لويديځه اېشيا په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۸-۱۱-۱۲
(last modified Mon, 03 Feb 2020 03:04:17 GMT )
Feb 03, 2020 07:34 Asia/Kabul
  • لويديځه اېشيا په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۸-۱۱-۱۲

. د ډونالډ ټرمپ لخوا د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه پلان مخکتنه، د دغه پلان په اړه پراخ غبرګونونه او د سعودي په خلاف د يمنيانو د البنيان المرصوص نومې عمليات په تېره هفته کښې د اېشيا د لويديځې سيمې ځينې مهم واقعات وو چې په دې مطلب کښې به يې شننه وکړوو.

د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې هفتې د نهې په ورځ په سپينې ماڼۍ کښې د صهيونېسټ رژيم له وزيراعظم سره يوځاے د پېړۍ معامله نومې د اتيا مخيزه نژاد پرستانه پلان مخکتنه وکړه. د دغه پلان مطابق قدس به د صهيونېسټ رژيم پائتخت او د نيواکي قدس شريف په ختيځ کښې له څلور مربع کيلوميټر نه د کمې رقبې ابوديس نومې سيمه به د فلسطين پائتخت وي او د اردن درې په شمول د لويديځې غاړې دېرش فېصده رقبې باندې د اسرائيلو فوري حاکميت په رسميت پېژندل شوے دے.

د غزې په تړانګه کښې د حماس غورځنګ بې وسلې کول او له وسلې نه د خالي سيمې په توګه د دغې سيمې اعلانول، د فلسطينيانو لپاره د يو يهودي حکومت په توګه د اسرائيلو په رسميت پېژندلو لازموالے،له هيڅ يو صهيونېسټ مېشته ښارګي څخه د هيڅ يو اسرائيلي نه وېستل، په نزدې راتلونکي کښې فلسطيني خاورې ته د فلسطيني کډوالو د ستنېدو نه امکان، په څلور کلنه انتقالي دوره کښې د ښارګي جوړونې اودرول چې له فلسطينيانو سره د فلسطيني حکومت د جوړولو لپاره خبرې اترې اوشي، د فارس خليج د سيمې د هېوادونو په مالي ملاتړ سره د پنځوس ميليارډ ډالرو په ارزښت په فلسطيني حکومت کښې د پروژو رامنځته کول، د قدس په ختيځو سيمو کښې د اوسني حالت ساتنه،  د شهيدانو او اسيرانو له کورنيو سره د مالي مرستو اودرول او همدارنګ د فلسطين د زدکړو په متنونو کښې د «تحريک» نوم ختمول د پېړۍ معامله نومې امريکائي پلان ځينې نور بندونه دي.

بنيامين نتنياهو له ډونالډ ټرمپ سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې د زرګونو بې ګناه فلسطينيانو قتل عام او د فلسطيني ښاريزو محاصرې ته بې له څه اشارې ادعا وکړه: اسرائيل د خپل پېدائش له وخت نه تل له فلسطينيانو او عربو ګاونډيانو سره د صلحې غوښتونکے ؤ او دے. نتنياهو د پېړۍ د سپېرې معاملې په توجيهولو کښې زياته کړه: تېر پلانونه د دې لپاره ناکام شول چې د اسرائيلو د امنيتي ګټو او د فلسطين د ملت د آئيډيالونو ترمېنځ ضروري تعادل يې برقرار نه کړ.

فلسطيني ډلو په يو واحد دريځ کښې د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه پلان رد کړ. د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو مشر محمود عباس اعلان وکړ چې له قدس نه بغېر د فلسطيني حکومت منل د قبول وړ چاره نه ده او فلسطينيان به په خپلو ټولو وسائلو سره د امريکايانو د پېړۍ له معاملې سره مقابله او د هغې د شنډولو لپاره هلې ځلې وکړي. هغه په دې باندې په تاکيد سره چې د فلسطين د مسئلې د نابودۍ معاملې او پلانونه له ماتې نه بغېر څه نتيجه نه لري زياته کړه: د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او صهيونېسټ رژيم بنيامين نتنياهو فلسطيني ضدو څرګندونو ته به په مضبوطې څپېړې سره ځواب ورکړوو. محمود عباس د پېړۍ معامله د بالفور د بيانيې وروستے بند وبلۀ. بالفور بيانيه د 1917 کال د نومبر په دويمه نېټه او د برطانوي حکومت د ملاتړونو ترسيوري لاندې د جعلي صهيونېسټ رژيم د رامنځته کولو ، د فلسطيني ټاټوبي د قبضه کولو او د هغه د اوسيدونکو کډه په سر کولو لپاره زمينه برابره کړه.

د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس وياند فوزي برهوم د دې په بيانولو سره چې د پېړۍ معامله د فلسطيني ملت په خلاف د امريکې او صهيونېسټ رژيم لخوا يو نوے تېرے دے، وويل، مقاومت په ټول فلسطين کښې د هغه په ټولو شکلونو کښې بايد لا زيات سخت شي او د فلسطين کورواکي تشکيلات هم  پکار دي د پېړۍ د معاملې په اړه رسمي فېصلې وکړي.

د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه هم په يو پېغام کښې د پېړۍ معامله نومې پلان کښې د هر ډول برخې اخېستلو او د هغه د اجرا کولو په باره کښې د عربو او اسلامي هېوادونو مشرانو ته خبردارے ورکړ او هغه يې يوه لويه تېروتنه وبلله چې فلسطيني ولس به يې هيڅکله ونه بخښي. هنيه د دغې سپېرې معاملې په وړاندې د نرمۍ او د يو موجود واقعيت په توګه د هغې په اجرا يا قبلولو کښې برخه اخېستلو د خطر په باره کښې خبردارے ورکړ او هغه يې د شرم يو داغ وبلۀ چې هيڅکله به پاک نه شي.

د فلسطين د آزادي بخښونکي تنظيم د اجرائي کمېټۍ سېکتر صائب عريقات هم د دې په بيانولو سره چې د پېړۍ معامله نومې پلان د ټرمپ پلان نه دے بلکه په 2011 کال کښې د اسرائيلو لخوا د فلسطين کورواکو تشکيلاتو ته وړاندې شوے ؤ، زياته کړه، ټرمپ په حقيقت کښې په فلسطينيانو باندې د يو آپارټائيډ رژيم د مسلط کولو لپاره د اسرائيلي رژيم د وزيراعظم نتنياهو پلان  تعقيبول غواړي.

د فلسطين د مختلفو سيمو خلقو هم د تېرې جمعې په ورځ د پېړتۍ په معاملې باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې او دغه ورځ يې د قهر ورځ په توګه ونمانځله.په دغو مظاهرو کښې شرکت  کونکو اعلان وکړ چې هيڅکله به د پېړۍ معامله نومې امريکائي – اسرائيلي پلان د اجرا کولو اجازه ورنه کړي. دغه مظاهرې، د اردن په دره، لويديځه غاړه او غزه کښې له صهيونېسټي فوځيانو سره د فلسطيني احتجاج کونکو په نښتو بدلې شوې. د فلسطين هلال احمر اعلان وکړ چې په دغو نښتو کښې يو سل يولس فلسطينيان د صهيونېسټي فوځيانو په ډزو سره ژوبل شول.

د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه پلان د سيمې په نورو هېوادونو کښې هم له پراخو اعتراضونو سره مخامخ شو. د لبنان حزب ا... په يوې بيانيه کښې د دې په ويلو سره چې که د ځينو عربو رژيمونو پټ او ښکاره خيانت او سازباز نه وې نو د پېړۍ معامله نه شوه رامنځته کېدې، زياته کړه، دغه سپېرۀ پلان به د سيمې د راتلونکي لپاره يو لړ خطرناک نتائج ولري. حزب ا... دې ته په اشارې سره چې د امريکې شېطاني حکومت د عربو ملتونو په خلاف له دښمنۍ، نيواکګرۍ، تيري او قتل عام څخه د لسګونو کلونو له ملاتړه وروسته نن يې دښمني د فلسطين د خلقو د تاريخي او قانوني حقوقو د ختمولو لپاره په کوشش بدله شوې ده، مقاومت يې د غصب شويو زمکو د ازادۍ لپاره مخې ته يوازېنے انتخاب وبله او وې ويل، په خبرو اترو سره هيڅ اسير او هيڅ زمکه نه شي آزادېدې، بلکه دښمن لا زيات تيري او قبضې او غصب کولو ته هڅوي.

د يمن خلقو هم د تېرې جُمعې په ورځ په صنعا او صعده صوبو کښې د پراخو مظاهرو په کولو سره «د پېړۍ معاملې ته نه ويل» او «د فلسطين مسئله زمونږ محور دے» په شان نعرې ووهلې. د يمن د پائتخت صنعاء په لکونو خلقو د دغه ښار په سړکونو کښې په حاضرېدو سره د پېړۍ معامله نومې پلان سره خپل مخالفت اعلان کړ. يمنيانو د دغو مظاهرو په آخر کښې په يوې بيانيه کښې د پېړتۍ معامله نومې نژاد پرستانه پلان په غندلو سره تاکيد وکړ، د دغې معاملې نتائج به د امريکې او اسرائيلو لپاره غميزناک وي.

د بحرين  خلقو هم د تېرې جُمعې په ورځ د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې د مظاهرو په کولو سره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خلاف نعرې ووهلې او د فلسطين له خلقو سره يې خپل پېوستون اعلان کړ. د بحرين خلقو همدارنګ په دغو مظاهرو کښې د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه پلان څخه د آل خليفه رژيم ملاتړ وغندۀ. په امريکه کښې د بحرېن سفير عبدا... بن راشد بن عبدا... آل خليفه له هغو عربي سفيرانو څخه ؤ چې په سپينه ماڼۍ کښې د پېړۍ معاملې د مخکتنې په غونډه کښې يې شتون لرۀ.

د اردن خلقو هم د تېرې جمعې په ورځ د جمعې د نمانځه له ادا کولو وروسته  د دغه هېواد په پائتخت امّان کښې د مظاهرو په کولو سره د پېړۍ معامله نومې امريکائي – صهيونېسټي پلان وغندۀ. په دغو مظاهرو کښې ګډون کونکو د اردن او فلسطين په يووالي باندې په تاکيد سره «اردن او فلسطين واحد ملت  دے» او «بزدل ټرمپ دې زمونږ غږ واوري» په شان نعرې ووهلې.

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحيی سريع تېره هفته د سعودي په خلاف د بنيان المرصوص نومې عملياتو خبر ورکړ او وې ويل، په دغو عملياتو کښې د يمن دوه نيم مربع کيلوميټره زمکه له قبضې ازاده شوه، يو نيم زر تيريګر هلاک او يو زر اته سوه نور ژوبل شول. جنرل يحيی سريع همدارنګ وويل، د سعودي ائتلاف ځواکونو د دې لپاره چې د يمن پائتخت صنعاء ته له ډېرې لنډې لارې راورسيږي ، له  څو مياشتو مخکښې راهسې ځانونه دغې حملې ته چمتو کړي وو. سريع زياته کړه د يمن توغنده اي او ډرون يونټونو په بنيان المرصوص عملياتو کښې د نجران او جيزان هوائي اډو په شمول د سعودي يو شمېر هوائي اډې چې د فوځي مقاصدو لپاره استعمالېدې په څو بالېسټک توغنديو سره وويشتې.

له دې وروسته چې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د 2019 کال په ستمبر کښې په بقيق او خريص کښې د آرامکو په تيلي تاسيساتو سترې حملې وکړې او سعودي ته يې سخت زيانونه اورسول د خبرو اترو لپاره د دغه جنګ د خواو په تېره بيا د آل سعود او نصارا... او د هغو د انډيوالانو ګروهنه زياته شوه. که څه هم د سعودي ائتلاف حملو دوام وموند، خو د حملو اندازه يې  کمه شوه. انصارا... او د هغه انډيوالانو هم له زغمه کار واخېست او کوشش يې وکړ چې د دغه جنګ د ختمولو لپاره د خپل روغ نيت ښودنه وکړي. خو سعودي ائتلاف يو ځل بيا دوه هفتې مخکښې د يمن په شمالي سيمو خپلې حملې زياتې کړې او په صنعا کښې نِهم سيمه يې د خپلو  حملو هدف وګرځوله. نو ځکه د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د حملو د نوي پړاو په ځواب کښې بنيان المرصوص نومې عمليات ترسره کړل چې دا خبره ثابته کړي چې د سعودي ائتلاف حملو ته د متقابل ځواب ورکولو وس او توان لري. په همدې لړ کښې د يمن د انصارا... غورځنګ رسمي وياند محمد عبدالسلام وويل، البنيان المرصوص عمليات په نِهِم محاذ باندې د دښمن له تيري وروسته ترسره شول.

جنرل يحيی سريع هم وويل، دغه عمليات په نِهِم سيمه کښې د دښمن د تېريګرو عملياتو په ځواب کښې وو او دښمن مونږ ځواب ورکولو ته مجبور کړوو.

----------

 

ټیګونه