نصر من الله عملیات، د یمن د مقاومت د جبهې اقتدار
(last modified Wed, 02 Oct 2019 08:10:35 GMT )
Oct 02, 2019 12:40 Asia/Kabul
  • نصر من الله عملیات، د یمن د مقاومت د جبهې اقتدار

ګرانو دوستانو! لکه څنګه چې خبر یئ د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع تیره شنبه د (نصر من الله) عملیاتو په عنوان سره د سعودي عربستان خلاف د یمن د وسله والو ځواکونو د سترو عملیاتو خبر ورکړ او ورپسې د اتوار په ورځ یې د دغو عملیاتو مختلف اړخونو تشریح کړل.

په دې لیکنه کښې د دغو عملیاتو علتونه، اهمیت، پيغامونه او پایلې څیړو.

نصر من الله عملیات د یمن خلاف د سعودي ائتلاف د روان جنګ په پنځه پنځوسمه میاشت ترسهر شول. دا عملیات په مختلفو وجوهاتو ډیر اهمیت لري.

د دغه اهمیت یوه مهمه وجه دا ده چې د یمن د دافع هوا ځواکونو په ملاتړ سره د دغه هیواد د پوځ د ځمکني ځواک او ولسي مبارزانو له خوا ترسره شوې دي. په دې وجه له یوې خوا ځمکني عملیات وو په داسې حال کښې چې آل سعود له ځمکني جنګه ډډه کوي ځکه چې د ځمکني جنګ لپاره ځايي او کارنده انساني ځواک نه لري. له بلې خوا یې د یمن د پوځي ځواکونو ترمینځ ملګرتیا آل سعود ته څرګنده کړه. دا عملیات ښودنه کوي چې یمنیان له آل سعود سره نیغ په نیغه جنګیدو او ځمکنۍ نښتې ته تیار دي خو د سعودي ځواکونو د تالي څټي توب په وجه سعودي ائتلاف دغه چمتووالی نه لري.

د دغو عملیاتو د اهمیت یوه بله وجه هغه ډیر زیات تاوان دی چې آل سعود ته رسیدلی دی. په دغو عملیاتو کښې درې سعودي لواوې له مینځه لاړې، د هغوي تجهیزات په غنیمت ونیوی شول او د آل سعود زرګونه تنه لاس پوڅي د انصار الله له خوا اسیران کړی شول.

عربستان د ارامکو خلاف په شویو عملیاتو باندې د ایران د اسلامي جمهوریت په تورنولو سره هڅه درولده چې یمنیان سپک کړي خو نصر من الله عملیات آل سعود ته د یمني مقاومت د ځواکونو سخت ځواب و چې د آل سعود لپاره یې ستر سیاسي سپکاوی په ځان پسې لرلی دی.

د دغو عملیاتو د اهمیت یوه بله وجه هغه ډیر رواني او نفسیاتي آثار دي چې د آل سعود لپاره یې لري. یمني ځواکونو د دغو عملیاتو د ترسره کولو لپاره شپږ میاشتې اطلاعاتي کار وکړ خو سعودیان پرې خبر نه شول. یمني ځواکونو په دغو عملیاتو سره آل سعود ته دا پيغام ورسوه چې د عربستان خلاف ټول عملیات خپله یمنیان پلانوي او اجرا کوي یې. سعودي ځواکونه د ځمکنیو عملیاتو په وجه هغه د بل کوم هیواد کار نه شي بللی او په هم دې وجه یې چپتیا غوره کړې ده.

**

                نصر من الله عملیات یوشمیر مهم پيغامونه هم لري. د دغو عملیاتو وړومبی پيغام دا دی چې ثاتبوي سعودي عربستان هڅه کوي چې د جنګ په شمول ټول مسائل په پیسو سره حل او مدیریت کړي حال دا چې په پیسو سره د کرایې ځواکونه تر مرګه پورې جنګیدو ته نه شي مجبورولې. په دې بنیاد په نصر من الله عملیاتو کښې ډیر سعودي تالي څټي وسله وال وتښتیدل او کابو دوه زره نور تسلیم شول.

د دغو عملیاتو دویم پیغام دا دی چې یمنیان په ډاګه د دفاع له مرحلې څخه د حملې مرحلې ته ورسیدل. له دفاع نه حملې ته دغه انتقال په دې معنا دی چې نور نو سعودي ائتلاف د جنګ د دوام، د هغه د راتلونکي او هم داشان یې د پایلو د لارې ټاکونکی نه دی بلکې مجبور دی چې د جنګ د ختمولو په لور لاړ شي ځکه چې که داسې ونه کړي نو باید د یمنیانو د لاسختو حملو په تمه ووسي. د یمن د انصار الله ویاند محمد عبدالسلام په دې هکله وویل چې نصر من الله عملیات د یمن په خاورې باندې د تیري کونکو او نیواکګرو لپاره دا خبرداری لري چې له دې وروسته به لا سختو ماتو سره مخامخ شي.

د دغو عملیاتو دریم پیغام د یمني مقاومت د خبرداریو اجرايي کیدل دي. سعودي عربستان د ارامکو په تاسیساتو باندې د یمنیانو له حملې وروسته څو ځلې د یمن مختلفې سیمې بمباري کړې او انصار الله ورته خبرداری ورکړ چې که د سعوديانو دغه حملې دوام ولري نو سخت او غوڅ ځواب به ترلاسه کړي. د نصر من الله عملیاتو د مختلفو اړخونو په ډاګه کیدل د سعودي ائتلاف حملو ته د یمنیانو پریکنده ځواب او د دې پيغام انتقال و چې خبرداري یوازې د خولې تر حده نه دي بلکې اجرايي کیږي هم.

د یادو عملیاتو څلورم مهم پيغام دا دی چې په سیمه کښې د مقاومت د جبهې اقتدار او د امریکې او د هغې د انډیوالانو د چټي سیاستونو د ماتې ښودنه کوي. د دغه اقتدار اوج په یادو عملیاتو کښې د سعودي ائتلاف د ډیر زیات شمیر ځواکونو ژوندي نیول او اسیران کیدل دي.

نصر من الله عملیات هم داشان د اماراتو لپاره یو جدي خبرداری دی چې په یمن کښې د شخړې له هر ډول زیاتولو باید ډډه وکړي ځکه چې هغوي د اماراتو په خاوره کښې د مقاومت د جبهې ګوذارونو د زغملو توان نه لري او مهم تاسیسات یې تل د یمنیانو د ورانونکو حملو په شیش کښې دي. په حقیقت کښې دغو عملیاتو د سعودي تالي څټو د توان د تحلیل په وړاندې د یمنیانو ورځ په ورځ زیاتونکی قدرت په ډاګه کړ. په دې حالت کښې به د جنګ د دوام لګښت د سعودي عربستان په اوږو یو دروند بار کیږدي.

**

                نصر من الله عملیاتو د یمن د جنګ په هکله مهمې پایلې هم درلودلې. وړومبۍ پایله یې دا ده چې سعودي عربستان یې د (پوځي سربدالۍ او حیرانۍ) مرحلې ته ورسوه. النشره ویب سایټ د دغو عملیاتو په څیړنه کښې لیکلې دي: که د آرامکو تیلي شرکت د چڼځیو په کمپلکس باندې حملې د عربستان د تیلو د نیمايي تولید د بندیدو سبب شوه او هغه ډیر مهم اقتصادي قطب ته یې سخت ګوذار ورکړ چې د عربستان خزانه ډکوي د نګ د لګښت د برابرونې او د امریکايي وسلو د اخیستو د دوام توان برابروي، نو په نجران کښې پوځي عملیات یوه داسې پوځي زلزله ګڼلی شو چې د عربستان پوځ او د هغه تالي څټي یې ولړزول او د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان یې هک حیران کړ په تیره بیا هغو ویډیوګانو چې د عربستان د پوځي لواو د محاصرې او د عربستان په ټانکونو او پوځي ګاډو باندې د ولکې او د لسګونو عربستانه عسکرو په شمول د دوه نیمو زرو وسله والو له نیول کیدو څخه خپرې شوې، د سعودي د سیاسي او پوځي مسئولانو لپاره بوږنونکې وې او د عربستان د هغو هم تړونه هیوادونو په پلازمینو په تیره بیا واشنګټن کښې د غمیزې او شاک سبب شوې چې د یمن خلاف جنګ کښې د عربستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

د دغو عملیاتو دویمه پایله او نتیجه دا ده چې د سعودي ائتلاف د غړو ترمینځ اختلاف لازیاتوي ځکه چې په دغه ائتلاف کښې د عربستان د ملګرو ترمینځ په دې جنګ کښې په ماتې باندې باور پياوړی کیږي. له دې مخکښې امارات په عربستان باندې د یمنیانو د بیا بیا توغندوي او ډرون حملو وروسته دې جمع بندۍ ته رسیدلې وو چې دا جنګ به د سعودي ائتلاف په بریا سره پاې ته ونه رسیږي. نصر من الله عملیات د عربستان په انډیوالانو کښې دا باور پياوړی کوي او په جنګ کښې د سعودي ائتلاف د ټوټې کیدو او د ریاض د یوازې پاتې کیدو احتمال زیاتوي.

د نصر من الله عملیاتو دریمه پایله د یمن د اوسني قدرت په جوړښت کښې د انصار لله په توانمنۍ باور او اعتراف دی. دې عملیاتو په پوځي تاکتیک او څه باندې په ۴۰۰ کیلومیټره پراخه ساحه کښې د یو ستر جنګ په جنګي اداره کولو او مدیریت او په میدانِ جنګ باندې په ولکې او د بې پایلټه الوتکو په وسیله په نجران او جیزان کښې د پوځي هوايي ډګرونو او په پلازمینه ریاض کښې د عربستان د پوځي قومندانۍ د مرکز د ویشتلو له لارې د جنګي الوتکو په لرې کولو کښې د یمن د پوځ او ولسي مبارزانو لوړ قدرت منعکس کړ. په حقیقت کښې په هغو سټراټیجکو بدلونونو سره چې د یمن د جنګ په ډګر کښې رامینځته شول او کومې مهمې بریاوې چې د یمن پوځ او ولسي مبارزانو ترلاسه کړې، نور نو د یمن د قدرت په جوړښت کښې د انصار الله او د هغه د انډیوالانو د ناڅه شمیرلو امکان نشته او دغه بریاوې په یو ډول د یمن د جنګ په هکله د امنیت شورا د ۲۲۱۶ پریکړه لیک د باطلیدو سبب کیږي.

د یادو عملیاتو دریمه پایله هم د جنګ د ختمولو په لور د آل سعود تګ کیدی شي. په هم دې لړ کښې سعودي ولیعهد محمد بن سلمان وویل چې د حوثیانو له خوا د اوربند اعلان د سیاسي خبرواترو د پرمختګ لپاره یو مثبت ګام دی. په حقیقت کښې په داسې حال کښې چې عربستان، انصار الله په یمن کښې یو ناروا او غیرقانوني لوبغاړی ګڼه او په جنګ سره یې ادعا کړې وه چې یمن ته د مشروعیت او رواوالي د ورستنولو کوشش کوي، اوس له انصار الله سره مذاکرې ته د چمتووالي په اعلانولو سره یې هغه ضمناً په یمن کښې د یو قدرتمند او پياوړي لوبغاړي په توګه منلی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه