د ستمبر د يولسمې د پېښې شلمه کليزه او د بائيډن پېغام
(last modified Sat, 11 Sep 2021 10:36:50 GMT )
Sep 11, 2021 15:06 Asia/Kabul
  • د ستمبر د يولسمې د پېښې شلمه کليزه او د بائيډن پېغام

د امريکې ولسمشر جوبائيډن د ستمبر د يولسمې د ترهه ګريزو حملو چې پکښې تقريباً درې زره تنه ووژل شول له کليزې يوه ورځ مخکې په يو پېغام کښې په امريکه کښې د ملي وحدت او يووالي غوښتنه وکړه.

هغه ملي يووالے د امريکې د متنوع ټولنې لپاره د ستمبر د يولسمې حملې يو ډېر لوے درس وبلۀ او تاکيد يې وکړ، يووالے په دې معنا نه دے چې مونږ ټول پکار دے په يو څيز باور وکړو بلکه پکار دے د يو ملت په توګه د يو بل احترام وکړوو او په خپلو کښې سره ايمان ولروو.

سپينې ماڼۍ دغه ويډيوئي پېغام د ستمبر د يولسمې د کليزې په درشل کښې خپور کړے دے. د ستمبر د يولسمې شلمه کليزه په داسې حال کښې ونمانځل شوه چې امريکه تر اوسه د دغې پېښې له نتائجو سره لاس او ګرېوان ده. هغه يوه پېښه چې په نړيوالو تعلقاتو کښې يو نوي دور د شروع کېدو سبب شوه. په عېن حال کښې د ۲۰۰۱ کال د ستمبر د يولسمې پېښه د امريکې په بهرني سياست کښې د عطف يو ټکے ګڼل کيږوي. د امريکې د هغه وخت ولسمشر جارج ډبليو بوش د ستمبر د يولسمې له حملونه وروسته له ترهه ګرۍ سره د نړيوالې مبارزې په بهانه يرغليزه پاليسي اختيار کړه او په افغانستان او عراق يې حمله وکړه. د ترهه ګرۍ په خلاف په دغه تش په نامه نړيوال جنګ کښې  په عراق، افغانستان، سوريې، لېبيا او يمن کښې له يو ميلين زيات کسان ووژل شول.

په عېن حال کښې د ستمبر د يولسمې کليزه په يو عجيب ډول له افغانستانه د امريکې او نېټو له شرمناکه وتلو سره په يو وخت شوې ده.امريکه القاعدې او طالبانو ته د ماتې ورکولو لپاره د افغانستان له شل کلن جنګ او نيواکه وروسته بې له څه کاميابۍ له سياسي او فوځي رسوائۍ سره له دغه هېواده ووتله. د امريکې وتلو او په افغانستان د طالب ډلې تسلط په امريکه او د نړۍ په نورو هېوادونو کښې د بائيډن د حکومت په خلاف زياتې نيوکې شروع کړې دي.

يوه بله مسئله چې په دې لړ کښې د پام وړ ده، په امريکه کښې له اسلامه د ويرونې او د مسلمانانو په خلاف د تاوتريخوالي په زياتطدو کښې د ستمبر د يولسمې د پېښې رول دے. يو لړ څېړنې ښودنه کوي چې په تېرو شلو کلونو کښې او په امريکه کښې د ستمبر د يولسمې له واقعاتو وروسته په غه هېواد کښې له  اسلامه ويرونه زياته شوې ده. د پيو نومې ادارې نوې سروې ښودنه کوي چې دوه اتيا فيصده امريکنيان وائي چې مسلمانان له تبعيض سره مخامخ کيږي. د امريکې زياتره مسلمانان احساس کوي چې د هغه جرم په وجه چې يې نه دے کړے او نه يې ترې ملاتړ کړے دےمحکوم شوي دي.له اسلامه ويرونه او د مسلمانانو
په خلاف د کرکې په وجه حملې په خاصه توګه د امريکې د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په دوره کښې چې په ډاګه يې ښي پاله افراطي  دريځونه لرل، زياتې شوې دي. ټرمپ له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه د مسلمانانو په خلاف حملې او اقدامات زيات کړي دي. په تېره بيا د ټرمپ لخوا امريکې ته د شپږو اسلامي هېوادونو د ښاريزود داخلېدو د ممنوعيت او د مسلمانانو ترهه ګر بللو په لړ کښې د هغه د فرمان جاري جاري کېدل په دې لړ کښې د هغه د يواړخيزې تګلارې ښودنه کوله. په دا ډول پکار دے وويل شي چې د امريکې حکومت په خاصه توګه د ټرمپ د واکمنۍ په دوره کښې د امريکائي مسلمانانو په خلاف د بدګمانيو او تاوتريخوالو د زياتېدو له عواملو څخه ؤ. په دا ډول د امريکې د ملي وحدت په باره کښې د ستمبر د يولسمې دپېښې د کليزې په مناسبت په خپل وېډيوئي پېغام کښې د بائيډان ادعا له زياتو شکونو او ترديدونو سره مله شوې ده.

هغه مهمه مسئله چې د ستمبر د يولسمې د بحث په چوکاټ کښې مطرح ده د رياض او واشنګټن په دوو اړخيزو تعلقاتو باندې د دغه قانون د اجرا د منفي تاثير په بهانه د ستمبر د يولسمې  حمولو له عواملوڅخه په ملاتړ کښې د سعودي په رول باندې د برغولي د اېښودو لپاره له جارج ډبل
يو بوش له حکومت نه د ټرمپ ترحکومته د امريکې د حکومتونو کوشش دے. د دې چارې وجه د امريکې  اقتصادي او سټراټيجکې ګټې او د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د سعودي رژيم مهم رول دے. د بائيډن حکومت هم که څه هم په ابتداء کښې د سعودي رژيم په وړاندې سخت دريځ غوره کړے ؤ او له رياض سره د تعلقاتو د بيا تعريفولو ادعا يې لرله، خو بالاخره د رياض په وړاندې د امريکې سټراټيجکو ملاحظاتو او ګټو ته په پام سره  له سعودي سره هم هغه پراخه تعلقات ټينګ کړي دي. خو اوس  د ستمبر د يولسمې په پېښه کښې د سعودي چارواکو د رول د پټو اړخو د افشاء کولو لپاره د دغو حملو د قربانيانو د کورنيو دباو د دې سبب شوے دے چې بائيډن په يو اقدام کښې مجبوراً له دغو حملو سره په اړوندو دوسيو کښې د بيا نظر کولو حکم صادر کړ.

--------------

 

ټیګونه