د ریاض او واشنګټن د اړیکو لرلید 2
(last modified Thu, 12 Jan 2023 14:38:11 GMT )
Jan 12, 2023 19:08 Asia/Kabul
  • د ریاض او واشنګټن د اړیکو لرلید 2

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ریاض او واشنګټن د اړیکو لړلید له ننني (دویم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې له اسلامي انقلاب (۱۳۵۷) څخه وړاندې د امریکا او عربستان اړیکې څېړو له موږ سره و اوسئ.

امریکا او عربستان لرغونې اقتصادي او تسلیحاتي اړیکې لري. د امریکا او عربستان د اړیکو ماهیت له پیله د تیلو او امنیت پر محور وو.  امریکا تراوسه له عربستان سره د څو میلیارد ډالري تسلیحاتي هوکړو سره توانېدلې ډېره ګټه ترلاسه کړي.  اوسمهال عربستان همدارنګه د سیمې د عربي هېوادونو په منځ کې ترټولو لوړه پوځي بودجه لري. دا هېواد په نړۍ کې د وسلو واردوونکو له سترو هېوادونو څخه ګڼل کېږي او امریکا هم تل پر دې هېواد ډېرې وسلې پلورلي دي. عربستان د خپلې پوځي بودجې په ډېرولو سره د پوځي ځواک او ورپسې د سیمې په مسائلو کې د خپل ځواک ډېرولو په لټه کې دی. امریکا د عربستان د تیلو یو اصلي پېرېدونکی او آل سعود هم د امریکا د وسلو یو ستر پېرېدونکی دی. د سعودي د واکمنانو په باور د عربستان د امنیت یوه برخه د وسلو په پېرلو سره بشپړېږي. خو د عربستان ستونزه دا ده چې د پوځي وړتیاوو ډېرول نه یوازې د دې هېواد پیاوړتیا لامل نه دی شوی بلکې، ورځ تربلې د سیمې لاسوهونکو هېوادونو له هغې ډلې امریکا ته د دې هېواد تړلتیا ډېرېږي.

هغه څه چې له کلونو کلونو پخوا تراوسه د عربستان او امریکا د تړلتیا د پیاوړي کېدو لامل شوی دی، د اومو توکو لکه د تیلو پلورلو او له امریکا څخه د وسلو د پېرلو بهیر دی چې  دا بهیر د داوړو هېوادونو ترمنځ په ۱۹۵۱م کال کې له پوځي هوکړې څخه پیل شو. په ۱۹۴۷م کال کې د هري ترومن دولت په رسمي توګه عبدالعزیز بن سعود ته ډاډ ورکړ چې د عربستان له ارضي تمامیت او سیاسي خپلواکۍ څخه ملاتړ د امریکا اصلي موخه ده. دا ژمنه په ۱۹۵۱م کال کې د متقابلې دفاعي همکارۍ د هوکړې اساس شوه. د دې هوکړې له مخې، امریکا په عربستان کې د پوځي اډې رامنځته کولو جواز ترلاسه کړ او وټاکل شوه چې امریکا دې پر عربستان وسلې وپلوري او د سعودي پوځیانو د روزلو دنده هم پر غاړه واخلي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۵۱م کال پوځي هوکړه د امریکا پوځي روزلو او وسلو ته د عربستان د وسله وال پوځ د تړلتیا لامل شوه. په ټولیزه توګه باید ووایو؛ د عربستان او امریکا اړیکې په نفتو سره پیل، په ډیپلوماتیکو اړیکو سره رسمي او په پوځي هوکړې سره پیاوړي او پراخې شوې.

واشنګټن د عربستان د وسله وال پوځ د اړتیاوو بشپړولو لپاره په لومړیو کلونو کې مرسته وکړه او په ۱۹۷۰م کال کې د عربستان نفتي شتمنیو ډېرولو راهیسي د دې هېواد د وسلو ترټولو اصلي چمتوکوونکی هېواد وو او د بهرنیو بریدونو پروړاندې د ریاض د امنیت ټینګولو ضمانت یې کړی دی. د دې موضوع په مقابل کې، عربستان په نړیواله کچه او د سړې جګړې پرمهال په ډیپلوماتیکو، سیاسي او ستراتېژیکو موضوعاتو کې، په ټوله کې له امریکا سره په همغږۍ عمل کړی او له خپلې تیلي شتمنیو څخه یې په لوېدیځي آسیا کې د امریکا نورو ملګرو دولتونو سره د مرستو او په ټوله نړۍ کې د کمونیستي ضد سرتېرو د ملاتړ لپاره کار اخیستی دی.

له امریکا څخه د عربستان د وسلو پېرلو او د دې هېواد له امنیت سره مستقیمه اړیکه لري. څرنګه چې امریکا د اقتصادي ګټو ترلاسه کولو لپاره، پر عربستان د وسلو پلورلو لپاره ځانګړی حساب پرانیستی دی. دا موضوع دومره د امریکا لپاره د ارزښت وړ ده چې په عربستان کې له بشرحقونو سرغړونو ته پام نه کول د امریکا په تېرو ۹ لسیزو کې په ځانګړې توګه د ټرامپ دولت له لوري پر سعودي دولت د وسلو پلورو څخه د عایدو ارزښت ترلاسه کړی دی.

له دې سره، مهمه موضوع دا ده چې له امریکا سره د عربستان امنیتي اړیکي د عربستان لپاره د یوه ځواکمن پوځ  رامنځته کېدو لامل چې وکولای شي د بهرنیو ګواښونو پروړاندې دفاع وکړي نه دی شوی. په ټولیزه توګه، له امریکا څخه د څو میلیارد ډالري تسلیحاتي هوکړو او د وسلو پېرلو څخه د عربستان پوځي  سیاست به دا هېوادله اقتصادي اړخه له هغه شرایطو سره برابر کړي کوم چې په ناڅاپي توګه د تیلو د بیې په رالوېدو او یا د وسلو نه پلورلو او یاهم د عربستان او امریکا ترمنځ د جدي شخړو له امله ریاض به له هغه ناورین سره مخ شي.

هغه څه چې د تیلي عایدو څخه د سلګونه میلیارد ډالرو له لګښت څخه د آل سعود کورنۍ ترلاسه کړي یو ځواکمن پوځ چې وکوالای شي د کورني او بهرني دښمنانو پر وړاندې د سعودي له کورنۍ دفاع وکړي نه دی، ځکه د یوه ځواکمن پوځ لازمه، د هغه خپلواکي ده. هغه خپلواک پوځ چې قوماندانان یې د هېواد مناسبې پوځي ستراتېژۍ، د وسله والو  ځواکونو د شمېر، وسلو او مناسبو تاکتیکونو په اړه پرېکړه وکړي. البته د وسلو واردول او یا له بهرني مستشارانو څخه کار اخیستل په هېڅ صورت د یوه هېواد د وسله وال پوځ له خپلواکۍ سره په ټکر کی نه دی او یو عادي کار دی. ستونزه هغه وخت ترلاسه کېږي چې بهرني پوځي مستشاران د پېرل شویو وسلو څرنګوالي او شمېر په اړه  پرېکړه وکړي او نه هم د هېواد پوځ د دوی پېرېدونکی او دا هغه کار دی چې د عربستان په اړه ترسره شوی دی. له دې امله، عربستان د خپل ځان دفاع لپاره د بهرنیو ګواښونو پروړاندې اوس هم امریکا پوري تړلی دی.

تیل د امریکا او عربستان په دوه اړخیزو اړیکو کې مهم توکی دی. دا هېواد د نړۍ نږدې ۱۷ سلنه د تیلو پېژندل شوي زېرمې  لري او هره ورځ ۹ میلیونه او ۸۰۰ زره د تیلو بشکې تولیدوي چې له دې کچې له ۷ میلیون ډېرې بشکې صادرېږي او په نړۍ کې د تیلو یو ستر تولیدوونکی او صادروونکی هېواد دی. د امریکا او عربستان د اړیکو په پیل کې د نفتو ارزښت دومره وو چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ریاض په اړه د امریکا په بهرني سیاست کې د بدلون لامل شو. په ټولیزه توګه عربستان د ۱۹۷۳ نفتي بندیز په استثنا سره، د نفتو په برخه کې خپل ځان د امریکا د ډاډ وړ شریک معرفي کړ.

په ۱۹۵۰م کال کې د امریکا د هماغه وخت ولسمشر هري ترومن، د عربستان پر تیلي ډګرونو د دې هېواد کنټرول د نړیوال کمونیزم پر وړاندې د اړتیا په توګه معرفي کړ.  له امریکا سره د عربستان د اړیکو ټینګولو اصلي موخه، امنیتي او په هېواد کې دننه او د سیمې په کچه او په لوېدیځې آسیا کې له آل سعود څخه د واشنګټن د ملاتړ غوښتنه ده. عربستان تل د خپل ځان سیاسي جوړښت له امله د کورني مخالفتونو او په سیمه کې د خپل نفوذ کمېدو د خپل سنتي سیال یاني د ایران اسلامي جمهوریت تر سیوري لاندې راتلو په اړه اندېښمن دی.

ژباړه: زماني

ټیګونه