په نیپال کې د الوتکې د لوېدو پېښه کې څلوېښت تنه وژل شوي.
د بهرنیو رسنیو د معلوماتو له مخې د نیپال په پوخارا نړیوال هوایي ډګر کې هغه مهال د عملې په ګډون د 72 تنو لیږدونکې الوتکې اور واخیست، کله چې د کیناستلو پر مهال یې ټکر وکړ، چې له امله یې څلوېښت تنه وژل شوي.

په یاده الوتکه کې د پنځلس بهرنیو مسافرو او څلور تنه عاملې په ګډون 72 تنه سپاره وو، چې د پېښې له ځآی څخه د څلوېښت تنو جسدونه ویستل شوي او دا مهال د پوخارا نړیوال هوایي ډګر د هر ډول الوتنو پرمخ تړل شوی دی.
د هوايي ډګر د چارواکو په وینا، په الوتکه کې ۵ هندي، ۴ روسان، دوه د جنوبي کوریا، د استرالیا، فرانسې او ارجنټاین یو یو وګړي سفر درلود.