له عاشورايي مقاومت نه واخلې د ایران په اسلامي انقلاب کښې تر انقلابه پورې
(last modified Tue, 09 Aug 2022 00:09:14 GMT )
Aug 09, 2022 04:39 Asia/Kabul
  • له عاشورايي مقاومت نه واخلې د ایران په اسلامي انقلاب کښې تر انقلابه پورې

د امام حسین علیه السلام د پاڅون او د هغوي د شهادت د دې غمناکو شپو ورځو په مناسبت مو د حسیني عاشورا له مقاومت سره د ایران د اسلامي انقلاب د مقاومت د شباهتونو او ورڅخه د بیلګې اخیستو په هکله یوه ځانګړې لیکنه

مقاومت د ایران، سیمې او حتی د نړیوال نظام د نن سبا په سیاسي ادبیاتو کښې له ډیرو مهمو مفاهیمو څخه دی. د مقاومت مفهوم د ایران د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره بڼه نیولې خو جرړه یې د حسیني عاشورا د پاڅون په آرمانونو کښې ده.

نو د امام حسین علیه السلام د پاڅون او د هغوي د شهادت د دې غمناکو شپو ورځو په مناسبت مو د حسیني عاشورا له مقاومت سره د ایران د اسلامي انقلاب د مقاومت د شباهتونو او ورڅخه د بیلګې اخیستو په هکله یوه ځانګړې لیکنه تیاره کړې ده او هیله ده چې تر پاې یې د لوستلو فرصت ولرئ او خوښه مو شي.

*/*/*/*/*

وړومبې په حسیني عاشورا کښې مقاومت ته یوه کتنه کوو.

په اسلام کښې د مقاومت په هکله د عاشورا له پیښې غوره مثال او نښه نشته. د حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام پاڅون د باطل او طاغوت او د زور او دوکې په بنیاد د ولاړ نظام د نفي سمبول دی. کوم درس چې عاشورا انسانیت ته ورکړ هغه په ټول وجود سره د شیطاني قدرتونو په وړاندې اودریدل دي. امام حسین علیه السلام او د عاشورا په پاڅون کښې د هغه ۷۲ ملګري د مقاومت نښې او مثالونه دي.

عزت غوښتنه د عاشورا په پاڅون کښې د مقاومت یوه نښه ده. عزت که هغه د فردي خصلت په توګه وي او که د ډله ایزې روحیې په بڼه، د دنیا په مال حال پورې زړه نه تړل، ماتې نه منل، عزتِ نفس، د انساني روح کرامت او لوړتیا او د شخصیت  ساتنه ده. کوم خلک چې عزت لري پستۍ رذالت ته غاړه نه ږدي، بد او سپک کارونه نه کوي او د ځان او د خپلې کورنۍ د کرامت د ساتنې لپاره کله کله سر هم ورکوي.

د امام حسین علیه السلام پاڅون د ذلت په وړاندې د عزت دفاع وه. په عاشورا کښې مقاومت د عزت غوښتنې او له ظلم سره د مقابلې د روحیې په وجه دی. امام حسین علیه السلام او وفاداره ملګرو یې د عاشورا په پیښه کښې د «هیهات من الذله» په چغې او په خپل ګفتار او کردار سره د خپل عزت دفاع وکړه. په حقیقت کښې ذلت او خواري له مسلمانۍ سره سمون نه خوري. په دې وجه کوم مسلمان چې ذلت ته غاړه کښیږدي د هغه مسلماني نیمګړې ده.

حضرت امام حسین علیه السلام په خپل عمل سره د عزتمندانه ژوند په چوکاټ کښې د یو حقیقي انسان او د یو واقعي مسلمان د ژوند تګلاره او کړچار مونږ ته رازده کړ. امام عالي مقام د عاشورا په سهار د جنګ له شروع کیدو مخکښې په خپلې وینا کښې وفرمایل: به خدای مې دې قسم وي دا څه چې زما نه غواړي (تسلیمیدل) وبه یې نه منم تر دې چې په خپلو وینو رنګ شم او د خدای تعالی دیدار وکړم.

امام حسین علیه السلام به د عزت مرګ، د ذلت له ژونده غوره ګڼه او د عزتمندۍ دغه روحیه یې په اولادونو، وروڼو او ملګرو کښې هم موجوده وه.   

د کربلا پیغام پتمني او آزادي ده. آزادګي او پتمني د باطني او روحي آزادۍ په معنا دهږ د روح آزادګي هم هغه د دنیا له قید و بنده خلاصیدل، په دنیا پورې زړه نه تړل او له مرګه نه ویریدل دي. د امام حسین علیه السلام او د هغوي د ملګرو آزادګي له هم دغې پتمنۍ څخه ده. انسان دغه آزادګي او حقیقي آزادي د خدای پاک د بندګۍ په رڼا کښې ترلاسه کولې شي، په دې معنا کښې له دنیاوي تعلقاتو او مینې جلا شي او له نفساني خواهشاتو لرې شي.

د امام حسین علیه السلام په ټولو اصحابو کښې آزادګي او پتمني تر دې حده وه چې حبیب بن مظاهر د ماسپښین د بانګ په وخت شهید شو. زُهیر او سعید بن عبدالله حنفي په خپلو سینو او بدنونو سره د امام حسین ساتنه وکړه. نقل شوي دي چې سعید بن عبد الله ۱۳ غشي او نیزې وخوړلې او شهید شو. په وروستۍ سلګۍ کښې یې له امام نه پوښتنه وکړه: آیا وفا مې وکړه؟ دا د کربلا په دشته کښې د سید الشهدا د ملګرو د پتمنۍ او آزادګۍ اوج و.

په کربلا کښې د مقاومت د رامینځته کیو یوه اصلي وجه د امام حسین او د هغوي د اصحابو لوړ آرمان و. د عاشورا د غورځنګ په دوران کښې دیني ارزښتونه، عقیدې او باورونه او سنتونه د پاڅون انګیزې وې. په کربلا کښې د امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفاداره ملګرو ځیني نور مهم آرمانونه په دا ډول دي: د دین راژوندي کول، د ټولنې اصلاح، امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د زمانې له طاغوت او ظالم سره مقابله. هم دغو آرمانونو ته په پام سره ډیر خلک په دې باور دي چې حسیني انقلاب وړومبنې انقلاب دی چې د عقیدتي اصولو او ارزښتونو په بنیاد رامینځته شوی دی. لوړ آرمانونه د مقاومت، له دښمن سره د جوړجاړي نه کولو، له مرګه د نه ویریدلو او هم داشان د حسیني عاشورا د پاڅون د تل پاتې کیدو اصلي وجوهات دي.

*/*/*/*/*/*/*

اوس به راشو مقاومت او اسلامي انقلاب ته

یو ډیر مهم مفهوم چې هم یې د اسلامي انقلاب په رامینځته کیدو او هم یې په ټینګښت او لوړاوي کښې رول لرلی دی، د مقاومت مفهوم دی. مقاومت د ستم شاهي رژیم د ظلم په وړاندې د اسلامي انقلاب د بریالیتو سبب شو او د انقلاب له کامیابۍ وروسته هم د نړیوال استکبار په وړاندې مقاومت د انقلاب د ټینګ پاتې کیدو او د لا مضبوطیدو سبب شوی دی.

په عاشورا کښې د مبارې د کلتور اغیزه دومره زیاته ده چې امام خمیني(رح) وفرمایل: وینه پر تورې بریالۍ ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر هم د انقلاب د دویم ګام په بیانیې کښې فرمايي: د ایران د ولس پرتمین انقلاب چې د نوې زمانې ترټولو سره او ولسي انقلاب دی، یوازنې انقلاب دی چې له خپلو آیډیالونو سره له خیانت پرته یې په ډیر ویاړ سره څلویښت کاله پوره کړل او د هغو ټولو وسوسو په وړاندې چې د مقاومت وړ نه ښکاریدې، د خپل کرامت او د خپلو شعارونو د اصیل والي ساتنه یې وکړه او اوس د ځان جوړونې، ټولنې ته د پاملرنې او تمدن سازۍ دویمې مرحلې ته رسیدلی دی.

بې شکه چې مقاومت هغه ډیره مهمه سټراټیجي ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت سیمه ایز او نړیوال موقعیت یې لوړ کړ. دا مقاومت د حسیني عاشورا له پاڅون څخه زده شوی دی. د انقلاب مشر هیڅکله له دښمنه نه دی ویریدلی او چارواکو ته یې هم په کراتو ویلي دي چې له دښمنه ونه ویریږي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امام حسین علیه السلام په پیروۍ سره د عزت لاره غوره کړه او د انقلاب د دویم ګام په بیانیې کښې فرمايي: (د اسلامي انقلاب په بریالیتو سره) د نړۍ د بدماشانو او ظالمانو په وړاندې چې په سر کښې یې نړۍ خوره او جنایتکاره امریکه ده، د اودریدنې پرتمین او له ویاړ او دبدبې ډک سمبول ورځ تر بلې لاراڅرګند شو. په دې ټولو څلویښتو کالو کښې تسلیمیدو ته غاړه نه ایښودل او د انقلاب ساتنه او د هغه الهي هیبت او عظمت او د کبرجنو او ظالمو حکومتونو په وړاندې یې سر پورته کول، د ایران او ایرانیانو په تیره بیا د دې هیواد د ځوانانو یوه پیژندل شوې ځانګړنه ګڼله کیږي. د نړۍ انحصاره پال قدرتونه چې تل یې خپل ژوند د نورو هیوادونو په خپلواکۍ باندې په تیري او د خپلو سپیرو موخو لپاره د هغوي د حیاتي ګټو پایمالولو کښې لیدلی دی، د اسلامي او انقلابي ایران په وړاندې په ناتوانۍ او بې وسۍ باندې اعتراف کوي.

د استکبار په وړاندې د مقاومت هم دغې کارکردګۍ او ګټې ته په پام سره د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران ولس ته د دویم ګام د بیانیې په اووه ګونو سپارښتنو کښې غوښتنه وکړه چې د خپل هیواد او ولس عزت ته پام وکړئ.

پس له دې چې د امریکې حکومت د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د زیات نه زیات دباؤ سیاست غوره کړ او په هیواد کښې دننه د ټرمپ له حکومت سره د مذاکرې ګونګوسې تر غوږو شوې، د اسلامي انقلاب ستر لارښود وفرمایل: د جوړجاړي تاوان او لګښت له مقاومته څو چنده زیات دی.

*/*/*/*/*/

د حرم مدافعان د اسلامي انقلاب په زمانه کښې د امام حسین علیه السلام د ولایتمدارۍ نښه ده. د حرم مدافعانو په کربلا کښې د امام حسین علیه السلام د مقاومت عناصر یعنې له مرګه نه ویریدل او شهادت غوښتنه، ولایت مداري او وخت پیژندنه په اسلامي انقلاب کښې پلي کړل. د ایران او حتی د ځینو نورو هیوادونو ځوانانو په خپلې بې سارې ولایتمدارۍ سره او دې خبرې ته په پام سره چې اوس د ولایت د دفاع او ساتنې وخت دی، د دښمن په وړاندې په مقاومت سره د ایران د اسلامي انقلاب خلاف د هغوي دسیسې شنډې کړې دي.

ویلې شو لکه څنګه چې د فرانسوي فلاسفر میشل فوکو په وینا، د ایران اسلامي انقلاب د عاشورا د پاڅون له آیډیالونو په پیروۍ سره بري ته ورسید، د اسلامي ایران د موقعیت ټینګښت او لوړتیا هم د هم دغو آرمانونو د پیروۍ په دوام سره ممکنه ده. د عاشورا پآڅون د دنیا ټولو پتمنو انسانانو ته وايي چې د بدیو، تیرو او ظلم په وړاندې تسلیم نه شي او مقاومت دې وکړي ځکه چې عزت د انسانانو ترټولو مهمه ځانګړتیا ده چې خدای تعالی یې په ذات کښې ایښې ده. دا هم هغه ستر درس دی چې حضرت امام حسین علیه السلام ټولې دنیا ته ورکړی دی او زمان او مکان په کښې معنا نه لري.

په نړۍ کښې نن سبا د مقاومت ښکارنده د عاشوا د کلتور میوه او ګټه ده او د عاشورا د کلتور او د مقاومت ترمینځ یوه دوه اړخیزه او متقابله اړیکه ټینګه ده. د عاشورا فرهنګ د مقاومت د رامینځته کیدو سبب شوی او مقاومت په عاشورايي الهي ارزښتونو باندې په تکیې سره چې نن سبا په خاصه توګه د حرم په مدافعانو کښې لیدل کیږي، توانیدلې د دسیسې په شنډولو سره د نړیوال نظر د عاشورا کلتور ته راواړوي او په ټوله نړۍ کښې د ولسونو د بیدارۍ او د مقاومتي ډلو د جوړولو په چوکاټ کښې د مقاومت په ښکارندې بدل شي، په هغې ښکارندې چې د ایران په اسلامي انقلاب سره راژوندۍ شوه او نن سبا په سیمه کښې د مقاومت د جیوپالیټک د بڼه نیولو کتونکي یو.

*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه