الهي نومونه-۶۲ (الواحد)
دوستانو په دې ننني پراګرام کښې د خدای تعالی د (الواحد) نوم په هکله خبرې کوو
عزیزانو لکه څنګه چې خبر یئ په تیرو پروګرامونو کښې مو وویل چې الهي نومونه د خدای تعالی د پيژندلو ډیرې غوره وسیلې دي. انسان د خدای په ښایسته نامو باندې په پوهیدو سره دې نتیجې ته رسي چې عظمت، سترتوب، مطلقه واکمني، لوړه مرتبه، هدایت، شفا، ګټه، بخښنه، رحمت او غضب، رزق، خلقت او مالکیت او داسې نور قدرتونه یوازې د ا... تعالی د ذات لپاره ځانګړي دي او دا پوهه داسې خضوع او خشوع رامینځته کوي چې انسان په کائناتو کښې خپل مقام مومي او په هره اندازه چې انسان له خپلې باطني صفا څخه ډیره ګټه پورته کړي، دومره به له الهي نومونو څخه ډیره ګټه پورته کړي. په حقیقت کښې د یوازني او واحد خدای عظمت په اسماءالحسنی سره څرګندیږي او د ایمان خواږه د هغو په سیوري کښې څکل کیږي او سبب کیږي چې په انسان کښې له خدای سره نزدې کیدو ته مینه اوج ته ورسیږي.
په دغو کښې یو نوم چې د خدای د پیژندلو لاره هواروي او د کمال لوړو څوکو ته د رسیدو لاره هواروي، (واحد) نوم دی چې د پروګرام په دوام کښې پرې غږیږو.
(واحد) د داسې یوازني او بې ساري په معنا دی چې د هغه په شان بل نه وي. واحد خدای هغه ا... دی چې په خپل ذات او صفاتو او کارونو کښې منفرد او ځانګړی دی. هغه، هغه څوک دی چې په هیڅ توګه له اجزاؤ جوړ او مرکّب نه دی ځکه که اجزا یې درلودل نو یو محدود او اړمن موجود به ګڼل کیده.
هغه داسې بې سارې ذات دی چې د کائناتو تخلیق او حیرانونکی او پیچلی نظم او نظام او غږمله حرکت یې د یووالي بیانونکی دی. ځکه چې که د نړۍ په نظام باندې ګڼ خدایان واکمن وی نو خامخا به یې ترمینځ اختلافات او ګډوډي رامینځته کیدل.
لکه څنګه چې امیر المومنین امام علي علیه السلام فرمايي: که له ا... تعالی نه بغیر بل کوم خدای وی نو هغه به هم داسې پيغمبر او کتاب رالیږه او د ځان خبر به یې ورکوه، حال دا چې هیڅ پیغمبر یې نه دی رالیږلی او یو لاک څلرویشت زره پیغمبران چې راغلي دي هغوي ټولو د یو خدای خبره کړې ده او د بل خبر یې نه دی ورکړی.
د خدای تعالی واحد نوم د توحید له اصل څخه وتلی دی. د خدای پیژندنې په بحث کښې توحید د واحد پرستۍ په معنا د اسلام او د نورو ټولو الهي دینونو یو اعتقادي اصل دی. د (توحید) کلمه د واحد او یوازني پیژندنې په معنا ده. د دې کلمې جرړه (وحد) ده چې د انفراد معنا ورکوي او په دې وجه (واحد) په هغه څه اطلاق کیږي چې جز او برخې نه لري.
نقل شوي دي چې د حضرت علي علیه السلام د خلافت په زمانه کښې د هغه جنګ په حالاتو کښې چې لوظ ماتونکو په امام علي علیه السلام باندې تپلی و، په هغو وختو کښې چې د تورو پرقا د سترګو خوبونه حرام کړي وو او زړونه یې په لړزا کړي وو، یو کس امام ته ورغی او عرض یې وکړ: آیا خدای (واحد) دی؟
د امام علي علیه السلام اصحاب او ملګري په غصه شول او هغه ته یې وویل: دا د دې پوښتنې وخت نه دی. ولې ته نه وینې چې امیر المومنین په جنګي حالت کښې دی؟
حضرت علي علیه السلام وفرمایل: پرې یې ږدئ چې پوښتنه وکړي ځکه چې له دې قوم سره زمونږ جنګ هم د هم دې (توحید) په سر دی. بیا امام هغه کس ته د (واحد) په هکله تفصیلي تشریح وکړه چې که وغواړو چې په ژبه یې ووایو نو داسې دی چې خدای یو دی خو مقصد یې هغه (یو) چې له صفر وروسته او له (دوه) یا (درې) او له هغو نه د زیاتو اعدادو چې په ریاضۍ کښې استعمالیږي مخکښې عدد نه دی، ځکه چې یو او دوه او درې د محدودو او نسبي موجوداتو له خواصو دي، خو د واحد نه مطلب دا دی چې د هغه لپاره د یوشان او ورته او برابري کونکي تصور نه شي فرض کیدې. له دې نه علاوه هغه د تجزیې او تحلیل وړ اجسامو په شان نه دی چې له ځینو اړخونو څخه له نورو موجوداتو سره شریک وي او له ځینو نورو اړخونو څخه له نورو موجوداتو جلا او فرق ولري، نه، هغه یکي یو دی او هیڅ ډول جز او اجزا په کښې نشته.
امام علي علیه السلام په خپلو خبرو کښې له خدای تعالی هر ډول عدیدي، ډولي، جنسي او محدودیتي ورته والی څخه نفي کړ. په دې وجه کله چې ویل کیږي چې خدای (واحد) دی نو معنا یې دا ده چې د هغه په شان هیڅوک او هیڅ څه نشته (لیس کمثله شی).
په قرآن مجید کښې (واحد) نوم څو ځلې له (قهار) نوم سره یوځاې راغلی دی. لکه څنګه چې د سوره رعد په ۱۶ مبارک آیت کښې فرمايي: اوایه خدای د هر څیز پنځونکی دی او هغه یوازنی او په هر څیز باندې واکمن دی.
لکه څنګه چې پوهیږئ قهار خدای په خپل ټول خلقت باندې مسلط دی. ټول پنځون او ټول بندګان یې تر امر او حکم لاندې دي. هیڅ مخلوق په هیڅ کومه شیبه کښې د خدای له نظره غایب او پټ نه وي او د هغه له تسلط او ولکې بهر نه وي او له دغې سیطرې نه شي وتلې.
دا شریف نوم د خدا د واحدانیت او د هغه د شریک نه منلو په هکله دی یعنې خدای د ځان ترڅنګ هیڅ کله شریک او همرتبه نه مني. ټول د خدای عبد او مقهور دي په داسې حال کښې چې شریک او همرتبه هیڅکله مقهور نه شي کیدې. په دې وجه (قهار) نوم له (واحد) نامې وروسته راځي یعنې هغه یوازنې ذات چې په هیڅ توګه شریک او سیال نه مني،
په زړه پورې دا چې اکثره هغه آیتونه چې خدای یې د واحد په صفت توصیف کړی دی، د قهار والي صفت یې هم ذکر کړی دی ترڅو روښانه شي چې د خدای تعالی یو والی د کمي او کمزورۍ په وجه نه دی بلکې د هغه د غالب والي او نامتناهۍ په وجه دی.
د سوره غافر ۱۶ آیت د قیامت ورځې ته اشاره کوي چې د ژوند د ټولو حقایقو د څرګندیدو ورځ ده او د ټولو ظاهر او باطن او پټ او ښکاره اعمال په کښې په ډګه کیږي او د سبحان خدای له خوا یوه پوښتنه کیږي او د هغې ځواب ورکول کیږياو فرمايي: نن مُلک او باچاهي د چا ده؟ یوازني قهار خدای لره.
په حقیقت کښې د دنیا ملک او سلطنت هم د خدای تعالی دي خو د قیامت په ورځ د پروردګار قدرت او علم او قهاریت ټولو ته پوره په ډاګه کیږي او ټول د خدای په یووالی باندې داده کیږي.
واحد هغه یوازنې ذات دی چې هر څه چې غواړي ترسره کوي يې او د چارو په چلولو کښې یوازې دی او هیڅ څوک یې د مقابلې توان نه لري. هر څه چې په اسمانونو او ځمکه کښې دي، ټولې د خدای د وحدانیت نښې دي. په دې وجه مومن خپل پروردګار یکي یو او بې ساری ګڼي او هیڅوک د هغه په شان او برابر نه بولي او د کائناتو په خلقت او مالکیت او چلولو کښې هیڅوک د هغه واحد شریک نه ګرځوي او په ګفتار او کردار او افکارو کښې یې د غیر ا... نفي څرګنده وي.
یادونه کوو چې د (قهار) نوم په هکله د دې لړۍ په ۱۷ پروګرام کښې بشپړ وضاحت شوی دی.
ښه ګرانو دوستانو! د پروګرام وخت دلته پاې ته رسیږي خو تاسو قدرمنو سره د خدای په امانۍ او تلو تلو کښې هغه دعا زمزمه کوو چې پیغمبراکرم حضرت محمد مصطفی(ص) یې د لوستلو سپارښتنه کړې او خپله به یې هم په مسجد النبي کښې له لمونځونو وروسته له نورو مسلمانانو سره په ګډه ویله.
له خدای پرته بل معبود نشته. هغه یوازنې معبود دی او مونږ ورته تسلیم یو، له خدای پرته بل معبود نشته او له هغه نه بغیر د بل چا عبادت نه کوو خپل طاعت هغه لره خالص کوو که څه هم مشرکان پرې خفه کیږي. زمونږ او زمونږ د پلار نیکونو لپاره له خدای نه بغیر بل معبود نشته، له خدای پرته معبود نشته، هغه یوازنې او یوازنې و یوازنې دی. هغه خپله ژمنه پوره کړه، د خپل بنده مرسته یې وکړه او خپلو سپاهیانو ته یې قدرت او عزت وبخښه او په یوازې یې (د کفر او شرک) لښکریان وځپل، نو بس واکمني او ستاینه خاص هغه لره ده. ژوندي کول او وژل کوي او وژني او ژوندي کوي او هغه داسې ژوندی دی چې نه مري، خیر او نیکي یوازې د هغه په لاس کښې ده او هغه په هر څه باندې توانمن او قادر دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی