلامی شام ترهه ګرې ډلې، د ۲۰۱۱ م کال په وروستیو کی د عراق په پولو کی د سوریې په ادلب ولایت کی، د«حسان عبود» په مشرۍ، او له ۱۵ ؤ زرو څخه تر ۲۰ ؤ زرو پوری د سوریې او عراقی ترهه ګرو په شتون سره، په کار پیل وکړ. د احرار الاسلامی شام ترهه ګره ډلې، په پیل کی د سوریې د پوځ د وسلو په ډیپوګانو باندی په حملې سره، د ځان په سمبالولو اقدام وکړ، او له هغه وروسته یی؛ له عراقی ټروریسټانو سره د یادې ډلې د سرغنی اړیکو ته په پام سره، د هغوی له لارې د وسلو په پیرودلو لاس پوری کړ. یاده ترهه ګره ډله، د عراقی ترهه ګرو له تجربو څخه په استفادې سره، د دمشق، حلب او حمص په شمول د سوریې په مختلفو ښارونو کی د ځان وژونکو عملیاتو او په موټرونو کی د بم ایښودنو بنسټ ایښودونکې بللای شو. په اوس حال کی یاده ترهه ګره ډله، د الرقه په ولایت کی، چی په کامله توګه د داعش ټروریسټی ډلې تر سلطې لاندی دئ، او همداراز د حلب په ختیځو برخو کی شتون لری. احرار الاسلامی شام، له ترکیې سره په پوله ایزو سیمو باندی د سلطې او واک لرلو له کبله، نویو بهرنیو ځواکونو ته د زده کړې او د هغوی د جذبولو اصلی ډله ده، چی د سوریې ترهه ګرو سره د یو ځای کیدو لپاره، دغه هیواد ته ورځی. په سوریه کی ګڼی ترهه ګرې فعالی دی. په سوریه کی د لویدیځو دولتونو او د عربستان، ترکیې، قطر او د سیمې د یو شمیر نورو هیوادونو په شان؛ د هغوی د یو شمیر سیمه ایزو ملګرو کړکیچ زیږونې، دغه هیواد د نړۍ له لس ګونو هیوادونو څخه د ترهه ګرو په پناه ځای او اډې باندی بدل کړئ دئ.

په راتلونکی مطلب کی، د هغو ترهه ګرو په هکله بحث کوؤ، چی له مختلفو هیوادونو څخه سوریې ته ورغلی دی.