روژه، د خدای میلمستیا-۱
(last modified Sun, 03 Apr 2022 06:17:17 GMT )
Apr 03, 2022 10:47 Asia/Kabul
  • روژه، د خدای میلمستیا-۱

سلام دې وي په روژې، سلام دې وي د خدای په میاشتې، د رحمت په میاشتې، د بخشش په میاشتې او له فرصتونو د ګټه پورته کونې په میاشتې. د رمضان برکتناکې میاشتې ته ښه راغلاست

یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیَامُ کَمَا کُتِبَ عَلَى الَّذِینَ مِنْ قَبْلِکُمْ لَعَلَّکُمْ تَتَّقُونَ 

ای د ایمان خاوندانو! په تاسو مو روژه واجب کړه همهغه شان چې له تاسو په مخکښې کسانو مو واجب کړې وه چې تقوا خپله کړئ.

دا مونږ او تاسو ته د خدای کلام او خبرې دي. شک نشته چې د خدای د حکم په وړاندې د بندګانو دنده، یوازې اطاعت دی. خو خدای تعالی اراده کړې ده چې انسان د هغه په تفکر او د عقل په کارولو سره د هغه بندګي وکړي. نو کله چې یو حکم ورکوي، حکمت یې هم ورپسې راوړي. په عین اختیار کښې بندګي او عقلانیت هم هغه څیز دی چې انسان له فرښتو هم لوړوي. هم هغه څه دي چې خدای پرې پوهیده او فرښتې پرې خبر نه وې.

متعال خدای د روژې نیولو حکمت د تقوا مضبوطیا معرفي کوي. تقوا یعنې د زیانونو په وړاندې د ځان ساتنه. لکه څنګه چې جنګیالي د ځان د ساتنې لپاره سپر یا ډال په لاس کښې نیسي او زغره اغوندي، مومنان هم باید د شیطانانو له وسوسو د خوندي کیدو لپاره د روژې ډال راواخلي او د تقوا جامه واغوندي.

په کوم ژوند کښې چې یو معلوم هدف نه وي او له ګډوډي سره مخامخ وي هغه انسان ډوله ژوند نه دی. خو کوم ژوند چې یو هدف لري نو باید هدف ته د رسیدو لپاره یو پلان هم ولري. کوم غر ختونکی چې د غره سوکې ته د رسیدو نیت لري هغه که سم پلاننګ ونه کړي نو لاره ترې ورکیږي او شاید چې په ګډو وډو لارو باندې سر هم بایلي. انسان هم که خپل اصلي هدف ونه پيژني او یا خپل هدف او مقصد ته د رسیدو لپاره پلاننګ ونه کړي نو بې لارې او ګمراه کیږي او هلاکت ته به ورسیږي.

د قرآن په کلتور کښې د انسان هدف یو څیز دی او هغه خدای ته نزدې کیدل او یو داسې ځاې ته رسیدل دي چې د هغه د خدای ترمینځ هیڅ واټن نه وي او تقوا هغه پروګرام او پلان دی چې انسان دغه هدف ته رسوي.

تقوا یعنې په دې ټکي پوهیدل چې دنیا د خدای تر نظر لاندې ده. انسان که د واحد خالق په موقعیت او سترتوب پوه شي نو تل او په هر حال کښې ځان د هغه په وړاندې ویني او د هغه په کبریايي محضر کښې هم دا شتون دی چې مونږ له ګناه ساتي او د هغه د حکمونو منلو ته مو هڅوي. دا هم هغه تقوا ده، د ویرې او هیله مندۍ ترمنیځ یو حالت دی. ویره د خدای له عذابه او هیله او امید د هغه رحمت او هغې بخښنې ته چې د خدای تعالی له غضبه زیات دی.

روژه نیول یعنې د خوړلو او څښلو څخه ډډه کول او د ډیرو ابتدايي او ساده انساني ضرورتونو له پوره کولو ځان ساتل دي خو په حقیقت کښې د جسماني او نفساني غوښتنو په وړاندې د ارادو د پیاوړتیا لپاره یو مشق دی چې که تل دغه غوښتنې او خواهشات پوره کړو نو نه یوازې ختمیږي نه بلکې هره ورځ لا زیاتیږي. د دغو مادي او دنیاوي غوښتنو زیاتوالی او د هغو د پوره کولو لپاره د انسان پره پسې هلې ځلې، ژوند له ګډوډي سره مخامخوي او انسان خپل اصلي هدف ته له رسیدو منع کوي.

رمضان د یو نظام لرونکي او قانون مداره ژوند لپاره یو مشق او تمرین دی. د داسې عقلاني ژوند لپاره چې په کښې هره غوښتنه په هغه اندازه پوره کیږي چې انسان خپل هدف ته نزدې کړي، نه دا چې خنډ یې وګرځي. په دې ژوند کښې د انسان عقل په قدرت سره هر څیز د هغه په خپل ځاې ټاکي او هر شي ته د هغه له حد او اندازې د تیریدو اجازه نه ورکوي، دا هم هغه د عدالت معنا ده. کوم انسان چې کامیاب شي عدالت په خپلې باطني دنیا کښې برقرار کړي، جوته ده چې  په ټولنه کښې به هم داسې وکړي.په دې وجه رمضان ټولنیز عدالت ته د رسیدو سریزه بللې شو.

امام جعفر صادق علیه السلام فرمايي: خدای تعالی روژه واجبه کړه چې په دې وسله شتمن او بې وزله خلک برابر شي.

ګرانو او قدرمنو دوستانو، یوځل بیا روژه رارسیدلې ده. رمضان د خدای میاشت ده او قرآن کریم ورته (شهر الله) ویلي دي. ټولې میاشتې خدای لره دي خو د رمضان مبارکه میاشته په ټولو  میاشتو باندې فضلیت او برتري لري. ټولې شپې د خدای تعالی دي خو یوازې یوه شپه، شبِ قدر نومول شوې ده چې د هم دې میاشتې یوه شپه ده.

رمضان د میلمستیا میاشته ده، د داسې میلمستیا چې کوربه یې، د هستۍ او کائناتو خالق دی، هغه له ټولو مهربانانو ډیر مهربان دی. د ټولې دنیا مسلمانان د شعبان د میاشتې له نیمايي څخه د رمضان د میاشتې هرکلي ته ځانونه تیاروي او د شعبان له پنځلسمې نه د خدای د میلمستیا د میاشتې مخې ته ورځي. د دیني آیتونو او روایتونو له مخې، خدای تعالی د مرضان په مبارکه میاشت کښې پریمانه برکتونه ایښې دي چې باید ګټه ترې پورته کړی شي.

د هر کال د روژې میاشته د جنت یوه برخه ده چې خدای تعالی یې زمونږ د مادي ژوند سوزنده جهنم ته رالیږي او مونږ ته دا فرصت راکوي چې ځانونه په دې میاشت کښې په دغه الهي دسترخوان باندې جنت ته ننباسو. ځیني خلک د هم دغو دیرشو ورځو لپاره جنت ته ننوځي او ځیني نور د دغو دیرشو ورځو په برکت د کال په نورو ورځو کښې بلکې ټول عمر، د خدای له جنته نه غافله کیږي او خپل دنیاوي اعمال د هغوي اخروي آثارو ته په کتو سره ترسره کوي.

*/*/*

د روژې د مبارکې میاشتې پیلیدل په حقیقت کښې د مسلمانانو لپاره یو ستر اختر دی او غوره ده چې مومنان یو بل ته د دې میاشتې د پیلیدو مبارکي ورکړي او له دې میاشتې د زیات نه زیاتې ګټه اخیستنې سپارښتنې وکړي. په دې وجه چې دا میاشته د خدای د میلمستیا میاشت ده نو په کښې یوازې مومنان او هغه کسان چې په دې میلمستیا کښې د شاملیدو کوشش کوي، د خدای تعالی په کریمانه دسترخوان کښیني. البته چې د پروردګار د عامه کرم دسترخوان ټولو انسانانو ته غوړیدلی دی او د عالم ټول موجودات ترې ګټه پورته کوي. خو په رمضان کښې د خدای ځانګړی دسترخوان د هغو کسانو لپاره دی چې د خدای د میلمستیا بلنه مني.

د حمد د مبارکې سورې پنځم مبارک آیت «إِیَّاکَ نَعْبُدُ وَإِیَّاکَ نَسْتَعِینُ»، یعنې « یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا څخه مرسته غواړو) چې هره ورځ یې په پنځو واړو لمونځونو کښې لولو، نو هم دا وجه ده چې انسان ته وریادوي چې تل د ځان په سمولو لګیا وي او د یوازني خدای په عبادت سره، په دې لاره کښې یوازې له هغه نه مرسته وغواړي. خو له دې امله چې ورځني مسائل او کارونه ممکنه ده د خدای د یاد مخه ونیسي نو مهربان خدای د روژې مبارکه میاشته ټاکلې ده چې بندګان د ځان او خدی ترمینځ د اړیکې په هکله فکر وکړي.

مهربان خدای چې په هره پلمه خپل بنده د ځان وخوا ته وربولي، د رمضان میاشت یې ځان ته د خپل بندګانو د نزدې کیدو لپاره یو ارزښتناک فرصت ګرځولی دی.

*************************

قرآن کریم د خدای د وحي کلام دی چې د ټولو انسانانو لپاره د نیکمرغۍ او هدای پیغام لري. ځکه کوې شي چې د انساني ټولنې ټولې غوښتنې په ټولو اړخونو کښې په ډیر غوره شکل پوره کړي او خلک ترټولو ښو لارې ته لارښوونه کړي. که انسان خپل عقل او فکر له خپل پاک باطن سره د هغه په حقایقو او تعلیماتو د پوهیدو لپاره وکاروي نو په یقین سره په انسان پورې اړوند ټول حقیقتونه او په کښې د نیکمرغۍ لاره موندې شي، هم دا وجه ده چې وینو قرآن کریم له پیړیو راهیسې چې د الهي ژمنې له مخې خوندي او محفوظ پاتې شوی دی او اوس په لا ځلیدونکې توګه په زړونو کښې ځاييږي.

په حقیقت کښې دا ستر کتاب ټولنیز ژوند ته د نظم وربخښلو او له عزت سره د یو مل ژوند دستورالعمل دی. قران د مسلمانانو د سرلوړۍ لامل دی او ورباندې پابندي د علم او عقل د غوړیدو لامل کیږي. بشریت د اسلام په راتلو سره، په قرآن کریم باندې د عمل په برکت د علم، اخلاقو او پراختیا په برخه کښې بیخي لد شو. کوم خلک چې د سرلوړي ژوند په هکله بیخي بې خبره وو، د قرآن د ژوند بخښونکو تعلیماتو په رڼا کښې په ډیره لږه موده کښې عظمت ته ورسیدل او د علم او تمدن بیرغ یې پورته کړ.

یوه ورځ له یو کس نه څه خطا او تیروتنه وشوه، امام علي علیه السلام ته ورغی او د سزا غوښتنه یې ترې وکړه. هغه حضرت ورته وفرمایل: په قرآن څومره پوهیږې؟ هغه کس د سوره بقره یو آیت ولوسته. حضرت علي علیه السلام وفرمایل: ته مې د بقرې د سورې په خاطر وبخښلې.

داشان امام علي علیه السلام چې د حدودو په اجرا کښې ډیر حساس او دقیق و، د قرآن کریم له آیتونو څخه د ګټه پورته کونې یادونه وکړه. هغه تیروتی کس یې وبخښه ترڅو د قرآن کریم د آیتونو په رڼا کښې یو ښه ژوند پیل کړو. او اوس د رمضان میاشت د قرآن د تعلیماتو د پيژندلو لپاره یو غوره فرصت دی. د ترټولو وروستي او بشپړ کتاب قرآن کریم لوستل او مطالعه په دې میاشتې کښې د خبرتیا ترټولو مهم اوزار دی چې د لوستلو او په کښې د غور کولو ډیره سپارښتنه شوې ده. قران په خپله د سوره بقره په ۱۸۵ آیت کښې فرمايي:«شهر رمضان الذی انزل فیه القرآن هدی للناس و بینات من الهدی و الفرقان» یعنې «رمضان هغه میاشت ده چې په کښې قرآن د خلکو د لارښوونې او د هدایت د نښو نښانو د ښودلو او له حق څخه د باطل د بیلولو لپاره نازل شو.

اوس د خدای د لطف او مهربانۍ یوه بله وړانګه پر مونږ لګیدلې ده. د روژې پسرلی رارسیدلی دی. که څه هم هر سهار له خوبه راویښیدل او پاڅیدل، د ژوند تکراریدونکې چاره ده خو د روژې د میاشتې د وړومبۍ ورځې په پیشمني سره ژوند په یو بل رنګ و بوی سره پیلیږي.

خوږې وږمې چلیږي او د خدای د پاکۍ او رحمت شبنم، غفلت وهلو زړونو ته تاندوالی وربخښي. په دې حال کښې د رسول ا.... مبارک له پاکو اهلبیتو څخه د امام جعفر صادق علیه السلام دا خبره زمزمه کوو چې د روژې د میاشتې په پیل کښې یې وفرمایل: خدایه د (رمضان) دا مبارکه میاشته راورسیدله، هغه میاشت چې په کښې قران د خلکو د هدایت لپاره او د لارښوونې او د حق او باطل د بیلولو لپاره د یو روښانه دلیل په توګه نازل شو. مونږ په دې میاشتې کښې روغ رمټ ولرې او دا میاشت پر مونږ سلامته کړې او په سلامتیا او سوکالتیا سره یې راباندې سر ته ورسوې.

  */*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه