له مکې څخه مدینې ته د حضرت رسول اکرم د هجرت کلیزه
(last modified Tue, 12 Sep 2023 12:54:42 GMT )
Sep 12, 2023 17:24 Asia/Kabul
  • له مکې څخه مدینې ته د حضرت رسول اکرم د هجرت کلیزه

نن د ربیع الاول د میاشتې لومړۍ ورځ ده، چې له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته د رسول الله (ص) د هجرت له کلیزې سره سمون خوري او د لیله المبیت د شپې یادونه کوي، چې امیرالمؤمنین (ع) په خپلې سرښندنې سره، د رسول الله (ص) په ځای کې ویده شو. په دې مناسبت مو ځانګړی پروګرام چمتو کړی چې تاسو ته یې وړاندې کوو.

په مکه کې د اسلام ظهور د دولت او قدرت هغه خاوندانو ته د منلو وړ نه وو، چې ګټې یې په خطر کې وې. دوی په هر ډول طریقو سره د اسلام پر وړاندې ودرېدل او د هغه د وړانګو د له منځه وړلو لپاره یې ډېر کار وکړ او پر مسلمانانو یې ډېر سخت فشارونه راوړل. دې کار د اسلام د ګران رسول (ص) دې کار ته اړ کړ ترڅو د مظلومو مسلمانانو په اړه فکر وکړي؛ دا فکر له "هجرت" پرته بل څه نه وو.

رسول الله (ص) د حج پر مهال د یثرب (چې وروسته مدینه بلل کېده) له ځینو خلکو سره خبرې وکړې. دوی د رسول الله (ص) د خبرو له اورېدو وروسته مسلمانان شول. ورو ورو په یثرب کې د مسلمانانو شمېر زیات شو او د یوې ډلې په څېر یې له پیغمبر (ص) سره بیعت وکړ. دغه زیاتوالی د بعثت د دیارلسم کال د حج د مراسمو پر مهال درې اویا تنو ته ورسېد. دوی په یو لړ مراسمو کې، له هغه حضرت سره هوکړه وکړه، چې د خپلې کورنۍ او قبیلې په څېر، له هغه او د هغه له ملګرو ملاتړ وکړي. له دې تړون وروسته یثرب ته د مکې د مسلمانانو هجرت پیل شو. د رسول الله (ص) په حکم دوی په انفرادي او ډله ایز ډول د قریشو د مشرکانو له سترګو لرې یثرب ته ولاړل، داسې چې په مکه مکرمه کې له پیغمبر (ص) او د هغه له لږ شمېر اصحابو او د زړو او لوړ عمره نارینه وو او ښځینه وو له یوې ډلې پرته، هېڅوک پاتې نه شول.

یثرب ورو ورو د رسول الله (ص) او د هغه د اصحابو لپاره اډه او پناه ځای شو او د قریشو مشران تر بل هر وخت زیات په قهر شوي وو. په همدې خاطر، د قريشو څلوېښت مشران چې د هر یوه عمر له څلوېښتو کلونو کم نه وو، د دارُالنُدْوه په نوم په يوه ځاى کې سره راټول شول. دوی ټول له محمد (ص) سره د مدینې د خلکو د بیعت په اړه په غوسه وو. ابوجهل له نورو مخکې خبرې پیل کړې او وړاندیز یې وکړ چې د محمد د وژلو لپاره یو سړی وټاکي. یوه بل کس وړاندیز وکړ چې پیغمبر (ص) ونیول شي او ټول عمر په بند کې وساتل شي. له دوی څخه یو یې د پیغمبر د جلاوطنۍ وړاندیز وکړ، خو له دغو وړاندیزونو څخه هېڅ یو هم ونه منل شو.

په دې وخت کې يوه بوډا وړانديز وکړ چې له هرې قبيلې څخه يو زړور سړی وټاکل شي او بيا دې په اتفاق سره پر محمد (ص) باندې په تورو سره بريد وکړي او د شپې پر مهال هغه په خپل کور کې په شهادت ورسوي. په دې توګه د هغه قاتل نه معلومېږي او وينه يې له منځه ځي او بني هاشم هم  نه شي کولای له ټولو قبیلو سره وجنګېږي، نو له دې امله به د دیه اخیستل ومني. دا وړاندیز د ټولو لخوا ومنل شو. کسان وټاکل شول او د پلان د تطبیق وخت د ربیع الاول لومړۍ شپه وټاکل شوه.

د ربیع الاول د میاشتې لومړۍ شپه راورسېده. پر مکې او د رسول الله (ص) پر کور د شپې تیاره خپره شوې وه. څلوېښتو کسانو د محمد کور کلابندکړی وو او د دروازې د درز له لارې یې دننه کتل. دوی فکر کولو چې پیغمبر په خپل ځای کې ویده دی. سهار وختي ټول په داسې حال کې چې په خپلو لاسونو کې توره درلوده، کور ته ننوتل، خو علي (ع) يې د رسول الله (ص) په بستر کې وموند او د رسول الله (ص) د هجرت په اړه خبر شول.

د ربیع الاول لومړۍ شپه، چې امام علي علیه السلام د رسول الله (ص) په ځای کې ویده شو، تر څو د هغه حضرت ژوند خوندي پاتې شي، د لیلة المبیت په نوم یادېږي.

یثرب ته د رسول الله (ص) له هجرت سره سم د دې ښار نوم مدینة النبي کېښودل شو. یثرب ته د رسول الله (ص) راتګ د پسرلي د خوشحاله هوا په څېر وو، چې په ښار کې چلیده او ټولو ته یې د خوښۍ احساس ور په برخه کړ. رسول الله (ص) د ربیع الاول په دولسمه نېټه د قبا په کلي کې چې مدینې ته نږدې ګڼل کېږي، قدم کېښود.

په ځینو تاریخي کتابونو کې قبا ته د رسول الله (ص) د راتګ شېبه داسې بیان شوې ده: کله چې رسول الله (ص) او ملګري یې د قبا کلي ته نږدې شول، نو یوه یهودي سړي د خپل کور له پاسه پېغمبر (ص) او د هغه ملګري یې ولیدل چې سپینې جامې یې اغوستي وې؛ هغه چې پوهېده مسلمانان د رسول الله (ص) او د هغه د صحابه کرامو په تمه دي، ډاډه شو چې دا هغه مسافران دي چې مسلمانان یې په تمه وو، ناڅاپه یې چیغه کړه: هغه کس چې په تمه یې وئ، راورسېد.

د مدينې خلکو د دې خبر  په اورېدو سره، ډله ډله قبا ته ورغلل او د رسول الله (ص) خدمت ته ورسېدل، چې د کجورې د ونې په سيوري کې له خپلو اصحابو سره ناست وو. خلک د پېغمبراکرم (ص) د راتګ د خبر په اورېدو سره خوشاله شول او جنګي جامې يې واغوستې، نارينه او ښځې يې د هرکلي لپاره راووتل، دوی د حره پر سر، د هغه حضرت زیارت ته مشرف شول او هغه حضرت ته یې ښه راغلاست او سلام وويلو، د نارینه وو شمېر ۵۰۰ کسانو ته ورسېد، ځینو مېرمنو او ماشومانو تکرارول: راغی نبي، راغی د خدای رسول"

کله چې رسول الله (ص) پر اوښ سپور وو د یثرب ښار ته ننوتلو او خلکو د هغه شاوخوا ونیوله. د مدينې د قومونو مشران او رهبران لکه: بني سالم قبیله، بني بياضه قبیله ، بني خزرج او بني نجار قبیلو مشران د رسول الله (ص) ملاقات ته راغلل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې د دوى کور ته راشي. خو رسول الله (ص) وفرمایل: د دې اوښ مخه خلاصه کړئ؛ چې هغه امرونه تعقیبوي؛ پریږدئ چې ولاړ شي (انّها مأمورة) خلکو هم د اوښ مخه خلاصه کړه. د رسول الله اوښ سیمه په سیمه له مدينې څخه تېر شو، تر دې چې تر ټولو بې وزله سیمې ته ورسېد او د ابو ايوب انصاري د کور تر څنګ کېناست، چې په مدينه کې تر ټولو غريب کس وو. رسول الله (ص) راښکته شو. ډېر کسان د رسول الله (ص) شاوخوا ته راټول شول. هرچا په ټینګار سره هغه خپل کور ته رابللو. په همدې وخت کې د ابو ایوب انصاري مور د رسول الله (ص) د سفر سامانونه خپل کور ته یوړل.

رسول الله (ص) چې لا هم په ګڼه ګوڼه کې محاصره وو، وویل: زما مال څه شو؟ هغوی وویل: د ابو ایوب مور خپل کور ته یوړل. رسول الله (ص) وفرمایل: انسان به د خپل سفر له وسیلو کې سره وي. په دې توګه رسول الله (ص) د ابو ایوب کور ته ننوت او تر هغه وخته چې د هغه حضرت جومات او حجره جوړه شوې نه وه، د هغه په ​​کور کې اوسېده.

د انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي په دې اړه فرمايي: پیغمبر (ص) هم د ابو ایوب انصاري کور ته د میلمه په توګه ننوت او د امیرانو، باچاهانو، نفوذ کوونکو، د قبیلو خاوندانو او داسې نورو ته یې د رد ځواب ورکړ. یعني هغه خپل ټولنیز درېځ په ګوته کړ؛ دا معلومه شوه چې دا شخص د پیسو، قبیلوي حیثیت او د یوې ځانګړې قبیلې د مشر په توګه د خپل قوم، خپلوانو، کورنۍ، بشپړو خلکو او داسې نورو پورې تړلی نه دی او نه به وي.

پېغمبر (ص) له لومړي ساعت او شېبې څخه دا په ګوته کړه چې په ټولنیز چلند او تعامل کې د کومې ډلې او په کومو خلکو کې دی او د هغه شتون به د چا لپاره خورا ګټور وي. ټولو د پیغمبر او د هغه له لارښوونو څخه ګټه پورته کوله. مګر هغه څوک چې ډېر محروم وي، یقینا چې ډېر حقونه ترلاسه کوي او د هغه محرومیت باید جبران شي. د ابو ایوب انصاري د کور مخې ته یو څه ځمکه وه. هغوی وفرمایل: دا ځمکه د چا ده؟ دوی وویل چې دا د دوو یتیمو ماشومانو پورې اړه لري. هغه له خپل جیب څخه پیسې ورکړې او هغه ځمکه یې واخیستله. بیا یې وفرمایل: پر دې ځمکه جومات جوړوو. یعني یو سیاسي، مذهبي، ټولنیز او حکومتي مرکز؛ یعني د خلکو د راټولولو مرکز. د مرکز په توګه یو ځای ته اړتیا وه؛ نو دوی د جومات جوړول پیل کړل.

له چا څخه يې د جومات ځمکه ونه غوښته او د بخښنې غوښته یې هم ونه کړه. هغه یې په خپلو پیسو واخیسته، که څه هم د دغو دوو ماشومانو پلار یا مدافع نه درلود؛ خو پېغمبر (ص) د دوی د پلار او مدافع په څېر د هغوی حقونه پوره مراعات کړل. کله چې د جومات د جوړولو پرېکړه وشوه، نو پخپله رسول الله (ص) هم یو له لومړنیو کسانو څخه، یا لومړی کس وو چې راغی، بیلچه یې واخیسته او د جومات د بنسټونو کیندل یې پیل کړل، نه د یوه تشریفاتي کار په توګه، بلکې واقعا کار یې پیل کړ او خولې یې توی کړلې. هغه داسې کار وکړ چې په څنګ کې ناستو ځینو کسانو وویل چې موږ کېنو او پیغمبر به داسې کار وکړي!؟ نو موږ هم کار ته ځو؛ نو دوی راغلل او په لږ وخت کې یې جومات جوړ کړ. پیغمبر دغه ستر او تکړه مشر وښوده چې د ځان لپاره کوم خاص حق نه لري. "که ټاکل شوې یو څه ترسره شي، هغه هم باید په هغې کې ونډه ولري."

رسول الله (ص) مدينې ته هجرت وکړ، تر څو له هغه ظالمانه چاپېريال سره مبارزه وکړي چې د هغه وخت په ټولو انساني ټولنو کې موجود وو او د اسلامي نظام په رامنځته کولو او د انساني تاريخ د ټولو زمانو او وختونو لپاره يوه بيلګه وي. د رسول الله (ص) هجرت د اسلام د بقا او نړیوال کېدو لامل شو. حتی اوس هم هجرت په ډېرو ټولنو کې لارښود کېدی شي، چېرې چې د اسلامي احکامو پلي کول ممکن نه دي.

د هجرت تر ټولو مهمه پایله، داسې ځای ته رسېدل دي چې وکولای شي پکې د خدای بندګي وکړي او خپله وظیفه سرته ورسوي. په قرآنکریم کې هغه مسلمانان چې د کفارو په لیکو کې پاتې شوي او ذلت ته تسلیم شوي دي غندل شوي، مګر د هغو کډوالو لپاره چې د خدای د رضا لپاره هجرت کوي، د ښه ژوند وعده شوې او د سورة النساء په ۱۰۰م آیت کې راغلي دي: « وَمَن یُهَاجِرْ فِی سَبِیلِ اللّهِ یَجِدْ فِی الأَرْضِ مُرَاغَمًا کَثِیرًا وَسَعَةً وَمَن یَخْرُجْ مِن بَیْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ یُدْرِکْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَکَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِیمًا : څوک چې د خدای په لاره کې هجرت وکړي، په ځمکه کې به ډېر او پراخه خوندي ځایونه ومومي او هر څوك چي له خپل كور څخه د الله او د هغه د رسول په اړه په هجرت ځي، د هغه اجر له الله سره دى. او خدای بښونکی او مهربان دی.»

ژباړه: زماني

ټیګونه