په هالیووډ کې د نابرابرۍ په اعتراض کې د اداکارانو او فلم جوړوونکو اعتصاب
(last modified Wed, 19 Jul 2023 11:09:52 GMT )
Jul 19, 2023 15:39 Asia/Kabul
  • په هالیووډ کې د نابرابرۍ په اعتراض کې د اداکارانو او فلم جوړوونکو اعتصاب

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې په هالیووډ کې د نابرابرۍ په اعتراض کې د اداکارانو او فلم جوړوونکو اعتصاب تر عنوان لاندې، له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې ی,، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په دې وروستیو ورځو کې د فلمونو تولیدوونکو، له هغې جملې د اداکارانو په ګډون او د هغوی ترڅنګ، بېلابېلو اتحادیو په هالیووډ کې پراخ لاریونونه پیل کړي دي. د دغه پراخ اعتصاب لامل، اقتصادي ستونزو او د معاشونو نابرابرۍ ته د فلمي تولیدي شرکتونو او ټلویزیوني شبکو د اداکارانو، فلم لیکونکو او نورو فعالانو غبرګون دی.

د دې اعتصاب د مسئلې د څېړلو تر څنګ به په هالیووډ کې د اختلاف او ناخوښۍ پر تاریخي لاملونو هم خبرې وشي. د فلم جوړونې په صنعت کې د فعالینو لپاره د محدودیتونو رامنځته کولو په موخه، د حکومتي چارواکو چلند به هم په دې مطلب کې وڅېړل شي.

تبعیض او نابرابري په هالیووډ کې دوامداره کېسه

هالیووډ(Hollywood) په نړۍ کې د فلمونو د تولید تر ټولو لوی کمپلیکس په توګه پېژندل کېږي. دا سیمه د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار په یوه برخه کې پرته ده او د شهرت اصلي لامل یې، په دې سیمه کې د ډېرو فلمونو د تولیدي شرکتونو شتون دی. د فلمونو او ګران ټلویزیوني سریالونو نږدې د پام وړ برخه په هالیووډ کې جوړېږي، او د انټرنیټي پلیټ فارمونو لکه (نټ فیلیکس (Netflix او په امریکا کې د سینماګانو لویې او پراخې شبکه یي تولیدات هم په دې سینمايي ښار پورې تړلي دي.

هالیووډ او په هغې کې تولید شوي سینمايي آثار هم د امریکا د ژوندانه د اعلاناتو لپاره خورا مهم کلتوري سمبولونه دي. د هالیووډي فلمونو اتلان، په ځانګړې توګه په فلمونو کې د سوپر هیرو په بڼه، په سینمايي آثارو کې د هغه کرکټرونو په توګه پېژندل کېږي، چې یوازې د دوی ځواک د دې لامل ګرځي چې نړۍ له ټولو بدیو پاکه کړي او ځمکې ته امنیت بېرته راولي. سوپرمین، بیټ مین، سریالي لړۍ یا د مارول شرکت (Marvel) "کمیک بوک" له هغې جملې،"نگهبانان کهکشان"،"شزم" او "انتقامجویان" د هغو ګرانو فلمونو د لړۍ یوه کوچنۍ برخه ده، چې د هالیووډ په سټوډیوګانو کې جوړېږي او د دې فلمونو اتلان په یو ډول د د دې نړۍ ژغورونکي دي.

د هالیووډ د فعالیت له پیل راهیسې، د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، د اداکارانو او تخنیکي کسانو او تولیدوونکو ترمنځ نابرابرۍ او تبعیض، تل د فلم جوړوونکو ترمنځ د شخړې او کړکېچ لامل شوی. په همدې خاطر، په هالیووډ کې د اداکارانو اتحادیې او د نورو برخو ټولنې جوړې شوې، چې تر یوه حده د فلم جوړوونکو د کم معاش په اړه نارضایتي را کمه شي، خو دې بهیر هم نتیجه ورنکړه او ناکامه شو.

د هالیووډي شرکتونو په همکارۍ د اداکارانو او لیکوالانو پروړاندې د امریکایي چارواکو امنیتي پالیسۍ

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته او په دوو قطبونو په ختیځ او لوېدیځ د نړۍ وېشل کېدل، په سپینه ماڼۍ کې امریکایي چارواکو د فلم جوړوونکو پر شرکتونو، اداکارانو، ډایرکټرانو او لیکوالانو باندې ډېر محدودیتونه وضع کړل. د امریکا نوم بدی او نامتو جمهوري غوښتونکی سناتور، (جوزف مک کارتي Joseph R. McCarthy) د دغه سیاسي بهیر مشر وو او د کمونیزم او شوروي اتحاد د ملاتړ په خاطر یې ډېر لوبغاړي او مدیران هغې کمېټې ته رابلل، چې هغه یې مشري کوله.

د مک کارتي د کمونیزم ضد سیاستونو ډېری قربانیان درلودل او د هالیووډ د ډېرو مشهورو اداکارانو او ډایرکټرانو فعالیتونه ودرول یا محدود شول. لیکوالان او اداکاران ، چې د دوی شمېر ډېر زیات هم وو  او په اصطلاح د مک کارتي په "تور لیست" کې راتلل، ترڅو پوښتنې ترې وشي. د هالیووډ د ډېرو مشهورو اداکارانو او ډایرکټرانو نومونه په دې لېست کې شامل وو او په راتلونکو کلونو کې یې کار کول له ستونزو سره مخ کېدل.

د کمیډي فلمونو د مشهور اداکار او ډایرکټر "چارلي چاپلین" زوی "ایوجین چاپلین" د خپل پلار په حواله څرګنده کړه چې هغه  اړ شو شاوخوا شل کاله له فلمي فعالیتونو لاس واخلي او له امریکا څخه ولاړ شي. په دې وروستیو کلونو کې د هالیووډ سینما، دې مقام ته زیاته پاملرنه کړې ده او دوه فلمونه (ټرومبو (Trumbo او  (ښه شپه او ښه چانسGood Night, and Good Luck) د اصلي کرکټرونو کېسې دي، چې د مک کارتي د کړنو پر وړاندې ودرېدل او د دې کار بیه یې هم ورکړه. د ټرومبو فلم، چې په ۲۰۱۵ کال کې خپور شوی، د هالیووډ د مشهور سکرین لیکونکي او اسکار جایزې ګټونکي (ډالټون ټرومبو Dalton Trumbo ) د ژوند کېسه ده، چې رول یې (برایان کرینسټون Bryan Cranston  ) په دې فلم کې لوبوي.

ټرومبو د مک کارتي په تور لیست کې شامل وو او د هغه د کیڼ اړخو لېوالتیاوو له امله، محاکمه او زنداني شو، مګر له خوشې کېدو وروسته یې کلونه کلونه په سختۍ سره کار کولو او حتی اجازه یې نه درلوده، چې خپل اصلي نوم په خپلو لیکنو او سکریپټونو کې ولیکي. "ښه شپه، ښه چانس" هم په 2005 کې د هالیووډ د مشهور اداکار (جورج کلوني George Clooney) لخوا جوړ شوی، د مشهور راډیويي پروګرام جوړوونکي او کوربه )ادوارد. اد. مورو (Edward. Ed. Morrow   د ژوند کېسه ده، چې د شپې په راډیویي خپرونو کې له مک کارتي سره سخته مبارزه پیلوي. په هالیووډ کې کړکېچونه او شخړې یوازې اقتصادي نه دي، بلکې کله ناکله د هالیووډ مشهور اداکاران او ډایرکټران هم د سیاسي او حتی ټولنیزو دریځونو له امله له بندیزونو سره مخ کېږي.

د امریکا د فلمي صنعت په تاریخ کې تر ټولو لوی اعتصاب

په امریکا کې د سینما صنعت د فعالانو د هېواد په کچه اعتصاب، چې د جولای په دیارلسمه نېټه د یو شمېر سینما اتحادیو په همکارۍ او ګډون سره پیل شو، په وروستیو کلونو کې د سینما د صنعت د فعالانو تر ټولو لوی اعتصاب دی. د هالیووډ د اداکارانو اتحادیې (SAG-AFTR ) مدیره یلاوی چې ۱۶۰ زره فلمي او ټلویزیوني اداکاران یې غړيتوب لري، په یوه خبري کنفرانس کې د رایو په اکثریت سره د اعتصاب د پیل اعلان وکړ. د امریکا د سینما او ټلویزیون د لیکوالانو ټولنې (WGA) هم د می له میاشتې مخکې خپل اعتصاب پیل کړی وو.

د لاريون کوونکو اساسي غوښتنې په دوو برخو کې د معاشونو د زياتوالي او د کار د امنيت تامينولو لپاره مطرح شوي دي. د اعتراض کوونکو تر ټولو مهمې غوښتنې د معاشونو زیاتوالی او د بیمې د کیفیت لوړول دي. اعتراض کوونکي وايي، د شرکتونو او ټلویزیوني چینلونو د لوړ عاید سربېره، د اداکارانو او لیکوالانو عاید خورا لږ دی. د اداکارانو بله اندېښنه د مصنوعي هوش پرمختګ او د فلم په صنعت کې د انسانانو پرځای د دې ټکنالوژۍ کارول دي. لیکوالان او لوبغاړي همدارنګه د دې ډاډ غوښتنه هم کوي چې د دوی د کار پر ځای به د مصنوعي هوش ټکنالوژي  نه راځي.

اداکاران اندېښمن دي چې د دوی ډیجیټل انځورونه به د مناسب اجازې یا تادیې پرته د فلم تولیدي شرکتونو لخوا وکارول شي. د اداکارانو او لیکوالو د اعتصاب او د سینما صنعت د نورو فعالانو او د هالیووډ د شرکتونو د استازو تر منځ خبرې اترې تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي او دواړه خواوې د معاشونو د زیاتوالي او د دغه صنعت د نورو ستونزو په اړه د نظر جدي اختلاف لري.

د هالیووډ فلم جوړونې د  صنعت له ابهام څخه ډک راتلونکی

په تېرو دوو لسیزو کې، د فلم جوړونې صنعت د پام وړ پرمختګ کړی، چې بې له شکه د سینمايي کارونو په تولید کې د ټکنالوژۍ پرمختګ یو مهم او اصلي لامل دی. په مختلفو قیمتي فلمونو کې ځانګړي تاثیرات چې په عمده توګه د صحنو ډیزاین کولو لپاره ګرافیک اسانتیاوې کاروي، د فلم جوړولو او تولید لګښت خورا لوړ کړی.

نن سبا کورني ټلویزوني چینلونه د فلم جوړونې شرکتونو د جدي ستونزو بله برخه ده، چې د فلمونو او سریالونو په خپرولو سره ډېرې پیسې ګټي، خو د دې ګټې یوه کمه برخه د فلمونو او سریالونو اصلي لوبغاړو او ډایرکټرانو، له هغې جملې اداکارانو، لیکوالانو او تخنیکي عواملو ته رسېږي. د فلم سټوډیوګان د خپلو کارونو په ترسره کولو کې د مشهورو اداکارانو په محدوده ډله تمرکز کوي، چې شمېر یې هم لږ دی، خو دا برخه اداکاران تر ټولو زیات معاش غواړي او په ډېرو مواردو کې د فلم په ګټه کې هم برخه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په هالیووډ کې د فلم لوبغاړو یوه مهمه برخه، په فلمونو او سریالونو کې د کار کولو څخه لږ عاید لري. د سینمايي آثارو د تولید او خپرولو په بهیر کې، د نندارې(اکران) لګښت هم د پام وړ لوړ شوی او دا موضوعات د دې لامل شوي چې د فلمونو محدوده برخه ګټه پورته کړي. په وروستیو اعتصابونو کې مهمه خبره، د (سوزان سارانډون Susan Sarandon )، (ټام هینکسTom Hanks ) او (میرل سټریپ Meryl Streep ) په ګډون د ډېری مشهورو لوبغاړو حضور دی، چې د اعتراضونو ملاتړ یې کړی او د فلم جوړوونکو د ډېری کسانو د کار کولو شرایط او د پیسو ګټل یې ناکافي ګڼلي دي.

د فلمونو یوه کوچنۍ برخه هر کال د غوره پلور برخې ته لاره پیدا کوي او د امریکایي شرکتونو د پام وړ محصولات د خوښې وړ پلور نه لري او دا د تولیدوونکي او شرکت لپاره سوداګریزه ناکامي ده. په تېرو 63 کلونو کې دا لومړی ځل چې سټوډیوګانې، د لیکوالانو ټولنې او همدارنګه د اداکارانو اتحادیې لخوا دوه ګوني اعتصاب سره مخ دي. که دواړه لوري یوې هوکړې ته ونه رسېږي، د دغه اعتصاب پایله به د ډېرو فلمونو او ټلویزیوني تولیداتو د بندېدو لامل شي، چې د امریکا اقتصاد ته به هم د نه جبرانېدونکې ضربې لامل وګرځي.

ژباړه: زماني

ټیګونه