د قدرت په سر کې د صهیونیسټي لومړي وزیر وروستۍ شپې ورځې
(last modified Tue, 01 Oct 2019 10:59:24 GMT )
Oct 01, 2019 15:29 Asia/Kabul
  • د قدرت په سر کې د صهیونیسټي لومړي وزیر وروستۍ شپې ورځې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د قدرت په سر کې د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر د ورستیو شپو ورځو او مالی فساد په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

د صهیونیسټ رژيم  مشر رووین یولین  بین یامین نتن یاهو  یو ځل بیا  د کابینې په جوړولو مامور کړی دی . په داسې حال کې چې  نتن یاهو او  لیکوډ ګوند داسرائيلو  په  وروستیو پارلیماني انتخاباتو کې  د جنرال بني ګانټس  په مشرۍ د آبی اوسپین نومې ائيتلافه  ماته خوړلې ده .

   په وروستیو شپږو میاشتوکې د اسرائيلو دوهم پارلیماني انتخابات د ستمبر په اولسمه نیټه ترسره شول .د صهیونیسټ رژيم د انتخاباتو د مرکزي کمیشن  مسئولانو ددغه رژيم د پارلیمان (کنسټ)د دوه ویشتمو انتخاباتو  نهائي نتیجې داسې اعلان کړي،چې  د جنرال بنی ګانټس په مشرۍ د آبی  او سپين ائيتلاف بریالی شوی،د کنسټ  ۳۳څوکۍ وګټي او د انتخاباتو بریالی ګوندشي .د بین یامین نتن یاهو په مشرۍ  لیکوډ ګوندهم ۳۲څوکۍ ګټلي دي. د عربانو مشترک لیست  هم دیارلس،شاص ګوند  نهه ،اسرائیل دمونږ کور نومې ګوند اته ،د توراتی یهودیّت اتحاد  اوه ،د آیلت شاکلد په مشرۍ یمنیناه ګوند اوه،دکار ګوند ،شپږ،او ډيموکراټيکې اتحادئې  هم پنځه څوکۍ ګټلي دي .

نتن یاهو  دلیکوډ ګوند پر ۳۲څوکیو سربیره د شاص یا شص  ګوند په نهو څوکیو،د توراتي یهودیّت داتحاد په اوو څوکیو  او یامینا ګوند له اوو څوکیو ملاتړه هم برخمن دی چې په ټول کې ۵۵څوکۍ کیږي .له بل پلوه  جنرال بنی ګانټس د آبی  اوسپين  ګونډ پر ۳۳څوکیو سربیره ،د ډيموکراټيکې اتحادئې،دعربانو دګډ لیسټ له شپږو،دکارګوند له پنځو او د ډيموکراټيکې اتحادئې  دپنځو استازو له ملاتړه برخمن دی  او په ټول کې  دکابینې د جوړولو لپاره  له  ۵۴څوکیو برخمن دی .عربی بلد ګوند چې درې څوکۍ لرياو اسرائيل دمونږ کور نومې ګوند   په اتو څوکیو سره نه د جنرال ګانټس او نه هم د نتن یاهو ملاتړ کړی دی .  له ۱۹۴۹کال څخه چې  په نیواکي ټاټوبو کې  لومړني پارلیماني انتخابات  شوي ، تر نن پورې  یوه ګوند  هم ځان ته یو شپیته څوکۍ نه دي ګټلي او تل  په نیواکي ټاټوبو کې ائيتلافي  حکومت  جوړ شوی دی .

Image Caption
Image Caption

 

             په اسرائيلو کې  د کابینې دجوړولو لپاره  یو مهم ټکی دا دی چې ددغه رژيم مشر ضروري نه دی،چې بریالی ګوند د کابینې د جوړولو مامور کړي.په حقیقت کې،د صهیونیسټ رژيم مشر (ریولیّن)  پارلیمان ته درسیدلو ګوندونو د مشرانو  دسپارښتنو په اساس یو کس د لومړي وزیر په توګه د کابینې د جوړولو مامور کوي .جنرال بنی ګانټس د ملی وحدت حکومت د جوړولو لپاره  دنتن یاهو  له وړاندیز سره مخالفت کړی دی . د عربانو ګډ لیسټ چې دیارلس څوکۍ په اختیار کې لري ، په پيل کې ئې د یوه ګوند په توګه د جنرال ګانټس  ملاتړ کړی ؤ څو  دهغو کسانو شمیر چې  له هغه ملاتړ کوي ،۵۷کسانو ته ورسیږي،خو بلدګوند چې دعربانو دڅلورګوڼو  ګوندونو ائيتلاف یوه برخه  او   دعربی ائيتلاف درې څوکۍ لري ، وئيلي دي،  چې حاضر نه دی له جنرال ګانټس څخه د لومړي وزیر په توګه  ملاتړ وکړي . پردې ا ساس، د هغو کسانو شمیر چې د جنرال ګانټس له صدراعظمۍ ئې ملاتړکړی دی ،۵۴څوکیو ته راکم شوي دي .په داسې حال چې نتن یاهو د پارلیماند ۵۵څوکیو ملاتړ لري . تر ټولو وروستي ځل چې د اسرائيلو یو سیاستوال د عربانو دګوندونو په ملاتړسره قدرت ته رسیدلی،په ۱۹۹۲کال کې ؤچې د ډيموکراټيک اتحاد او دسولې اوعدالت  ډيموکراټيکې جبهې نومې دعربانو دوه  ګوندونود اسرائيلو د کیڼ پال سیاستوال اسحاق رابین  دصدراعظمۍ  ملاتړ کړی ؤ ،خو  په کابینې کې ئې ګډون نه ؤ کړی .

Image Caption

 

           دې وضعیّت ته په پام سره چې  نتن یاهو یو ځل بیا د صهونیسټ رژيم  د مشر له خوا د  کابینې په جوړولو مامور شوی دی ، نتن یاهو باید   په اته ویشتو ورځو کې  چې  تر څوارلسو نورو ورځو پورې د تمدید وړ  دی .  داسرائيلو نوی کابینه جوړه کړي . په عین حال کې ، شناندي او رسندوئې  په ډې اند دي چې  جنرال ګانټس  د کابینې دجوړولو لپاره  دنتن یاهو په بې وسۍ  تقریبا ډاډمن  دی .

فرانس پریس آژانس  په یوه مطلب کې لیکلی دي ،د صهیونیسټ رژيم  لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو  له سیاسی بندونه د  صهونیست رژيم  د ویستلو لپاره د یوه  ائيتلافي  حکومت د جوړولو لپاره  غیر ممکن ماموریت پیل کړی دی او باید په اته ویشتو ورځوکې د اسرائيلو د پارلیمان د نورو شپږو  استازو په پخلاکیدا سره دکابینې دجوړولو توان ترلاسه کړي،چې د یوشپيتو  استازو ملاتړ ورته ضروري دی .

             د صهیونیسټ رژيم اوسنی لومړی وزیر نتن یاهو  دراتلونکي کابینې د جوړولو لپاره  له څو مهمو چیلنجونو سره لاس او ګریوان دی . لومړی چیلنج دا دی چې نتن یاهو  باید د :اسرائيلو دمونږ کور نومې د ښي پال یا زوړپال  ګوند دمشر آویګدور لیبرمن پخلا کیدا ترلاسه کړي .دغه ګوند د اپریل د نهمې نیټې په انتخاباتو کې  پنځه څوکۍ ګټلي وې،خو له نتن یاهو سره ئې د کابینې دجوړولو لپاره ائيتلاف ونه کړ او همدا موضوع   د ستمیبر  د اولسمې نیتې  په انتخاباتو کې اتو څوکیو ته ددغه ګوند  دڅوکیو دشمیر په زیاتولو کې  مهمه عامله ثابته شوه . لیبرمن  له یوه پلوه  له نتن یاهو سره  د ارتدوکس یهودیانو ته  د دندو  د ورکولو د ضرورت په سر  دنظر جدي اختلاف لري  او  دنتن یاهو په اپوټه د ارتدوکس یهودیانو د کار  کولو  په ضرورت ټینګار کوي  او له بل پلوه باؤري دی،چې نتن یاهو  له اندازې زیات قدرت په اختیار کې لري  او همدا موضوع هم د هغه دفساد  عامله ثابته شوې ده  او اوس نتن یاهو  د صدراعظمۍ څوکۍ ته د رسیدو په ځای باید   د مالی فساد اود رغلیو په  دلیل زندان ته لاړ شي .

Image Caption

 

         ډیری شناندي وائي  په دې  اساس،هماغه راز لیبرمن  د صدراعظمۍ څوکۍ د ترلاسه کولو  او دنوي کابینې  د معرفي کولو لپاره  دنتن یاهو دلارې تر ټولو مهم خنډ کیدلی شي ، مګر دا چې  نتن یاهو  په نوي کابینې کې  لیبرمن ته لامهم ځاي او  حیثّیت ورکړي . 

 د نتن یاهو په وړاندې دوهم  مشکل او چیلنج  دا دی چې  د آبی اوسپين  ائيتلاف  مشر جنرال بنی ګانټس  پرله پسې دوه ځله  دملی وحدت کابینې د جوړولو لپاره د نتن یاهو وړاندیز رد کړ ی دی ..

رسندوئې لیکوډ ګوند او آبی او سپين ائيتلاف دوه مخالف او نه پخلاکیدونکي  بهیرونه  یاد کړي دي،چې  داسرائيلو  په پارلیماني انتخاباتو کې ئې تر ټولو زیاتې څوکۍ هم ګټلی دي . جنرال بني ګانټس  د نتن یاهو په  ګډون سره  دملی وحدت د کابینې  له جوړیدا سره  دخپل مخالفت  دلیل داسې بیان کړی ، چې  بین یامین نتن یاهو  د فساد له څلورګوڼو تورونو  سره لاس اوګریوان دی  او آبی او سپين ائيتلاف به دداسې کابینې برخه نشي ، چې  مشر ئې  په جدي تورونو ککړ وي .  د جنرال ګانټس  دغه څرګندونې  سره له دې چې   د ملی وحدت کابینې له جوړیدا سره د  هغه دمخالفت ښودونکي دي ، په عین حال کې ښئ چې   دګانټس له نظره  که دملی وحدت کابینه جوړیږي ، نو حتما به ئې لومړی وزیر  نتن یاهو  وي ،ځکه د مالی فساد په دوسیو کې  د لومړي وزیر  د قضائي خوندیتوب  لپاره هغه تر ټولو زیاته هڅه کوي .   

Image Caption

 

             د بین یامین نتن یاهو  دریم مهم چیلنج دا دی چې د تیر اپریل میاشتې  له انتخاباتو سره  په پرتله کې د لیکوډ ګوند دڅوکیو شمیر څلور څوکیو پورې کم شوی  او ۳۲څوکیو ته رسیدلی دی . دا موضوع  په دې معنا دی  چې په نیواکي ټاټوبو کې  په څلورو کې یوازې یوه برخه اوسیدونکي د نتن یاهو د صدراعظمۍ د دوام غوښتونکي دي  او  له هغه  د خلکو دخپګان  بهیر لازیات شوی دی .د صهونیسټ رژيم  د پخوانی لومړي وزیر ایهود اولمرت ټویټري پيغام  هم په همدې لړ کې دی ،  چې ئې نتن یاهو ته  په خطاب کې لیکلي دي ، انصراف بده خبرده ده  او استعفی ورکړه ،خپل کور ته وګرځه  او اجازت ورکړه مونږ  هم د یوه  انسان په څير  ژوند وکړو ، له ستا به ډیره مننه وي که  نوي انتخابات ترسره شي ::::

               که چیرې  بین یامین نتن یاهو  په اته ویشت ورځني فرصت کې  چې   څوارلس ورځې نور هم د تمدیدیدو وړ دی،ونه توانیږي،نوي کابینه جوړه کړي ،نو صهیونیسټي مشر جنرال بنی ګانټس دنوي کابینې  په جوړولو مامور کولی شي .یوه داسې موضوع چې ګانټس  هم پکې نظرکې نیولې ده .په عین حال کې بین یامین نتن یاهوبه چې  له ۲۰۰۹کاله تر دې دمه  په نیواکي ټاټوبي کې  د صدارعظمۍ څوکۍ په اختیار کې لري  او پوهیږي ، چې  د لومړی وزارت څوکۍ  په  اختیار کې د درلودلو له امله خوندیتوبد هغه د محاکمه  نه کیدا او دحتی  زندان ته دهغه د نه تلو لامل شوی دی ،هڅه وکړي د دریم ځل انتخاباتو  دترسره کیدا لپاره حرکت وکړي .د دریم ځل لپاره د انتخاباتو ترسره کیدا لږ ترلږه  نتن یاهو ته دا فرصت ورپه برخه کوي ، چې د څو نورو میاشتو لپاره د کابینې دسرپرست په توګه  خپل فعالیت ته دوام ورکولی شی  او ممکنه ده  له دې فرصته  د  میرمنې او دهغه  د فساد دوسیو د پاکولو لپاره  استفاده وکړي  او په نهایت کې   له زندانه  په ویریدا سره  له قدرته  څنګة نشي.

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه