بې نقابه امریکا
(last modified Sun, 22 May 2022 09:31:25 GMT )
May 22, 2022 14:01 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د امریکې د تیرې اونۍ د مهمو پيښو څیړنه

په تیره اونۍ کښې د امریکې له ډیرو مهمو پيښو څخه په دغه هیواد کښې د سپین پوستو د برتر او غوره ګڼلو زیاتیدونکي خطر، په امریکا کښې د نشه ایزو موادو د ستونزې په پراخیدو باندې د بایډن اعتراف،  په امریکا کښې د وسلې د تولید له زیاتیدو وروسته د قتل او خودکشۍ زیاتیدو او د امریکې په سنا کښې له یوکرین سره د ۴۰ میلیارډ ډالري مرستې د لایحې یا بِل تصویبیدو ته اشاره کولې شو.

*/*/*/*/*

امریکايي رسنیو د تیرې یکشنبې په سهار وختي د نیویارک ایالت د شمال په بوفالو ښار کښې د ناتار ډزو خبر ورکړ. پولیس وايي چې یو کس چې سپين پوستي یې برتر ګڼل، په یو سپر مارکیټ کښې ډزې پیل کړې.

هغه د تیرې اونۍ د خالي په ورځ یو سپر مارکیټ ته په ورننوتو سره په داسې حال کښې چې د انټرنیټ له لارې یې په ژوندۍ بڼه (لایو) ویډیو خپروله، هلته په موجودو کسانو چې زیاتره تور پوستي وو، ډزې شروع کړې. د ډزو په دې دغې پيښې کښې لږترلږه ۱۰ کسان ووژل شول او درې نور زخمي شول. ځیني کسان په سر لګیدلي وو.

ساعت پس د نیویارک ایالت څارنوالۍ وویل چې (ایف، بي، آيي) له دغې پيښې سره (د متعصبانه جنایت) او (د قهرجن توکمپال تندلاري) په توګه چلند کوي. دغه کس په انټرنیټ کښې په ۱۰۶ صفحو مشتمله آنلاین خبرپاڼه خپره کړې ده او په کښې یې واضحه کړې ده چې انګیزه یې د هغې دسیسې د فرضیې له امله رامینځته شوې چې له مخې یې نور توکمونه د سپین پوستو د ځاې په نیولو لګیا دي. په دغې بیانیې کښې هغه وايي چې عمر یې اتلس کاله دی او ځان یې د سپين پوستو غوره ګڼونکی او د یهودیانو دښمن بللی دی.

د امریکې د ولسمشر مرستیالې کماله حارث د نیویارک په شمال کښې د سپين پوستي ځلمي د دغو وژونکو ډزو په غبرګون کښې وویل: په امریکا کښې کرکه په خوریدو ده او څرګنده ده چې په ټول هیواد کښې د کرکې یوه نښته وینو چې د ګزارې له نشتوالي او قهر جنو اقداماتو سره مل ده. په نسلي یا د قهرجنې افراط پالنې په انګیزې سره د کرکې له امله رامینځته شوي جنایتونه زمونږ د ټولو تاوان ګڼل کیږي.

له دې مخکښې هم د امریکې ولسمشر جو بایډن د دغه هیواد په بوفالو ښار کښې له وروستیو پراخو ډزو وروسته په هیواد کښې دننه د توکمپالې ترهګرۍ د ختمولو غوښتنه کړې وه. په حقیقت کښې په بوفالو ښار کښې د خلکو په تیره بیا د تور پوستو د وژلو بوږنونکی جنایت په متحده ایالاتو کښې د سپين پوستو د غوره او برتر ګڼونکو کسانو او ډلو له خوا رامینځته کیدونکي ګواښونه په ډاګه کړي دي.

*/*/*/*/*/*

په نیویارک کښې د یو سپين پوستي نوي او حیرانونکي جنایت د امریکې په ټولنه کښې د تندلارو ښي پالو زیاتیدونکی خطر یوځل بیا په ښه توګه نندارې ته وړاندې کړی دی. په حقیقت کښې د سپين پوستو د غوره بللو د تندلارو ښي پالو ډلو رول د امریکې په کورني سیاست کښې په زیاتیدونکې توګه پوخ شوی دی او ویره ده چې دغه ډلې نه یوازې د تور پوستو او لاتین توکمو په شان د قومي او نسلي اقلیتونو خلاف قهرجن اقدامات زیات کړي بلکې د مسلمانانو په شان دیني لږکي هم له مخکښې زیات د خپلو بریدونو هدف وګرځوي. په عین حال کښې دغه تندلارې ډلې د خپلې سیاسي کړنلارې په دوام کښې په زیاتیدونکې توګه د امریکې په سیاسي ډګر کښې د خپل دخالت غوښتونکې دي. په امریکا کښې د تشدد پالو او ښي پالو ډلو جرړه تیرو لسیزو ته رسیږي او په امریکا کښې معترضو کسانو او ډلو تراوسه ډیرې سترې ترهګرې پيښې رامینځته کړې دي.

په امریکا کښې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ غوره کیدل په دغه هیواد کښې د ښي پالو افراطي ډلو او فعالانو په راژوندي کولو کښې یوه چټکتیا رامینځته کونکې وجه وه. ویل کږي چې دم ګړۍ په امریکا کښې له ۱ زر او ۶۰۰ زیاتې تندلارې ښې پالې ډلې پيژندل شوې دي.

*/*/*/*/*

د امریکې ولسمشر جوبایډن په یولړ تازه څرګندونو کښې داده شو چې په امریکا کښې د نشه ایزو توکو استعمال په یوې وبا بدل شوی دی. بایډن زیاته کړه: تاسو هره ورځ اندیښمن یئ، مونږ د ځوانو هلکانو او جینکو او ماشومانو نابودي وینو. هغه ټینګار وکړ چې دغه کسان حتی په سترو ښوونځیو کښې نور خلک ویروي. په دې هکله فکر وکړئ. دا د دغو کسانو د ډي، این، ای یوه برخه ده.

امریکا په تیر کال کښې د نشه ایزو موادو له حده زیات استعمال په وجه د مړینو په لړ کښې یو نوی ریکارډ جوړ کړ. د هغه نوي ریکارډ له مخې چې تیر کال خپور شوی دی، په هرو پنځو دقیقو کښې یو کس د نشه ایزو موادو د زیات استعمال په وجه مړی شوی دی. د احصائیو په اساس، په امریکا کښې د نشه ایزو توکو د له حده زیات استعمال په وجه د وژل شویو شمیر له یو لاک او اووه زرو تنو اوښتی دی او په هرو پنځو دقیقو کښې یو کسان له دې امله مري.

په امریکا کښې د ناروغیو د کنټرول او مخیني د مرکز احصائيو ښودلې ده چې څه باندې اویا زره کسان د مصنوعي افینو پيه تیره بیا فنتانیل د زیات استعمال په وجه مړه شوي دي.

دا وړومبې ځل دی چې د نشه ایزو توکو له حده زیات استعمال په وجه د مړینو شمیر په ۲۰۲۱ کال کښې د یو لاک له حده  اوړي.

ماهران وايي په امریکا کښې د افیوني موادو کړکیچ چې د کرونا په وجه د ځینو خلکو د لازیاتې یوازې کیدنې سبب شو لازیات شو.  د شمالي کارولینا جمهوريت غواړي استازي ګریګ مورفي امریکې ته د فنتانیل د وژونکې نشه ایزې مادې د بې مخینې اندازې د داخلیدو په هکله په خبرداري سره وايي: د هر ښار حالت د سرحدي ښآرونو په شان دی ځکه چې په هیواد کښې د نشه ایزو موادو کړکیچ هر ډول خلک تر اغیزې لاندې راوستي دي.      

    */*/*/*/

د امریکې د حکومت د نوي رپورټ له مخې په دغه هیواد کښې د وسلو تولیدونکو له ۲۰۰۰ کال راهیسې په تیرو دوو لسیزو کښې د تجاري بازار لپاره له ۱۳۹ میلیونو ډیرې وسلې تولید کړې دي چې له دغه شمیر څخه ۱۱. ۳ میلیونه وسلې یوازې په ۲۰۲۰ کال کښې تولید شوې وې. د امریکې د عدلیې وزارت د رپورټ له مخې ۷۱ میلیونه نورې وسلې په هم دغه پړاؤ کښې وارد شوې دي چې چې ښودنه کوي امریکا په حقیقي معنا په شخصي وسلو کښې ډوبه شوې ده چې په وسلو سره د تشدد، قتل او خودکشۍ د زیاتیدو سببش وې دي.

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي دي چې په ۲۰۲۰ کال کښې په امریکا کښې د وسلو له امله د وژلو شمیر په دوامداره توګه زیات شوی دی. په دغه هیواد کښې په ۲۰۲۰ کال کښې په وسلو سره ۱۹ زره او ۳۵۰ وژلې ثبت شوې دي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په کښې ۳۵ فیصده زیاتوالی راغلی و او ۲۴ زره او ۲۴۵ خودکشۍ هم په وسلو سره شوې دي چې په دې برخه کښې هم یونیم فیصده زیاتوالی وینو.

په ۲۰۲۰ کال کښې په ګرمو وسلو سره قتل اندازه په هرو سلو کسانو کښې ۶.۱ ته ورسیدله چې په تیرو پنځویشتو کالو کښې ترټولو لوړه او زیاته اندازه ده. دغه رپورټ زیاتوي چې چارواکي له هغو نه ثبت شویو وسلو سره هم مخامخ دي چې په کورونو کښې جوړیږي او د (روحونو په وسلو) مشهورې دي.

د امریکې د لوې څارنوال مرستیاله لیزا موناکو وايي: مونږ یوازې په داسې صورت کښې د تشدد د زیاتیدو په موضوع غوره کولی شو چې ډیر غوره موجود معلومات ولرو او په دې لړ کښې ډیر اغیزناک اوزار او تحقیقات وکاروو.

*/*/*/*/*/

د امریکې سینیټ تیره پنجشنبه په دغه هیواد کښې د ګرانۍ له بې مخینې زیاتوالي سره هممهاله په یوکرین سره د ۴۰ میلیارډ ډالري مرستې لایحه تصویب کړه او دغه لایحه یا بِل یې سپينې ماڼۍ ته ولیږه ترڅو ولسمشر جوبایډن یې لاسلیک کړي.

د سینیټ قانون جوړونکو دغه لایحه د ۱۱ مخالفو رایو په مقابل کښې په ۸۶ موافقو رایو سره تصویب کړه. دغه لایحه د امریکې دفاع وزارت (پینټاګان) ته اجازه ورکوي چې د پوځي تجهیزاتو د برابرولو په شمول له یوکرین سره د امیني مرستو لپاره تقریباً ۲۰ میلیارډه ډالر ولګوي. هم داشان کابو ۹ میلیارډه ډالر اقتصادي مرسته، څه باندې ۴ میلیارډه ډالر انساني مرسته او ۴ میلیارډه ډالر نوره مرسته د بهرني پوځي تامین په برخه کښې د امریکې د خارجه وزارت له لارې د یوکرین لپاره په نظر کښې ونیسي.

د دغې لایحې په مخالفانو کښې د رنډ پال او جاش هاولي په شمول یوشمیر جمهوري غواړي سناټوران وو چې د امریکې په اقتصاد او ځینو نورو کورنیو وړومیبتوبونو باندې د دغه قانون له سختې اغیزې یې اندیښنه څرګنده کړه. تیره اونۍ رنډپال د دغې لایحې د چټکي تعقیبونې هلې ځلې وځنډولې. هغه د زیاتیدونکې ګرانۍ او په امریکا کښې د تامین په لړۍ کښې د ګډوډیو په ګرداو کښې د یوکرین لپاره د میلیارډونو ډالرو د لګولو په هکله اندیښنې ته په اشارې سره وویل چې یوکرین ته د امریکې په بیلې شوې بودجې او دغه هیواد ته په لیږل شویو وسلو باندې د څارې غوښتونکی دی.

خو له اندیښنو او مخالفتونو سره سره د یوکرین لپاره د سپینې ماڼۍ د غوښتنې وړ بودجې تصویبیدل چې وړومبې ۳۳ میلیارډ ډالره وه او بیا د کانګرس په مصوبه کښې ۴۰ میلیارډ ډالرو ته ورسیدله، ښودنه کوي چې د امریکې په حاکمیت کښې د روسیې د زیات نه زیاتې کمزورې کولو په موخه د یوکرین د جنګ د اوږدولو لپاره یو ډول د نظر اجماع موجوده ده.

واشنګټن یوکرین ته د یو داسې هیواد په سترګه ګوري چې له دغې لارې د روسیې په تیره بیا د هغې د ولسمشر ولادیمیر پوټین خلاف چې د امریکې د پراختیا غواړو اهدافو یو سخت مخالف دی، خپلو پخوانیو اهدافو ته ورسیږي.

په حقیقت کښې د یوکرین لپاره د دومره سترې بودجې تصویبول چې له نورو هیوادونو او حتی له خپلو انډیوالانو سره د امریکې د مرستو په تاریخ کښې بې مخینې ده، ښودنه کوي چې واشنګټن له دې زیات چې د کي یف په وړاندې دوستانه یا خیرغواړي مقاصد ولري، د یوکرین له جنګ څخه یوازې د هغه د جاري ساتلو او د روسیې د پوځي توانمنیو د کمزورې کولو په موخه ګټه اخلي.

*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه