امر باالمعروف او نهی عن المنکر/ د دین اصلي هدف او ارمان ۱
(last modified Tue, 14 Dec 2021 09:01:47 GMT )
Dec 14, 2021 13:31 Asia/Kabul
  • امر باالمعروف او نهی عن المنکر/ د دین اصلي هدف او ارمان ۱

د دین اصلي موخه او وروستي ارمان د هغو احکامو پلي کېدا ده چي د واحد خدای له لوري نازل شوي دي او د بشریت د کمال، ودي او د رېښتني نېکمرغۍ چینه ده. په دې خاطر له اهلبیت ع په روایتونو او د قرآن شریف په ایتونو کې (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) د الهي احکامو او قوانینو د پلي کېدو او د شریعت د دوام او پاتي کېدو د لامل په توګه معرفي شوی دی.

روانه خپرونه کې د امر بالمعروف د مسالې په هکله تاسو سره ږغېږو داسي یوه مساله چي په اسلام کې د روزنې له مهمو طریقو څخه شمېرل کیږي او د دین د قایمېدو او د دوام ضمانت کوونکی بلل شوی دی چي د هغه په بنیاد خلګ د ښو کارونو تر سره کولو ته هڅول کیږي او له ناروا څخه راګرځي.

هر یو دین خپل پېرو کاران ځینو کارونو ته هڅوي او له ځینو کارونو له ترسره کولو څخه منع کوي، د دغو احکامو شمېر توپیر نه کوي، که څه د حضرت موسی ع لسګوني الهي احکام وي او که د حضرت عیسی ع دوه ګوني فرمان وي، که ورته وګورو نو پوهیږو چي دین داسي یو څه ته وایي چي مومنان د هغه په چوکاټ کې باید ځینې کارونه تر سره کړي او له ځینو کارونو ډډه وکړي، په حقیقت کې د دین اصلي موخه د ضروري کارونو تر سره کېدا او د غیرضروري او نارواو له مینځه وړل دی چي دا ټول په اخلاقي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې رابرسېره کیږي.

په اصل کې (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) په ټولنه کې د (منکراتو) یعني د نارواو او پلېدیو له حضور او د (معروفو) یعني د ښې ګڼو له نه شتون څخه اندېښنه او حساسیت دی، ژمن مسلمان او یا هغه کس چي ټولنیز فعاله ژوند لري، داسي یو کس دی چي په اسلامي ټولنه کې تل د دینی اصولو او موخو د پلي کېدو او د هغو څیزونو د له مینځه وړولو په لټه کې دی کوم چي د دین د کمزوري کېدو سبب ګرځېدایشي، په دې خاطر ځان موظف ګڼي چي هوښیار ووسي او د (معروف) یا د ښې ګڼو د پلي کېدو او د (منکراتو) یا د نارواو د ختمېدو لپاره هڅه وکړي.

د (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) فریضه د خپلو همنوعانو او د نورو د مرستو او ارشاد له ضرورت څخه راپیدا شوی دی، الهي ارزښتونو ته د مسلمانانو بې پامي له یوې مودې وروسته په ټولنه کې ناوړه اثرات پرې باسي، په دې خاطر د اسلام د مبارک دین د تعالیمو له مخې، له انحرافاتو او ګناهونو څخه د ټولنې د پاکولو لپاره په ټولو فرض دی چي د نورو د څرګندو نارواو او ناوړو عملونو په وړاندې په خپل مسئولیت عمل وکړي. په اسلامي روایتونو کې هم د (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) پرته هیڅ یو عمل او عبادت د شریعت د قائمېدو او د بقا او د الهي احکامو د دوام عامل نه دی معرفي شوی.

 

ټول انسانان د یوې داسي ټولنې په ارمان کې دي چي له انساني ارزښتونو ډکه او له تباهی او فساد څخه پاک وي، داسي ښکاري چي د دې هیلي د پوره کېدو لپاره باید درې اساسي اصولو لکه (غوره قانون)، (د قانون درست پلي کېدا) او (دقیق نظارت یا څار) ته پاملرنه وشي، په دې خاطر اسلام سنت او قرآڼ د (بدلېدونکي) او (ثابتو اصولو) او قوانینو د چینې په توګه معرفي کوي چي په هره زمانه کې د بشر د ضروریتونو سره سم د تعریف او د پلې کېدو وړ دي، اسلام لومړنی بنسټیز اصل چي همهغه (صحیح قانون) دی په غوره توګه برابره کړې ده، دیني منایع هم د اسلام د حکومتی نظام په بیانولو او د قرآن شریف له د (لارښوونکو ستورو) او د غیبت په پړاو کې د واکوالانو د ځانګړنو په بیانولو او د ولی او رهبر په توګه د معصومینو په ګمارلو سره د قانون رېښتني او سالم پلي کوونکي یعني مجریان یې معرفي کړي دي او د قوانینو پلي کېدا یې د اسلامي امت مسئولیت ګرځولی دی، په دې توګه یې دوهم بنسټیز اصل یې هم پلي کړی دی.

له کومه چي د الهي قوانینو د پلي کېدو حسن یوه کارنده څار او نظارت ته اړ دی، اسلام د (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) په فرضولو سره د دې بنسټیز اصل د تامینولو په لټه کې دی او تل یې د نظارت ځانګړې لاري چاري په کار اچولي دي.

د انسان ټولنیز ژوند، دوه مهم ضرورتونه لري، لومړی دا چي بشر په خپل ژوند کې قانون ته ضرورت لري ځکه چي ژوند یې له قانون پرته نه سمبالیږي، دوهم دا چي قانون (اجرایي ضمانت) ته ضرورت لري ځکه چي د قانون تدوین او وړاندي کول یې په یوازې د انسانانو ستونزې نه شي هوارولای. په ټولنه کې د قانون (اجرایي ضمانت) په دوو بڼو کې یعني په داخلي او بهرني توګه د وېشلو وړ دی، د قوانینو داخلی (اجرایي ضمانت) همهغه په خدای او د قیامت په ورځ باور دی، که انسان د صحیح روزنې په ړنا کې ایمان ته ورسیږي او خدای په خپلو اعمالو ناظر وبولي او پوه شي چي تل د خدای په حضور کې دی او قیامت هم شتون لري چي باید ورته ځواب ویوونکی ووسي، په دې توګه کس په داسي ډول عمل کوي چي هم خپل دنیوي نیکمرغي او صلاح په نظر کې نیسي او هم ځان له د ابدي نیکمرغی زمینه برابروي.

له کومه چي داخلي (اجرایي ضمانت) په یوازې سر په ټولو شرایطو کې د ټولو انسانانو لپاره کارندوالې نه لري، باید بهرني (اجرایي ضمانت) هم شتون ولري چي هم هغه د عامو خلګو څار او نظارت دی. دغه مسئولیت په حقیقت کې د ټولنیزو قوانینو د پلي کوونکي په توګه د پولیسو او د قضایي قوې په غاړه دی. همدا اوس هم د نړۍ اکثره هیوادونه د خپلو قوانینو د پلي کېدو او سرغړونو سره د مقابلې لپاره مختلفي طریقې کاروي چي له دغه اسلامي فریضې (امر بالمعروف) سره ورته والې لري، که داسي نه شو ویلای چي د (امر بالمعروف وجود) په ټولنه کې د قانون د پلې کېدو لپاره یوازني ضروري لامل دی، خو بې له شکه چي د قانون د پلې کېدو په سلامت باندې په نظارت کې اساسي او نه انکارېدونکی رول لوبوي.

 

 

په دې خاطر (امربالمعروف او نهی عن المنکر) د (معروفو) یا ښې ګڼو او نېکۍ یو د عملي کېدو د زمینې برابرونکی بلل کیږي، د امیر المومنین حضرت علی ع له نظره (امربالمعروف) نه یوازې د دین وروستي مقصد دی بلکې د حکومت فلسفه جوړوي او د هغه پر بنیاد د حکومتونو مشروعیت سنجول کیږي او د حکومت په مقابله کې د پاڅونونو حقانیت څېړل کیږي. که یو حکومت د دې فریضې ساتونکی ووسي مشروعیت لري. که خلګ احساس وکړي چي موجوده حکومت د دې فریضې ساتنه نه کوي او حق تر پښو لاندې کوي، یوازې په هغه صورت کې د پاڅون حق لري چي مقصد یې د قدرت تر لاسه کول نه بلکي د امر بالمعروف او د هغو الهي حدودو بیا راژوندي کول وي چي تر پښو لاندې شوي دي.

دې ته په کتو سره د حکومتونو او د حکومت د مخالفینو د مشروعیت د سنجولو معیار په (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) باندې د هغوی ژمنتیا ده، له دې نظره (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) د فردي فریضې له حالت نه وځي او په یوې ټولنیزي، هدفمند او معیاري فریضې باندې بدلیږي.

 

 

 

ټیګونه