د حضرت امام جواد علیه السلام شهادت د کلیزې ځانګړی پروګرام
(last modified Sun, 11 Jul 2021 11:37:44 GMT )
Jul 11, 2021 16:07 Asia/Kabul
  • د حضرت امام جواد علیه السلام شهادت د کلیزې ځانګړی پروګرام

مځکه څومره مضطربه ده ، لکه چی زړه یې د امام مزار کیږی . ته به وا هغه وخت یې لاس و پښې لړزیږی ، مځکه په دې چی باید ګوهر پکې ښخ شی ، ډیره ناخوښه ده . اوس مځکه څومره شرمنده ده چی یوازې ۲۵ کلونه یې هغو میلمه وو ، هغه چی جواد وو او جود ، تقی وو او پرهیزګار .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

امام جواد (ع ) د امام رضا (ع) زوي دي > حضرت امام جواد علیه السلام په مځکه د خدای تعالی نهم حجت دي چی په ۱۹۵ هجری قمری کال کې په مدینه منوزه کې وزیږیده او د خپل ګران پلار د شهادت په وخت اته کلن وو .

هغه حضرت د۲۲۰قمری کال په همداسې ورځې  دوخت دظالم عباسي واکمن معتصم په حکم  شهید کړائ شو . مونږ هم پخپله ونډه  داسلام دګران پیغمبر ددغه پاک لمسي دشهادت په مناسبت تاسو ټولو مینه والو ته تسلیَت وایو .

     خداوندمتعال په قرآن کریم کې داحزاب سورې  په ۴۰آیت کې پيغمبر اکرم خاتم الانبیا بللی دی یعني نبوَت دحضرت محمد مصطفی (ص) په راتلو سره پاي ته رسیدلی . دنبوَت دپاي اعلان ،په دې معنا ؤ چې خلک له پیغمبر وروسته په بل رسول فکر ونکړي  او ټول یو دین یعني اسلام ته مخه کړي . قرآن هم د ټولو مسلمانانو  د دیندارۍ چورلیز ګرځيدلی . دخلکود امامت او رهبرۍمقام هم  دخداي  له خوا او دپيغمبر اکرم په وسیله بیان  شوی دی . داهل سنت یو لوي محدث عبدالمالک جویني شافعي ،  دخداي درسول څخه روایت کوي چې :، زه دپيغمبرانو سیداو سردار او علی بن ابې طالب د اوصیاؤسردار او بزرګ دی . زما اوصیا له ماوروسته هماغه دولس امامان دي . په هغو کې  اول  علی او آخرین ئې هم مهدي دی.:  او د پیغمبر اکرم دیوه صحابی جابر بن انصاري  په مشهور حدیث کې هم  راغلي دي  ،کله دنساءسورې ۵۹آیت نازل شو  او خلک ئې له اولوالامر څخه اطاعت او پیروۍ ته وبلل، ما داسلام له پیغمبره وپوښتل، یارسول ا... ،مونږ خداي او دهغه پیغمبر پيژندلي دي ،لازمه ده   اولوالامر  هم وپيژنو:. داسلام ګران پيغمبر ورته وفرمایل:، ائ جابره، هغوي د ماجانیشینان او  له ماوروسته امامان دي . چې لومړی ئې  علی ابن ابیطالب  او  وروسته  ورپسې په ترتیّب سره ، حسن بن علی ،حسین بن علی ، علی بن حسین ، محمد بن علی ،چې په تورات کې په باقر مشهوردی ، او ته به ئې دبوډاتوب په وخت ووینې او هروخت چې دې ولید، نو زما سلام هم ورته ورسوه ،له محمد بن علی وروسته هم په ترتیب سره جعفر بن علی ، موسی بن جعفر ، علی بن موسی ،محمد بن علی ، علی بن محمد ،حسن بن علی  او له هغه وروسته به دهغه  هغه زوی وي چې  دما  (په محمد )په نامې دی  او زما په لقب (ابولقاسم) دی . هغه دی چې دخلکو له نظره پټيږي  او په اوږدمهاله غیبت کې ژوند کوي تر دې  چې یوازې څوکسان چې کلک ایمان لري ،دهغه پر عقیده پاتیکیږي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 دوستانو دنهم امام کنیت ،ابوجعفر او دهغه لقبونه هم :تقي ،او جواد دی، چې بې ساري  تقوا او مهرباني او دبخښنې ډيره وړتیالري  . دهغه پلاربزرګوارحضرت  امام رضا علیه السلام  او دهغه موربزرګواره هم خیزران بی بی نومیږي .

 حضرت  امام جوا دعلیه السلام  د ۲۰۳قمری کال کې دخپل پلاربزرګوار له شهادته وروسته  په داسې حال کې چې دهغه عمر مبارک له اوو کلونو زیات نه ؤ ، په امامت او رهبرۍ غوره شو . لکه څنګه چې  حضرت امام جوادعلیه السلام دپیغمبر اکرم لومړنی جانشین دی چې په ماشوموالي کې دامامت مسئولیَت  ئې په غاړه درلودلی ،پر دې اساس طبیعي ده  چې د دغه مطلب په آوریدو سره  دتاسو په ذهن کې داپوښتنه مطرح کیدلی شي چې  هغه څرنګه په دومره کم عمر کې  دامامت او دمسلمانانو دپیشوا  دومره حساس او دروند مسئولیَت  په غاړه اخستلی شي ؟. آیا ممکنه ده  په دومره عمر کې یو انسان  هغه حد اوکمال ته ورسیږي چې  دخداي د پیغمبر جانشین شي ؟  او آیاپه مخکینیو امتونو کې  داسې څه مخینه شته ده ؟

 ددغو پوښتنو په ځواب  کې باید پام ولرل شي . سمه ده چې  دانسان دجسم  او عقل دکمال او غوړیدا دوران ، دمعمول په اساس  یو خاص  وخت او پوله لري ، خو داسې څه خنډ شته چې خداوندقادر  او حکیم ، دمصلحت لپاره  دغه پړاؤ دخپلو ځینو خاصو بندګانو  لپاره لنډ کړي ؟، او په نورو کمو کلونو کې خلاصه کړي ؟.دبشریّت په ټولنې کې  له هماغه پیله  تراوسه پورې داسې کسان شته  چې دهغه خاص عنایت او مهربانۍ په سیوري کې چې  دخالق کاینات    له خوا  پر هغوي شوي دي  په ماشوموالي  کې  د امت دپيشوا اورهبرۍ  مقام ته رسیدلي دي . لکه څنګه چې قرآن مجید  هم دحضرت یحیی   (ع )او دهغه درسالت  او په دې باب چې  د ماشوموالي په دوران کې په نبوَت غوره شو ی دی ، دمریم سورئې په دولسم آیت کې فرمائي ،مونږ هغه ته په ماشوموالي کې دنبوت فرمان ورکړ :.

 له بلې خوا  دحضرت عیسی مسیح  (ع ) معجزه هم  په هماغه ماشوموالي کې وه .هماغه ډول چې  پوهیږودیوه ماشوم  دخبروکولو لپاره معمولا کابو دولس میاشتې لازمې دي ، خو حضرت عیسی مسیح  علیه السلام  د زیږیدا په هماغو لومړنیو شپو ورځو کې  دخبرولپاره ژبه  وکاروله  او له خپلې موره ئې چې ،په الهي قدرت سره  له واده پرته امیندواره شوې وه  او نوزیږی ئې زیږولی ؤ او  له دې امله پرې تورونه لګیدلي  او دهغې سپکاوي شوي وو ، دفاع وکړه ( د ا هم دقرآن کریم دمریّم سورې له دیرشم تر درې دیرشم آیتونو کیسه ده )

 حضرت امام جواد علیه السلام هم  په ځوانۍ کې داسلامي امت په رهبرۍ منصوب شو . دامام کم عمر، د ډيروخلکو او حتی دهغه وخت د ډيرو عالمانو اوپوهانو لپا ره  دغور، او دځينو لپاره دباور وړ نه ؤ . البته دامسئله  داهل بیت علیهم السلام  په مینه والو کې بل شان وه . د هغوي اکثریَت  امامت  یوه الهي چاره بلله، او  دامام بزرګوار دعمر د کموالي موضوع  ورته مطرح  نه وه .نو ځکه  دتاریخي نقلونو په اساس  ،د حضرت امام رضا علیه السلام له شهادت وروسته  یوه ډله هغوي ګیرچاپیره غونډه شوه  څو دهغه بزرګوار دجانیشنینۍ موضوع وسپړي . یونس بن عبدالرحمن  چې دامام رضا علیه السلام یو باوري کس ؤ، وویل ترڅو چې دغه بچی  یعني امام جواد لوي شي ،باید څه وکړو .؟ په دغه وخت د ریّان بن صلت په نامه دامام بززرګوار یو بل ملګری له خپل ځایه پورته شو او اعتراض  ئې وکړ چې ،دامام جواد (ع) امامت دخداي له خوا دی ،او کله چې داسې وي نو یوه ورځنی نوزیږی هم  دشیخ په معنا دی  او که دخداي له خوا نه وي ،حتی که زرکلن عمر ئې هم کړی وي ، دنورو خلکو په شان دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

عزیزانود اسلام سپیڅلی دین زمونږ انسانانو لپاره له نورو سره د ارتباط د تینګولو لپارهډیرې سپارښتنې کړی دي  او د یوه ښه ملګری ځانګونې یې بیان کړی دي . اسلام سپارښتنه کوی چی له دیندارو انسانانو سره دوستی وکړو یعنی له هغو کسانو سره چی اخلاقی ، دینی او الهی ژمنه لری ، ځکه چی هغه کسان چی له خدای تعالی سره ژمنه نلری له خپل ملګری سره هم ژمنه نلری او هغه کسان چی د خدای تعالی د حکمونو او فرامینو اجرا ته پایبنده نه وی  د خپل ملګری په نسبت به هم پایبنده نه وی .

د متدینو او متقی انسانانو لیدل مونږ ته خدای تعالی رایادوی او مونږه له هغو سره په کښینستلو سره زیات خدای یادوو . دغه کسان د هغه خالصانه او سوچه ارتباط په دلیل چی له خپل حقیقی محبوب سره یې لری  یعنی خپل خدای تعالی او ایمه اطهارو سره ، د خدای تعالی عاشقان دي او دغه لیوالیتا او عشق د هغو په ټولو کړنو او کردار کی په روښانه توګه لیدل کیږی . له دغسې کسانو سره ناسته پاسته او مصاحبت انسان معنوی چارو ته هڅوی ، په دې ډول چی انسان په هر حال کې د خدای تعالی ذکر کوی او په دې ډول ده چی له شیطان او شیطانی کارونو واټن اخلی . له همدې امله حضرت امام جواد علیه السلام له ښو دوستانو سره د کتنې سپارښتنه کوی او فرمایی له وروڼو او ښو دوستانو سره کتنه او ملاقات د زړه د صفا او نورانیت سبب کیږی او د عقل او درایت د غوړیدا سبب به شی که څه هم د لنډې مودې لپاره وی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ښه ملګری بله ځانګړنه عاقل والې دې . د اسلام په تربیتی مکتب کې عقلمند دوست دومره ارزښت لری چی د انسان د خوشبختۍ او کامیابۍ سبب بلل شوی دی . څوک چی عقلمند دوست لری نو په ژوند کی له ستر نعمته برخمن دی او باید د دغه نعمت په قدر پوهه شی او د داسې لایق ملګری له وجوده ښه استفاده وکړی .

عقلمند ملګری د ارامښت ، امنیت او روحی تاندوالی سبب کیږی ځکه چی له عقلمند سره ناسته پاسته د هغه له عقل ګټه پورته کول دي . عقلمند دوست د ژوند د دردونو درمل او د اجتماعی ستونزو لیری کونکې دی . هغه د ژوند په حساسو او خطرناکو مرحلو کې د خپل دوست ښه خدمت کولې شی او په خپل عقل سره هغه له غورځیدا او بدبختۍ ژغورلې شی . په همدې وجه د شیعیانو نهم امام حضرت جواد علیه السلام په دې لړ کې فرمایی ، په هر انسان کی دغه درې ځانګړنې وی له خپل کار نه پښیمانه کیږی ، بیړه نه کول ، مشورت کول او په خدای توکل هغه وخت چی د کوم کار د ترسره کولو فیصله کوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ښه ملګری انتخاب په دنیا او اخرت کې د خوشبختۍ او نیکمرغۍ سبب کیږی . د ښه ملګری انتخاب د ژوند په بیلابیلو ډګرونو کې د انسان په بریالیتوب کې اساسی رول لوبوی او دغه انتخاب ته بی پامی یا کم پامی د هلاکت او بدبختۍ سبب کیږی . په هماغه اندازه چی نیک او صالح دوستان د ژوند حقیقی ایډیالونو ته په رسیدا کې مرسته کوی ، ناسم دوستان هم انسان له بریالیتوبه لیرې کوی او د هغه د هلاکت او تباهۍ زمینه برابروی .

حضرت امام تقی ، جواد الایمه په خپل سیرت کې  له وحیانی تعلیماتو په الهام اخیستلو سره فرمایی ، له بدو انسانانو سره  له دوستۍ اوږ رفاقت سخت پرهیز وکړئ ځکه چی شرغواړې انسان د نیام وتلی تورې په شان دې چی ښکلی ظاهر خو بد اثار لری . امام جواد ع په خپل  مبارک کلام کې جوتوی چی مسلمان او مومن وګړې باید له نالایق او غیر شایسته وګړو سره  له ناستې پاستې او تعامل په جدی توګه اجتناب او ډډه وکړی ، ځکه چی له دغه ډول کسانو سره معاشرت او ناسته پاسته په انسان کې د اخلاقی رزایلو تخم شیندی او د زړه د سختیدا سبب کیږی او ممکنه ده انسان له الهی عذاب او غوسې سره مخامخ کړی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په هر کار کی د مینځ لارې غوره کول ضروری او ښه دي . حتی په دوستی او مینې ، په دوستی او دشمنی کې افراط د پښیمانۍ سبب کیږی . کله دوه ملګری د یوه بل له شخصی ژوند او پټو کارونو او رازونو او اخلاقی ځانګړنو تر دې حده خبریږی چی که یوه ورځ د هغو دوستی خرابه شی نو نه جبرانیدونکی تاوانونه ورته رسیږی . له وګړیو سره په دښمنۍ کې هم باید افراط ونشی چی که یوه ورځ دښمنیانې په دوستۍ بدلې شی نو د تیر وخت له غیرشایسته کړچار شرمنده نشی او د بیا دوستي خنډ نشی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

پای

 

 

ټیګونه