؛ریحانه؛په کورنۍ او اجتماع کې د میرمنې اغیزې او رول
(last modified Sat, 09 Sep 2023 09:12:58 GMT )
Sep 09, 2023 13:42 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ریحانه نومې د لړۍ له ننني درویشتم مطلب سره ستاسوپه خدمت کې دی،په دغې لړۍ کې په ټولنې او کورنۍ کې د میرمنې رول او اغیزو په باب درسره غږیږو،او نننی مطلب هم په اسلامی او لویدیځي نړۍ کې د میرمنې په باب مختلفو نظرونو سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

   په کلي توګه په اسلامی کلتور کې،انسان  پخپل شخصیّت کې له دوو مهمو اړخونو برخمن دی .اسلام،د انسان لپاره  د روح او بدن دوه اړخونه په نظر کې نیسي.همداراز باؤري دی انسان معنوي او مادي خوندونه لري.معنوي خوندونو څخه  دانسان روح  ګټه پورته کوي او تل پاتې دي،ځّکه لکه څنګه چې دغه خوندونه د خداوندمتعال له رضایت سره یو شان دي،له مرګه په وروسته دنیا کې هم د انسان لپاره ښې اغیزې لري.البته مادي خوندونه زر تیریږي  او  ددغې دنیا په ختمید ا سره نورباقي نه پاتیکیږي.

په لویدیځي نړۍ لید کې،خوندونه په همدغې دنیا کې ختمیږي او مادي دي، معنویّت اصلیت  نه لري او ارزښتونه د خلکو د ذوق او سلیقې تابع دي، نه هغه څه  چې  د انسان د خالق په توګه خداوندمتعال ددوي لپاره ټاکلي دي.

په همدغه نظر سره،لویدیځي کلتورد مادي او زر تیریدونکو خواهشاتو بنسټګر شو  او لکه څنګه چې له میرمنو څخه د سړیو د غوښتنې او ګروهنې په اساس  استفاده و ه، میرمن  د سړي دخوند اخستو یوه وسیله معرفي شوه ، خو مهم ټکی دا دی چې دغه سناریو؛د ښځې آزادي؛ونومول شوه.په لویدیځي  لیدتوګې کې ،آزادي یعني  د منطق او عقل  حکم ته شا کول یا تر شا ئې ګوزار کول،له دینه مخ اړول،په شخصي ګروهنو او غوښتو کې ډوبیدا،ګټه غوښتنه، او په نهایت کې په کورنۍ او اجتماع کې  اخلاقي فساد ته  ګروهمن کیدل، آزادي یعني هیڅ یوه اخلاقي اصول  اصل ته پابند نه کیدا،یعني د وجدان ویده کیدا  او د فطرت وژل،بې شکه  لویدیځي کلتور،د انسان د فساد لپاره پلانونه کړې ده،له الهي ارزښتونو او فضیلتونو سره ئې جنګ ته مخه کړې ده او د انساني فضایلو له  دایرې څخه دانسانیّت په ویستلو پسې دي .

Image Caption

 

 په لویدیځي کلتور کې ،که میرمن وغواړي،په ټولنې کې راڅرګنده شي،نو باید  د خپل جنسی جذابیّتونو څخه څه شی وړاندې کړي،ځان د سړیو په وړاندې سنګار  کړي او په ښکلا اوتجملاتو سره،او میک اپ او ځان ښودلو سره  د سړیو سترګې  جذب کړي. په دغه کلتور کې ښځه د سړیو  شهواتو  ته د ځواب وئيلو لپاره یوه وسیله ده،حتی که  د انسانیّت له مقامه  ئې د ځوړتیا په بیّه هم وي.دا د ښځې آزادي نه ده ،بلکې د میرمنې د ارزښتمن کرامت او ځائيګي تر پښو لاندې کول دي.دا د میرمنې آزادي نه ده بلکې د شهواتو لرونکو سړیو آزادي ده،له میرمنو څخه د استفادې لپاره.دغه کار پر ښځې د ظلم،خیانت او سړي واکوالي،د میرمنې ترپښو لاندې کول،د میرمنې پر حقوق تیری او سپکاوی او د میرمنې د ارزښت لړزانه کول دي.

 

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا.. . العظمی سید علی خامنه اي د لویدیځ په وسیله د میرمنې د زبیښاک  او له هغې د بیګار د اخستو په باب  فرمائي؛لویدیځ په ارزان بیّه کارګرانو پسې ؤ،له همدې امله ئې ښځه  د کار او صنعت میدان  ته وارده کړه. حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د حضرت فاطمةالزهرا سلام ا... علیها د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په شپو ورځو کې د مختلفو پرګنو له میرمنو سره په کتنې کې  فرمائيلي دي؛ تاسو که دغه کتاب ،یعني د؛انکل ټام ؛سټال؛نومې ناؤل  لوستلی وي، نو وینئ چې دغه  د انکل ټام  جونپړئ یا سټال  په نامه ناؤل  کابو دوه سوه کاله  لیکل شوی دی،د هماغو وختونو دی،دوي ئې هڅول،له دغه ځایه تښتیدل او بل پلوه ئې بیولل ،د څه لپاره ئې بیولل،ددې لپاره چې آزاد ووسي؟، نه،ددې لپاره چې  ارزان بیّه کارګرانو ته ئې ضرورت درلود، آرزان بیّه کارکونکي .په مختلفو او ډول ډول مسئلو کې د لویدیځي متمدنو ښاغلو دوکې دغه شان دي : اوس البته  د دوي په شان نوره  هم ډيرې نظارې دي .پر دې اساس  یوه دلته وه چې  میرمن ته ئې تاوان ورساوۀ او  هغه ئې د کار میدان ته وارده کړه،ددې لپاره  چې کمه پيسه خرڅ کړي،کم لګښتونه په غاړه واخلي،د کار کمې پیسې ورکړي،یوه دا لکه چې سړی برلاسه جنس دی،نو میرمنه د سړي د خوند اخستو یوه وسیله وګرځوي،هر څه ئې وکړل،ددې لپاره چې  وتوانیږي،ښځه قانع کړئ شي چې د هغې امتیاز یو داسې چلند دی چې د هغې جنسي جذابیّتونه  د سړي لپاره لازیات کړي،  ټوله هڅې ئې وکړې،دا یوه ډیره غمجنه کیسه  ده .

لویدیځ خپل ټول قدرت وکاروؤچې د ښځې،ژوند او آ زادي په شعار او  د لویدیځي کلتور په دودولو،فساد او غیراخلاقي کارونو سره،د سوچه محمدي اسلام  د  ودې مخه ونیسي،په  داسې حال کې چې ورځ تر بلې  د اسلام پاک دین ته د ډيرو زیاتو انسانانو د ګروهنې شاهدان یوو،ځکه هغه انسان چې په حق پسې وي ،ویني چې  په سمه ښځې ،ژوند او آزادۍ ته  نظر د اسلام په منطق کې ځاي لري.

په لویدیځي کلتور کې،د آزادۍ کلمه،د خیټې،شهوت،پیسو،ځائيګي ، اوقدرت له بندګۍ د ژغورل کیدا په معنا نه ده،بلکې د فحاشۍ، تیریو،بې پردګئ او اخلاقي فساد په ګرداؤ  کې د  ډوبېدو او اخلاقي لړزانتیا په معنا ده.د اسلام په کلتور کې،آزادي د انساني کمال په لور دحرکت،دګناه له زنځیرونوڅخه  د ژغورل کیدا په معنا ده.د انسان د آزاد شونې معنا،له دې پیړیو پیړیو مخکې چې په اروپا او لویدیځ کې مطرح شي،په اسلام کې مطرح شوه. پر دې سربیره ، له دې پيړیو پيړیو مخکې چې اروپائي رهبران،روڼ اندي او انقلابیان  په فکر کې شي، چې د انسان آزادي د بشر یو اساسی حق وګڼي، اسلام د بشری حقوقو مدعي ؤ.

  اسلام ،میرمنه ، حجاب  او ستر  او عفت  بولی څو  نور ئې د یوې مسلمانې میرمنې  په توګه وپیژني او  له هغې خپلې تمه دارې سترګې واړوي . د میرمنې عزت او کرامت  د حجاب په سیوري کې ساتل کیږي او سړي ځان ته اجازت نه ورکوي، چې د هغې په شخصي او اجتماعي حقوقو تیری ورکړي.

 اسلام د انسان د عقلي او اجتماعي  بشبړتیا پلوی دی او  ددغه الهي مکتب له نظره،میرمن او سړی  د الهي او انساني ارزښتونو په نسبت  له یوه بل سره هیڅ توپیر نه لري .د توجه وړ ټکی دا دی چې اسلام  په ځينو شرائطو کې حتی میرمنې ته پر سړي ترجیح ورکړی او د هغې له اوږو ئې ډیرې دندې اخستي دي،ځکه چې د انسانانو د روزنې او پالنې مسئولیّت ئې د دوي په غاړه  کیښودلی دی.

Image Caption

 

لویدیځي نړۍ خیال کاوۀ چې  دمیرمنې ارزښت اواعتبار دا دی چې  خپل حجاب او عفت او ستر  لیرې کړي  او  ځان نارینه وو ته په بد اخلاقۍ او فحشا سره وړاندې کړي او د ځان په سنګارولو سره د سړي په لاس کې اسیره او لوبتکه شي . دغه نظر د حیوانیّت تر ځائيګي،دمیرمنې د ځوړتیا او  میرمنې ته دخیانت اوسپکاوي په معنا دی .

لویدیځوال  د پیسو د ترلاسه کولو لپاره  او د یوه بې ارزښته شي د خرڅلاؤ لپاره،له میرمنې ناوړه استفاده کوي، که  لږ شان عاقلانه فکر وکړو،نو دا حرکت میرمنې سره ،د میرمنې ژوند سره  او دمیرمنې له آزادۍ سره  خیانت دی.آزاد هغه څوک دی چې د مادي دنیا په خاطر پر خپل انساني عزت  ،ارزښت ،ایمان او مقام پيښې کیښې نږدي او ځان  له نفساني خواهشاتو، شهواتو ،بد اخلاقیو ،پيسو او  مقامه آزاد کړي .  

 د اسلام له نظره،د میرمنو لپاره د سیاسی فعالیت، او دعلمي او اقتصادي هڅو میدان بښپړ پرانیستی دی.اسلام د میرمنې کارکولو په باب کوم ممنوعیّت نه لري،البته  میرمنې ته خبرداری ورکوي،داسې کارکسب خوښ کړي چې د هغې له کرامت سره برابر وي  او په غاړه ئې اخستلی شي،او په عین حال کې په کور کې خپلې ځانګړي دندې ترسره کړي او تل  دکور او د کورنۍ د آرامښت زمینه شي.

 په اسلام کې میرمن، د خپلې شتمنئ  خاونده ده او د خپلې پانګې لپاره ،پخپله فیصله کوي، له دې امله  په اسلام کې د میرمنې دمالکیّت حق په رسمیّت پيژندل شوی دی، همداراز  په سیاسی  او اجتماعي ډګرونو کې دمیرمنې شتون ،تثبیت شوی دی.دا په داسې حال کې دي چې لویدیځوال په دې زمینې کې له اسلام  تر پیړیو پورې وروسته پاتې دي .

 اسلام په حقیقي معنا،میرمن ته تعظیم او تکریم ډالۍ کړی او په بدل کې ، له هغه سړي څخه چې پر ښځې ظلم کوي، بیزاره دی او ورڅخه کرکه لري. بې شکه هغه ترټولو ډير حقایق چې  دانسان په فطرت کې ځاي لري،د میرمنې او سړي په باب ، په اسلامی معارفو  کې لیدل کیږي. د الهي نبیانو مکتب او د سوچه محمدي اسلام  لوي مکتب،د میرمنې  د شخصیّت په باب ترټولو ښکلی اخستون،تحلیل او تفکر  لري او دقیقا په همدې دلیل دمیرمنې پیژندګلوي ده چې حجاب اوستر  د میرمنې د انساني  ارزښتونو د ساتنې  لامل معرفي وي.

(سیماب)

 

ټیګونه