د اسرائيلوپارلیماني انتخابات،دنتن یاهو انتخاباتی تاکتیک او چیلنجونه
(last modified Thu, 19 Sep 2019 09:16:48 GMT )
Sep 19, 2019 13:46 Asia/Kabul
  • د اسرائيلوپارلیماني انتخابات،دنتن یاهو  انتخاباتی تاکتیک او چیلنجونه

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د اسرائيلو د پارلیماني انتخاباتو په باب چې د ستمبر په اولسمه نیټه ترسره شوي ، او بین یامین نتن یاهو چې پکې ئې تکراري تاکتیکونو ته مخه کړې وه ، د اکثریت په ترلاسه کولو ئې ماته خوړلې ده ، ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده تر پایه راسره دملګرتیا فرصت ولرئ .

د اسرائيلو دوهم   پارلیماني انتخابات  د ستمبر په  اولسمه نیټه ترسره  شوي د ي.  داسرائيلو پارلیمان (کنیسټ) یو سل شل څوکۍ لري .  د اپریل په نهمه نیټه په وارمخکې انتخاباتو کې  دبین یامین نتن یاهو  په مشرۍ لیکوډ ګوند پکې شپږ دیرش څوکۍ ګټلې وې .د اسرائيلو د منشور په اساس،هغه ګوند چې زیاتره څوکۍترلاسه کړي،لومړی وزیر معرفی کولی اوکابینه جوړولی شي .

لکه څنګه چې په اسرائيلو کې دګوندونو دشمیر په دلیل ،یوګوند هم  هیڅکله  د پارلیمان زیاتره څوکۍ نشي ترلاسه کولی،په اسرائيلو کې حکومتي کابینه تل ائيتلافی وي .دکابینې په جوړولو مامور  لومړی وزیر که په پارلیمان کې د یو شپیته استازو ملاتړ ترلاسه کړي،حکومت جوړ کړي . خو نتن یاهو  چې وئيل کیږي  د ائيتلافی حکومت په جوړولو کې تجروبه لري ،د اپریل  دنهمې نیټې له پارلیماني  انتخاباتو وروسته   او په ۴۲ورځو فرصت کې ئې ائيتلافی کابینه جوړه نه کړائ شوه .  بین یامین نتن  یاهو له دغې ناکامۍ وروسته ، د اسرائيلو پارلیمان چې د مئ په نهه ویشتمه نیټه د دغه پارلیمان ړنګیدو او  د ستمبر په اولسمه نیټه  دبیرته انتخاباتو ترسره کیدا ته رایه ورکړې د اسرائيلو دپارلیمان ۷۴استازودغې غوښتنې ته مثبته رایه ورکړه او   دغه راز ۴۵ استازو ورته منفی رایه ورکړه .په دغې غونډې کې یو استازی هم غیر حاضر ؤ .نتن یاهو چې د کابینې په جوړولو کې ناکامه ؤ ،د پارلیمان د ړنګیدا ئې هرکلی وکړ،ځکه چې که د اسې نه وائ ،نو د صهیونیسټ رژيم مشر باید یو کس د  کابینې دجوړولو لپاره معرفی کړی وائ چې دا د هغه د سیاسی ژوند پاي په معنا  وه .بلاخره دغه انتخابات د ستمبر په اولسمه نیټه ترسره شول  او بین یامین  نتن یاهو هم پکې یو ځل بیا ناکامه شو او اکثریت ئې له  لاسه ورکړ .

Image Caption

 

              بین یامین نتن یاهو  له ۲۰۰۹کال څخه  تر دې د مه  یعني تر یورې لسیزې پورې  د اسرائيلو لومړی وزیر  دی . هغه  له دې مخکې له ۱۹۹۶کاله تر ۱۹۹۹ کلونو پورې  هم دغه څوکه پخپل اختیار کې  درلوده . نتن یاهو تر دې دمه هڅه کړې ، څو دڅلور ځل لپاره پرله پسې  د اسرائیلو لومړی  وزیر پاتې شي .هغه  په انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره تکراري تاکتیکونو څخه  استفادې ته مخه کړې وه .  بین یامین نتن یاهو  پخپل تر ټولو وروستي اقدام کې  ژمنه ورکړې  وه، که په راتلونکوو انتخاباتو کې بریالی شي، نو د  لویدیځي غاړې پر صهیونیسټ میشته ښارګوټو د تیریګر رژیم د حاکمیّت د سیوري د غوړولو لپاره  به سملاسی ،اردن دره  او دبحرالمیت شمالی  سیمې ددغه رژیم  له  ټاټوبي سره یو ځاي کړي .  په همدې خاطر،هم هغه د صهیونیسټ رژيم  د کابینې   ترټولو ورستۍ غونډه د کنیسټ  له انتخاباتو مخکې،یعنی د ستمبر په پنځلسمه نیټه په غور اردن(اردن دښته) سیمې کې جوړه کړه  څو ځينی فیصلې وکړي ، خو دغه وروستي تاکتیک هم ورته څه ګټه ونه کړه او د ستمبر په اولسمه نیټه انتخاباتو کې ئې  پوزه په مځکې وموښل شوه .

            د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو د ستمبر په اولسمه نیټه پارلیماني انتخاباتو کې د کامیابیدو لپاره  ډير زیات لاس اوپښې  وخوځولې،دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د نتن یاهو دبریالیتوب لپاره حتی له دغو انتخاباتو څو میاشتې مخکې  د سورئې نیواکي سیمه جولان هم  د نیواکي ټاټوبی برخه اعلان کړه او په رسمیّت ئې وپيژندله ، نتن یاهو  د روسیې  د ولسمشر ولادیمیر پوتین لمن  ته هم لاسونه واچول ، خو هیڅ ګټه ئې ونه کړه او بلاخره هم د ستمبر په اولسمه نیټه په ترسره شوو انتخاباتو کې ئې ګوند اکثریّت ترلاسه نه کړائ شو او بلاخره به  هم د  نتن یاهو د سیاسی دوران پاي نندارې ته وړاندې کړي .

Image Caption

 

     د بین یامین نتن یاهو حکومت په همداوروستیو میاشتو کې هڅه وکړه  په بیلابیلو  سیمو په یرغلونو سره  ځان د صهیونیسټانو دفاع کونکی وبریښوي ،  په لبنان ، سورئې  اوعراق کې ئې د مقاومت دچورلیز په  مرکزونو او مورچلو هم بمبارۍ  او توغندوي حملې وکړې ، چې د مقاومت  چورلیز له غاښ ماتونکي ځوابونو سره مخ شو او پوزه ئې سپيره شوه  او په پارلیماني انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره د هغه ټوله پلانونه او تاکتیکونه  ناکام شول . حتی تر دې چې د غزې تړانګې د مقاومت ډلو له خوا داسرائيلو  تیریو ته  په توغندوي ځواب کې نتن یاهو دومره سربداله شو، چې مجبوره شو له ویرې  خپله یوه انتخاباتي وینا په نیمه کې پریږدي او دپناه په تکل کې  منډې ووهي .

             بې شکه  صهیونیسټ رژيم  له سیاسی پلوه ډير بې ثباته  وضعیّت تجروبه کوي . په نیواکي ټاټوبو کې سیاسی ګډوډي  په تیره بیا په تیر یوۀ کال کې له ډير بد وضعیّت سره لاس او ګریوان دی د تیر میلادي کال په وروستیو کې بین یامین نتن یاهو  له کابینې د آویګدور لیبرمن په مشرۍ د بهیر په  وتلو سره   د نتن یاهوکابینه له دړې وړې کیداسره مخ شوه او هغه مجبوره شو څو د وارمخکې انتخاباتو ترسره کیدا سره موافقه وکړي . خو داسې ښکاري چې د ستمبر په اولسمه نیټه په ترسره شوو انتخاباتو کې د نتن یاهو د څلورم ځل لپاره د لومړي وزارت څوکۍ خوب پوره نشي  او زیات احتمال  شته چې  د نتن یاهو سیاسی راتلونکی  تورتم شي  اوډ یری نښې نښانې دا هم ښئ چې ممکنه ده د بډو رشوتونو اودرغلیو  په دلیل  هم محاکمه شي .همداراز  د ا سرائيلي پارلیمان (کینسټ )د انتخاباتو وروستۍ نتیجې ددې ښودنه کوي ، چې بین یامین نتن یاهو  د ګړنګ  دپاسه  ولاړ دی او دااحتمال ډير زیات دی ، چې   د  صهیونیسټ رژيم  ددغو وروستیو انتخاباتو په نتیجې  کې به  ددغه رژيم لومړی وزیر هم نوی وي .  البته  بشپړ نتیجه ئې اعلان شوې نه ده  خو نوي فی صدي  نتیجې ددې ښودنه کوي ، دنتن یاهو په مشرۍ لیکوډ ګوند درنده ماته خوړلې  ده .

Image Caption

 

          د تیر اپریل میاشت په پارلیماني انتخاباتو کې  دنتن یاهو په مشرۍ لیکوډ ګوند ۳۶څوکۍ او د  سپین او آبی  ائيتلاف څوکۍ هم ۳۵ وې ، خو په وروستیو انتخاباتو کې  د وروستیو  اعلان شوو نتیجو په اساس  لیکوډ ګونډ تر دې دمه ۳۲څوکۍ او  د سپین او آبی ائیتلاف لوري هم ۳۳څوکۍ  ګټلي دي . مهم ټکی دا دی چې  د صهینویسټ رژيم یدیعوت آحارونوت  عبری ورځپاڼې په همداوروستیو کې په یوه راپور کې وئيلی دي  د  غزې تړانګې په شاوخوا کې  په صهیونیست  میشته ښارګوټو کې  د نتن یاهو په مشرۍ د لیکوډ ګوند  رائ  په اوڅاره توګه کمې شوي  دي ، ځکه  ددغو ښارګوټو اوسیدونکي صهیونیسټان  د تاؤتریخوالي  په زیاتیدا او اړۍ ګړۍ سخت خپه دي .  په بله وینا ، دنتن یاهو  جنګ غواړي  کړچار ، دهغه او دهغه په مشرۍ  لیکوډ ګوند  لپاره   اپوټه اومنفي نتیجه ورکړې ده  او  د صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو نه یوازې دا نه ده منلې چې نتن یاهو امنیت نشي ټينګولی ، بلکې  هغه د ناکراریو اوبې ثباتیو عامل هم ګڼي .

Image Caption

 

      د صهیونیسټ رژيم د پارلیمان یا کینسټ د تیر اپریل دمیاشتې  د انتخاباتو  او  د ستمبر داولسمې نیتې د وروستیو انتخاباتو  دنتیجو بل توپیر  دا دی چې  د مشترک عربی ائيتلاف  رایی  زیاتې شوي د ي ،ځکه  په وروستیو انتخاباتو کې  د نیواکي ټاټوبو د عرباتو د  ګډون  اندازه  زیاته شوې او  په نیواکي ټاټوبو کې   ئې د تیرو  انتخاباتو  په دوام کې د پنځوس فی صدي ودې په نسبت  ئې  په وروستیو انتخاباتو کې وده تر شپیتو فی صدو رسیدلې ده .  په دغې نتیجې سره د  عربو مشترک  ائيتلاف ، په نیواکي ټاټوبو کې د  ددریم  بهیر  په توګه   مطرح کیږي . 

 د عربانو د یو موټي لیسټ مشر ایم عوده   په همداوروستیو کې وئيلی دی ، د انتخاباتو لومړنۍ نتیجې  ښئ چې عربان ، د بین یامین  نتن یاهو دصدر اعظمۍ  دافراط پال  او زوړ پال حکومت  دجوړیدا خنډ کیږي .  بل ټکی دا چې  د آویګدور لیبرمین  په مشرۍ د  اسرائيل د مونږ کور نومې  ګوند  رائي  هم زیاتې شوي دي . په داسې حال کې چې  لیبرمن هم  د  ۲۰۱۸کال په نومبر کې  د بین یامین نتن یاهو د کابینې ددړې وړې کیدا  او هم د  کابینې  په جوړیدا کې  د نتن یاهو  د ناکامۍ  عامل ؤ.  ا وس هم لیبرمن وئيلي دي ، چې  که نتن یاهو   د کابینې په جوړولو مامور شي ، نو هغه  له نتن یاهو سره ائيتلاف نه کوي . دا په دې معنا دی چې  که نتن یانو  دکابینې دجوړولو مامور شي ،نو  د ائيتلافی کابینې په جوړولو کې به  ماته وخوري .

Image Caption

 

   دا  وضعیّت ددې ښودنه کوي  چې بین یامین نتن یاهو  دیوه ګړنګ  ترغاړې ورغلی  دی ، له یوه پلوه نتن یاهو ممکنه ده  د صهیونیسټ رژيم  د مشر له خوا د کابینې په جوړولو مامور نشي .  که دغه پيښه رامینځة شي ، نو نتن یاهو   ممکنه ده د هغو  مالی فساد او  درغلیو د څلورګوڼو  دوسیو په دلیل   چې  ئې لري ، باید د زندان په لاره سم شي . له بل پلوه ، حتی که  نتن یاهو د کابینې  په جوړولو مامور هم شي،نو په انتخاباتو کې  په ترلاسه شوي نتیجې سره  به د  ائيتلافی  کابینې د  جوړیدا امکان ،حتی  د ۲۰۱۹ کال د اپریل او مئ  دمیاشتو  له شرائطو هم لازیات سخت وي او ډیری شناندي اوکارپوهان وائي که نتن یاهو د امریکا او نورو  استکباري قدرتونو لاسونو اوپښو  ته  هم لاس واچوي  ، نو بیا به هم  د  هغه د کابینې دجوړیدا چانس  ډير کم وي  .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه