بې نقابه امريکه ۱۴۰۱-۰۱-۲۰
(last modified Sat, 09 Apr 2022 13:00:18 GMT )
Apr 09, 2022 17:30 Asia/Kabul
  • بې نقابه امريکه ۱۴۰۱-۰۱-۲۰

د امريکې په کانګرس کښې له ماريجوانا څخه د جرم د ختمولو د لائحې تصويب، د امريکې د کار په بازار کښې له روزګارونو څخه څنګته کېدل، د امريکې د خلقو په ژوند د ګرانۍ منفي اثرات او د ريپبلېکنانو لخوا د دغه هېواد د فوځي بودجې د زياتولو غوښتنه په تېره هفته کښې د امريکې ځينې ډېر مهم خبرونه دي.

د امريکې په کانګرس کښې له ماريجوانا څخه د جرم د ختمولو لائحه د ۲۰۴ رايو په مقابل کښې په ۲۲۰ موافقو رايو سره تصويب شو. البته لرې خبره ده چې دغه لائحه په قانون بدله شي، ځکه چې په سېنټ کښې يې د  تصويب امکان کم دے. بې له دوو تنو ټولو ډېموکرېټانو له دغې طرحې څخه ملاتړ وکړ، په داسې حال کښې چې يوازې دريو ريپلېکنانوو ترې ملاتړ وکړ. دغه اقدام په فيډرل محکمو دا لازمي کوي چې د ماريجوانا مخکيني محکوميتونه لغو کړي او د هغو کسانو لپاره چې د خپل محکوميت دوران ختموي د غور کولو ناستې بيا جوړې کړې. همدارنګ په ماريجوانا او په توليداتو يې پينځه فيصده ماليه يا ټېکس جائزوي چې په تدريجي توګه په پينځو کلونو کښې ۸ فيصدو ته زياتيږي. د امريکې ډېموکرېټانو دا نظر لرۀ چې د ماريجوانا په اړه  فيډرل ممنوعيت د اقليت ټولنو لپاره مخرب عواقب لرلي دي. هغه ريپلېکنان چې له دې اقدام سره يې مخالفت وکړ وويل چې ماريجوانا داسې درمل دي چې له افيمو او نورو خطرناکو موادو څخه د لا زياتې استفادې لپاره لاره خلاصوي. هغوي همدارنګ وويل چې د خرڅون په حال کښې محصول له هغه څه نه ډېر زيات قوي دے چې لسيزو مخکې خرڅېدل. د ري پبلېکنانو له نظره له ماريجوانا څخه د جرم ختمول ترجيح نه ده چې په اوسنيو حالاتو کښې  قانون جوړؤنکي دې په  اوسنيو حالاتو کښې ورباندې تمرکز وکړي، ځکه چې په يوکرائن کښې جنګ او ګراني د ګېسو، خوړو او نورو ضروري څيزونو د بيو د زياتېدو سبب شوي دي. د امريکې د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو وښودله چې ماريجوانا تر کومه حده په دغه هېواد کښې منلې شوې ده. استازيو په دغه وخت کښې د ماريجوانا د قانوني کولو لپاره د يو لړ اقداماتو په ترسره کولو سره په نيوجرسي، اريزونا، مونټانا او جنوبي ډاکوتائی کښې د رائې ورکؤنکو نظر ځان ته جلب کړ او بريالي شول. ځينو انتقاد کؤنکو دا چاره له نشه ايزو موادو سره د امريکې د جنګ خاتمه وبلله، له دې سره له ماريجوانا څخه د جرم ختمېدو تصويب ته په پام سره په فيډرل سطح د ماري جوانا د استعمال د منعې ختمولو امکان شته. په داسې حال کښې د امريکې ۳۴ ايالتونو د طبي مقاصدو لپره د ماريجوانا استعمال جائز اعلان کړے دےد امريکې د خوړو او درملو ادارې په يو رپوټ کښې وويل چې ده نشه ايزه ماده هيڅ درمليز استعمال نه لري.

دا په داسې حال کښې دي چې په امريکه کښې له حده زيات د نشه ايزو مواد د استعمال په وجه د مخنيوي وړ رامنځته شوي انساني سرتاوانونه هم هغه شان دوام لري. له دې مخکې په دې مياشت کښې د امريکې له بيماريو څخه د مخنيوي او کنټرول مرکز رپوټ ورکړ چې په يو کال کښې چې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کښې ترسره کيږي يولک پينځه زره اوۀ سوه دوه پنځوس تنه له حده زيات د نشه ايزو موادو د استعمال په وجه مړۀ شول. په داسې حال کښې چې ټوله امريکه د دا ډول سرتاوانونوترتاثير لاندې ده چې تاثير په ټولنو باندې فرق لري.په تور پوستکو ټولنو کښې په اوس حال کښې له حده زيات نشه ايزو موادو د استعمال په وجه د مړينو اندازه په چټکه سره د زياتېدو په حال کښې ده او مجموعاً په اوسطه توګه په تورپوستکو کښې د مړينې اندازه له سپين پوستکو زياته ده.

نوي اعداد و شمار ښودنه کوي چې د هغو امريکنيانو شمېر چې له روزګاره څنګته کيږي او استعفاګانې ورکوي د تاريخي نصاب حد ته نزدې کيږي چې دا چاره د کار او کسب په مالکانو باندې يو بل دباو راولي.هغه نتائج چې په امريکه کښې د کار او روزګار د اعداد و شمار دفتر خپارۀ کړي دي د هغو امريکنيانو شمېر چې له خپل روزګار څخه څنګته شوي دي په جنورۍ مياشت کښې څلور ميلين او څلور لکو ته رسېدلے دے او دا په داسې حال کښې دي چې اقتصادي کارپېژاندي خبردارے ورکوي چې کېدې شي لا زيات شي. د فرورۍ له مياشت سره اړوند اعداد و شمار هم له هغې د مخکېنۍ مياشتې په پرتله کښې زيات شوي دي او لا جزئي تحقيقات ښودنه کوي چې زياتره هغه کسان چې له خپل کار او روزګاره څنګته شوي دي د پرچون مال خرڅؤنکي او يا د له ځائي او ايالتي حکومتونو سره په ښؤنه او روزنه کښې همکاري کوي او يا هغه کسان دي چې له صنعتي توليد سره اړوندو روزګارونو کښې فعاليت کوي، د هغه کسانو شمېر چې په مالي او بيمه اي برخو کښې فعاليت کوي او خپل روزګارونه يې پرېښي دي زيات کم دے. د هغه اعداد و شمار له مخې چې د شمېرونو دغه دفتر خپور کړل په فرورۍ مياشت کښې د امريکې د کار او کسبونو لپاره يولس ميلين او درې لکه روزګارونه پېدا شوي دي يعنې وېکېنسۍ خالي شوي دي او شرکتونو شپږ ميلين او اوۀ لکه کسان په کار لګولي دي. اعدادو شمار ښودنه کوي چې د هر امريکائي لپاره دوه چمتو منصبونه شتون لري او د کار او روزګار د وزارت اعداد و شمار ښودنه کوي چې د امريکې د کار او کسبونو مالکان د خپلو کارکؤنکو د موندلو لپره له مشکل سره مخامخ شوي که څه هم په کار لګؤنکي ورته د زياتو تنخواګانو وړانديز کوي.

مخ په زياتېدو لګښتونه د دې سببب شوي دي چې د هر څه بيې زياتې شي. په روان کال کښې داسې ضرورتونه د يوې معمولي امريکائي کورنۍ لپاره پينځه زره دوه سوه ډالره زيات لګښت ولري. دغه د بيو زياتوالے په مياشت کښې د څلور سوه درې دېرش ډالرو د زياتېدو سبب کيږي. د بلومبرګ اقتصادپوهان انډروهاسبي او آناوېنګ وائي د بچت دغه چټکه کمښت د هغو کسانو لپاره چې مخکې يې کار نه کوۀ د کار  په ځواک کښې د شاملېدو ضرورت زياتيږي او د کار د ځواک د زياتېدو په نتيجه کښې احتمالا د تنخواګانو وده کيږي. دغه شننه د دې مياشتې په وړومبيو کښې د مودي تحقيقاتي ادارې له نتائجو څخه ملاتړ کوي. د دغو تحقيقاتو نتائجو وښودله چې ګراني هم هغه شان مخ په زياتېدو ده چې په اوس حال کښې د تېرکال په نسبت تقريباً ته فيصده ده د معمولي امريکائي کورنيو لپاره په مياشت کښې د ۲۹۶ ډالرو زياتوالے رامنځته کوي. لا اندېښمنؤنکې مسئله دا حقيقت دے چې دغه تحقيقاتي شرکت په دغه رپوټ کښې ويلي دي چې  حالات په ځاے د دې چې ښۀ شي لا خرابيږي. په امريکه کښې ګراني په تېرو څلورو لسيزو کښې ډېرې لوړې اندازې ته رسېدلې ده. د دغې ګرانۍ زياته برخه د کورونا وائرسو او د کوويډ – ۱۹ بيمارۍ د خپرېدو په نتيجه کښې د محدوديتونو په وجه ده، همدارنګ په يوکرائن باندې د روسيې حملې د سامانونو او څيزونو د پوره کولو لپاره لا زيات محدوديتونه رامنځته کړي دي او د دې سبب شوي دي چې ګراني له هغه څه نه زيات چې د دغې حملې له شروع کېدو نه مخکې يې تصور کېدو لا زياته شي. په دې وروستيو هفتو کښې د زياترو بحثونو محور او موضوع د انرجۍ او خوراکي موادو د بيو چټکه زياتوالے ؤ. په يوکرائن باندې د روسيط له حملې وروسته چې د امريکې او برطانيې لخوا د روسيې د تيلي صادراتو د بائيکاټ سبب شوه په اوسطه توګه د هر ګېلن پېټرولو په بيه کښې څه د پاسه څلور ډالره اضافه اوشوه او د امريکې د کيليفورنيا په ځينو ښارونو کښې د هر ګېلن په بيه کښې شپږ ډالره هم اضافه ليدل کيږي.د خوراکي موادو د بيو د زياتوالي په باره کښې امريکنيانو په دې هفته کښې ډېر بد خبرونه ترلاسه کړل. د امريکې د کرهڼې وزارت د ۲۰۲۲ کال لپاره د خوراکي موادو د بيې پس منظر اپډېټ کېدو رپوټ خپور کړ چې ښودنه کوي د اټکلونو له مخې د ټولو خوراکي موادو بيې له 4.5 نه تر 5.5 فيصدو پورې زياتې شي. د دغې وزارتخانې د رپوټ له مخې په تېر کال کښې د خوراکي موادو بيه 7.9 فيصده زياته شوې وه چې  د 1981 کال له جولائۍ څخه د دولسو مياشتو ترټولو زياته وده ده. هيله کيږي چې په رېسټورانونو کښې د خوراکي موادو  بيه چې په اوس حال کښې د تېر کال په نسبت اوه فيصده زياته شوې له 5.5 نه تر 6.5 فيصدو پورې نوره زياته شي.

د امريکې د کانګرس ريپلېکن قانون جوړؤنکو د دغه هېواد له ولسمشر جوبائيډنه غوښتي دي چې د چين او روسيې د قوت او ګواښونو د زياتېدو په دې دوران کښې دې  د 2023 کال فوځي بودجه زياته کړي. ري پلېکنان خبردارے ورکوي چې د بائيډن حکومت نه شي کولې هغو بې مخينې ګواښونو ته په پام سره چې امريکه ورسره مخامخه ده د ملي امنيت لګښتونه کم کړي. د امريکې د کانګرس د وسله والو ځواکونو په کمېټۍ کښې د ټولو ريپلېکنانو غوښتنه له دې وروسته رامنځته شوه چې د سېنټ د وسله والو ځواکونو د کمېټۍ څو غړيو له بائيډنه وغوښتل چې دفاعي بودجه دې زياته کړي. د امريکې د کانګرس د وسله والو ځواکونو په کمېټۍ کښې د مائک راجرز په مشرۍ ټول اتويشت ري پلېکن استازي له يو کارآمده دفاعي  کرښې څخه د اطمينان لپاره د بودجې د زياتولو غوښتونکي دي. راجرز وائي: زمونږ هېواد د چين او روسيې لخوا له بې مخينې ګواښونو سره مخامخ دے او دا چې پائيډن فېصله کړې چې يو ځل بيا زمونږ فوځ محدود کړي غېرعاقلانه خبرهده. د ګرانۍ په محاسبه کښې په ناتوانۍ سره د بائيډن د بودجې غوښتنه به امريکه کمزورې او زيانمنه کړي. د امريکې د کانګرس ري پبلېکن استازي اليز اسټفانېک هم وويل، د فوځي او دفاعي لګښتونو کمول زمونږ ملي امنيت لا ګواښي. د امريکې د کانګرس ري پبلېکن استازي وموبروکس خبردارے ورکړ چې د بائيډن د وړانديزي دفاعي بودجې کمښت د امريکې جيوپليټيکي دښمنان هڅوي چې په ټوله نړۍ کښې په فوځي حملو کښې  شرکت وکړي او په نتيجه کښې خطرناک جنګ رامنځته کوي. د بائيډن د دفاعي لګښتونو کمښت اودرول شي. د بائيډن د حکومت د ۲۰۲۳ کال په بودجه کښې د دفاع د وزارت لپاره ۷۷۳ ميليارډ ډالره وړانديز شوے دے. بائيډن په خپله بودجه کښې په يوکرائن باندې له حملې ، له يوکرائن څخه د امريکې له ملاتړه او د دغه هېواد د اقتصادي او امنيتي ضرورتونوله پوره کولو وروسته روسيې ته د پرېکنده ځواب لپاره د پانګونې د دوام غوښتونکے شو. د بائيډن  ۶.۹ ميليارډ وړانديزي بودجه د اروپا او نېټو د دفاعي نوښت او له يوکرائن څخه د ملاتړ لپاره د روسيې له تحرکاتو سره د مقابلې او د نېټو له انډيوالو سره د نورو مشارکتونو لپاره ده.

----------

 

ټیګونه