الهي نومونه (۵۰- شهيد نوم)
(last modified Wed, 28 Jul 2021 10:29:42 GMT )
Jul 28, 2021 14:59 Asia/Kabul
  • الهي نومونه (۵۰- شهيد نوم)

په دې مطلب کښې غواړوو د خداے پاک د «شهيد» نوم په اړه له تاسو سره غږيږوو چې معنا يې حاضر، ناظر او ګواه ده او په قرآن مجيد کښې نولس ځله ذکر شوےدے. نو ښه ده پام ورته وکړئ.

قدرمنو ملګرو په تېرو پروګرامونو کښې مو وويل چې د خداے پاک هر يو نوم مبارک د هغه پاک ذات له کمالاتو څخه د يو کمال ښودنه کوي، هم هغه ډول چې دې خبرې ته مو اشاره وکړه چې د «الله» نوم يو جامع نوم دے چې پکښې الهي نومونه شامليږي، نو ځکه ټول الهي کمالات هم پکښې شامل دي. په دې موضوع باندې د لا زيات ښۀ پوهېدو لپاره الهي مبارک نومونه لکه د يوې ونې فرض کړوو چې جرړه يې «الله» نوم دے او د احد، واحد او قيوم وغېره په  نومونه يې د ونې تنه جوړوي او دعليم  او محيط وغېره  په شان نورو نومونه يې شاخونه جوړوي او له هر يو شاخ نه بيا نور فرعي شاخونه او څانګې رامنځته کيږي. د نمونې په توګه  که يو شاخ «عليم» نوم په نظر کښې ولروو، نو فرعي شاخونه او څانګې يې «حکيم»، «خبير» او «شهيد» نومونه دي. په دا ډول «عليم» نوم چې د «حکيم»، «خبير» او «شهيد» په شان نومونه ترې سرچينه اخلي،د خپلو لاندې  څانګو په نسبت ډېر اوچت شان او ستر اثرات لري. او په همدې ترتيب «قيوم» نوم چې د ونې په تنه کښې شتون لري د «عليم» نوم په نسبت اوچته رتبه لري او دا ترتيب دوام پېدا کوي چېد ټولو الهي کمالاتو اصلي منشاء يعنې د «الله» جامع نوم ته اورسي.

ګلونودوستانو نن مو چې کوم الهي نوم د دې پروګرام لپاره په نظر کښې لرلے دے «شهيد» نوم دے.

«شهيد» د حاضر، ناظر او ګواه په معنا د خداے پاک د نوم په توګه يو نوم دے. دغه مبارک نوم چې په نړۍ کښې د خداے پاک د علمي حضور او احاطې ښودنه کوي، په قرآن مجيد کښې نولس ځله راغلے دے. لکه د سورۀ مجادلې په ۶ مبارک آيت کښې فرمائي: :« یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللهُ جَمیعاً فَیُنَبِّئُهُمْ بِما عَمِلُوا أَحْصاهُ اللهُ وَ نَسُوهُ وَ اللهُ عَلى کُلِّ شَیْ‌ءٍ شَهیدٌ : په هغه ورځ چې خداے هغوي ټول راپاڅوي، نو هغه وخت يې په هغو اعمالو چې يې کړي دي اګاه کوي، هغه اعمال چې خداے د هغو ټولو حساب شمېرلے دے، په داسې حال کښې چې هغوي هېر کړي دي او خداے په هر څه ګواه دے.»

شهيد خداے پاک په ټولې هستۍ حاضر او ناظر دے، په دا ډول چې په زمکه او آسماني کرو کښې له يوې ډېرې ناڅه او وړې ذرې نه واخلې د اجرامو  تر سترو جمګټو پورې هيڅ يو کار او هيڅ يو څېز پټ نه پاتې کيږي. خداے پاک ټول کائنات د هغو له ټولو اجزاؤ، کلياتو او احوالاتو سره ويني او ګوري. ټول ستوري د هغو په مدارنو کښې څاري. نمر د شودو د لارې په کهشکشان کښې د خپل  حرکت په لاره کښې، سپوږمۍ د زمکې چاپېره  د بېضوي شکل په لاره کښې، اوريځې چې داسمانونو ترمېنځ د حرکت په حال کښې دي، دا ډول هر څه ويني.هيڅ يو څيز حتی د بندګانو غم او ښادي، اطاعت او نافرماني، ايما او کفر، اخلاص او رياکاري او لنډه دا چې د هيڅ څيز ظاهر او باطن د خداے پاک له مشاهدې پټ نه دے. لکه د سورۀ يونس په ۶۱ آيت کښې خداے پاک خپل ګران حبيب حضرت محمد مصطفی (ص) ته فرمائي::« ... لَا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلَّا کُنَّا عَلَيْکُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِیهِ ...  يعنې تاسو خلق هيڅ يو عمل نه کوئ مګر دا چې مونږ پرې ګواه يوو چې څه ډول په دغه عمل کښې بوخت او ډوب شوي يئ.»

کېدې شي اورېدلي مو وي چې هر کس په محکمه يا عدالت کښې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شاهد يعنې ګواه ته ضرورت لري، هغه له دعوې نه بهر يو کس دے چې د دعوې وړ موضوع يې ليدلې يا يې يوې طريقې سره يې په اړه اګاهي پېدا کړې وي. شهادت يا ګواهي په اکثرو موقعو کښې د ليدو ډول دے او شاهد د قاضي په وړاندې ګواهي ورکوي  چې تورن کس يې په ټاکل شوي وخت او ځاے کښې ليدلےدے. خو خداے پاک چې په زمان او مکان باندې شاهد دے او هم د زړۀ په نيتونو خبر دے د سورۀ رعد د نهم آيت کښې د ټولو له پټو او څرګندو اګاه دے. لکه چې فرمائي: ( عَالِمُ الْغَيْبِ وَ الشَّهَادَةِ) نو ځکه د انسانانو هيڅ ظاهري او باطني عمل له هغۀ پټ نه پاتې کيږي، حتی هغه کسان چښې زمونږ له نظره مومن او متشرع انسانان دي خو حقيقي نيت يې ريا او تظاهر دے او يوازې خداے پاکدے چېد خلقو له باطني احوالو او نيتونو خبر دے.

مومن بنده د شهيد خداے پاک د موجودګۍ په درک کولو سره هره شېبه يې د چلند، ګفتار او کردار څارونکے دے. داسې يو بنده د خداے پاک د شهود په علم سره نه نور نه يوازې ګناه او معصيت ته نه نزدې کيږي،بلکه  کوشش کوي چې خپل افکار هم يو ډول کنټرول کړي چې د يوې شېبې لپاره يې ذهن ونه ښويږي او د خپل باطن او ظاهر شاهدانو ته شرمنده نه شي. د سورۀ غافر ۵۱ آيت د قيامت ورځ د شهادت او ګواهۍ ورکولو لپاره د شاهدانو د پاڅون ورځ نوموي. چې فرمائي: (يوم يقوم الأشهاد) نو په ډول له خداے پاک نه علاوه نور ډېر شاهدان او ګواهان د انسان د اعمالو څارونکي دي چې د قيامت په ورځ به هغه ټول د  حضرت حق په درګاه کښې د ټولو خلقو په موجودګۍ کښې شهادت او ګواهي ورکوي. زمونږ يوبل شاهد او ګواه  د خداے پاک بزرګوار پېغمبران دي. لکه د سورۀ نحل په ۸۹  مبارک آيت کښې فرمائي:  «وَیَوْمَ نَبْعَثُ فِی کُلِّ أُمَّةٍ شَهِیدًا عَلَیْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِکَ شَهِیدًا عَلَى هَؤُلاء: او ( په ياد راوړئ ) هغه ورځ چې په هر امت کښې په هغوي باندې خپله د هغوي له مېنځه يو ګواه راپاڅوو(يعنې په هر امت باندې د هغوي پېغمبر يا په هره زمانه کښې په هرېډلې باندېد هغې زمانې معصوم) او ته مو په دې امت (يا د زمانو په ګواهانو باندې) ګواه جوړوو. نو ځکه به په قيامت کښې د هر امت شاهد او ګواه د هم هغه امت پېغمبر  وياو د ټولو انبياو عليهم السلام شاهد او ګواه به د خداے د ګران رسول (ص) ذات مبارک وي.

په زړۀ پورې دا چې زمکه او وخت هم به د قيامت د ورځې يو شاهد وي. د سورۀ زلزال په ۴ مبارک ايټ کښې راغلي دي: « يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا؛ يعنې زمکه به د قيامت په ورځ خبرونه بيانوي.» په يو روايت کښې راغلي دي چې امام محمد باقر (ع) د وخت د شهادت او ګواهۍ په اړه فرمايلي دي: هيڅ يوه ورځ په انسان نه تېريږي مګر دا چې هغه ته وائي: «اے د آدم زويه! زۀ نوې ورځ يې او په تا ګواهي کوم. نو په ما کښې ښه کارونه وکړه چې د قيامت په ورځ دې په ګټه ګواهي ورکړم» په دې اړه امام زېن العابدين (ع) هم د صحيفه سجاديه په شپږمه دعا کښې فرمائي: «هَذَا یَوْمٌ حَادِثٌ جَدِیدٌ، وَ هُوَ عَلَیْنَا شَاهِدٌ عَتِیدٌ»،نن ورځ يوه نوې ورځ ده چې په قيامت کښې به په هغو اعمالو ګواه وي چې پکښې يې ترسره کوو. له ټولو عجيبه دا چې خپله د انسان د بدن غړي هم دي چې په قيامت کښې به د انسان په اعمالو ګواه وي، لکه د سورۀ نور په ۲۴ آيت کښې فرمائي::« یَوْمَ تَشْهَدُ عَلَیْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَیْدِیهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ: هغه ورځ چې د هغوي ژبې، لاسونه او پښې به د هغوي په تاوان په هغه څه چې يې (په دنياکښې) کړي دي ګواهي ورکړي.»

د قيامت د ورځې نور شاهدان د انسان د بدن غړي لکه لاسونه، پښې، ژبه او حتی د هغه څرمن دي. لکه د سورۀ فصلت په ۲۰ مبارک آيت کښې فرمائي:«شَهِدَ عَلَیهِم سَمعُهُم واَبصارُهُم وجُلودُهُم بِمَا کانُوا یَعمَلونَ:

د قيامت په ورځ به د هغوي غوږونه، سترګې او څرمنې په هغه څه چې په دنيا کښې يې ترسره کړيدي ګواهي ورکړي. عجيبه دا چې کله انسان دغه ګواهۍ ويني نو په ډېر ناراضګۍ او شرمندګۍ سره به خپلې څرمنې ته وائي:«قالُوا لِجُلودِهِم لِمَ شَهِدتُم عَلَينا : يعنې خپلې څرمنې ته به وائي ولې زما په خلاف ګواهي ورکوې؟ نو څرمن به ورته ځواب ورکړي، قالُوا اَنطَقَنا اللّهُ الَّذِى اَنطَقَ کُلَّ شَى ءٍ :  خداے هر څه په خبرو راولي، نو مونږ يې په ګواهۍ او خبرو ګويا کړي يوو. البته پکار دے دې ټکي ته پاملرنه اوشي چې د ګواهۍ ورکول هغه وخت ارزښت لري چې د عمل د رامنځته کېدو په وخت کښې هم حاضر وي او هم درک او شعور ولري. نو ځکه د قرآن مجيد زياتره مفسران په دې باوري دي چې زمونږ ټول غړي په دې عالم کښې يو ډول اګاهي او شعور لري، که څه هم د هغه علم او شعود ډول زمونږ له علم او شعور سره فرق لري.

دوستانو دقیامت د ورځې له شاهدانو پرته دشهید نامه ،په اصطلاح کې په هغه چا  چې خپل ژوند ئې د هدف  په لاره کې قربان کړی  او د محبوب د وصال او رضا ته د رسیدا  لپاره  له ټولو خوندونو لاس په سر کیږي ، هم اطلاق کیږي . ا لبته په دې کې چې  ولې  دخداي په لاره کې وژل شوي کس ته شهید  ویئل کیږي ،  ځيني په دې اند دي چې  لکه څنګه چې خداي  او  الهی فرښتې ، په  جنت کې د هغه شاهدان دي ،  او هغه هم  په الهي کرامتو او نعمتونو باندې شاهد او ناظر دی .  هغه  شهید نوموي . عارفان هم  په دې  عقیده دي چې په شهادت کې ، د شاهد او مشهود ترمینځ ( یعني د خداي او دهغه کس ترمینځ چې  دشهادت مقام ته رسیږي ) پرده لیرې کیږي ،  په بله معنا، هرڅه چې پر لیدو کې خنډ ؤ لیرې کیږي . د آل عمران سورئې  په یوسل نهه شپيتم آیت کې خداوندمتعال د اسلام په پاک دین کې  د شهید د ځائيګي په ښه ډول مثال ورکړی دی . په دغه آیت کې فرمائيل شوي دي ؛ هڅکله ګمان مه کوئ  چې  دخداي په لاره کې چې  وژل شوي دي ، مړۀ دي ، بلکې دوي ژوندي دي  او  د خپل پروردګار په نزد روزي  ورته ورکول کیږي . ::::    

دقرآن یو لوي مفسر  علامه محمد حسین طباطبائي  په تفسیرالمیزان کتاب کې  د شهادت مقام داسې بیانوي ،  هغه وائي ؛  شهادت یو قرآني حقیقت دی پراخې معنې لری.زمونږعادي حواس،یوازې صورت او ظاهر ته متوجه کیږي.د کفر او ایمان، سخت زړیتوب ، خیر او شر  ښوالی او بدوالی او هغه څه چې  د انسان له پټو احساساتو او  نظره لیرې دي ،  خو شهیدان داسې درک  ته رسیږي چې  په دغو کارونو خبر او دهغوي په  څنګ کې شتون لري .

 عزیزانو  دخپرونې  په پاي کې  ستاسو پام د امام حسین د شپږمیاشتنې ماشوم  حضرت علی اصغر د شهادت کیسې ته رااړوو،  د امام حسین د ملګرو له شهادته وروسته  دوي  حضرت زینب  ته وفرمائيل ؛ زوی مې علی راوله چې په آخري ځل ئې ووینم او خداي په آماني ورسره وکړم ، کله  چې امام  علی  اصغر په غیږ کې نیولی ؤ او غوښتل ئې چې ښکل ئې کړي ،نو  دیزید د سپایانو یو بې رحمه  غشي ویشتونکي حرمله یو غشی  وویشت ، چې د ماشوم په ماری ولیګید  او هغه ئې د پلار په غیږ کې شهید کړ .  امام بزرګوار خپل لاس د علی اصغر په مرئ کیښود او  دهغه وینه ئې آسمان ته وپاشله او وې فرمائيل ؛له دې امله چې خداي دغه منظره  ویني ، نو کوم مصیبت په ما راغلی دی زما لپاره آسان دی . ::::::

**************************   

 

ټیګونه