پر داعشي تکفیری ترهه ګرې ډلې د مقاومت د چورلیز د بریالیتوب د دوهمې کلیزې
(last modified Thu, 21 Nov 2019 12:03:03 GMT )
Nov 21, 2019 16:33 Asia/Kabul
  • پر داعشي تکفیری ترهه ګرې ډلې  د مقاومت د چورلیز  د بریالیتوب  د دوهمې  کلیزې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو ،په دې شیبو کې په لویدیځي آسیا کې د مهمو بدلونونو په دوام کې په سورئې کې پر داعشي تکفیری ترهه ګرې ډلې د مقاومت د چورلیز د بریالیتوب د دوهمې کلیزې په په مناسبت درسره غږیږو، هیله ده تر پایه راسره مله ووسئ .

دوستانو د ۲۰۱۷کال د نومبر یویشتمه نیټه وه چې  د  ایران داسلامی جمهوریت د سپاه قدس د ځواک  قوماندان سردار قاسم سلیماني  د اسلامی انقلاب معظم لارښود ته  په یوه لیک کې  په سورئې کې پر داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  د مقاومت د چورلیز   بریالیتوب   اعلان کړ . د ۲۰۱۹کال د نومبر یویشتمه نیټه  پر داعش د مقاومت د چورلیز د بریالیتوب د اعلان دوهمه کلیزه ده .

     دوستانو سوریه په ۲۰۱۱کال کې  د حکومتي ضد اعتراضونو دراپورته کیدا شاهده وه . داسې  اعتراضونه چې  د لویدیځي ، عربی او عیبري  چورلیز په  لاسوهنې سره  په ترهه ګر جنګ بدل شول . دسورئې په بحران کې ددغه درې اړخیز یا مثلثي  چورلیز  د لاسوهنې له امله ، هغه ترهه ګرې ډلې چې  له دې مخکې  په نورو هیوادونو په تیره  بیا  په افغانستان  او  عراق کې موجودې وې  په سورئې کې دیره شوې او  همداراز ډيرې زیاتې نوي ترهه ګرې ډ لې ټپلې  راوپنځول شوې  او  د نوموړي مثلثي  چورلیز  د ملاتړ په سیوري  کې او  د نړۍ  د څه دپاسه اتیاؤ هیوادونو  د ښاریزو په جذبولو  سره ئې  د سورئې له ولسی نظام سره  جنګ ته مخه کړه .

Image Caption

 

داعشي ترهه ګره ډله   یوه هغه مهمه ډله ده چې   د سورئې له نظام سره ئې  په جنګ کې  فعال ګډون درلودلی دی . دغې ترهه ګرې ډلې  له ۲۰۰۳کال څخه  په عراق د  امریکا له حملې او پنځلس کاله مخکې راهسې ئې  د صدام  په نسکوریدا پسې  په بیلابیلو نامو سره  موجودیّت درلود او  په ۲۰۱۴کال کې ئې  هم د ابوبکر البغدادي په مشرۍ سره د  د تش په نامه عراق  او شام  اسلامی حکومت  په نامې سره خپل موجودیّت اعلان او د خلافت  ادعا ئې وکړه او پّ عراق او سورئې کې ئې پراخې سیمې هم ونیولې .

              په عراق او سورئې کې  له پراخو سیمو لاندې کولو وروسته داعش ترهه ګرئې ډلې د سورئې  په الرقه  او  دعراق  په موصل کې  دخپل بلل شوي خلافت پلازمینې  اعلان کړې .  داعش د برمته شوو کسانو د سرونو د غوڅولو   او د  ډ له ایزو پانسیو د ویډیوګانو  دخپرولو په تکتیکونو سره  په خلکو کې ویره او وحشت خور کړ .

  د ایران د سپاه قدس ځواک  قوماندان  سردار قاسم سلیماني   په هغه لیک کې چې داسلامی  انقلاب  معظم لارښود   ته ئې  لیکلی ، دغه ترهه ګره ډله ئې  توره فتنه  بللې او  د هغې دجنایتونو ځيني برخې ئې انځور کړي دي .هغه په دغه لیک کې  د خپلو کورنیو  په وړاندې د ژوندي سړیو  دپوستکو د ویستنې  یا دماشومانو د سرونو دغوڅولو،د بې ګناه عامو ښځو او  انجونو دنیوللو او پر هغوي د جنسي تیریو،د ژوندي کسانو د سوزولو او د سلګونو ځوانانو  په ډله ایزې ذبح کولو،د مسلمانانو د جوماتونو او سپيڅلو ځایونو د ورانولو  او د ځينو  جوماتونو  په بمونو سره   د چاودنوچې  د جمې د امام او لمونځ کونکو سره یو ځاي  په وینو کې لیت پیت کیږي ، بوږنونکي جنایتونه ئې په عراق او سورئې کې د داعشی تکفیریانو کړنو ځينی برخې ښودلي دي .

Image Caption

 

 د ایران د قدس ځواک  قوماندان  همداراز په دغه لیک کې لیکلي دي؛ له دغه زهرجن او بوږنونکي طوفان څخه ددغو هیوادونو (سورئې او عراق ) مسلمانان ، دتکفیري  جنایتکارو د  خنجرو او تیرو تورو  له خطرناکو تیغو سره  مخامخ  دي  او په میلیونونو نور خلکو خپلې خونې او  ځایونه پریښودلي او  ښار ښار او هیواد په هیواد  کډه په سر شوي دي . د ځان مرګو  په بڼه   له اسلام څخه د دفاع  په نامې سره څه دپاسه  شپږ زره  دوکه شوي ځوانانو  له چاودیدونکوموادو په ډکوګاډو سره،ځانونه په چوکونو،جوماتونو، ښونځیو، حتی  په روغتونونو  او د مسلمانانو په عمومی ځایونو کې  چاودولي  چې ددغو جنایتکارو  کارونو  په  نتیجې کې  په لسګونو زره  بې ګناه سړي ، ښځې او ماشومان  شهیدان شوي دي .

 د غه ټول جنایتونه ، د  امریکا د تر ټولو لوړ رسمي چارواکي  د اعتراف په اساس ، چې  همدااوس ددغه هیواد  ولسمشري په غاړه لري ،له امریکا سره  د اړونده مشرانو او  اړونده ادارو  په وسیله پلان او اجرا شوي دي .لکه څنګه چې  هماغه راز دغه روده  د امریکا د اوسنیو مشرانو په وسیله  د پلانیدا او اجرا په حال کې د ه    

 په عراق او سورئې کې د داعشي تکفیریانو جنایتونه  تر دې حده ویرونکي او حششتناک  وو،چې دبخښنې نړیوالې ادارې،ددغې ډلې کړنې د قومي او پرګنیزې پاکونې  مصداق معرفي کړی دی .

                 دوستانو لکه  څنګه چې خبریاست،د عراق او سورئې په پولې کې واقع د البو کمال  ښار د آزادونې د عملیاتو په ختمیدو او د تکفیری داعشي ترهه ګرې ډلې د بیرغ په کوځولو او د سورئې د بیرغ  په رپيدو سره،د ۲۰۱۷کال  د نومبر په یویشتمه نیټه،په سورئې کې د داعش د تش په نامه  خلافت د وحشت او ویرې  پاي اعلان شو . 

Image Caption

 

اټکلونه د دې ښودنه کوي ،  چې داعشي جنایتکارو په عراق او سورئې کې  څه دپاسه پنځه سوه  میلیارډ ډالر تاوانونه اړولي دي .

 د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  په وینا، داعش ، په لویدیځي آسیاسیمې کې  د واشنګټن   جوړه شوي لوبتکه  ده . په حقیقت کې  داعش  په لویدیځي آسیا سیمې کې د نړۍ د ترټولو سترې ترهه ګرې ډلې په توګه د سعودي عربستان ، امریکا او انګلستان  په مالی، سیاسی ، پوځي ،  او فکري ملاتړونو سره  په اوږدمهاله موخو سره  راپنځول شوې  ده . د عراق او شام  د دولت  په عنوان  د یوه حکومت جوړیدا او د عراق او سورئې د هیوادونو د پراخو سیمو نیواک ، د سیمې  د  هیوادونو د ویشلو  او له صهیونیسټ رژيم سره په مقابلې کې د  مقاومت د چورلیز د له مینځه وړلو  په موخې سره  ؤ .

                په عین حال کې  له هغو بوږنونکو جنایتونو وروسته چې   دغې تکفیری ترهه ګرې ډلې ترسره کړي ،، امریکا   په ۲۰۱۴کال کې  له داعش سره د مبارزې لپاره   تش په نامه نړیوال ائيتلاف  جوړ کړ، یو داسې ائيتلاف چې  د ډيرو شننو او شواهدو  په اساس  د داعش په  نابودولو پسې نه ، بلکې ددغې ترهه ګرې ډلې  کمزوری کیدا ئې تعقیبوله .

 د داعش جنایتکارې ډلې  په باب د امریکا د حکومت ددغه کړچار په مقابل کې  د ایران د اسلامی جمهوریت ،دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ ، سورئې پوځ او نوره مقاومتي ډلو باندې مشتمل  مقاومتي چورلیز د روسیې  په ملګرتیا سره ،  د داعش د له مینځه وړلو او ددغې جنایتکارې او وحشي ترهه ګرې ډلې  له سپيرۀ وجوده  د عراق او سورئې  د پاکونې لپاره  جدي  مبارزه پیل کړه .  له داعش سره ددغه چورلیز  دمبارزې مهمه  نتیجه ، ددغې ترهه ګرې ډلې  په لاس د بغداد او دمشق  د نسکوریدا مخنیوی  ؤ .  داپه داسې حال کې دي چې  د داعش ترهه ګرې ډلې له خوا د موصل  ښار له نیواک وروسته   امریکائي سټراټژۍ پلانونکو  وئیلي وو ،  څه دپاسه دیرش کلونه به و اخلي ،څو  د داعش له منګولو او  نیواکه  موصل ښار  آزاد کړائ شي . په داسې حال کې چې  د مقاومت چورلیز  په درست توان سره  د داعش پر نابودۍ تمرکز کړی ؤ، ډير راپورونه شته چې  ثابتوي ،د امریکا په مشرۍ  د داعش په ضد دتش په نامه مبارزه کونکی ائیتلاف ، له داعش سره په مبارزې کې د مقاومت د چورلیز  د ناکامولو لپاره  له دغې ترهه ګرې او جنایتکارې ډلې سره  مرستې کولې .  په همدې اساس ،   په سورئې کې  د داعش د پاي له  اعلانه یوازې  څو ورځې مخکې،خبري سرچینو راپورورکړ،واشنګټن  د عراق او سورئې له پولو  په هوائي نقشې او تصویرونو اخستو سره  دغه هرڅه  داعش ډلې ته  د مرستې په توګه  وړاندې کړي دي . رسندویو همداراز راپورورکړی ، چې  د اسرائيلو  جاسوسي او اطلاعاتي  الوتکو هم  له البو کمال څخه  نقشې او تصویرونه اخستي  او دغه  پلانونې او نقشې ئې  بیا داعشي جنایتکارو ته په اختیار کې ورکړي دي  څو دغه ډله   د مقاومت د چورلیز په ضد  په اقدام  لاس پورې کړي .

Image Caption
Image Caption

 

                   په دغو ټولو کارړنګونو سره سره چې امریکا او دهغې متحدانو ترسره کړي ،د ۲۰۱۷کال د نومبر په یویشتمه نیټه  د  مقاومت د چورلیز له خوا  په  سورئې کې د داعش جنایتکارې ترهه ګرې ډلې  دخلافت پاي اعلان شو. د اسلامی ایران په مشرۍ د مقاومت چورلیز له داعش سره په جنګ کې ډير زیات شهیدان وړاندې کړل ،خو ثابته ئې کړه چې ددغې ډلې ناکامولو، دیرش کلن وخت ته اړتیا نه لري .په عین حال کې  دمقاومت چورلیز وښودله  چې د لویدیځي آسیا سیمې د ګډوډولو او په دغې سیمې کې  د سیاسی او امنیتی  حالاتو د ترینګلي کولو او د اړۍ ګړۍ د رامینځةکولولپاره د امریکا او د هغې دمتحدانو له خوا د پلان شوي لوبې د له مینځه وړلو توان لري او په امریکا او لویدیځ  تکیه کونکي وارداتي امنیت په اپوټه چې له هرڅه زیات د عربانو د شتمنیو د چورتالان او غلاکولو لامل کیږي،د مقامومت د چورلیز ځاي امنیت،د هیوادونو د ویشل کیدا او دسیمې په سویه د  ناکراریو او تاؤتریخوالو د پراخیدو  خنډ کیږي .

          بې شکه  د عربی ،عیبري او لویدیځي  چورلیز   په سورئې کې د داعش په ماتې کې د مقاومت د چورلیز د سټراټژۍ دبریالیتوب اصلی بایلونکی مثلت  ؤ، ځکه  ددغه هیواد د سیاسی نظام  دنسکورولو او  ددغه هیواد دویشلو خوب  په رسمي ډول  له مینځه لاړ . په سورئې او عراق کې د داعش له مینّځه تللو ثابته کړه،له ترهه ګرۍ د ملاتړ په څير  تورونه چې د  لویدیځي،عربی او عیبري درې ګوڼه مثلث له خوا پر مقاومتي چورلیز لګول کیږي،نه یوازې  یو باطل اساس دی،بلکې زیاتره راپنځول شوي ترهه ګرې ډلې په مستقیم ډول د لویدیځ او په تیره بیا دامریکا له خوا  جوړې شوي دي او یا په لویدیځي آسیا سیمې کې د هغوي د سیاست نتیجه حسابیږي .

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه